ولسمشر غني پرون غزني ته ولاړ او هلته یې د حکومتي چارواکو له خوا له ځینو را ټولو شوو کسانو سره وکتل. ولسمشر وویل چې د غزني سقوط به څېړي، د ښار بیارغونې ته به پام کوي، ۲۰ میلیونه ډالره به لګوي او له پاکستان څخه په دې تړاو پوښتي. ولسمشر نورې ژمنې هم وکړې، خو له ارګ او خلکو سره ددې پوښتنو ځوابونه متفاوت دي چې د غزني فاجعه ولې رامنځ ته شوه؟ څوک مسوول دي؟ څوک باید سزا وویني؟ او څنګه ددغه ډول پېښو د تکرار مخه نیول کېدای شي؟
په غزني کې د حکومتي چارواکو، امنیتي مسوولینو، په ځانګړي ډول د امنیتي ادارو د مشرانو او ارګ ناکامي لمر غوندې روښانه ده. دا سمه ده چې هلته امنیه قوماندان خپل کار کړی او مقاومت یې کړی، خو په لوړه کچه امنیتي مسوولین د غزني د فاجعې مسوولین دي. ټول غزنیوال پوهېدل چې پر ښار حمله کېږي، سلګونه او آن تر زرو ډېر وسله وال د ښار په څنډو کې را ټول شوي وو او پر غزني یې د برید لپاره تیاری نیوه. امنیتي ادارې خبرې وې، خو وسله وال يې پرېښودل چې پر ښار برید وکړي او ښار لاندې کړي. که حکومت وي، قانون وي او د مسوولیت احساس وي، باید د امنیتي ادارو مشران نه یوازې دا چې په چټکۍ له دندې ګوښه شي، بلکې تر عدلي تعقیب لاندې دې راشي او زندان ته دې ولاړ شي. موږ پوهېږو چې ارګ دا کار نه کوي، له همدې امله اصلي مسوول ارګ دی او ولسمشر باید ددې هر څه ځواب ووايي. په بې معنا، کمپایني او دروغو ژمنو هېڅ هم نه کېږي. خلک پوهېږي چې ولسمشر له کندوز او فراه سره څه کړي. خلک پوهېږي چې ولسمشر او ملګري یې د خلکو په سترګو کې د خاورو له شیندلو پرته بل کار نه لري او دوی ددې هېواد د رهبرۍ او د خلکو د سر ساتني توان نه لري او یا هم ورته مهم نه دي.
ولسمشر له پاکستان سره د حساب ژمنه هم کړې ده او ویلي یې دي چې له پاکستان څخه به پوښتي. له بده مرغه د ملي یووالي حکومت د پاکستان پښو ته لوېدلی. ولسمشر لومړی په غیر ډیپلوماتیکو حرکتونو سره پاکستان خپل نه کړ. بیا یې د مخالفت یوه ډرامه پیل کړه، د پاکستان د انزاو نغارې یې ووهلې، خو بېرته د پاکستان پښو ته ولوېد او «د سولې د عمل ګډ پلان» په نامه یې ورسره په یوه بله ډرامه کې رول پیل کړ. پر ډیورنډ اغزن سیم تېر شو، فاټا د پاکستان برخه شوه او مولانا فضل الله ورته قرباني شو. له دې ټولو سره سره له پاکستان زموږ د حکومت ټولو سیاستونو موږ لا زیات د وینو، وحشت او وژنو لور ته یوړو. نه سوله شوه، نه جګړه وګټل شوه، نه جګړه کمه شوه او نه هم موږ په نړیواله کچه پاکستان له کومې ستونزې سره مخ کړ. اوس چې ولسمشر له پاکستان څخه د پوښتنې خبره کوي، ټول پوهېږي چې هېڅ هم نه شي کولی. پاکستان پخوا هم د وسله والو ملاتړ کاوه او اوس یې هم کوي. د ملي یووالي حکومت ناسمې او کمزورې تګلارې پاکستان له افغانستان سره له دښمنۍ نه شي را ګرځولی.
د ملي یووالي حکومت په رښتیا خلکو ته په یو عذاب بدل شوی. هر بدلون او پېښه موږ ناوړه لور ته وړي. خلکو ته پکار ده چې نور پر دوی ونه غولیږي او د راتلونکې کال په لومړیو کې په قانوني لاره ځان له دغه عذابه خلاص کړي.