ژباړه: مسیر ورځپاڼه
افغانانو ته په ایران کې هېڅ وخت چا ښه راغلاست نه دي ويلي، درې لسیزې یې په کم مزد سخت کارونه کړي، انساني حقوقو ته یې هېڅ پاملرنه نه ده شوې او که شوې هم ده، هغه ډېره کمه ده، د هغوی ځینې ډلې د ایران لپاره جنګېدلې، هغوی مړه شوي او اوس پر غرب د فشار د یوې وسیلې په توګه له ایرانه ایستل کېږي.
ځینو ایراني چارواکو دوې ورځې مخکې وویل، چې که پر ایران د بندیزونو لړۍ دوام پيدا کړي، دغه هېواد مجبور دی چې افغان مهاجر له ایران څخه وباسي. دا موضوع سربېره پردې چې اقتصادي جنبه لري، په واضح ډول پر غربي هېوادونو یو فشار دی، ځکه له ایرانه د افغان مهاجرو ایستل به په اروپايي هېوادونو کې د هغوی د ځای پر ځای کېدو وېره پيدا کړي.
له دې ټولو سره سره، ایراني چارواکي وايي چې نوی اقتصادي فشار د بندیزونو د تصمیم انګېزه ده. له دغو تصمیمونو مخکې هم ډېری افغان مهاجرین، د نورو بهرنیو اسعارو په بدل کې د ایراني ریال د ارزښت کمولو له امله له دغه هېواد څخه وتلي او یا د وتلو قصد لري. دغه خبره بیا ډېره د هغو افغان مهاجرو په حق کې صدق کوي، چې د خپلې کورنۍ نفقه په دغه هېواد کې د کار کولو له لارې پيدا کوي، خو له دې سره سره د دغو مهاجرینو لویه برخه هغه خلک دي، چې لسګونه کاله یې په ایران کې ژوند کړی دی او هرڅه یې هلته اباد کړي دي. د دغو مهاجرو لپاره ایرانی ریال هماغومره ارزښت لري، لکه ایراني وګړو ته یې چې لري.
له بشري حقوقو محروم
که له ایران څخه په رښتیا هم افغان مهاجر ټول و ایستل شي، په دغه هېواد کې به لویې اقتصادي ننګونې رامنځ ته شي. هغه وروستی رقم چې د افغانستان د کډوالو وزیر ورکړی دی، نږدې دوه میلیونه او ۴۰۰ زره افغانان په دغه هېواد کې مهاجر دي. له دې ډلې یې یو میلیون او ۴۰۰ زره کسان په ایران کې د پاتې کېدو رسمي اسنادونه لري او پاتې یې بیا هېڅ رسمي مدرک نه لري. په دغه هېواد کې د افغان مهاجرینو شمېر درې میلیونه هم اټکل شوی دی.
دغه شمېرې ښيي چې د ایران په سلو کې درې سلنه نفوس افغان مهاجرینو جوړ کړی دی، خو هغوی د دغه هېواد دننه هېڅکله په رسمیت نه دي پېژندل شوي. له هغوی سره د ایران د دولت خشن، قانوني او غیر قانوني بد چلند او پرله پسې د هغوی ایستل (په کال کې ۱۵۰ زره کسان) او همدارنګه هغه بد ټولنیز وضعیت چې دوی یې لري، په دغه هېواد کې د دوی لپاره تر ټولو پر سختو او بدو تجربو بدل شوي دي.
ډېری افغان مهاجرین هلته په ټولنیز لحاظ ښه ژوند نه لري او د تر ټولو سخت او درانده کار لپاره ګومارل شوي دي. په ایران کې ډېری افغانان درند د ودانیو جوړولو کار کوي. دغه مهاجر له ډېرو انساني او کاري حقوقو څخه بې برخې دي. ډېر هغه کسان چې پېژندپاڼې نه لري، د هغو افغان مهاجرو اولادونه دي، چې له ایراني ښځو سره یې ودونه کړي دي. د ایران د قوانینو پر اساس، په دغه دولت کې د کسب وکار پيدا کولو لپاره باید د ایراني الاصله پلار پېژندپاڼه ولري. همدغه موضوع د ډېرو افغانانو اولادونو ته د ستونزې رامنځ ته کېدو سبب شوې ده.
تر ۱۳۹۴ لمریز کال پورې چې د ایران ولسمشر په ټولو مدرسو او ښوونځیو کې د افغان ماشومانو د داخلېدو امر ورکړی و، په دغو ښوونیزو نهادونو کې د هغوی نوملیکنه بیا تر ټولو لویه ستونزه وه. له دې امر وروسته بیا هم په دغو ښوونیزو نهادونو کې د سلیقوي برخورد له مخې هغوی ته د نوملیکنې اجازه نه ورکول کېده. په ورته وخت کې سره له دې چې د دولت د حکم پر اساس، په ایراني ښوونځیو او مدرسو کې افغان مهاجرو ته زده کړې وړیا دي، بیا هم هغوی له افغانانو درنده مالیه اخیستې، چې تر ډېره به د هغوی په وس پوره نه وه او همدا کړنه د ډېریو افغان ماشومانو لپاره له زده کړو د پاتې کېدو لامل شوې ده. که په دولتي پوهنتون کې افغان مهاجر منل شوي هم وای، بیا یې هم باید د شپې د محصلینو د فیس اتیا سلنه برخه ورکړې وی.
په دې وروستیو کلونو کې له افغان مهاجرو سره زور زیاتی په دغه هېواد کې تر حد اوښتی دی، چې ښه نمونه یې د افغان مهاجرو ناروغیو ته نه پاملرنه ده. په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د هغې افغانې ماشومې د ناروغۍ کیسه رسنیزه شوه، چې د زړه پر ناروغۍ اخته وه او ایراني ډاکټرانو یې عملیات ونه کړ. هغه وخت د ایران د روغتیا وزیر بهداشت د بهرنیو وګړو دې دا ډول ناروغیو نه درملنه د ایراني وګړو د حرمت ساتل بلل. تېر کال هم یو افغان سپين ږیری له دې امله چې د ناروغۍ د درمل وس یې نه درلود، له روغتون څخه وایستل شو. له افغان مهاجرینو سره د ایراني وګړو دغه چلند یوازې تردې کرښې محدود پاتې نه شو. په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د ایران دولت یوازې په ۱۴ ولایتونو کې د افغان مهاجرینو اوسېدو ته اجازه ورکړه. له دې پرېکړې یو کال مخکې په ایران کې د افغان مهاجرینو د ځورولو پر سر پیسې ورکول کېدې. دغه کړنې ټولنې ته هم پراخې شوې او ځینو ولایتونو لکه یزد ته د افغان مهاجرینو د داخلېدو د مخنیوي کمپاین شروع شو. اوس هم له افغان مهاجرینو سره ورته عمل کېږي او دا چاره بیخي عادي شوې ده.
د افغان کډوالو له لوري د کاري فرصتونو د کمولو افسانه:
کلونه کېږي چې د ایران ځینې اوسېدونکي او په ځانګړې توګه چارواکي، افغان کډوال په دغه هېواد کې د بېکارۍ د ډېرېدو یو عمده لامل ګڼي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي هم، چې په تازه څرګندونو کې یې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو خبره مطرح کړې، دلیل یې دا په ډاګه کړی چې ګواکې دغه څه یې دولت ته په ګرانه بیه تمامېږي. نوموړي ویلي، افغان کډوالو اوسمهال دوه میلیونه کاري فرصتونه نیولي، په کلني ډول له دغه هېواده له دریو تر پنځو میلیاردو ډالر له ځانه سره وباسي. هغه دغه راز ویلي چې د افغان کډوالو شتون په ټوله کې په کلني ډول دغه هېواد ته په اته میلیارده ډالرو تمامېږي.
نوموړي په داسې حال کې دغه شمېرې وړاندې کړې، چې د څېړنو له مخې، د افغان کډوالو شتون په دغه هېواد کې د بېکارۍ پر کچه چندان اغېز نه لري.
په ورته وخت کې افغان کډوال او کارګر په دغه هېواد کې د کار له ډېرو حقونو لکه، بیمې، روغتیايي حقونو او د ثابتې مزدورۍ نشتوالي او له یو شمېر نورو اسانتیاوو څخه بې برخې دي. حتی ځینې وختونه په دغه هېواد کې د کار ډېری څښتنان د دوی له ناقانوني کډوالۍ څخه په ګټې اخیستنې، د دوی پیسې او مزدوري هم نه ورکوي او که یې ورکوي هم، په ډېره کمه اندازه او هغه هم له ډېرو ستونزو او ناندریو وروسته.
په ایران کې د افغان کډوالو نشتون د شته باورونو خلاف، د کار د ښه کېدو او یا د دغه هېواد د اقتصادي ودې لامل نه کېږي. د دغه څه ښه ثبوت هم دا دی، کله چې په دې وروستیو کې ځینو افغانانو د ناسمو اقتصادي شرایطو او په دغه هېواد کې د مزدورۍ د کچې د راټيټېدو له کبله خپل هېواد ته د راستنېدو لړۍ چټکه کړې، ورسره سم د دغه هېواد د پارلمان ځینو استازو له ایرانه د دوی په وتلو اندېښنه ښودلې او حکومت ته یې سپارښتنه کړې، چې د دغه کار د مخنیوي لپاره په نوو لارو چارو غور وکړي.
د ایران په پارلمان کې د تهران د خلکو استازي عبدالرضا هاشم زایي حکومت ته خبرداری ورکړی: «له ایرانه د افغان کډوالو وتل به په دغه هېواد کې د رغونې چارې له ستونزو سره مخ کړي او دا هغه څه دي چې د مخنیوي لپاره یې باید پر نویو لارو چارو فکر وشي».
له هغه وخته چې افغان کډوال په دغه هېواد کې مېشت شوي، ډېریو یې له ایراني نجونو سره ودونه کړي، نو له همدې کبله به له دغه هېواده د افغان کډوالو ایستل په ځانګړې توګه په هغو ښارونو کې، چې دغه کچه پکې لوړه ده، له ستونزو سره مخ کړي.
بلخوا د دغه هېواد د قانون له مخې، هغه ماشومان چې مور یې ایرانۍ او پلار یې د بل هېواد تبعه وي، تر اتلس کلنۍ پورې نه شي کولای، چې د دغه هېواد پېژندپاڼه ترلاسه کړي.
له همدې کبله اوسمهال د ډېریو افغان کډوالو ژوند په یو ډول له ایرانیانو سره تړلی، چې د دوی په ایستلو سره به په دغه هېواد کې ترینګلی حالت رامنځته شي، چې پایلې به یې د ایران په زیان تمامې شي. له بلې خوا، له یوه هېواده په دومره لوړه اندازه د کډوالو ایستل، چې د دغه هېواد د ټول نفوس درې سلنه برخه جوړوي، نه یوازې دغه هېواد ته په اقتصادي برخه کې، بلکې په ټولنیزه برخه کې هم لویه ضربه واردولی شي.
د ایران حکومت هم په تېرو کلونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې دوه ګونی چلن کړی. که دغه هېواد ته د کډوالو ورتګ د اقتصادي ودې د ټيټېدو او یا هغو ستونزو لامل شوی وي، چې اوسمهال یې دوی یادوي، نو ولې یو داسې حکومت چې ځان پیاوړی هم بولي، د دغه څه مخنیوی نه کوي؟ نو چې دغه کار یې کولای هم شوای، له دې څخه معلومېږي چې په دغه هېواد کې د کډوالو شتون په سیاسي او اقتصادي لحاظ ګټور و.
ایراني چارواکو په ۱۳۹۲ لمریز کال کې هم وویل چې نه شي کولای له خپل هېواده ټول افغان کډوال وباسي، ځکه چې په دې سره به د دغه هېواد د اقتصادي څرخ ځینې برخې فلج شي. داسې ښکاري چې په اوس وخت کې به ایرانی حکومت پر دې وتوانېږي، چې په یو ځل ټول افغان کډوال له خپل هېواده وباسي او دا په حقیقت کې پر لوېدیځ او په ځانګړې توګه پر امریکا د فشار یوه وسیله ده.
ایران له دغه څه وړاندې د نشه یي توکو د قاچاق د یوې وسیلې په توګه استفاده کوله. ایراني چارواکو په ځلونو لوېدیځ ته خبرداری ورکړی و، چې که د نشه یي توکو د قاچاق مخنیوی ونه کړي، دغه پدیده به ټولې اروپا ته ورسېږي.
په هر صورت، که له ایرانه د افغان کډوال ایستل پر لوېدیځ د فشار او یا هم د دغه څه په پلي کېدو کې دغه هېواد جدي وي، نو په یو ډول د افغان کډوالو ژوند اغېزمنولی شي.