دوشنبه, جون 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

  • نړۍ

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

  • نړۍ

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    محسن رضایي: امریکا دې زموږ کنګل شوې شتمني آزده کړي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    ډبلیو ایچ او: په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا پېښې زیاتې شوې دي

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي راشه ورشه

اذربایجان

حشمت الله نوري

مې 13, 2019
in راشه ورشه
0 0

اذربایجان د اسیا په جنوب لوېدیځ کې د جنوبي قفقاز په ختیځ او د کسپین سمندر په څنډه کې، د شمالي عرض‌البلدونو د ۳۹ او ۴۱ درجو او د ختیځ طول‌البلدونو د ۴۵ او ۵۰ درجو ترمنځ موقعیت لري، چې ټولټال یې پراخوالی ۳۳۴۰۰ میل مربع ته رسېږي، چې په هر میل مربع سیمه کې یې ۲۹۷ کسان ژوند کوي.

د دغه هېواد شمال ته د روسیې فدراتیف، جنوب ته یې ایران،

ختیځ ته یې د کسپین سمندر او  لوېدیځ ته یې د ارمنستان جمهوریت پروت دی.

اذربایجان په ټوله شمالي خوا کې د قفقاز د غرونو د لړۍ د موقعیت له امله، لوند او باراني معتدل اقلیم لري. د دغه هېواد پلازمېنه باکو ښار دی او نفوس یې څه کم لس میلیون کسانه اټکل شوی دی.

د دغه هېواد ۶۵ سلنه خلک په ښارونو او پاتې ۳۵ سلنه یې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې، هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې  د دوو ماشومانو د درلودو حق لري.

اذربایجان د اداري وېش له مخې په ۵۹ ولایتونو، ۱۱ ښارونو او یو کورواکه جمهوریت وېشل شوی دی. علي بایراملي،  بکي،  ګنسه، لن کران مینګاسور، سوسا او یفلاکس یې مهم ښارونه دي.

د اذربایجان نوی اساسي قانون د ۱۹۹۵ ز کال د نومبر په ۱۲مه نافذ شوی دی. د دغه هېواد اوسنی ولسمشر الهام علیوف او لومړی وزیر یې نورور ممادوف دی. د دغه هېواد ولسمشر د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي.

په اذربایجان کې لومړی وزیر او د هغه مرستیال او ټول وزیران د ولسمشر له خوا د ملي شورا له خوا ټاکل کېږي. د دغه هېواد ملي شورا ۱۲۵ څوکۍ لري، چې غړي یې د پنځو کلونو لپاره غوره کېږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.

د اذربایجان قضایي نظام په مدني قانون ولاړ او په سر کې یې ستره محکمه ځای لري. د دغه هېواد د اساسي قانون اتمې مادې ولسمشر ته دنده ورکړې، چې د هېواد د قضایه قوې خپلواکي تضمین کړي. دغه هېواد له سترې محکمې وروسته، اقتصادي ځانکړې او سیمه ییزې محکمې لري چې د قانون له مخې د خلکو او دولت په مسایلو کې پرېکړه کوي.

د نوي اذربایجان ګوند، د اذربایجان د عوامو جبهه او د اذربایجان د ملي خپلواکۍ ګوند یې مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي. دغه هېواد د ۱۹۹۱ ز کال د اګسټ په ۳۰مه له پخواني شوروي اتحاد څخه خپلواکي واخیسته او هر کال  د اګسټ ۲۸مه په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي.

اذربایجان د ښه جغرافیایي موقعیت او د طبیعي پرېمانه شتمنیو د درلودو له امله، د اقتصادي پرمختګ لپاره ښه امکانات لري. په دغه هېواد کې د شوروي اتحاد د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې د اذربایجان اقتصاد، د شوروي اتحاد فابریکو ته اومه مواد تولیدول.

 تېل، ورېښم، پنبه او کبان د دغه هېواد د هغه وخت ستر تولیدات وو. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، شوروي اتحاد د اذربایجان د صنایعو ودې ته پاملرنه وکړه. د تېلو د ایستلو، د خوراکي توکو د پروسس او د کوچنیو ماشینونو د جوړولو فابریکې یې په کې جوړې کړې.

د شلمې پېړۍ په اویایمو او اتیایمو لسیزو کې د پتروشمي محصولاتو او برېښنایي وسایلو فابریکو په کې پر فعالیت پيل وکړ. د فلزاتو د ویلې کولو پروژې جوړې شوې او د شوروي اتحاد په صنایعو کې د اذربایجان ونډه لس سلنې ته لوړه شوه.

د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته، د دغه هېواد اقتصاد له ډېرو ستونزو سره مخ شو. هغه فابریکې له کاره ولوېدې چې خپل تولیدات یې د بشپړولو لپاره د شوروي اتحاد نورو جمهوریتونو ته لېږل.

اوس اوس د دغه هېواد ستر صادراتي قلم تېل دي، چې له خپلواکۍ وروسته یې ډېر ژر خپل هېواد پر پښو ودراوه. د هغو خبرو په نتیجه کې چې اذربایجاني چارواکو له ډېرو بهرنیو شرکتونو سره د دغه هېواد په نفتي حوزو کې د ۵۰ بلیون ډالرو پانګې اچونې په اړه درلودې، د صنعتي پرمختګ لپاره د ضروري بودجې د پیدا کولو هڅې ګړندۍ شوې. دغه هېواد ۲۵ کاله مخکې په خپل اقتصادي سیسټم کې ریفورم پیل کړی او په خپل اقتصادي پرمختګ کې زاړه میتودونه او زړې اړیکې پر نویو بدلوي.

برېښنا، د نفتو او ګازو ایستل او چاڼ، د تېلو د ایستلو سامان الات، د اوسپنې ویلې کول، برېښنایي سامان، کیمیاوي او پتروشیمي تولیدات، بېلابېل ماشینونه، ټوکران، بوټونه، د ودانیو مواد، سیمنټ، لرګین شیان، غالۍ او لاسي کارونه د دغه هېواد مهم صنعتي فکټورونه دي.

اذربایجان کرنیز هېواد دی، چې ۲۵ سلنه ځمکه یې د کرنې وړ ده. په دغه هېواد کې څړځایونو ۲۵ سلنه، ځنګلونو ۱۲ سلنه او غرونو، بیدیاوو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو ۴۳ سلنه خاوره نیولې ده. د دغه هېواد ۴۰ سلنه خلک د کرنې او کبانو په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد شپږ سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له همدغه سکټور څخه لاس ته راځي.

 لرګي، پنبه، تنباکو، وریجې، سویا، لمرګلي، کچالو چغندر، چای، میوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د دغه هېواد مهم کرنیز محصولات دي.

نفت، ګاز، اوسپنه، المونیم، سرپ، مس، سره زر، سپین زر، مرمر، د ډبرو سکاره او مالګه د اذربایجان مهم کانونه دي. د دغه هېواد د صادراتو کچه ۳۰ بلیون ډالره او د وارداتو کچه یې ۱۵ بلیون ډالرو ته رسېږي.

روسیه، ترکیه، چین، انګلستان، اوکراین او جرمني د دغه هېواد لوی تجارتي شریکان دي.  د ټلیفون کود یې ۰۰۹۹۴  او د انټرنټ کود یې بیا AZ دی، چې درې میلیون کسان یې ورته لاسرسی لري.

دغه هېواد یو دولتي، دوه عامه، شپږ سیمه ییز او شل ولایتي ټلوېزیونونه لري.

اذربایجان د اسیا د مخ پر ودې هېوادونو او د سړي سرکلني عاید له پلوه، د اسیا په دویمه ډله پرمختللو هېوادونو کې شمېرل کېږي. د دغه هېواد له ۱۵ کلنو څخه پورته ټول خلک په لیک او لوست پوهېږي. زده کړې په کې له ۶-۱۶ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره جبري او دولتي زده کړې ټولو ته وړیا دي.

اذربایجانیان چې د لرغوني یونان مورخین یې کله نا کله البانیان هم بولي، د ختیځ قفقاز ډېر پخواني اوسېدونکي دي، چې له میلاد څخه ۹۰۰ کاله پخوا یې د ماد د دولت په یوه ولایت کې ژوند کاوه. د هخامنشیانو په وخت کې د اذربایجان اوسنۍ خاوره د دوی د دولت یوه برخه وه، خو کله چې دا سترواکي ونړېده، اذربایجان د مقدوني سکندر لاس ته ورغی. له سکندر او د هغه تر ځایناستو وروسته، اشکانیانو او ساسانیانو پر دغه سیمه واکمني ټینګه کړه. د اوومې او لسمې پېړۍ ترمنځ، د ورېښمو تاریخي سوداګریزه لار چې اروپا یې له ختیځې اسیا سره تړله، د اوسني اذربایجان له خاورې تېرېدله او د دې سیمې له اقتصادي پرمختګ او شتمنۍ سره یې ډېره مرسته کوله. له یوولسمې تر څوارلسمې پېړۍ پورې، ترکي سلجوقیانو د اذربایجان او قفقاز ډېره سیمه ونیوله او دوی د ترکي ژبې او کلتورد خورولو لپاره ډېرې هڅې وکړې.

د ۱۵مې او ۱۶مې پېړۍ په منځ کې، لومړي شاه اسمعیل د صفوي دولت بنسټ کېښود. صفویان له اره اذره وو او په اذربایجان کې یې هم واک درلود.

په اذربایجان کې د تېلو شته والي، د دغه هېواد ارزښت ډېر لوړ کړی دی. په ۱۹۹۱ ز کال کې د اذربایجان مساوات ټولنپال ګوند جوړ شو، دغه ګوند د ۱۹۱۸ ز کال په دوبي کې د خپل هېواد خپلواکي اعلان کړه. د اذربایجان له خپلواکۍ اخیستو دوه کاله نه وو تېر شوي، چې د شوروي اتحاد سرو پوځونو د اذربایجان ډېرې سیمې ونیولې او د اذربایجان شوروي سوسیالیستي جمهوریت یې جوړ کړ. بالاخره اذربایجان د ۱۹۹۱ ز کال د ډسمبر په ۲۲مه د شوروي اتحاد د پخوانیو خپلواکه جمهوریتونو، د شوري او د ۱۹۹۲ ز کال د فبرورۍ په دویمه د ملګرو ملتونو په غړیتوب ومنل شو.

افغانستان او اذربایجان یو له بل سره نږدې اړیکې لري، په مسکو کې افغان سفارت په اذربایجان کې د افغانستان چارې په مخ بیایي.

په تېرو کلونو کې د اذربایجان الوتکې کابل ته راتلې او د اریانا افغان هوایي شرکت الوتکو د باکو پر لاره مسکو ته پروازونه کول.

له افغانستان څخه تر اذربایجان پورې د هوا له لارې فاصله ۱۹۱۴ کیلومترو ته رسېږي او همدا راز د کابل او باکو ښارونو تر منځ د وخت توپير ۳۰ دقیقې دی.

Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ پينګ يونګ ته ورسېد

جون 8, 2026

کيم جونګ اون د شي جين پينګ لپاره د هرکلي مراسم ترسره کړل

جون 8, 2026
default

بېجینګ په ګوانګ شي کې د سيلابونو او پېښو ضد د مبارزې د څلورمې درجې بېړني اقدامات ترسره کړل

جون 8, 2026

د کمبوډيا د چاپېريال وزير: چين د نړيوالو سمندري چارو په ماموريت کې مثبت رول لري

جون 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In