دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

په وینو لړلې ټاکنې

اکتوبر 3, 2018
in دریځ
0 0

 د ننګرهار ولایت په امنه ولسوالۍ “کامه” کې د ولسي جرګې د کاندید ډاکتر ناصر موند په کمپایني غونډه کې ځانمرګی برید شوی چې پکې ۲۱ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. تر دې وړاندې په کونړ کې هم د کاندیدانو پر پلویانو بریدونه شوي وو چې پکې څو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. په ځینو نورو سیمو کې هم څو کاندیدان او د هغوی پلویان وژل شوي دي.

د را روانو ټاکنو پر وړاندې تر ګردو لویه ستونزه نا امني ده. وسله والو طالبانو له وړاندې له ټاکنو سره مخالفت کړی، له خلکو یې غوښتي چې پکې ګډون ونه کړي او دغه راز د بریدونو ګواښ یې کړی دی. له دې سره په نیم افغانستان کې ټاکنې ناشوني کېږي. په پاتې نیم افغانستان کې هم د نا امنۍ، وسله والو بریدونو، ځانمرګو او نورو ناامنیو وېره شته. یوازې وسله وال طالبان نه دي، بلکې داعش هم دې پروسې ته ګواښ دی. داعشي وسله وال چې چېرته را ټول شوي خلک وویني او د ډېرو وینو د تویېدلو موقع پیدا کړي، نو برید کوي او خپل وحشت خوروي.

د ناامنۍ دا وېره یوازې د خبرو په حد کې نه ده، بلکې عملي یې موږ وینو. د نوملیکنې پر مهال ګڼو بریدونه وشول، زموږ سلګونه هېوادوال پکې ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول. دا دی د ټاکنیز کمپاین پر مهال هم د څو خونړیو پېښو رپوټونه ورکړل شوي دي. لا د کمپاین ۱۷ ورځې پاتې دي، نو دا وېره جدي ده چې دا ډول پېښې به تکرار شي. ناامنۍ پر ټاکنیز کمپاین سیوری غوړولی دی. کاندیدان له وېرې لویې غونډې نه جوړي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې د بریدونو وېره وي. کله چې د ټاکنیزو کمپاینونو او نوملیکنې پر وخت داسې ګواښونه وي، نو د ټاکنو پر ورځ به دا ګواښ زیات وي او په ډېرو سیمو کې به خلک په سختۍ حاضر شي چې رایه ورکړي.

حکومت د کاندیدانو، د هغوی د پلویانو او دغه راز د رایه ورکوونکو د امنیت د خوندي کولو ژمنې کوي. د کمېسیون چارواکي هم وايي چې امنیتي ادارو ورسره ژمنه کړې چې امنیت به ټینګوي، خو داسې ښکاري چې د ناامنۍ ګواښونه په لوړه کچه دي. د ننګرهار کامه ولسوالي تر کابل امنه سیمه ګڼل کېږي. هلته نه وسله وال طالبان شته او نه هم داعشیان. په کامه کې د ناامنۍ پېښې یا نشته او یا هم بېخي کمې دي چې په هېڅ ډول له نورو سیمو کې سره نه مقایسه کېږي. اوس چې کله په امنه کامه کې داسې پېښې کېږي، نو د ناامنه خوږیاڼو او یا نورو ولسوالیو به څه حال وي؟ له دې ښکاري چې د ټاکنو پر وړاندې د ناامنۍ ګواښ جدي دی.

حکومت او امنیتي ادارې دې د خبرو پر ځای عملي ګامونه واخلي. که د ټاکنو د امنیت په تړاو ګواښونه جدي وي او دوی یې په ځینو سیمو کې د مخنیوي توان نه لري، نو نورې لارې شته. دوی باید کاندیدانو ته له وړاندې د لویو غونډو د نه کولو ووايي او له کمېسیون سره په ګډه دې ځینې نور ګامونه هم واخلي. که دوی د امنیت ژمنه کوي، خو هلته بریدونه او چاودنې روانې وي، نو دا به ټاکنې لا خونړۍ کړي او ټوله پروسه به له جدي خنډونو سره مخ شي.

Share8Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

یونیسف: د نیپال له سېلاب ځپلو ماشومانو او کورنیو سره مالي مرسته وکړئ

سپتمبر 7, 2026

ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

سپتمبر 7, 2026

یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

سپتمبر 7, 2026

روسي سوداګر: د رېل له لارې روسیې ته د افغان تازه مېوو د صادراتو هڅه کوو

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In