جیمز مونرو د امریکا پنځم ولسمشر دی. هغه د ۱۸۱۷ او ۱۸۲۵ ز کلونو ترمنځ د امریکا ولسمشر و. هغه له ویرجینیا څلورم کس دی چې دې څوکۍ ته رسېږي. جیمز مونرو په ۱۷۵۸ ز کال کې د ویرجینیا په ویست مورلند کې زیږېدلی دی. هغه د ویلیام او مري په کالج کې زده کړې کړې دي. د کانټينېنټال په پوځونو کې یې د نوموتي سرتېري په توګه فعالیت کاوه. وروسته بیا وکالت ته را وګرځېد او دا دنده یې پيل کړه. هغه تر ولسمشرۍ مخکې په فرانسه کې د امریکا سفیر، د ویرجینیا حاکم، د اساسي قانون په کنوانسیون کې د ویرجینیا استازی، سناتور، د بهرنیو چارو او دفاع وزیر پاتې شوی دی.
جیمز مونرو لا ځوان سیاستوال و چې د ویرجینیا په کنوانسیون کې له مخالفو فدرالیستانو سره یو ځای شو. په ۱۷۹۰ ز کال کې داسې مهال چې د جیفرسوني سیاست پلوی و، د سناتور په توګه انتخاب شو.
مونرو ډېر مغروره او پر ځان باوري سړی و. هغه په ۱۸۰۷ ز کال کې د جیمز مدیسون ملاتړ وکړ او د هغه رقیب روفوس کېنګ ته یې شرموونکې ماتې ورکړه. مونرو په خپل توان د دې جوګه کېږي چې وروسته ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړي. په هغه وخت کې د امریکا نفوس د ۹،۶ میلیونو کسانو په شاوخوا کې و. مونرو چې د خپل واک لومړۍ دوره ختمه کړه، نو د دویم ځل لپاره یې په ټاکنو کې ګډون وکړ، په اسانۍ بریالی شو، چې د ۱۸۲۰ ز کال ولسمشریزې ټاکنې هم وګټي. هغه د کابینې په جوړولو کې زړور و او د هېچا د خپګان پروا یې نه ساتله. په پوره جدیت یې په خپل زړه د کار وړ او لایقه کابینه جوړه کړه. د هېواد له ګوټ ګوټ څخه یې کسان پکې انتخاب کړل او دوی ته یې خپل کاري صلاحیتونه ورکړل.
مونرو ملتپال سیاست درلود. همدې مسئلې په امریکا کې هغه ته ځانګړی محبوبیت ورکړی و، خو د دې تر څنګ چې ملي پال سیاستونه مخ ته وړل کېدل، له ځینو برخو د بېلتون پالنې غږونه هم اوچتېدل. د هغه د واکمنۍ پر مهال د میسوري خلکو غوښتل چې د غلام لرونکو ایالتونو په ډله کې شامل شي، خو مونرو یې مخالفت کاوه. د غلامۍ او غلامانو د له منځه وړلو په سر مونرو اوږدو مذاکراتو ته مخه کړه او دغو خبرو په کنګره کې دوه کاله وخت ونیو. هغه غوښتل چې د یوې لایحې پر مټ په تدریجي توګه په امریکا کې د غلامۍ لمن ټوله کړي او امریکایان پر دې باوري کړي چې خپل غلامان ازاد کړي.
د مونرو کورنۍ په ویرجینیا کې مشهوره وه. مونرو د ویست مورلند په ځنګلي سیمه کې د خپل پلار په یوه پخواني او تاریخي کور کې زیږېدلی دی. دا سیمه اوس د مونرو هال په نامه مشهوره ده. د هغه کور اوس د امریکا په تاریخي ځایونو کې شمېرل کېږي. پلار یې سپنس مونرو یو نسبتاً بریالی بزګر و. د دې تر څنګ یې له ترکاڼۍ سره هم مینه لرله او وخت ناوخته به یې ځينې توکي جوړول. د نوموړي پلار پنځه اولادونه درلودل او دی د دې کورنۍ څلورم اولاد دی.
مونرو په یوولس کلنۍ کې په ښوونځي کې شامل شو. هغه به یوولس اونۍ په کال کې دغه ښوونځي ته ورتلو. له دې ور هاخوا دی اړ و چې په خپلو کروندو کې کار وکړي. د مونرو مور په ۱۷۷۲ ز کال کې مړه شوه او دوه کاله وروسته یې پلار هم ومړ. سره له دې چې له مور او پلار ورته ډېر میراث پاتې و، خو ځوان مونرو اړ شو چې ښوونځی پرېږدي او د خپلو کشرانو وروڼو سرپرستي وکړي. نیکه یې جونز وروسته د نوموړي د کورنۍ مسوولیت ومانه او مونرو یې د ویرجینیا مرکز ته راوست او په ویلیام کالج کې یې شامل کړ. جونز هغه د ویرجینیا له مهمو شخصیتونو لکه توماس جیفرسون، پاتریک هنري او جورج واشنګټن سره هم معرفي کړ. مونرو په ۱۷۸۶ ز کال کې له الیزابت کورټي رایټ سره واده وکړ. دوی په نیویارک کې ژوند کاوه، خو کله چې نوموړی ویرجینیا ته لاړ، نو دوی له دغه ځایه کډه وکړه.
مونرو د سیاسي موقف او ځای ځایګي د ترلاسه کولو لپاره په ویرجینیا کې خپلې ځمکې خرڅې کړې. بیا چې کله سیاسي موقف ته ورسېد، نو ځمکې او غلامان یې واخیستل. ده په ځوانۍ کې دا خیال درلود، چې پراخې مزرعې ولري او خلک کار پکې وکړي. خو مونرو ځان ته شانداره ژوند جوړ کړی و، چې له همدې امله به کله کله په قرضونو کې ډوب و. کروندو یې ډېره ګټه نه کوله، وروسته وروسته دی مجبور کېده، چې د خپلو پورونو د خلاصولو لپاره خپله ځمکه او ځینې غلامان خرڅ کړي.
جیمز مونرو په ویرجینیا کې تر کار وروسته د امریکایي سیاستوالو په هڅونه، د امریکا د کانګرېس غړیتوب ته مټې ونغاړلې. هغه له جیمز مدیسون سره په رقابت کې و او دواړو هڅه کوله چې له ویرجینیا کانګرېس ته لاره پیدا کړي. دوی به یو ځای سفرونه کول، سره له دې چې حریفان وو، خو له یو بل سره یې کلکه ملګرتیا کوله او د کمپاینونو او سیالیو منډو ترړو یې پر ملګرتیا اغېز نه درلود. په پای کې مدیسون بریالی شو چې له مونرو رایې وګټي. مونرو په دې سیالۍ کې تر ماتې وروسته، بېرته خپلې کروندې ته راګرځي، خو کله چې د کانګرېس یو غړی ویلیام ګرېسون مړ کېږي، نو مونرو یې پر ځای دنده پيلوي.
جیمز مونرو په ۱۷۹۴ز کال کې په فرانسه کې د امریکا سفیر شو. هغه د خپل سفارت پرمهال له فرانسې سره څو هوکړې لاسلیک کړې. د فرانسې او امریکا ترمنځ يې له سوداګرۍ دفاع کوله، خو د ځينو اختلافونو له امله د امریکا حکومت په ۱۷۹۶ز کال کې بېرته را وغوښت. مونرو بیا هم بېرته خپلې کروندې ته لاړ او کارونه یې پيل کړل.
جیمز مونرو په ۱۷۹۹ز کال کې د ویرجینیا ایالت د والي په توګه وګومارل شو. هغه چې کله دې څوکۍ ته ورسېد، نو پوهېده چې د ایالتي والي واکونه په نشت شمار دي. له همدې امله یې هڅه پيل کړه، چې قانونپوهان په دې قانع کړي چې د ایالتي والي واکونه ډېر کړي. استازو د پوهنې، ښوونې روزنې، بیا رغونې، امنیت او نظامي اقداماتو په برخه کې د مونرو واکونه ډېر کړل. جیمز مونرو همدا راز د هغو خلکو پر وړاندې عملیات پیل کړل چې د داخلي امنیت لپاره خطرناک وو. ده یو ځل ۲۷ هغه کسان اعدام کړل چې د ویرجینیا امنیتي چاپېریال یې ګواښه او حکومت ته یې تهدیدونه جوړول. هغه په ۱۸۰۳ ز کال کې په برېټانیا کې د امریکا سفیر وټاکل شو. مونرو په خپله کاري موده کې له برېټانیا سره د امریکا اړیکې ښې کړې او ځینې پخوانۍ هوکړې یې له سره ورسره تمدید کړې.
په ۱۸۰۷ ز کال کې چې مونرو له برېټانیا را وګرځېد، نو په ویرجینیا کې یې ډېر تود هرکلی وشو. ډلې ډلې سیاستوال ورته راغلل او له ده یې وغوښتل چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړي. د هغه اړیکې له جیمز مدیسون سره ښې نه وې، خو د توماس جفرسون ملاتړ یې هم ونه کړ. ده بالاخره د خلکو خبره ومنله او په ویرجینیا کې یې تر ټولو ډېرې رایې ګټلې وې.
مونرو په ۱۸۱۱ ز کال کې مدیسون ور وغوښت او پخواني اختلافونه یې سره لرې کړل. مدیسون هغه مهال د امریکا ولسمشر و، خو په سختو حالاتو کې ګیر و. ده غوښتل په دې توګه د مونرو د پلویانو باور خپل کړي او هم وکړی شي چې د مونرو له سیاستونو په استفادې، په امریکا کې روان وضعیت کنټرول کړي. هماغه وو چې جیمز مونرو یې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وګوماره. په دې وخت کې له فرانسې او برېټانیا سره د امریکا اړیکې خورا ترینګلې شوې وې. دوی د یو بل پر بېړیو او ځمکو بریدونه کول. برېټانویانو به د امریکا پر سوداګریزو بېړیو بریدونه کول او فرانسویانو هم د دوی کسان او سوداګریز توکي نیول. جیمز مدیسون په همدې حساسو شرایطو کې د بهرنیو چارو وزارت جیمز مونرو ته پرېښود.
مونرو په خپلو هڅو سره بریالی شو، چې له فرانسې سره ستونزه ختمه کړي، خو برېټانیا پر خپلو فعالیتونو ټینګار کاوه. له همدې امله څه موده وروسته د امریکا کانګرېس پرېکړه وکړه، چې له برېټانیا سره له نظامي لارو مخکې لاړ شي. د برېټانیا او امریکا ترمنځ د جیمز مدیسون د واکمنۍ پر مهال جګړه نښلي او برېټانویان ان په واشنګټن کې حکومتي تاسیساتو ته اور اچوي. په دغه وخت کې د دفاع وزیر له دندې ګوښه کېږي او دغه څوکۍ هم مونرو ته سپارل کېږي. مونرو په هممهاله توګه هم د بهرنیو چارو او هم د دفاع وزیر دی. جیمز مونرو هم د جګړې په ډګر کې او هم د مذاکراتو په ډګر کې بریا ته د رسېدو هڅه کوله. پر کانګرېس یې د سلو زرو سرتېرو د تیارولو غوښتنه ومنله. قربانیانو لپاره یې د مرستې او همکارۍ بانک تاسیس کړ. د دفاعي او نظامي برخو لپاره یې ډېره بودیجه وغوښته او پر دې بریالی شو، چې حالات کنټرول کړي. بالاخره د برېټانیا او امریکا ترمنځ دغه جګړه په ۱۸۱۵ ز کال کې د مونرو د ډيپلوماټیکو او نظامي هڅو له پوره اغېزمنتیا وروسته، د یوې هوکړې په لاسلیکولو پای ته ورسېده.
مونرو په ۱۸۱۶ ز کال کې ځان د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند کړ. هغه د جګړې پر مهال او همدا راز د امریکا د بهرني سیاست د کنټرول په خاطر ځانګړی محبوبیت ګټلی و. ډېری امریکایان پر دې باور وو، چې ښايي مونرو د مدیسون غوره ځای ناستی وي. جیمز مونرو په ډېری ایالاتونو کې پلویان نه لرل، خو پر دې بریالی شو چې په ټاکنو کې د الکټرال کالج له ۲۵۰، ۱۸۷ رایې خپلې کړي. په دې ټوګه نو جیمز مونرو د امریکا پنځم ولسمشر شو.
هغه چې واک ته ورسېد، تر ټولو لومړی یې ګوندي مسایل او تګلارې یوې خوا ته کړل. سره له دې چې دغه کار یې ملګري خپه کړل، خو ده غوښتل ملي پال سیاست غوره کړي او ان هغو کسانو ته د امریکا او حکومت په جوړولو کې برخه ورکړي، چې په ګوندونو پورې اړه نه لري. دې مسئلې یې محبوبیت نور هم لوړ کړ.
د هغه د واکمنۍ پر مهال د امریکا، برېټانیا، فرانسې، هسپانیې او روسیې ترمنځ ستونزې اوج ته رسېدلې وې. مونرو پر دې پوهېده چې په دغو مسایلو کې لاسوهنه یې د هېواد په ګټه نه ده، نو ځکه یې د بې طرفه امریکا لپاره بهرنۍ تګلاره جوړه کړه. هغه په دې توګه بریالی شو، چې امریکا له ډېرو ستونزو وژغوري او بې طرفي یې وساتي.
د امریکا دغه پیاوړي ولسمشر د برابرۍ او مساواتو لپاره هلې ځلې کولې. هغه په ملي کچه د غلامانو د ازادۍ ملاتړ کاوه. له واک نه چې ګوښه شو، نو له مالي ستونزو سره هم مخ و. ویل کېږي چې هغه په ۱۸۲۵ ز کال کې کمزوری اقتصاد درلود. په ۱۸۳۰ ز کال کې د امریکا دغه پیاوړی ولسمشر په نیویارک کې ومړ، د خدمتونو په ویاړ یې، مډالونه، مجسمې او روزنځایونه جوړ شوي دي.