صنوبر حسین کاکاجي د پښتنې ټولنې یو مبارز او اتل شخصیت دی. هغه داسې مهال نړۍ ته راغلی چې پر پښتني خاوره او شاوخوا سیمو انګریزان واکمن وو. تر څنګ یې په شاوخوا سیمو کې د دغه واکمنۍ پر وړاندې خلک او خوځښتونه را ولاړ شوي وو. دوی له یوې خوا غوښتل انګریزي ښکېلاک ختم کړي او له بلې خوا یې د ټولنې د پرمختګ لپاره کوښښونه کول. صنوبر حسین کاکاجي هم په همدغه چاپېریال کې را لویېده او د پښتنو د ازادۍ او پرمختګ فکرونه یې په ذهن کې زرغونېدل.
صنوبر حسین کاکاجي په ۱۸۷۹ ز کال کې زیږېدلی دی. هغه د پښتونخوا د پېښور په کږه وله نومې سیمه کې سترګې نړۍ ته وغړولې. په خپل کلي کې یې زده کړې پیل کړې او له لسم ټولګي فارغ شو. تر فراغت وروسته یې په ښوونځي کې معلمي پيل کړه. همدلته یې د انګریزي حکومت ظلمونه او حرکتونه هم تر نظر تېرول او په ذهن کې یې انقلابي افکار روزل. وروسته وروسته یې چې د انګریزي ښکېلاک خورا له حده وتې نادودې ولیدې، نو له انګریزانو سره یې دښمني پیل کړه. د همدې دښمنۍ او خپلو انقلابي افکارو له امله یې معلمي پرېښوده او ځینې حرکتونه او فعالیتونه یې پيل کړل.
کله چې صنوبر حسین له دندې ګوښه شو، نو په سیمه کې یې د کارګرو، بزګرانو او مزدورانو له یو ځای کېدو خوځښت جوړ کړ. له دوی سره یې په ګډه د هېواد د ازادۍ او انګریزي ښکېلاک د ختمولو هلې ځلې پيل کړې. عملي سیاست یې له خدایي خدمتګارانو سره له کاره پيل کړ. له همدغه ځایه یې سیاسي فعالیتونه کول. هغه په لومړي سر کې له خدایي خدمتګارانو سره سیاست پيل کړ. خو دا چې هغه یو جذبه يي او تېز انقلابي افکار درلودل، نو د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره یې عدم تشدد لار ګتوره ونه بلله. له همدې امله له ځینو توندروه او وسله والو خوځښتونو سره یو ځای شو. دی د نوجوان بهارت سبها په نوم له ډلې سره یو ځای شو او په خبره یې، خپل حق باید په زور او د مبارزې له لارې تر لاسه کړي. هغه په دې وخت کې د ستر دیني عالم مولانا عبدالرحیم پوپلزي ملګرتیا کوله. هغه په خپل چاپېریال کې د انګریزي ښکېلاک پر وړاندې د ستر مبارز او ازادي غوښتونکي شخصیت شهرت او نوم ګټلی و.
کاکاجي د انګریزانو له استعمار او راج څخه سخت نفرت درلود. هغه د انګریزي حکومت له چاپلوسانو او پلویانو هم سخت نفرت درلود. هغه جاګیرداران او خانان یې غندل چې د انګریزانو لپاره یې خدمت کاوه او یا به یې د دوی په اشاره کارونه او ژوند تنظیماوه. هغه په دې لړ کې ډېر ملګري هم پیدا کړل، له دې ډلې یو هم سبهاش چندربوس و. دواړو د تشدد لار خپله کړه او د جګړې پر مټ یې د خپلې ازادۍ پر ګټلو ټینګار کاوه. کاکاجي وروسته وروسته مطالعه وکړه، مشاهده یې وکړه او په دريځ کې یې یو څه نرموالی راغی، خو انقلابي افکار یې پر خپل ځای و او لا هم د هېواد د ازادۍ او پرمختګ مدعي و.
کله چې کاکاجي د ازادۍ او مبارزې هڅې کولې، نو په ده پسې انګریزي حکومت هم خپلې هڅې روانې کړې وې، چې و یې نیسي او بندي یې کړي. همدغو مسایلو کاکاجي اړ کړ، چې ځان له انګریزي پوځیانو لرې وساتي، خو تر څنګ یې خپله مبارزه جاري وساتله. نو ځکه یې په ډېری مواردو کې خپله تګلاره بدله کړه. هغه د جګړې او خپلو فعالیتونو بڼه هم بدله کړه. کاکاجي وروسته قبایلي سیمې باجوړ ته لاړ او هلته یې د انګریزانو له سترګو لرې خپل فعالیتونه تنظیمول. دلته په غازي اباد نومي کلي کې اوسېده. هملته د ترنګزو له حاجي صیب سره بلد شو. د ترونګزو حاجي صیب د انګریزانو د واکمنۍ پر مهال د مبارزې او پښتنو د وېښتابه ستر مشر او لارښود تېر شوی دی. هغه د پښتنو د زده کړو، فکري ودې او پرمختګ لپاره له نورو ملګرو سره یو ځای هلې ځلې کولې. کاکاجي هم له هغه سره تر معرفت وروسته، خپل فعالیتونه نور هم ژور او اغېزناک کړل. دوی دواړو په ګډه د ازادۍ مبارزې او روانې لړۍ ته نوې بڼه ورکړه.
له دې ور هاخوا، کاکاجي چې د قلم خاوند و، نه یوازې جګړه یې کوله؛ بلکې لیکوالۍ او شاعرۍ کې یې ښه مهارت درلود. هغه په حاکم وضعیت کې د لیک او لوست په اهمیت پوهېدلی و. دې ته هم متوجه و، چې د انګریزي ښکېلاک پر وړاندې مبارزه څومره تبلیغاتو ته اړتیا لري او تبلیغات څومره ګټور تمامېدلی شي. هغه په همدې لړ کې د شعله په نومه مجله چاپ کړه. هغه وخت د چاپ امکانات نه وو برابر، چېرته به چې وو هم، نو خورا ګران به تمامېدل او هر چا د مجلې د چاپ وس نه درلود. کاکاجي دغه مجله په لاس لیکله. وروسته به تکثیر کېده او تر خلکو به رسول کېده. په دې مجله کې د هغه وخت حالات، خبرونه او تبصیرې خپرېدې. ده غوښتل په دې توګه په خلکو کې سیاسي شعور را ژوندی کړي او ستره موخه یې دا وه چې په پښتنې او شاوخوا ټولنو کې فکري تحول رامنځ ته شي.
د کاکاجي په اړه چې کومې لیکنې شوې دي، پکې راځي چې هغه د پښتو، فارسي او اردو لیکوال او ادیب و. په انګریزي ادبیاتو کې یې پوره مطالعه لرله. د فارسي د ځینو انقلابي شاعرانو شعرونه یې پښتو ته ژباړلي دي او همدا راز یې د مصري ادیب ډاکټر طه حسین او شاه ولي الله کتابونه هم ترجمه کړي دي. تر څنګ یې د یوه مشهور صحابي ابوذر غفاري د ژوند حالات هم لیکلي دي. د دې تر څنګ یې د خپلو دوو شهیدو ملګرو صاحبزاده اسلم او حافظ عبدالستار د ژوند جدو جهد او کړه وړه هم په یوه کتاب کې راټول کړي دي.
کله چې انګریزان یو څه ځپل کېږي او د پاکستان په نامه هېواد رامنځ ته کېږي، نو کاکاجي پېښور ته راګرځي. دلته یې د خپل ملګري اسلم په نامه یوه مجله پيل کړه. وروسته د پاکستان حکومت بنده کړه. تر دې وړاندې حکومت د کاکاجي سیلاب نومې رساله باندې هم بندیز لګولی و. سیلاب یې د انګریزانو پر ضد چلوله او انګریزانو یې سخت مخالفت کړی و.
کاکاجي په پښتونخوا کې د ترقي غوښتونکي ادبي غورځنګ له بنسټګرو او مخکښانو هم ګڼل کېږي. په همدغه ادبي انجمن کې یې فعالیتونه پیل کړل او خلک یې پکې راټول کړل. په ۱۹۵۴ز کال کې د همدغه انجمن مشر و او حکومت ونیو. حکومت په دې تور ونیو چې ګواکې حکومت ضد فعالیتونه ترسره کوي. له دې سره سم یې په ټولو سیمو کې د دغه انجمن پر فعالیتونو او غونډو هم بندیز ولګاوه. په دې لړ کې ډېر پښتانه لیکوالان او شاعران نور هم ونیول شول او زنداني کړل شول. په دې پسې کاکاجي د ولسي ادبي جرګې په جوړولو کې کار وکړ. په دغه کار کې امیر حمزه شینواری او دوست محمد خان کامل ورسره ملګي وو. دوی درې واړو د پښتنو لیکوالانو په فکري سمونه او لارښوونه کې د پام وړ کارونه کړي دي. دوی به منظمې غونډې کولې، لیکوالان او شاعران به پکې راټولېدل او د یو بل پر پنځونو او اثارو به یې کره کتنه کوله. درې واړو عالمانو پښتنو لیکوالانو ته د نقد هنر ورزده کاوه او دوی یې پوهول، چې څنګه له زغم او درایت کار واخلي.
کله چې کاکاجي بېرته پېښور ته راستنېږي، نو ناروغ وي. د ناروغۍ له امله ډېر وخت په عملي سیاست کې برخه نه اخلي؛ خو نظري سیاست یې تل د مجلو او نورو لیکنو له لارې روان وي. کاکاجي په هغه وخت کې پر پاکستان د حاکم نظام مخالف وو او خپل مخالفت ته یې ادامه ورکوله. له همدې امله ډېر وخت د حاکمو کسانو د سترګو اغزی و او د ده موجودیت به یې نه شوی زغملی. په ۱۹۵۶ ز کال کې سره له دې چې سخت ناروغ و، د حکومت له لوري ونیول شو او په لاهور کې بندي کړل شو. خو په زندان کې د هغه د ساه لنډۍ ناروغي نوره هم شدیده شوه. حکومت بیا هم وېره ترې لرله او د هغه فعالیتونه یې د ځان لپاره خطر بلل. کاکاجي شدیدې درملنې ته اړتیا لرله، خو حکومت هغه له زندانه نه خوشی کاوه، تر دې چې له درملنې او چارې ووت، نو له زندانه ازاد شو. له خوشې کېدو لږ موده وروسته دغه پیاوړی مبارز او قلم وال په ۱۹۶۳ ز کال کې له دې نړۍ لاړ.
کاکاجي صنوبر حسین مومند یو پېژندل شوی شخصیت و. هغه یوې خوا ته د هند او پښتونخوا د ټولو خپلواکۍ خوښوونکي مشرانو بهګت سنګھ، سبهاش چندر بوس، رام تلواړ، مفتي عبدالرحیم پوپلزي، حاجي صاحب د ترنګزو او نورو خپلواکۍ خوښونکي مشرانو سره اړيکې درلودې او بلې خواته یې د جرمني د اډولف هیټلر څخه نیولې د شوروي اتحاد تر مشر جوزیف سټالن او بیا تر کابله له استقلال ګټونکي غازي امان الله خان سره اړيکې درلودې.
کاکا صنوبر ۱۳ کتابونه لیکلي، تالیف کړي او ژباړلي دي
۱: د عمرخیام د څلوريځو ژباړه
۲: مقالات صنوبر
۳: سوانح عمري حضرت ابوذر غفاري رح
۴: د حضرت عمر فاروق، سوانح او کارنامې
۵: د ابن بطوطه د سفرنامې ژباړه
۶: د ګور غریبان
۷: فتنه الکبری ژباړه
۸: مضمون و انشانیه
۱۰: تاریخ اسلام
۱۱: د شاه ولي الله د عمرانیات او معاشیات ژباړه
۱۲: پښتو ادبیاتو کې تاریخ
۱۳: شعري ټولګه
د کاکاجي صنوبر حسین دغه کتابونه ډېری ناچاپه دي او یوازې یو څو کتابونه د عمرخیام د څلوريځو ژباړه، د شاه ولي الله د عمرانیات او معاشیات ژباړه، د ابن بطوطه د سفرنامې ژباړه او د طه یسین د فتنه الکبری ژباړه چاپ شوي دي.