د افغانستان د سولې بهیر وار له مخه له جدي ستونزې سره مخامخ دی؟ په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي، چې یو ښه کار دی. سولې او پخلاینې ته ځانګړې شوې لویه جرګه جوړه شوه، خو ډېرو مخورو سیاسیونو تحریم کړه. په مسکو کې هم د افغان سیاسیونو یوې ډلې د فبرورۍ په میاشت کې له طالبانو سره د مذاکراتو د پیل په موخه غونډه وکړه، خو د دې ډول خبرو اترو د دوام لپاره هڅې هغه وخت له ستونزې سره مخامخ شوې، چې کابل د ۲۵۰ کسانو یو نه باورېدونکی نوملړ وړاندې کړ. دا چې د دې ناکامۍ مسوولیت د چا په غاړه دی، زه یې په اړه قضاوت کول نه غواړم.
حقیقت دا دی چې لا تر اوسه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت خبرې نه دي پیل شوې او نهه میاشتې کېږي چې امریکايي لوري له طالبانو سره له افغانستانه د خپلو پوځونو د وتلو په سر مذاکرات پیل کړي دي. د بینالافغاني مذاکراتو د نه پیل لامل یوازې دا نه دی، چې طالبان لا تر اوسه افغان حکومت د یو مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني. دا دومره ساده هم نه ده. که چېرې له طالبانو دا تمه ولرو چې ناڅاپي دې هغه حکومت چې له ۱۸ کلونو راهیسې ورسره په جګړه کې ښکېل دي، په رسمیت وپېژني؛ دا به ډېره غیر واقع بینانه وي.
اوسنی په ټپه ولاړ حالت له دې امله هم رامنځته شوی دی، چې افغان سیاسي لوری پر دې نه دی توانېدلی، چې یو حقیقي مذاکراتي ټیم جوړ کړي چې په ټولیزه توګه د افغان ټولنې استازولي وکړای شي. د ۲۵۰ کسانو د نوملړ وړاندې کول چې په دوحه کې له طالبانو سره وګوري، د ستونزې اساسي اړخ رابرسېره کوي. له بل پلوه د ولسمشرۍ را روانې ټاکنې ستونزه نوره هم پېچلې کوي او له ننګونو سره یې مخامخ کړې ده. په خواشینۍ سره باید وویل شي چې د سولې بهیر د راتلونکو ټاکنو قرباني کېږي. که چېرې افغان سیاستوال دواړو بهیرونو ته په جلا نظر ونه ګوري، د سولې بهیر به له پیلېدو مخکې له بشپړې ناکامۍ سره مخامخ شي.
نو بیا د حل لاره څه ده؟ زما په اند دوه بنسټیز خنډونه مهم دي چې باید له منځه یوړل شي.
لومړی؛ افغان حکومت باید نور دوحې ته د یو حکومتي پلاوي پر استولو ټینګار ونه کړي. ولسمشر غني کولای شي چې ځینې د اعتماد وړ کسان له طالبانو سره د خبرو لپاره وټاکي، خو پلاوی باید له داسې کسانو جوړ وي چې په ښه توګه د افغان ټولنې استازولي وکړای شي.
دویم؛ نور ټول لوري باید دا خبره ومني چې که په مذاکراتو کې ټول شاملېدل وغواړي، نو واقعي مذاکرات ترسره کول به ناممکن شي. سترې غونډې لکه د مسکو ناسته، د بحث او خبرو اترو لپاره ګټورې دي، خو که واقعي مذاکرات ترسره کېږي، نو بیا کوچني مذاکراتي پلاوي جوړول اړین دي.
پورته خبرو ته په کتو سره ویلی شو، چې د اساسي مذاکراتو د پیل لپاره واقعیت پالنه او نظم یا ډسیپلین ډېر مهم دی. پرته له دغه ډول واقعیت پالنې او ډسیپلین څخه به هېڅکله د سولې واقعي بهیر رامنځ ته نه شي. بدترین حالت به هغه مهال رامنځته شي، چې نړیواله ټولنه نوره د ستړیا احساس وکړي او له افغان کشالې پښې وباسي.
زما په اند، په کابل کې ټول سیاسي اړخونه باید هڅه وکړي، چې د یو څو کسانو پر کوچني ټیم چې ۱۰-۱۵ کسان وي، سره سلاه شي. زه پر کسانو ځکه ټینګار کوم چې باید داسې وانګېرل شي، چې دوی د یوې ډلې یا لوري استازولي هم نه کوي؛ بلکې د افغان ټولنې استازي دي. د بېلګې په توګه، په پلاوي کې باید د ښځو با مفهومه ګډون ته چې د خپلو اړوندو ادارو لخوا پېژندل شوې وي، هم پام وشي.
طالبان نه شي کولای له دغه ډول پلاوي سره له کتلو مخ واړوي. په داسې حال کې چې دغه پلاوی په مستقیمه توګه له حکومت او یا کوم بل سیاسي لوري څخه استازولي ونه کړي. څرګنده خبره ده چې د پلاوي هر غړی به یوې ادارې یا یو کس ته مسوولیت لري او راپور به ورکوي. خو دا بیا په طالبانو پورې اړه نه لري چې نوموړي کسان چاته مسوولیت او په چا پورې اړه لري.
هیله لرم چې دغه ډول واقعیت پالونکی چلند به مرسته وکړي، چې د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د چمتووالي بهیر پیل شي.
زه موافق یم چې باید د ټولو خواوو حضور یقیني شي. خو دا موخه هغه مهال تر لاسه کېدای شي، چې د راپور ورکونې او همغږۍ منظم میکانېزم رامنځته شي.
سربېره پر دې، زه پر دې عقیده یم چې د سولې د بهیر لپاره د یو نړیوال استازي ټاکنه هم ډېره اړینه ده. که چېرې دغه ډول استازی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا وټاکل شي، نو بهتره به وي. د متحده ایالاتو مذاکره کوونکی استازی، زلمی خلیلزاد نه شي کولای دغه رول ولوبوي. هغه د منازعې د یو اړخ استازولي کوي او هېڅکله بې طرفه نه شي پاتې کېدای.
د نوموړي نړیوال استازي رول به د هرې ناستې اسانچاري ترسره کول، د اجنډا جوړول او د پرېکړو راټولول او ورڅخه پایله اخیستل وي. سربېره پر دې، د ورته بهیر په دوران کې به داسې حالات هم رامنځته شي، چې پرته له شکه به خبرې له ماتېدو او په ټپه ولاړ حالات سره مخامخ شي. اسانچاری به بیا مرسته وکړي چې د دغه ډول خنډونو مخه ونیول شي او پر حل به یې برلاسي شي.
څرګنده خبره ده چې دغه ډول نړیوال استازی باید داسې څوک وي، چې ټول اړخونه ورباندې باور ولري او ټولو ته د منلو وړ وي. دا هم مهمه ده چې دغه ډول نړیوال استازی باید له طرفینو سره پوره پېژندګلوي ولري او د افغانستان له موضوعاتو څخه پوره باخبره وي. وخت ډېر کم دی او د نوي کس ټاکل به پکې ممکن نه وي او ملګري ملتونه به هم ونه شي کړای، چې د داسې یو کس په لټه کې شي چې د ځانګړي هېواد تابعیت ولري او یا په کومه ځانګړې ادارې پورې اړه ولري. دا د تجربو وخت نه دی.
زما په اند، ډېره جدي ننګونه د تشریفاتو او رسمیاتو او یا د وړ استازي نه موندل نه ده، بلکې اساسي ننګونه په افغان ټولنه پورې اړه لري. ایا دا به ممکنه وي چې پر یو کوچني مذاکراتي پلاوي سره سلا شي او واقعي مذاکرات ترسره شي؟ اوسمهال زه دومره خوشبینه نه یم. خو بله چاره همه نشته، که ټولې خواوې غواړي افغان جګړه پای ته ورسېږي او افغانانو ته یو سوله ییزه او هوسا ژوند برابر کړي، باید دغه ډول موافقه رامنځته شي.