د یو کمربند او یوې لارې د موخو په اړه یو ځل بیا شکونه راپورته شوي او ځینې دې پروژې ته د ښکېلو هېوادونو لپاره د «ژور دام» او د چین لپاره د «جیوپولیټیکې پراختیا د وسیلې» په سترګه ګوري. پوښتنه دا ده چې ولې ځینې د چین مخالف عناصر د چین بد ښودلو لپاره دغه ډول پلمې کاروي؟ ایا دغه عناصر به کله چې د یو کمربند او یوې لارې نوښت د ښکېلو هېوادونو لپاره عملاً د ښو پایلو وړاندې کول پیل کړي، خپله تېروتنه ومني؟ دوو کارپوهانو د «چینا ډیلي» له «پان يی شوان» سره په دې تړاو خپل نظریات په لاندې ډول شریک کړي دي:
د یو کمربند- یوې لارې د نوښت موخه د ټولو لپاره سوله ییز پرمختګ دی. د یو کمربند – یوې لارې د نوښت پر مټ چین غواړي له نورو هېوادونو سره خپل پرمختګ شریک او د اسیا، اروپا او افریقا ترمنځ اتصال ته پراختیا ورکړي.
چین له زیربنايي جوړښتونو څخه ډېره ګټه کړې او له نورو سره د دې تجربې په شریکولو غواړي له هغوی سره د ګډ کار پر مټ د هغوی د پراختیايي پلانونو او د یو کمربند- یوې لارې پروژې ترمنځ د یو بل بشپړولو شونتیا زیاته او په دې ډول نړیواله همغږي پیاوړې کړي. ډېری هېوادونه چې د زیربنايي شبکو جوړولو یا پراختیا ته اړتیا لري، ښايي د بېلابېلو عواملو له کبله د بېلګې په ډول، د بېرته پرې کولو په اړه د شک یا د چاپېریال ساتنې د کمزورو قواعدو په پلمه له نړیوالو مالي بنسټونو څخه پور ترلاسه نه شي کړلی، نو کله چې چین د پاکستان په ګډون ځینو هغو هېوادونو ته چې د برېښنا بندونو د نشتون له کبله د برېښنا له کمښت سره مخ وو، پور ورکړ څو هغوی خپلې زېربنايي ستونزې ورباندې حل کړي. دغه کار ځینې کتونکي او پرمختللي هېوادونه وپارول. د مرکزي او سويلي امریکا له ځینو هېوادونو، د بېلګې په توګه، له پانامې سره د چین همکاري چې امریکا په خپل ګاونډ کې د چین د پښې اېښودلو لپاره د ځای پیدا کولو د ستراتېژۍ په سترګه ورته ګوري، د یو بل بشپړوونکو منابعو د طبیعي همکارۍ یوه غوره بېلګه ده.
په دغه دواړو لورو ته ګټه رسوونکې همکارۍ کې چین د زیربنا په برخه کې له خپل امتیاز څخه سمه ګټه اخلي، څو له همکارو هېوادونو سره د هغو صنایعو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي، چې هغوی له خپلو طبیعي منابعو د سالمې ګټې اخیستنې لپاره ورته اړتیا لري. په همدغه پروسه کې د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ لپاره یو ستر فرصت پروت دی. ځینې هېوادونه دا حقیقت نه شي منلی چې د چین حکومتي تصدۍ په بهر کې د دغه هېواد د سترو زیربنايي پروژو عمده برخه ده، له همدې کبله د یو کمربند- د یوې لارې پروژې نوښت ته د خپلو اقتصادي لرلیدونو پر وړاندې د ننګونې په سترګه ګوري. دوی ادعا کوي چې د یو کمربند- یوې لارې نوښت د ښکېلو هېوادونو لپاره یو«ژور دام» دی او په دې ډول غواړي چین په بهرنیو هېوادونو کې په خپلو پروژو کې د دولتي تصدیو د پانګونې کچه راټیټه کړي. له دغو ادعاوو او د ادعاوو له رد سره سره به د یو کمربند- یوې لارې د پروژې سرعت د وخت په تېرېدو سره زیات شي.
دغه راز چین باید له نورو هېوادونو سره تفاهم زیات کړي او هغوی ته باید خپلې موخې تشریح کړي، څو هغوی پوه شي چې د یو کمربند- یوې لارې د نوښت هدف د ټولو لپاره سوله ییز پرمختګ دی. د چین په ژن مین پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو پروفیسور «وانګ يي وي» د ټولو ښکېلو لورو د ګټو لپاره نوښت د همکارۍ او بحثونو له لارې د ګډې ودې ترلاسه کولو د اصولو پر بنسټ د یو کمربند- یوې لارې نوښت د نړیوالې همکارۍ د پراختیا لپاره ایډیال بلل دي. له همدې کبله د ملګرو ملتونو ۷۱یمې عمومي اسمبلې د یو کمربند- یوې لارې نوښت ته د ۲۰۱۶ ز کال په مسوده کې ځای ورکړ او د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ټولو اړخونو غږ وکړ، چې په دغه نوښت کې ونډه واخلي.
د یو کمربند- یوې لارې نوښت څو اړخیزه همکاري پياوړې کوي، خو ځینې هېوادونه لا هم د هغې د اهدافو او موخو په اړه شک لري. په تېرو کلونو کې په ډېرو سیمو کې د پراختیا په چټکولو سره دې پروژې ځینې هغه اندېښنې له منځه یوړې چې ګنې دا دې ښکېلو هېوادونو لپاره « ژور دام» دی.
لا هم د یو کمربند- یوې لارې نوښت په لویه کچه فرصت لري، چې پرمختګ وکړي. له همدې کبله «د یو کمربند- یوې لارې د همغږۍ دویمه نړیواله غونډه» چې په همدې میاشت کې په بیجېنګ کې جوړېږي، باید د یو کمربند- یوې لارې د پروژو پر پرمختګ، دوامدارې پراختیا ته پر ځانګړې پاملرنې، چاپېریال ساتنې او د راتلونکو پروژو لپاره پر لا غوره ارزونې او چمتووالي تمرکز وکړي. په داسې حال کې چې د یو کمربند- یوې لارې پروژه د ښکېلو هېوادونو لپاره غوره پایلې لري. د چین د منتقدینو په ګډون به نړۍ نوره هم ښه پوه شي چې موخه د څو اړخیزو همکاریو لپاره د یوه جوړښت رامنځته کول دي. دا سمه ده چې د یو کمربند او یوې لارې د پروژې ابتکار چین کړی، خو ګټه یې ټولو ښکېلو لورو ته رسېږي، ځکه موخه یې د ګډ پرمختګ پياوړتیا ده.
د چین د فوډان پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو د انسټيټیوټ پروفیسور «شین ډینګ لي» ویلي، دغه نظریات د چینا ډیلي رسمي دریځ نه څرګندوي.. متن له چینا ډیلي څخه کاپي شوی دی.