اردن د اسیا په جنوب لوېدیځه کې د منځني ختیځ او د عربي منځني ختیځ د یوه هېواد په توګه، د مدیترانې په ختیځه څنډه کې د شمالي عرض البلدونو د ۲۹ او ۳۱ درجو او د ختیځ طول البلدونو د ۳۴ او ۳۹ درجو ترمنځ موقعیت لري.
د دغه هېواد پراخوالی ټولټال ۳۵۶۳۷ میل مربع دی، چې له دې پلوه د نړۍ ۱۰۴م لوی هېواد دی. د اردن شمال ته سوریه، شمال ختیځ ته عراق، جنوب ته سعودي عربستان، ختیځ ته عربستان او لوېدیځ ته یې اسرائیل موقعیت لري.
د اردن اقلیم د ځانګړي جغرافیایي موقعیت له امله، د مدیترانې تر اغېز لاندې دی. دوبی یې وچ- تود او ژمی یې لوند او سوړ دی. د دغه هېواد د غرنیو سیمو دوبی معتدل او د ټیټو سیمو خورا تود دی. د دغه هېواد په ختیځو او لوېدیځو لوړو برخو کې ژمی واوره ورېږي، خو په ټیټو سیمو کې یې هوا معتدله وي.
دغه هېواد د سیند په واسطه په دوه برخو وېشل کېږي. لوېدیځه برخه سره له دې چې د کرنې وړ ده، خو بې حاصله پرته ده او د ختیځې برخې ځمکه لږ شنه او نوره شاړه دښته ده. دغه هېواد له شمال ختیځ څخه تر جنوب لوېدیځ پورې ۵۶۵ کیلومتره اوږدوالی او له ختیځ څخه تر شمال لوېدیځ پورې ۳۵۰ کیلومتره پلنوالی لري.
د اردن پلازمېنه د عمان ښار دی او ټلټال یې نفوس څه باندې لسو میلیونو کسانو ته رسېږي، چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۱۱۴ کسان ژوند کوي. د دغه هېواد ۸۵ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۱۵ سلنه یې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د څلورو ماشومانو د درلودو حق لري.
اردن د اداري وېش له پلوه پر ۱۲ ولایتونو وېشل شوی دی. زرقا، اربید، مفرق، جرش الکرک، خبرون نابلوس، مادیا، سماریا او کباتیه د دغه هېواد مهم او مشهور ښارونه دي.
د دغه هېواد رسمي ژبه عربي او انګلیسي په کې د دویمې ژبې په توکه په ښوونځیو کې لوستل کېږي، خو لیکدود یې عربي دی. په دغه هېواد کې ۹۳ سلنه وګړي د اسلام دین پیروان دي، څلور سلنه یې یهود او پاتې یې د ناپېژاند دین پيروي کوي.
د اردن د حکومت ډول مشروطه شاهي دی، چې د ملک عبدالله بن حسین کورنۍ دغه واګي په لاس کې لري. د دغه هېواد اوسنی پاچا دویم ملک عبدالله بن ملک حسین او لومړی وزیر یې عمر الرزاز دی.
د اردن پاچا د واک له تر لاسه کولو وروسته په پارلمان کې لوړه کوي او دا صلاحیتونه لري، چې قوانین توشیح، د جګړې اعلان، د سولې منل، د ملي تړونونو منظوري او د لومړي وزیر د کابینې د غړو او د هېواد د نورو عالیرتبه ملکي او پوځي چارواکو ټاکل په خپله خوښه وکړي. د دغه هېواد اوسنی اساسي قانون د ۱۹۵۲ ز کال د جنورۍ په اتمه نافذ شوی دی. په دغه قانون کې په ۱۹۷۴، ۱۹۷۶ او ۱۹۸۴ ز کلونو کې لږ لږ بدلونونه راغلي دي.
د دغه هېواد ملي شورا دوې جرګې لري، مشرانو جرګه چې ۶۰ غړي یې د څلورو کلونو لپاره د پاچا له خوا ټاکل کېږي او ولسي جرګه چې ۱۲۰ غړي یې د ټولنې د ټولو برخو په تناسب، د خلکو په خوښه د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي. په دغه هېواد کې رایه ورکول عمومي او د رایې ورکولو سن په کې شل کاله ټاکل شوی دی.
د اردن د قضاییه قوې په سر کې د تمییز عالي محکمه ځای لري. د دغه هېواد حقوقي نظام د اسلام او د فرانسې د قوانینو پر بنسټ جوړ شوی دی.
بعث ترقي غوښتونکی ګوند، عربي بعث سوسیالست ګوند، عربي اسلامي ګوند او عربي اسلامي ولسواک غورځنګ د دغه هېواد مهم او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.
دغه هېواد د ۱۹۴۶ ز کال د مې په ۲۵مه له برېټانیې څخه خپلواکي واخیسته او هر کال دمې ۲۵مه په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي.
دغه وړوکی عربي هېواد د اوبو، تېلو او سکرو په شان د طبیعي موادو له کمبود سره مخ دی. اردن د شلمې پېړۍ د اویایمې لسیزې په پای او د اتیایمې لسیزې په پیل کې د تېلو د بیو د لوړوالي په وخت کې، د عربي هېوادونو له ډېرو مرستو څخه برخمن و. هغه وخت د اردن د ناخالص کورني تولید کلنۍ وده لس سلنه وه او د اتیایمې لسیزې په پاتې کلونو کې دا وده دوه سلنه نوره هم راټیټه شوه، ځکه چې له یوې خوا د عربي هېوادونو مرستې کمې شوې او له بلې خوا له نورو ملکونو څخه د اردني کارګرانو عواید لږ شول او واردات، استهلاکي شیان او خوراکي مواد د صادراتو په پرتله زیات شول.
د ۱۹۸۹ ز کال په نیمایي کې د اردن حکومت د خپلو بهرنیو پورونو د ورکړې په نوي جدول مذاکرات پیل کړل او موافقه یې وکړه چې د پیسو د نړیوال صندوق پروګرام پلی کوي، چې د اردن په بودجه کې به کسر ورو ورو کم کړي. د ۱۹۹۰ ز کال په اګسټ کې د فارس د خلیج اوږده بحران یا د ایران او عراق جګړې د اردن د اقتصاد ستونزې بیا ډېرې کړې، دغه بحران د اردن حکومت مجبور کړ چې د نړیوال بانګ پروګرامونه یوې خواته کړي او د بهرنیو پورونو ورکړه او د دغو پورونو د ورکړې پر نوي جدول باندې خبرې وځنډوي. دغه بحران اردن ته د خلیج د سیمې د عربي هېوادونو مرستې په بهر کې د اردني کارګرانو پیسې او سوداګري کمه کړه او اردن ته ډېر مهاجر راغلل، چې دې ټولو د اردن د تادیاتو د بیلانس لپاره ډېرې ستونزې وزیږولې، د ناخالص کورني تولید وده په ټپه ودرېده او پر دولتي عایداتي منابعو باندې فشار ډېر زیات شو.
له ۱۹۹۹ ز کال څخه وروسته ملک عبدالله په اردن کې د اقتصادي بنسټونو د پياوړي کولو، د وزګارتیا د کمولو، د خلکو د ژوندانه د ښه کولو، د بهرنیو پورونو د ورکړې او په بهر کې د اردني ځوانانو لپاره د کار د میندلو په برخه کې ستر ګامونه اوچت کړل او پرېکړه یې وکړه چې له نړیوال بانګ سره به له نږدې کار وکړي. له همدې امله یې په دریو کلونو کې په خپلو مالي تګلارو کې بدلونونه راوستل او ډېر دولتي شرکتونه یې په اسانه شرایطو خصوصي سکټور ته پرېښودل.
ملک عبدالله همدا شان هڅه وکړه چې په خپلو سوداګریزو تګلارو او اسانتیاوو بیا کتنه وکړي، څو د سوداګرۍ د نړیوالې ټولنې غړیتوب تر لاسه کړي. هماغه وو چې له امریکا سره یې د سوداګرۍ تړون لاسلیک کړ او له اروپایي اتحادیې سره یې د ګډ کار هوکړه نهایي کړه.
اوس اوس اردن هڅه کوي چې پر بهرنیو پورونو باندې د خپل هېواد اتکا کمه کړي، د خپلې بودجې کسر ډک کړي، ځوانانو ته کار پيدا کړي او د خپلو صادراتي محصولاتو په شمېر او کیفیت کې ښه والی او زیاتوالی راولي.
د فاسفیټو استخراج، د تېلو چاڼ، پتروشیمي محصولات، سیمنټ، سګرټ، نباتي غوړي، سابه، دارو درمل، ګوګړ، ټوکران، چرم، وړه ماشینري او نور استهلاکي شیان د دغه هېواد مهم صنعتي فکټورنه دي.
د دغه هېواد شپږ سلنه ځمکه د کرلو وړ ده، نهه سلنه یې څړځایونو او پاتې نوره یې ځنګلونو، غرونو، ډاګونو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د اردن پنځه سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د دغه هېواد څلور سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له همدغه سکټور څخه لاس ته راځي.
غنم، وربشې، زیتون، مېوې، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د دغه هېواد مهم کرنیز محصولات بلل کېږي.
فاسفیټ، پوتاشیم، اومه تېل، سکاره، اوسپنه، نکل او مګنیزیم د دغه هېواد مهم کانونه دي.
امریکا، عراق، هند، سعودي عربستان، عربي متحده امارات، سوریه، اتوپیا، هالند، المان، مصر او جنوبي کوریا د اردن غټ تجراتي شریکان دي.
اردن ۱۸ هوايي ډګرونه لري، چې ۱۷ یې په عصري او پاخه ډول رغول شوي دي. د دغه هېواد د ټلیفون کود ۰۰۹۶۲ او د انټرنېټ کود یې JO دی، چې ټولټال یې سل زره کسان ورته لاسرسی لري.
دغه هېواد د ناخالص کورني تولید او سړي سرکلني عاید په حساب، د اسیا او نړۍ د پرمختلونکو هېوادونو له ډلې دی. په دغه هېواد کې له ۱۵ کلنو څخه پورته ۹۹ سلنه خلک پر لیک او لوست پوهېږي. په اردن کې زده کړې له ۶-۱۵ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او جبري دي.
تاریخ وایي، د اردن په اوسنۍ جغرافیه کې ډېرې پېړۍ مخکې خلک اوسېدل او د بحرالمیت څنګ ته د اریحا یا جریکو ښار د نړۍ له خورا لرغونو ښارونو څخه دی. د اردن لومړني اوسېدونکي کنعانیان وو، چې له ډېر پخوا نه هلته مېشت وو. وروسته بیا دومییان او عمونیان له جزیرالعرب څخه ورغلل، له دې وروسته په دغه سیمه کې مصریانو، بابلیانو، اشوریانو، کلدانیانو، یونانیانو او په پای کې د اعرابو مسلمانانو هم واکمني کړې ده.
په ۶۲۶ ز کال کې اردن د مسلمانانو لاس ته ورغی، عباسي خلفاوو شام او اردن ته ډېر ارزښت نه ورکاوه، له همدې امله دا سیمه په ۹۶۹ ز کال کې د مصر د فاطمې خلفاوو لاس ته ورغله. په ۱۵۱۶ ز کال کې عثماني ترکانو له خونړیو جګړو وروسته، دغه سیمه ونیوه او څلور پېړۍ یې پرې حکومت وکړ. د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کلونو کې له عثماني امپراطورۍ څخه د خپلواکۍ غوښتنې هلې ځلې پیل شوې او په دمشق او بېروت کې پټې ناسیونالیستي ډلې جوړې شوې. په ۱۹۱۴ ز کال کې انګلستان د عربي ناسیونالیستي خوځښت مشر شریف حسین ته د اعرابو د خپلواکۍ په بدله کې، د المان او ترکیې په ضد د انګلیسانو په ګټه جګړې ته د دانګلو وړاندیز وکړ. د ۱۹۱۶ ز کال په جون کې د اعرابو ناسیونالیستي خوځښت علني شو او په دریو میاشتو کې یې د عربستان په ټاپووزمه کې د حجاز زیاته برخه ونیوه او په دې توګه د شریف حسین په مشرۍ یوه خپلواکه عربي سیمه منځ ته راغله او د ۱۹۴۶ ز کال د مارچ په ۲۲مه انګلستان د اردن خپلواکي په رسمیت وپېژندله.
د اردن سیاسي اړیکې په ۱۹۵۰ ز کال کې له افغانستان سره ټینګې شوې، دا اړیکې په ۱۹۸۵ ز کال کې له وزارت مختاري څخه نااستوګن سفارت ته لوړې شوې. اردن په افغانستان کې له نوي بدلون څخه وروسته، د بلخ ولایت د مزارشریف په هوایي ډګر کې یو صحرایي روغتون هم جوړ کړ.
د کابل او عمان ښارونو ترمنځ د هوا له لارې واټن ۲۹۷۷ کیلومتره او همدا راز د وخت توپیر بیا ۲:۳۰ ساعته دی.