د ډېرو کورنیو او بهرنیو منابعو په حواله، ۲۰۱۸ ز کال د افغانستان د ټولو خلکو او په تېره بیا د ښځو، ماشومانو او خبریالانو لپاره ډېر خونړی کال و او د وطن په ګوټ – ګوټ کې په زرګونو خلکو؛ خو په بېلابېلو نومونو خپل ژوند له لاسه ورکړ. له بده مرغه چې اوس یعنې د ۲۰۱۹ ز کال په تېرو څلورو میاشتو کی هم همدا حالت روان دی او هره ورځ د هېواد په یو ګوټ کې پر ملکیانو تندر پرېوتی وي. د وردګو صدمرده یې تر ټولو ښه بېلګه ده.
پخوا به ژمی په افغانستان کې د جګړو د کمېدو وخت و او د دولت ډېر مخالف وسلوال جنګیالي به د دمې او نویو زده کړو لپاره ګاونډیو هېوادونو، ایران او پاکستان ته تلل؛ خو په تېرو دریو – څلورو کلونو کې د اوړي او ژمي توپیر له منځه تللی او کال دوولس میاشتې د هېواد په ډېره جغرافیه کې خونړۍ پېښې، چاودنې، بمونه او جګړې له خلکو څخه د سر او مال قرباني اخلي او ناورینونه پنځوي.
په تېرو دوو – دریو کلونو کې جګړې او یرغلونه دومره درانه شوي چې ډېری کورنۍ او بهرنۍ سرچینې یې حتی د میاشتو راپورونه خپروي او د جګړې پر ټولو خواوو غږ کوي، چې که په جګړه کې اخلاقي نورمونه او نړیوال قوانین په پام کې ونه نیسي، دا جګړه ورځ په ورځ نوره خونړۍ کېږي او ورسره جوخت، د ملکي خلکو تلفات اسمان ته رسېږي.
سږ کال د اپرېل په لومړۍ ورځ د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې یا CPAG په یوه اعلامیه کې وویل چې د روان کال په مارچ میاشت کې د ولسمشر محمد اشرف غني له سپارښتنو سره سره، په هېواد کې ملکي ولسي خلکو ته دومره درنه مرګ ژوبله اوښتې چې په تېرو اتلسو کلونو کې ساری نه لري.
دا ډله وړاندې لیکي چې په هغه میاشت کې د هېواد په اتلسو ولایتونو کې ۱۸۴ ملکي کسان وژل شوي او ۳۰۰ ټپیان دي چې ۲۷ پکې مېرمنې او ۵۴ ماشومان دي.
له بده مرغه تریخ حقیقت دا دی چې د افغانستان د جګړې ټولې ښکېلې غاړې، مقابل لوري په جنګي جنایتونو او بشري ضد جرمونو تورنوي او ځانونه ورته سپینې کوترې ښکاري؛ خو واقعیت دا دی چې ځینې دا سپینې کوترې په ځینو مواردو کې په ډېرو تورو او غیر انساني اعمالو بوختې دي.
سږ کال د مارچ په ۱۶مه ولسمشر محمد اشرف غني په یوه فوق العاده امنیتي غونډه کې پر افغان او نړیوالو پوځیانو غږ وکړ چې تر دې وروسته د ملکي خلکو خوندیتوب ته پوره پاملرنه وکړي؛ خو د هېواد له ګوټ – ګوټ څخه داسې ترخه خبرونه خپاره شول چې دولتي او نړیوالو ځواکونو په شپنیو او هوایي بریدونو کې ملکي خلک او په تېره بیا په کورونو کې مېرمنې او ماشومان په نښه کوي او د دې پر ځای چې خپل وسله وال ایډیالوژیک مخالفان له منځه یوسي، ورځ په ورځ د خلکو د پراخو پرګنو ملاتړ له لاسه ورکوي، خپل طبیعي دوستان او خواخوږي پر مخالفینو او دښمنانو بدلوي.
د دولت وسله وال مخالفین هم په دې منځ کې تړلي اوس نه دي ناست او پر دولتي اهدافو د برید په وخت کې د ملکي خلکو د خوندیتوب حق او درناوی نه ساتي. دوی داسې روزل شوي دي، چې باور لري جهاد به تر قیامته د ټولې اسلامي نړۍ په استازیتوب یوازې د افغانستان د خلکو د سر او مال په بیه روان وي او ګټه به یې نورو ته ځي.
اوس که پر دې باندې د اربکیانو، قومي تربګنیو، د جهادي قوماندانانو د ملېشو، اقتصادي مافیا، غلو، داړه مارو او اختطاف چیانو له لاسه د وژل شوو او ټپي شوو هېوادوالو شمېره هم کېږدو؛ نو وبه وایو چې الله ته پر دې وطن رحم وکړې؛ ځکه چې د خپلواکۍ اتلان، د دین پتنګان او د جهاد او مقاومت مدعیان او بله خوا د بشري حقونو مدافعین، د ولسواکۍ ملاتړي ټول دلته زموږ په بېوزله هېواد کې پر ډېرو بشري ضد، انساني ضد او اسلامي ضد فعالیتونو لګیا دي، خلک وژني، وینې بهوي، لارې، پلونه، ښوونځي او نور مدني بنسټونه نړوي او لنډه دا چې هر څوک دلته د خپلې اجنډا لپاره چې ډېر په پردیو استخباراتو پورې اړه لري، په خړو اوبو کې کبان نیسي او زموږ هېواد ته درانه زیانونه رسوي.
په دې لړ کې د دولت او نړیوالو ځواکونو مسوولیت ډېر دروند دی. دولت د دې جغرافیې سیاسي واکمن دی او دنده لري چې د خلکو سر، مال، ناموس او عزت وساتي. نړیوال ځواکونه خو د بشري حقونو مدافعین دي او د دې لپاره افغانستان ته راغلي چې خلک د ترهګرو او وسله والو ډلو او ډلګیو له شر څخه وژغوري؛ که رښتیا هم دوی د دغه هدف لپاره راغلي وي او موخه یې افغان وژنه نه وي، دوی باید په دې جګړه کې د اخلاقي نورمونو او نړیوالو قوانینو د تطبیق او درناوي پر ښکاره سمبولونو بدل شي، څو نور دا وحشت پای ته ورسېږي.
په هلمند کې د دوو مېرمنو اسارت، دا په ډاګه کړه چې که دا جګړه مهار نه شي، نو ډېرو بدو او درنو عواقبو ته باید انتظار وباسو! د خالد او الفتح اعلانونه د دې بدو عواقبو پیلامې دي چې درانه زیانونه به واړوي. د وردګو د صدمرده خونړۍ پېښه او د مخابراتو پر وزارت برید او د ملکیانو تلفات د دې خبرې ښه ثبوت بلل کېدای شي.