خراسان پوهنتون خپلې چارې په لومړي سر کې د لوړو زده کړو د یوې موسسې په توګه په ۱۳۸۶ لمریز کال کال کې د یوه پوهنځي (اقتصاد) په درلودو سره، چې یو ډېپارټمنټ (بي بي اې) یې درلود، د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې پیل کړې. د خراسان پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند دوکتور عبیدالله شینواری وایي، هغه وخت یې په همدغه یوه پوهنځي کې د تدریس چارې د بهرنیو او کورنیو استادانو لخوا پر مخ وړل کېدې. نوموړی وایي، دا چې ورځ تر بلې یې د متقاضیانو شمېر مخ پر ډېرېدو و، نو اړ شول چې د نورو پوهنځیو پر جوړېدو هم فکر وکړي او له لوړو زده کړو وزارت څخه یې منظوري واخلي.
د خراسان پوهنتون اداره وتوانېده چې په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د پوهنتون په چوکاټ کې د انجنیري پوهنځی هم ور زیات کړي. ښاغلی شینواری وایي، انجنیري پوهنځي یې هم یوازې یو ډېپارټمنټ (ساختماني انجنیري) درلوده، چې ښځینه او نارینه محصلینو پکې زده کړې پیل کړې. د خراسان پوهنتون د علمي چارو مرستیال وایي، په دې پوهنځي کې د تدریس چارې د دایمي او قرادادي استادانو لخوا مخ ته وړل کېدې، چې په قرادادي استادانو کې یې ډېری د دولتي پوهنتونونو استادان پر دندو ګومارلي وو.
ښاغلی شینواری وایي، د معیارونو تر پوره کولو او د خلکو له پر له پسې غوښتنو وروسته، د خراسان پوهنتون اداره وتوانېده چې له لوړو زده کړو وزارت څخه د دوو نورو پوهنځیو (کمپیوټر ساینس او بشري علومو) منظوري هم واخلي. د خراسان پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند دوکتور عبیدالله شینواری وایي، د کمپیوټر ساینس پوهنځي یې دوه ډېپارټمنټونه ( آی ټي او نېټ ورک او بل هم د سافټویر اینجنیرېنګ) او بشري علومو پوهنځي یې بیا درې ډېپارټمنټونه (ژورنالېزم، عربي ادبیات او انګلیسي ادبیات) درلودل. ښاغلی شینواری وایي، په دغو پوهنځیو کې یې هم ښځینه او نارینه محصلین زده کړې کوي.
خراسان پوهنتون اوسمهال څلور پوهنځي (اقتصاد، انجنیري، بشري علوم او کمپیوټر سیاینس) لري، چې د ټولو پوهنځيو د ډېپارټمنټونو شمېر یې اوو ته رسېږي. پوهاند دوکتور عبیدالله شینواری وایي، په ۱۳۹۲ لمریز کال کې یې ټول هغه معیارونه پوره کړل، چې لوړو زده کړو وزارت ورته ټاکلي وو، نو د همدغو معیارونو تر پوره کولو وروسته دوی وتوانېدل، چې بنسټ یې د خراسان له لوړو زده کړو موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع وکړي.
اوسمهال لږ تر لږه ۲۲۰۰ محصلین د خراسان پوهنتون په څلورګونو پوهنځیو کې پر لوړو زده کړو بوخت دي، چې په دې کې د ۱۱۰ په شاواخوا کې یې ښځینه محصلینې دي. خراسان پوهنتون له پیله تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۱۰۰ محصلین د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي، چې د ښاغلي شینواري په خبره ډېری یې اوس په دولتي او غیر دولتي ادارو او موسسو کې دندې لري. د خراسان پوهنتون د علمي چارو مرستیال وایي، هغه ښځینه محصلینې چې له انجنیري پوهنځي څخه فارغې شوې دي، ټولې یې له کورنیو ساختماني شرکتونو او موسسو سره دندې تر سره کوي.
په خراسان پوهنتون کې د تدریس چارې د تجربه لرونکو او مسلکي استادانو لخوا پر مخ وړل کېږي. د ښاغلي شینواري په خبره، دوی هڅه کوي چې د لوړو زده کړو وزارت له معیارونو سره سم استادان پر دندو وګوماري، خو دا چې په ټوله کې په هېواد کې د دوکتورا لرونکو او ماسټرۍ لرونکو استادانو شمېر کم دی، نو دوی اړ دي چې لېسانس استادان هم وګوماري. د پوهاند دوکتور شینواري په خبره، لس سلنه استادان یې د دوکتورا، پنځوس سلنه یې د ماسټرۍ او پاتې څلوېښت سلنه استادان یې بیا د لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. دی وایي، هڅه کوي چې د خپلو هغو استادانو لپاره چې لېسانس دي، د ماسټرۍ او د ماسټرۍ لرونکو استادانو لپاره په کور دننه او بهر کې د دوکتورا اخیستو زمینه برابره کړي.
د خراسان پوهنتون د علمي چارو مرستیال وایي، هڅه یې دا ده چې نه یوازې د استادانو لپاره، بلکې د خپلو ممتازو محصلینو لپاره په بهر کې د نورو لوړو زده کړو، د دوکتورا او ماسټرۍ په پروګرامونو کې د ګډون چانس هم برابر کړي. نو له همدې کبله پر کورنیو پوهنتونونو سره بېره دوی په هند، ترکیه، مالیزیا، امریکا او پاکستان کې له ځینو پوهنتونونو سره علمي اړیکې او هوکړې لري. نوموړی وایي، له دغه کار څخه یې موخه دا ده، چې د دغو پوهنتونونو له تجربو ګټه واخلي او تر څنګ یې پکې د خپلو استادانو او محصلینو د وړتیا لوړولو لپاره چانسونه برابر کړي.
د پوهاند دوکتور شینواري په خبره، پوهنتون یې د محصلینو لپاره دوه مجهز کتابتونونه لري، چې استادان او محصلین ترې د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه اخلي. نوموړی وایي، فزیکي کتابتون یې لږ تر لږه څلوېښت زره ټوکه بېلابېل کتابونه لري، چې په ملي او نړیوالو ژبو لیکل شوي دي. دغه راز یو بل ډیجیټالي کتابتون هم لري، چې تر اوسه پورې یې دېرش زره ټوکه کتابونه ورپورته کړي، چې محصلین او استادان یې کولی شي په کور او پوهنتون دواړو کې له دغه کتابتون څخه په انلاین ډول ګټه واخلي.
د دې ترڅنګ، خراسان پوهنتون د خپلو محصلینو لپاره ټول هغه امکانات چې یو پوهنتون یې باید ولري، برابر کړي دي. د بېلګې په توګه، کتابتون، کمپیوټر لب، ورزشي میدانونه، د سپورټ توکي، لیلیه او د انټرنېټ اسانتیاوې. دغه پوهنتون د محصلینو لپاره کلني، میاشتني او مهالني کورسونه او ورکشاپونه هم لري، چې د محصلینو د وړتیاوو او تجربو په زیاتولو کې ور سره مرسته کوي. خراسان پوهنتون د هرې کټه ګورۍ محصلینو لپاره بېلابېل تخفیف لري. ښاغلی شینواری وایي، هغه کسان چې د لوړو زده کړو وزارت د کانکور په ازموینه کې یې لوړې نمرې اخیستې وي، خو بې پایلې اعلان شوي وي، د لوړو زده کړو وزارت لخوا دوی ته ور معرفي کېږي، دوی تخفیف ورکوي او تر څنګ یې د شهیدانو او بېوزلو کورنیو غړو، مهاجرینو او ممتازو محصلینو لپاره ځانګړی تخفیف لري.
د خراسان پوهنتون اداره وایي، ټول هغه کارونه چې د محصلینو په تحصیلي اسنادو پورې اړوندېږي، خپله یې د پوهنتون استازی مخ ته وړي. د دغه پوهنتون د علمي چارو مرستیال وایي، هره اونۍ د دوی د پوهنتون استازی ځي لوړو زده کړو وزارت ته، له هغه ځایه د فارغ شویو محصلینو د ترانسکرپټونو، ډیپلومونو او نور اړوندو تحصیلي اسناد کارونه خپله خلاصوي او له خلاصېدو وروسته یې محصلینو ته سپاري، څو په اړونده برخه کې ترې ګټه واخلي. نوموړی وایي، که دغه چاره خپله محصل ته وسپاري، کېدای شي له ډېرو ستونزو سره مخ شي، نو دغه څه خپله دنده بولي او محصل ته تایید شوي تحصیلي اسناد سپاري.
د خراسان پوهنتون اداره د دغه بنسټ د لار پرمختګ لپاره ډېر پلانونه په پام کې لري، چې ګام پر ګام به یې عملي کوي. د دغه پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند دوکتور عبیدالله شینواری وایي، لومړی هڅه به یې دا وي چې د لوړو زده کړو وزارت له معیارونو سره سم استادان وګوماري او ټول هغه قوانین عملي کړي، چې دغه وزارت ورته ټاکلي دي. تر څنګ یې غواړي په راتلونکي کې د خپلو پوهنځیو او ډېپارټمنټونو شمېر زیات کړي، خپله د جلال اباد په ښار او نورو ولایتونو کې څانګې ولري. دی وایي، هڅه نه کوي هغه پوهنځي یا ډېپارټمنټونه جوړ کړي چې خپله د ننګرهار پوهنتون یې لري، بلکې د کار مارکېټ ته په کتو، داسې پوهنځي او ډېپارټمنټونه به رامنځ ته کړي، چې په یاد ولایت کې یې نور پوهنتونونه ونه لري.
د یاد پوهنتون اداره وایي، دا چې په افغانستان کې خصوصي پوهنتونونه یوه نوې تجربه ده، نو اړتیا ده چې افغان حکومت او په تېره بیا لوړو زده کړو وزارت ور سره هر اړخیزه مرسته وکړي. ښاغلی شینواری وایي، ډېری خصوصي پوهنتونونه خپلې شخصي ودانۍ نه لري او په میاشتني ډول ډېره لوړه کرایه ورکوي، چې دغه څه یې د پرمختګ مخه نیسي. شینواری وایي، افغان حکومت باید په دې برخه کې تر هغه د خصوصي پوهنتونونو لاسنیوی وکړي، څو پر ځان بسیا شي. نوموړی وایي، مالیې وزارت ترې په ډېره لوړه کچه مالیه اخلي، چې دغه څه یې هم د پرمختګ په مخ کې یو لوی خنډ دی. د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه وایي، خصوصي پوهنتونونه چې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ او د همدغه وزارت د قانون په رڼا کې فعالیت کوي، نو باید دوه ګونی چلند ور سره ونه شي او له ټولو هغو امکاناتو او حقونو څخه برخمن شي، چې دولتي پوهنتونونو ته ورکول کېږي، ځکه دغه پوهنتونونه هم د دولتي پوهنتونونو په څېر د هېواد بچیان روزي او د هېواد په ابادۍ کې ونډه اخلي. پوهاند شینواری وایي، کوم امکانات چې د دولتي پوهنتونونو استادانو او محصلینو ته ورکول کېږي، خصوصي پوهنتونونوته نه ور کول کېږي.