د امیر حبیب الله خان خپلوان او کورنۍ
د انګرېزانو استازی د مې د شپږمې په رپوټ کې لیکي: «یو هندو مامور چې له دوولسو کلونو راهیسې یې په ګمرک کې د میاشتې په شل روپۍ تنخوا کار کاوه، د ډېرو زیاتو پیسو په اختلاس تورن شو. د تحقیقاتو په نتیجه کې معلومه شوه چې هغه اووه سوه روپۍ اختلاس کړې دي. امیر ته د دې قضیې په باره کې رپوټ ورکړل شو. امیر وویل چې هندو دې په توپ کې والوزول شي. د امیر د حکم له اعلانېدو سره سم، هندو کلمه وویله او مسلمان شو. امیر خپل امر بېرته را وګرځاوه. البته هندو له کاره برطرف شو او امیر د میاشتې لس روپۍ تنخوا ورته مقرره کړه چې خپله ورځنۍ ګوزاره پرې وکړي».
که څه هم چې زه یقین لرم د امیر حبیب الله خان په سلطنت کې به تر دې ډېرې ناشودې پښې شوې وي، خو دا دوې قضیې د هغه د ټول عدالت د معرفي کولو ښه مثالونه کېدلای شي. دوه ځوانان د برېټانیې د نمایندهګۍ له یوه مامور سره د خبرو کولو په تور چې ثبوت یې هم موجود نه دی، وژل کېږي او امیر د دې پر ځای چې د قضیې بازخواست وکړي، کوټوال ته وايي چې دا قضیه خاموشه کړي. طبیعي خبره ده چې د ځوانانو د پلار لپاره د عدالت غوښتلو بله لوړه مرجع نشته او باید چې فقط خدای ته صبر وکړي. دې ته ورته قضیې د امیر عبدالرحمان خان په زمانه کې ډېرې زیاتې پېښېدلې او د امیر حبیب الله خان په زمانه کې یې هم مثالونه کم نه وو. پر یوه غریب او بې کسه هندو باندې چې د میاشتې په شل روپۍ تنخوا نوکر دی، د ۷۰۰ روپیو د اختلاس په ګناه په توپ کې د الوزولو حکم کېږي او هغه له مجبوریته له خپل مذهب څخه تېرېږي؛ مګر له مستوفي محمدحسین خان څخه چې د امیر او د هغه د پلار د ټولو جنایتونو اسرار ورسره خوندي دي، هېڅوک دا پوښتنه نه کوي چې دا دومره جایدادونه او پیسې یې له کومه کړې، چې میرصاحب جان ته په یو ځل څلوېښت جریبه مځکه، کلا، آس او نغدې پیسې د مېلمستیا په توګه ورکوي.
د انګرېزانو استازی د ۱۹۰۸ ز کال د اپرېل د پنځلسمې په رپوټ کې لیکي: «امیر د اپرېل په درېیمه ولید چې د کوټوالۍ څنګ ته سړک چټل دی. نایب کوټوال یې را وباله؛ پر هغه ځای یې په شلاقو وواهه او څلور سوه روپۍ یې جریمه کړ. څلورو عسکرو ته یې وظیفه ورکړه چې د سبا ورځې تر لسو بجو مخکې پیسې ورڅخه حصول کړي.
په همدغه ورځ امیر ولیدل چې له مراد خانۍ سره نږدې یو سړک ناپاکه او چټل دی. کلانتر یې را وباله. د هغه په اوږده ږیره پورې یې تار غوټه کړ او تار یې په دېوال کې په یوه مېخ طویله پورې وتاړه. په دې توګه به سړي سر په هوا نیولی و. یوازې د لمانځه او ډوډۍ خوړلو په وخت کې، د لنډ وخت لپاره خوشې کېدو او د شپې به د ارګ په بندیخانه کې ناست و. درې ورځې پرله پسې یې دا سزا ولیده.
یوه بد فعله ښځه یې سردار نصرالله خان ته بوتله. هغه خپلې معمولي شکنجې ورکړې او له ښځې څخه یې په زور اقرار واخیست. هغې په جُرم کې د خپلو نارینه او ښځینه شریکانو نومونه یاد کړل. په هغه شپه څلور نارینه او شپږ ښځې له کورونو څخه وایستل شوې او بیا یې درک معلوم نه شو».
دا هم د دواړو وروڼو د چټک او ظالمانه عدالت او قضاوت نمونې دي.
د انګرېزانو استازی د مې د میاشتې دې دېرشمې په رپوټ کې لیکي: «شکرخان کوهستانی چې یو مشهور غل دی او هر وخت په پېښور او د را ولپنډۍ په علاقه کې غلاوې کوي، امیر ته کله کله تحفې رالېږي. هغه په دې وروستیو شپو ورځو کې امیر ته دوه سوه طلاوې او یو قېمتي ساعت په سوغات کې ورکړل او امیر هم د ده تحفه ومنله. ویل کېږي چې شکرخان په جنګونو کې برخه اخلي او له غازیانو سره مرستې کوي… شکرخان د لغمان له دوولسو کسانو سره په جنګونو کې د برخې اخیستلو لپاره، سرحد ته تللی دی. هغه تر اوسه نه دی راستون شوی او د هغو نورو دوولسو سړیو درک هم نه دی معلوم ».
د انګرېزانو استازی د ډسمبر د دېرشمي په یوه رپوټ کې لیکي: «یو هودخېل چې بارو نومېږي، څو ورځې مخکې له کابل څخه هند ته روان شو. دی ډېر مشهور غل دی، تل یوه بېلچه له ځان سره ګرځوي او خلکو ته وايي چې خپله یوه ګوله ډوډۍ په حلاله مزدوري پیدا کوي. مګر چې هر وخت موقع ورته برابره شي، نو تر غلا نه تېرېږي. دوه کاله مخکې یې له هند څخه نهه ټوپک راوړل او امیر حبیب الله ته یې ورکړل. دی څو ځله په هند کې محکوم شوی دی او بندیخانې ته لېږل شوی دی. له ده سره ځینې کسان تللي دي؛ مګر دی هر وخت غواړي چې غلا په یوازې سر وکړي… توره او سپینه ږیره لري، جګ قوي سړی دی او سپین پوستی غوندي دی، پيته هزاره ډوله پزه یې ده».
کله چې امیر له غلو څخه تحفې قبولې کړي، نو سړی به څرنګه د امنیت تمه کوي؟
د عدالت قایمول او سم قضاوت کول د امیر او سردار نصرالله خان په نیت او ارادې او د مقصر یا مدعی علیه په اجتماعي دریځ پورې اړه درلوده. سردار نصرالله خان څلور ښځې او شپږ نارینه په یوه شپه وژلای شي او هېڅوک له هغه څخه بازخواست نه کوي. مګر د امیر زوی سردار حیات الله خان چې د بدخشان نایب الحکومه دی، د خلکو له ټولو شکایتونو سره سره پر خپل ځای باندې ناست دی او حتی امیر د خلکو پر ناموس باندې د ښکاره تېري په باره کې پوښتنه نه ورڅخه کوي.
د انګرېزانو استازی د اکټوبر د اوومې په رپوټ کې د هرات له والي محمدسرور خان څخه د خلکو د شکایت په باب لیکي: «د هرات ټولو ملکي او پوځي مامورینو، له څو محدودو کسانو څخه پرته، اعلیحضرت ته یوه عریضه لیکلې او هغه یې د نایب الحکومه سردار محمدسرور خان له ظلمونو څخه خبر کړی دی او د هغو کسانو یو اوږد لېست یې ورکړی دی، چې د سردار محمدسرور خان د ظلمونو او تېریو له لاسه مشهد او روسیې ته کوچېدلي دي».
د انګرېزانو استازی د هرات د خلکو د شکایت په مقابل کې د امیر د عکس العمل په باب څه نه وايي او د ویلو څه خو ځکه نه لري، چې امیر محمدسرور خان ته هېڅ نه دي ویلي؛ بلکې د خپلې پاچاهۍ په دوران کې یې څو څو ځله ترفیعات ورکړل او له ده څخه وروسته د اعلیحضرت محمدظاهرشاه تر زمانې پورې یې هر وخت نازولی وو. دا چې د عریضې لیکونکي او لاسلیک کوونکو ته به څه ورپېښه شوې وي، سړی د امیر له عدالت او قضاوت او له خلکو سره د سردارمحمدسرور خان له خپل سري او ظالمانه سلوک څخه ښه قضاوت او اټکل کولای شي.
په یو په زړه پوري رپوټ کې چې د خلکو او عالي رتبه مامورینو د شخصي ژوند په چارو کې د امیر مداخله ښيي، په لوستلو ارزي. د انګرېزانو استازی د جون د درېیمې په رپوټ کې لیکي: «د چرخ والي محمدجعفر خان په دې تازه شپو ورځو کې له کافرستان څخه راغلې مسلمانې شوې نجلۍ سره واده کړی دی. امیر دې مسئلې سخت په غوسه کړی دی، ځکه چې ده امر کړی دی چې له ده او د کافرستان له اوسېدونکوڅخه پرته، هېڅوک نه شي کولای چې د کافرستان له نجونو سره ودونه وکړي. شلو سپرو ته یې وظیفه ورکړې ده، چې محمدجعفر خان کابل ته بندي راولي. امیر هغه ته د سختې سزا ورکول په نیت کې لري».
دې بې انصافۍ ته به سړی څه نوم ورکړي، چې امیر د نورستان له ښځو سره واده کول یوازې خپل حق بولي. رشوت، اختلاس او پر خلکو باندې د حکومتي مامورینو تېری د امیر حبیب الله د پاچاهۍ یوه عامه ستونزه وه. د کندهار نیوز لیټرز په نوم کتاب د لسم ټوک په ۳۶م مخ کې د انګرېزانو د خبر لیکونکي د ۱۹۰۳ ز کال د جولای د اتمې په رپوټ کې، د کندهار د کوټوال پر ټولو ظلمونو او تېریو باندې د امیر د سترګو پټولو او د کوټوال د ظالمانه سلوک په باره کې راغلي دي، چې کوټوال له خلکو څخه په زور پیسې اخلي، رشوتونه اخلي او دومره اخلاقي فساد کوي، چې ټولې کیسې یې په یوه رپوت کې نه ځایېږي. کوټوال یو تاجک هلک چې د ده ناروا غوښتنې ته نه تسلیمېدو، بندي کړی دی. په رپوټ کې راغلي دي، چې دلته ټول افسران لږ او ډېر په اخلاقي فساد اخته دي، خو کوټوال پر اخلاقي فساد دومره مشهور دی، چې خلک یې له نامه څخه وېرېږي. کوټوال هغه ځوانې نجونې او هلکان چې د ده ناروا غوښتنو ته په خپله خوښه تسلیم نه شي، په زور وړي.
خبر لیکونکی د جولای په پنځمه، په خپل یاداښت کې لیکي، چې تېره شپه زما له کور سره نږدې د عبدالحق تحصیلدار کور غلو وواهه. دی وايي، دا حمله دومره په سپین سترګۍ وشوه چې اندازه نه لري. د شپې په پنځلس کمو دوو بجو د مرمیو باران جوړ شو او غلو خپل کار وکړ. داسې اټکل کېږي چې اووه زره روپۍ به یې وړې وي. پهره دارانو چې ډېر نږدې ولاړ وو، له غلو سره هېڅ مقاومت ونه کړ. داسې ویل کېږي چې دا غله د کوټوال سړي وو.
خبر لیکونکی په همدغه پاڼه کې لیکي، چې د پشت رود دوه تنه ځمکوال، په رڼا ورځ د کندهار په دوه میلي کې غلو وشکول. ویل کېږي چې نن سبا دا ټول جنایتونه د پولیسو کار دی او هغوی ته هېڅوک څه ویلای نه شي.
خبر لیکونکی وايي چې د جولای په لومړۍ نېټه، د میوند په کوتل کې محمدزیو داړه مارانو پر یوه کاروان باندې حمله وکړه. شپږ تنه یې وژلي او شپاړس اوښان او ځینې نور څاروی یې ورسره وړي دي.
خبر لیکونکی په همدغه کتاب کې، د ۱۹۰۳ ز کال د نومبر په شپږمه لیکي، چې له میوند څخه راغلي رپوټونه وايي، چې پنځوسو الکوزیو چې له ټولو سره ټوپک وو، د میوند دره یې نیولې ده او ځینې کاروانونه یې لوټلي دي.
د دې ټولو بې امنیتیو یو مهم علت بیا هم پراخ اداري فساد دی. موږ ولیدل چې امیر پخپله له غلو څخه تحفې اخلي او د کندهار کوټوال له غلو سره جوړ دی. د انګرېزانو خبر لیکونکی د مارچ په دیارلسمه، د نورو رپوټونو په ترڅ کې لیکي، چې د زنګاباد مشهور غل، رحمن چې په رستم مشهور دی، سردار او ډګروال ته ډېر قېمتي سوغاتونه راوړي دي او هغوی یې هم ښه قدر کړی دی.
د رشوت په برخه کې تر ټولو په زړه پوري کیسه په هغه رپوټ کې راغلې ده، چې خبر لیکونکي د ۱۹۰۴ ز کال د جون په شپاړسمه لیکلی دی او وايي چې نایب الحکومه ته له کابل څخه یو فرمان رسېدلی او په هغه کې یې ورڅخه غوښتي دي، چې قاضي ته ووایي چې نور نو له پاچا څخه ستا رشوت خوري او خیانت پټ نه دی. خو پاچا تر هغه وخته پورې تاته انتظار باسي، چې ته له حکومتي خزانې څخه ښې ډېري پیسې ذخیره کړې.
یعنې پرېږده چې قاضي خلکو ته ښه تکلیفونه ورکړي، ښه رشوتونه وخوري، جېبونه ډک کړي؛ نو بیا به یې پر یوه ځای ورڅخه واخلي. دا نو نه ده معلومه چې امیر به تر کله قاضي ته صبر کوي او د امیر په اټکل ډېرې پیسې څه ته ویل کیږي. خو خلک مجبور دي چې د امیر د حوصلې تر تنګېدلو پورې د قاضي ظلمونه او ناروا وزغمي.
لکه څرنګه چې امیر او سردار نصرالله خان له خپلې خوښې سره سم عدالت چلاوه او قانون یوازې د دوی د ارادې ترجماني وه؛ د هغوی عالي رتبه مقاماتو هم له خپلې خوښې سره سم قانون چلاوه. د بېلګې په توګه، د کندهار نیوزلیټرز د لسم ټوک په ۱۶۶م مخ کې راغلي دي، چې نایب الحکومه د دوو تنو ښي لاسونه د انګورو د غلا په ګناه ورڅخه قطع کړل او په دغه وخت کې چې د غلو لاسونه غوڅېدل، د هغه هندو جېب ووهل شو چې د عملیاتو تماشه یې کوله. کوټوال ټول خلک تلاشي کړل، مګر غل یې پيدا نه کړ.
د همدغه کتاب په ۱۴۵م مخ کې د همدغه نایب الحکومه په وخت کې د خبر لیکونکې په یوه رپوټ کې راغلي دي، چې د محمدیعقوب خان اڅکزي له سړیو څخه د غلام رسول په نوم یو تن، د ګوشخانې د اوسېدونکي محمدامین خان تاجر له کور څخه، د شپېتو زرو روپیو د غلا کولو په تور ونیول شو. محمدیعقوب پیسې تحویل کړې او سړی یې راخوشې کړ.
څرګنده خبره ده چې د انګورو په غلا دوو تنو نیول شویو غریبانو به د خوشې کولو لپاره څوک نه درلودل او د شپېتو زرو روپیو، چې په هغه وخت کې د یوه بشپړ جایداد بیه وه، غل په پیسو خوشې کېږي او نوره هېڅ سزا نه ویني.
ماخذونه
1: Nevill, Captain. H. L Campaigns on the North West Frontier. 1977 Pakistan.
2: Diary of the British Agent at Kabul. From the 1st January 1908 to the 30th December 1908.
3: Kandahar Newsletters, tenth volume. For the Year 1903-1904-1905 Directorate of Archives Department. Government of Balochistan Quetta Pakistan.