څرنګه چې سړکونه د یو هېواد د اقتصادي، کلتوري، اجتماعي او پوځي پرمختګونو لوی لامل ګڼل کېږي، ځکه خو هر هېواد دا کوښښ کوي، څو داسې سړکونه جوړ کړي، چې له یوې خوا اقتصادي او له بلې خوا د مسافرو د تګ راتګ او د اموالو د انتقال په وخت کې له ستونزو سره مخ نه شي. د سړکونو په جوړونه کې زیاتي انساني او مالي قوې ته اړتیا لیدل کېږي، نو ځکه د ډیزاین په وخت کې باید له پوره دقت او ځیرکتیا څخه کار واخیستل شي.
د لګښتونو ترڅنګ، د سړکونو په جوړونه کې دا غوښتنه هم کېږي، چې سړک باید د خپل ډیزاین عمر پوره کړي، څو یې د لښګتونو په اندازه ټولنې ته ګټه ورسېږي. د سړکونو په جوړونه کې د سړک د ډيزاین ترڅنګ، د سړک جوړونې د شرکت تجربه هم مهمه ده، چې د هغه پر کیفیت مستقیم اغېز کوي.
هغه سړکونه چې په افغانستان کې جوړ شوي دي، له یوې خوا د هغه ترمیم ته پاملرنه نه کېږي او له بلې خوا د جنګونو له ناخوالو سره هم مخ دي، چې نه شي کولای خپل عمر پوره کړي. د دې ترڅنګ، د ډيزاین او جوړونې په برخه کې د تجربې او استعدادونو نشتوالی هم د ستونزو د رامنځ ته کېدو سبب شوې ده.
دغو ځانګړنو ته په کتو، زموږ په هېواد کې دغه اصلونه یا په نظر کې نه نیول کېږي او یا هم بیخي توجه نه ورته کېږي او په دې برخه کې تجربه هم ډېره کمه ده. لکه د ځینو لویو هوايي ډګرونو ډیزاین او جوړونه، د تونلونو ډیزاین او جوړونه او ځینې نور یې بېخي له وسه وتلې خبره ده.
نو د دې لپاره چې ځینو ستونزو ته مو حل او پوښتنو ته مو ځواب پيدا کړی وي، دغه کتاب په اړوند برخه کې درسره یو څه مرسته کولای شي.
دغه کتاب ټولټال د لسو څپرکو په درلودو سره، په ۳۴۲ مخونو کې لیکل شوی دی، د کتاب تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده، چې د لیکوال تجربې ورسره مل دي.
مینه وال کولای شي دغه کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت تر لاسه کړي.