سپين غر د لوړو زده کړو موسسه په ١٣٨٦ لمریز کال کې د لوړو زده کړو په وزارت کې ثبت شوې او د قانوني مرحلو تر تېرولو وروسته یې په ١٣٨٨ لمریز کال کې د ننګرهار ولايت د جلال اباد په ښار کې پر فعاليت پيل کړی دی. په لومړي سر کې یې يوازې يو پوهنځی (معالجوي طب) درلود. د يو کال په تېرېدو سره د هېواد د لوړو زده کړو وزارت ورته د دوو نورو پوهنځيو (ستوماتولوژۍ او طبي ټکنالوژۍ) منظوري هم ورکړه. د سپین غر د لوړو زده کړو موسسې د محصلینو د چارو مرستیال عبدالله سحر وایي، دې موسسې تر ګام پر ګام پرمختګ وروسته په پلازمېنه کابل کې هم خپله دویمه څانګه پرانیسته .
د ښاغلي سحر په خبره، د سپین غر د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال درې پوهنځي (معالجوي طب، ستوماتولوژي او طبي ټکنالوژي) لري چې هر پوهنځی یې بېلابېل ډېپارټمنټونه لري. ښاغلی سحر وایي، د دغو دریو پوهنځیو رسمي جواز لري، خو هڅه کوي چې ډېر ژر د انجنیري پوهنځي لپاره هم جواز واخلي، چې په دې برخه کې یې کارونه تر ډېره مخ ته تللي دي. د نوموړي په خبره، ټول هغه معیارونه یې پوره کړي، چې یو پوهنتون یې باید ولري او لوړو زده کړو وزارت ته یې په دې برخه کې وړاندیز هم کړی، څو دغه اکاډمیک مرکز له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع ورکړي او تر ډېره یې په کارونو کې پرمختګ هم شوی دی.
د سپین غر د لوړو زده کړو موسسې په کابل څانګه کې اوسمهال لږ تر لږه ۱۲۵۵ محصلین په دریو واړو پوهنځیو کې پر زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې ۳۳۰ یې ښځینه او ۹۲۵ یې نارینه محصلین دي. ښاغلی سحر وایي، تر اوسه پورې یې له ۶۵۰ ډېر محصلین له معالجوي طب، ستوماتولوژۍ او طبي ټکنالوژۍ پوهنځي څخه د لېسانس په کچه فارغ کړي، چې ډېری یې اوس د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو او لابراتوارونو کې کار کوي.
د سپین غر د لوړو زده کړو موسسه ۱۲۱ استادان لري، چې له دې ډلې یې لس تنه د دوکتورا، ۷۱ یې د ماسټرۍ او پنځوس نور یې د لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. د دې موسسې د محصلینو د چارو مرستیال عبدالله سحر وایي، له دغو استادانو پرته، نور قراردادي استادان هم لري. ډېری استادان یې له کابل طبي پوهنتون څخه دي، چې د تدریس په برخه کې له دوی سره همکاري کوي. نوموړی وایي، ښځینه استادانې هم لري، چې د شته استادانو ۳۰ سلنه جوړوي.
د ښاغلي سحر په خبره، موسسه یې په کور دننه او بهر دواړو کې له دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره علمي اړیکې لري او وخت ناوخت د هغوی له تجربو ګټه اخلي، چې ترڅنګ یې خپلې تجربې او ستونزې هم له هغوی سره شریکوي. د نوموړي په خبره، د سپین غر د لوړو زده کړو موسسه، چې تر ډېره په طبي برخه کې کار کوي، له (ډبلیو. اچ .اوو) او ملګرو ملتونو له سازمان سره هم ثبت او راجستر ده، نو هغه محصلین چې غواړي د ځینو بهرنیو پوهنتونونو په کادري روغتونونو کې تخصص واخلي، په اسانۍ سره دغه چانس تر لاسه کولی شي او خپلې زده کړې مخ ته بېولی شي.
د دې موسسې د محصلینو د چارو مرستیال وایي، د محصلینو لپاره دوه ډوله کتابتون لري، چې یو یې انلوګ او بل هم ډیجیټالي دی. دی وایي، په انلوګ کتابتون کې یې د محصلینو لپاره د هغوی د مسلک اړوند بېلابېل کتابونه چمتو کړي، چې محصلین کولی شي وخت ناوخت له دغه کتابتون څخه ګټه واخلي.
د کتابتونونو تر څنګ، د سپین غر د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو لپاره یو کادري روغتون هم لري، چې محصلین کولی شي پکې عملي زده کړې وکړي. د ښاغلي سحر په خبره، ځانګړی روغتون یې د محصلینو په چوپړ کې دی، چې مجهز لابراتوارونه، د تطبیقاتو څانګې او ځانګړي استادان یې یوازې د دې لپاره ګومارلي، چې د معالجوي طب، ستوماتولوژۍ او طبي ټکنالوژۍ د پوهنځيو محصلینو ته عملي زده کړې ورکړي. دغه راز وخت ناوخت د محصلینو لپاره ورکشاپونه، سمینارونه او داسې کورسونه دایروي، چې کولی شي د محصلینو وړتیاوې لوړې کړي او په راتلونکې کې د عملي کار لپاره تیار شي. د نوموړي په خبره، مخکې له دې چې فارغ شوي محصلین یې د عامې روغتیا وزارت لخوا د تخصص په ازموینه کې ګډون وکړي، دوی ورته په همدې نوم دلته یو پروګرام پیل کړی، چې لومړی په دغه پروګرام کې ګډون کوي او د تخصص ازموینه ورکوي، څو وکولی شي په ډاډه زړه د عامې روغتیا وزارت د تخصص په ازموینه کې ګډون وکړي.
د دې موسسې د محصلینو د چارو مرستیال وایي، د سهار له اتو د غرمې تر ۱۲ بجو پورې محصلین د زده کړو لپاره ور غواړي، چې تر څنګ یې محصلین د دې موسسې په کادري روغتون او لابراتوارونو کې عملي زده کړې هم کوي. نوموړی وایي، راتلونکی تحصیلي کال به هڅه وکړي، چې د ورځې په دوو ټایمونو کې محصلین د زده کړو لپاره ور وغواړي. سپین غر د لوړو زده کړو موسسه د ممتازو محصلینو لپاره له شل سلنه نیولې تر ۳۰ او پنځوس سلنې پورې تخفیف لري. د ښاغلي سحر په خبره، هغه محصلین چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا دوی ته ور پېژندل کېږي، د هغوی اقتصادي وضعیت ته په کتو ځانګړی تخفیف ورکوي.
ښاغلی سحر مني چې په لوړو زده کړو وزارت کې به د خصوصي پوهنتونونو فارغ شویو محصلینو ته د تحصیلي اسنادو په ورکړه کې ستونزې او ځنډ پېښېږي، خو نوموړی یې لامل د خصوصي پوهنتونونو زیاتوالی او په دغه وزارت کې د دغو پوهنتونونو لپاره یوازې یو ریاست بولي. نوموړی وایي، یوازې یو ریاست نه شي کولی له سلو څخه د زیاتو خصوصي پوهنتونونو اړوند کارونه پر مخ بوځي، خو هڅه کوي چې تر فراغت وروسته د یوې میاشتې په اوږدو کې د فارغ محصل لپاره سرټېپېکېټ او ترانسکرپټ ورکړي. نوموړی وایي چې د محصلینو د تحصیلي اسنادو کارونه تر ډېره خپله د دوی اداره پرمخ وړي، څو په دې برخه کې محصل له ستونزو سره مخ نه شي.
د سپین غر د لوړو زده کړو موسسې د محصلینو د چارو مرستیال وایي، خصوصي پوهنتونونه هم د هېواد د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ او د همدغه وزارت د قانون په رڼا کې فعالیت کوي، نو د ځینو کسانو دا خبره چې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د تحصیلي اسنادو تر منځ توپیر دی، په کلکه ردوي. دی وایي، نن سبا ډېری هغه پوهنتونونه چې د نړیوالو پوهنتونونو د کټه ګورۍ په سر کې راځي، خصوصي پوهنتونونه دي. ځکه دوی محصلینو ته د پیسو په بدل کې زده کړې ورکوي، نو خپله محصلین هم اجازه نه ورکوي، چې د زده کړو کیفیت یې ټیټ وي. دغه راز له فراغت وروسته محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت لخوا تحصیلي اسناد ورکول کېږي، چې د دولتي پوهنتونونو له تحصیلي اسنادو سره هېڅ توپیر نه لري.
د سپین غر د لوړو زده کړو موسسې اداره غواړي، چې خپل دغه اکاډمیک بنسټ ته په علمي او انکشافي دواړو برخو کې پراختیا ورکړي. ښاغلی سحر وایي، لومړۍ هڅه به یې دا وي، چې د پوهنتون ودانۍ پراخه کړي، ورپسې د پوهنځیو په شمېر کې زیاتوالی راولي او له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع وکړي. د نوموړي په خبره، د انجنیري پوهنځي د منظورۍ کارونه یې تر ډېره مخ ته تللي او تر څنګ یې د فارمسۍ، انستېزۍ، قابلګۍ او حقوقو پوهنځيو کارونه هم پیل کړي دي. دغه راز سپین غر د لوړو زده کړو موسسه هڅه کوي، چې په نږدې راتلونکې کې له هېواده بهر له ځینو پوهنتونونو سره هوکړې لاسلیک کړي، چې له مخې به یې د دوی فارغ شوي محصلین د تخصص او نورو لوړو زده کړو لپاره په دغو پوهنتنونو کې شاملېږي.
د دې ادارې مسوولین وایي، افغان ولسمشر خصوصي پوهنتونونو ته د نویو پوهنځیو او نورو څانګو د پرانیستلو چارې ځنډولې دي. ښاغلی سحر وایي، کله چې دغه محدودیت له منځه ولاړ شي، نو نوي پوهنځي او څانګې به پرانیزي. د نوموړي په خبره، د هېواد په ګوټ ګوټ کې خلک او ځوانان ترې غواړي، چې هلته څانګې پرانیزي، خو دوی به لومړی په هرات او خوست ولایتونو کې د څانګو د پرانیستو هڅه وکړي.
د سپین غر د لوړو زده کړو موسسې د محصلینو د چارو مرستیال وایي، دا چې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره خصوصي پوهنتونونو فعالیت پیل کړی، نو له فعالیت سره سم دغه پوهنتونونه نه شي کولی، ټول هغه امکانات چې یو پوهنتون یا د لوړو زده کړو موسسه یې باید ولري، برابر کړي. ځکه پوهنتون باید ځانګړې او پراخه شخصي ودانۍ ولري، څو دوی په ډاډه زړه پکې تاسیسات وکړي او د زده کړو لپاره یوه ښه او ارامه فضا برابره کړي. دغه راز نور هغه امکانات چې د پوهنتون محصلینو ته باید په واک کې ورکړل شي، خصوصي پوهنتونونه نه شي کولی په یوازې ځان او ډېر ژر دغه امکانات برابر کړي. د ښاغلي سحر په خبره، د دولتي پوهنتونونو د طب او د همدې برخې اړوند پوهنځيو محصلینو ته اجازه ورکول کېږي، چې په دولتي روغتونونو کې کار وکړي او تخصص واخلي، خو په دې برخه کې له خصوصي پوهنتونونو سره د مور او میرې چلند کېږي. نوموړی وایي، لږ تر لږه تر هغه چې خصوصي پوهنتونونه پر خپلو پښو درېږي، باید په دې برخه کې ور سره افغان حکومت او په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو وزارت مرسته وکړي. ښاغلی سحر وایي، اوس لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو لپاره یو ریاست رامنځ ته کړی، چې دغه ریاست پر یو وخت د ټولو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ستونزو او چارو ته نه شي رسېدی، نو د ټولو خصوصي پوهنتونونو د ادارو غوښتنه دا ده، چې دغه ریاست په معینیت بدل شي.
دغه راز د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې د پوهنتونونو په تقویه کې ور سره مرسته وکړي او داسې قوانین رامنځ ته کړي، چې د افغانستان له شرایطو سره برابر وي. د دې اتحادیې مسوولین وایي، لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو لپاره داسې قوانین وضعه کړي، چې اوسمهال د پرمختللو هېوادونو په پوهنتونونو کې عملي کېږي. په داسې حال کې چې دغه قوانین تر اوسه پورې خپله په دولتي پوهنتونونو کې نه دي عملي شوي؛ خو لوړو زده کړو وزارت غواړي په جبري ډول یې په خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې پلي کړي.