په ایران کې تر انقلاب یا د اخوندانو تر واکمنېدو وړاندې، شاهي رژیم په سیمه کې د امریکا ستراتیژیک ملګری او همکار و، خو د ۱۹۷۹ ز کال تر انقلاب یا د رژیم تر بدلون وروسته، د دواړو هېوادونو اړیکې تر نن پورې سړې او غیر حسنه دي.
خو ایران چې پر نړیوال سټېج کوم ځای ته رسېدلی دی، په دې کې هم لوی لاس د امریکا دی. هغه مهال چې په ایران کې اخوندانو د خمیني په مشرۍ پاڅون وکړ او رضا شاه پهلوي يې له ملکه و ایست، په همدغه وخت کې يې د امریکا لسګونه ډيپلوماټان چې په تهران کې د امریکا په سفارت کې وو، د ۴۴۴ ورځو لپاره یرغمل کړل. امریکا ډېر اسانه کولی شوی چې دغه ډیپلوماټان یا له سیاسي یا هم له نظامي لارې را خوشې کړي؛ ځکه د ایران حکومت هغه مهال په داسې قوت کې نه و، چې له امریکا سره دې مقابله وکړای شي. دغه موقع په لوی لاس امریکا ایران ته ورکړه، څو ایران د یوه نوي قدرت په بڼه په منځني ختیځ کې را وټوکېږي.
د امریکا نظامي، سیاسي او اقتصادي دوکتورینو د یوې لویې او اوږدې ستراتیژۍ له مخې، په دغه سیمه کې داسې یوه قدرت ته اړتیا لرله، چې د سیمې نور هېوادونه پرې و وېروي. د امریکا ولسمشرانو جمي کارټر، ریګن، لوی بوش، بیل کلنټن، جورج ډبلیو بوش او اوباما د همدغو دوکتورینو د مشورو او پالیسیو په رڼا کې له ایران سره چلند کاوه .
امریکا له هماغه پیله د ایران اخوندي نظام له منځه وړای شوی؛ خو برعکس همدغو دواړو هېوادونو په همدې موده کې غیر مستقیم یو بل ته بې سارې ګټه رسولې. د بېلګې په توګه، د ایران او عراق په جنګ کې ډېر کوښښ د امریکا دا و، چې په سیمه کې جنګ وي، نو ځکه يې دواړه هېوادونه هڅول چې جنګ اوږد کړي. ګنې صدام د امریکا په هڅه او تشویق جنګ پیل کړی و، خو امریکا ور سره یاري ونه کړه.
د طالبانو او صدام حسین د حکومتونو په نسکورولو کې تر بل هر چا دغه ګاونډي هېواد له امریکا سره ډېره همکاري وکړه او حتی په عراق کې خو يې خپلې پاللې ملېشې مامورې کړې، چې له امریکایانو سره په ګډه د صدام حکومت را نسکور کړي.
امریکا ولې ایران تر دې بریده غوړېدا ته پرېښود؟
تر دویم نړیوال جنګ وړاندې، په سعودي عربستان کې د تيلو د زېرمو تر پيدا کېدو وروسته، امریکا دې ته اړتیا لرله چې په ټیټه بیه او ښه کیفیت تیل تر لاسه کړي. د دغو تیلو د را ایستلو پر سر يې لومړۍ مقابله له برېټانیا سره وه. تر هغې وروسته د عربستان ځینو کارونو او نازونو امریکا دېته اړ کړه، چې په سیمه کې د فرضي دښمن د رامنځ ته کولو او قوي کولو طرحه او ستراتیژي تطبیق کړي. لومړی يې دا کار په سیمه کې د اسرائیلو په رامنځ ته کولو سره تر سره کړ، خو وروسته متوجې شول چې د دغه کار لپاره ایران ښه بدیل دی. بله موضوع د اسرائیلو ده. د دویم نړیوال جنګ پر مهال او تر هغې مخکې په میلیونونو یهودان په اروپا او ځینو نورو سیمو کې ووژل شول. یهودانو غوښتل چې د ځان لپاره یو هېواد او ځمکه ولري. همدا وو چې امریکا او برېټانیا ورته د فلسطینیانو په ځمکه کې یو خپلواک هېواد رامنځ ته کړ. عربي هېوادونو په هغو لومړیو کې ډېر کوښښ وکړ، چې اسرائیلو ته ستونزې جوړې کړي. په ۱۹۶۷ ز کال کې د عربو او اسرائیلو شپږ ورځني جنګ ټول عرب مات کړل، چې په پایله کې یې یوه بل قدرت په سیمه کې سر را پورته کړ. په همدې وخت کې د ایران را څرګندېدل د یوه قدرت او د اسرائیلو د اصلي دښمن په توګه یهودان وارخطا کړل. امریکايي سیاستوالو او چارواکو همدا غوښتل، چې اسرائیل د عربي هېوادونو لپاره د فرضي دښمن او ایران بیا اسرائیلو او ټولې سیمې ته د واقعي دښمن په توګه رامنځ ته کړي. که څه هم په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو ترمنځ د قدرت توازن (Balance Of Power) یو اصل دی، خو امریکا او چارواکو يې له دغه اصل او تیورۍ څخه هم د ځان لپاره ګټه پورته کړه. ځکه یهود په امریکا کې لوی پانګه اچوونکي، سوداګر او پیسه دار خلک دي. له تېرو ۴۰ کلونو راپدېخوا په هرو پنځو کلونو کې د امریکا د ډیموکراټانو او جمهوري خواهانو لپاره د اسرائیلو او ایران موضوع له مهمو ولسمشریزو کمپايني موضوعاتو څخه ده. د یادې موضوع په طرحه کولو سره، امریکايي سیاستوال له یهودو میلیونونه ډالره اخلي او په خپل کمپاین کې يې لګوي.
خو دا هرڅه ولې د ټرمپ په حکومت کې سرچپه شول؟
د اوباما ادارې څو کاله له ایران سره د اروپايي ټولنې په ملتیا او منځګړيتوب خبرې وکړې، چې ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي څخه را وګرځوي او په ترڅ کې يې د پر ایران نړیوال بندیزونه راکم شي. امریکا هغه اوږدمهاله او ستراتیژیکه پالیسي چې پخوا يې درلوده، تعقیبوله او نه يې غوښتل چې ایران په سیمه کې ډېر کمزوری شي. په همدې موخه په ۲۰۱۵ ز کال کې د امریکا، اروپا او ایران ترمنځ د برجام په نامه تړون لاسلیک شو، چې له مخې يې ایران د یورانيمو د غني کولو بهیر راټیټ کړ او په مقابل کې يې ټول بندیزونه له ایرانه پورته کېدل. خو کله چې ټرمپ واک تر لاسه کړ او هغه ژمنه يې چې د کمپاین پر مهال په امریکا کې له مېشتو یهودو او اسرائیلي چارواکو سره کړې وه، چې د بریالیتوب پر مهال به د برجام له تړون څخه وځي، په تېر ۲۰۱۸ ز کال کې عملي او له برجام تړون څخه ووت. په ترڅ کې يې په ایران خورا درانه او هر اړخیز بندیزونه ولګول. امریکا وايي چې ایران نړۍ ته دروغ وايي. ټرمپ بار بار دا خبره کوله چې ایران په پټه د یورانیمو غني کولو ته ملا تړلې. د اسرائیلو لومړي وزیر بین یامین یتن یاهو څو میاشتې وړاندې په یوه بې ساري خبري کنفرانس کې سلګونه داسې دوسیې او اسناد واړندې کړل، چې ګواکې ایران غواړي اټومي وسلې تر لاسه کړي.
بله مهمه موضوع چې امریکا یې په بدل کې پر ایران فشار راوړي، دا ده چې ایران تر هغې ټاکلې کچې، چې امریکا په نظر کې ورته نیولې وه، ډېر مخ ته لاړ. امریکا دا غوښتل چې د نورو هېوادونو لپاره یو فرضي دښمن اړین دی، خو ایران له راغوړېدلې روسیې سره په ګډه په نړۍ کې د امریکا ګټو ته ګواښ پېښ کړی دی. په افغانستان، عراق، سوریه، یمن، بحرین، لبنان او حتی وینزویلا کې ایران توانېدلی، چې امریکا ته دردسر شي او ګټې يې و ننګوي. اوس امریکا غواړي ایران بېرته پخواني حالت ته ور وګرځوي. په همدې خاطر، امریکا د ایران سپاهپاسداران په تور لیست کې ور ګډ کړ، د ایران په تیلو، بانکې راکړې ورکړې، فلزاتو او نږدې ټولو صادراتو يې بندیزونه ولګول.
تازه پېښې او راتلونکی!
امریکا له ایران سره د شوي تړون (برجام) تر لغوه کولو وروسته، پر ایران تازه بندیزونه ولګول، په ځواب کې يې ایران ګواښ وکړ، چې د یورانیمو غني کول به لوړې کچې ته ورسوي. په همدې منځ کې امریکا اعلان وکړ، چې ایران په سیمه کې د امریکا ګټو ته د ګواښ پېښولو تابیا نيولې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر عراق او ځینو نورو هېوادونو ته سفر وکړ او ایران ته يې ګواښ وکړ، چې که پر امریکايي ګټو برید وشو؛ ځواب به يې ورکړي. په همدې لړ کې امریکا سیمې ته دوې جنګي بېړۍ او څلور B52 الوتکې ولېږلې. دا ستونزه هغه وخت لا نوره ډېره او پېچلې شوه، چې هرموز تنګې ته څېرمه، د تیلو پر څلور بېړیو برید وشو . امریکا ایران تورن کړ چې دا برید يې تر سره کړی دی، خو ایران دا یوه توطیه او د جنګ لپاره يې یوه بهانه وګڼله. همدا راز تېره پنجشنې د امریکا دفاعي سلاکارانو ټرمپ ته مشوره ورکړې، چې که ایران په سیمه کې د امریکا پر ګټو یا د امریکا پر متحدینو برید وکړي، منځني ختیځ ته دې ۱۲۰ زره امریکايي سرتېري ولېږي.
آیا جنګ به رامنځ ته شي؟
مخکې مو وویل چې امریکا یوازې ایران لارې ته راوستل غواړي. امریکا غواړي چې ایران په سیمه کې د هغو ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي، چې د امریکا ګټو ته زیان اړوي. امریکا غواړي چې ایران اټومي وسلې ترلاسه نه کړي، ځکه هغه وخت به يې بیا کنټرول ناممکن وي. خو امریکا کله هم نه غواړي چې پر ایران نظامي برید وکړي، ځکه امریکا هممهاله په افغانستان، وینزویلا، شمالي کوریا او منځني ختیځ کې ښکېله ده. په ایران کې ښکېلېدل به يې په نورو سیمو کې ګټې له ګواښ سره مخ کړي. بل ایران د نورو هېوادونو په څېر کمزوری نه دی، ایران په سیمه کې پر یوه واقعي طاقت بدل شوی دی. نو هغسې چې صدام حسین یا طالبان امریکایانو له واکه لرې کړل، د ایران رژیم به ورته ستونزمن وي. په دې خبره هم ایران او هم امریکا پوه ده او ایران هم پوه دی، چې له امریکا سره دوامداره مبارزه او نظامي مقابله به يې د خاورو څلی کړي. دواړه هېوادونه به په سیمه کې د قدرت نمایش، د ټاکنو د کمپاین لپاره غوره شعارونه او د سیمې پر هېوادونو به د فشار په توګه څو ورځې حتی څو میاشتې تبلیغات وکړي، چې خبرو ته کېناستل به بېرته هرڅه سم کړي.