ژباړه: مسیر ورځپاڼه
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکایي او طالب استازو ترمنځ د شپږمې ناستې له پای ته رسېدو او د سولې په تړاو د لویې مشورتي جرګې له دایرېدو وروسته، لاهم د سولې په تړاو له خلکو سره ځینې پوښتنې شته، چې د ځواب په موندلو کې یې پاتې راغلي او دوی لا هم نه پوهېږي، چې دغه اوږدې او ګونګې پروسې ته خوشبین و اوسي که بدبین؟
په دې لیکنه کې هڅه کوو چې د دغو پوښتنو د مطرح کولو ترڅنګ ورته ځوابونه هم پیدا کړو. البته یو څه چې باید روښانه شي، هغه دا دي چې د دغو خبرو له پای ته رسېدو وروسته به څه کېږي، هغه پوښتنه ده چې په وخت او د سولې په روانو مذاکراتو په ځانګړې توګه په حاکمو سیاسي شرایطو پورې اړه لري.
طالبان ولې له افغان حکومت سره د سولې خبرې نه کوي؟
دا هغه پوښتنه ده چې ډېری وخت یې مطرح کوي او دوی وايي، سره له دې چې طالبان د دې ادعا کوي چې د دوی له لوري خبرې په ازادانه ډول پر مخ ځي او دوی په دغه پروسه کې پوره خپلواکي لري، خو بیا هم له افغان حکومت سره خبرو ته نه کېني؟
طالبان ادعا کوي چې افغان حکومت ورته د منلو نه دی او دوی یې په رسمیت نه پېژني. دوی د افغانستان اوسنی حکومت د کابل د ادارې په نوم پېژني او وایي چې دغه اداره د امریکایانو له لوري رامنځته شوې او د دوی د ګټو د خوندیتوب لپاره کار کوي. دوی پر امریکا له دې کبله نیوکه کوي، چې د دوی د اسلامي امارت په نوم حکومت یې د ټولو نړیوالو قوانینو او پرېکړه لیکونو پر خلاف نسکور کړ او افغانستان یې تر خپلې ولکې لاندې راوست، نو له همدې کبله دوی دې ته ترجیح ورکوي، چې له خپل اصلي طرف (امریکا) سره مخامخ خبرې وکړي.
اوس پوښتنه دا ده چې ولې امریکا په تېرو اتلسو کلونو کې د سولې خبرې پیل نه کړې، چې اوسمهال یې په یوځلي ډول خپلو هڅو ته ادامه ورکړې او ظاهراً په هر ډول شرایطو سره د دغو خبرو بریالیتوب او هوکړې ته تیار دي؟
امریکا له یوه منظم سیاسیي جوړښت سره سره چې د ولسمشر واکونه تر یوې کچې محدودوي، خو بیا هم د دغه هېواد ولسمشران په خارجي سیاست کې ازاد لاس لري او کولی شي چې په خپلسرې توګه تصمیم ونیسي. د بېلګې په توګه، د دغه هېواد پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش له تروریزم سره د مبارزې په نوم په افغانستان کې جګړه پیل کړه او تر ډېره یې په نظامي انتخابونو باور درلود، د اوباما په راتګ سره په افغانستان کې د دغه هېواد په سیاست کې بدلون راغی او تر ډېره یې د بیان د ازادۍ ، بشري حقونو، ښځو حقونو او ټاکنو په ترسره کېدو باور درلود، خو د ټرمپ په راتګ سره د تمې خلاف د سولې خبرو د بل هر وخت په پرتله زور واخیست او تر ډېره یې تمرکز پر دې و، چې طالبان د سولې خبرو میز ته تیار کړي. ټرمپ له ټاکنیزو کمپاینونو رانیولې بیا تر نن پورې پر دې ټینګار کړی، چې په بهرنیو هېوادونو کې خپل پوځي حضور کم کړي او یا لږ تر لږه د دوی په مصارفو کې کموالی راولي. نوموړي له سوريې څخه د خپلو ځواکونو په ایستلو او د افغان سولې پروسې په پیل سره دا په ډاګه کړه چې د ده اداره نه غواړي، چې امریکا دې نور هم په هغو جګړو کې پاتې شي، چې له کلونو راهیسې دوام لري او هر کال په لویه پیمانه پیسې پرې مصرفېږي.
د جګړې دوام او که سوله؛ په کوم یوه کې د امریکا ګټې نغښتې دي؟
د هېوادونو د ملي ګټو د درک لپاره یو اغېزمن او مهم فکټور چې باید په نظر کې یې ونیسو، هغه پخپله د هېواد له ملي ګټو څخه د مشرانو در ک دی. هغه څه چې د یوه ملت لپاره د خپل حکومت یا ولسمشر له لوري تعریفېږي او د دوی په اند مهم وي، نو په ملي ګټو یې بدلېږي.
د امریکا لپاره د اوباما په وخت کې د دغه هېواد ملي ګټې تر ډېره د نړۍ په کچه د امریکا د نفوذ د ساحې پراختیا، هغو ارزښتونو ته لومړیتوب ورکول چې امریکا ورته پابنده ده او دغه راز له منطقوي رقیبانو سره یې د قدرت پر موازنې ټینګار کول وو.
خو د ټرمپ په راتګ سره د امریکا ملي ګټې بیا له مکسیکو سره پر پولې جوړولو، د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندلو، له فلسطینیانو سره د مالي مرستو په بندولو، په منځني ختیځ او افغانستان کې د جګړې په ختمولو او دې ته ورته نورو مسایلو بدلې شوې دي.
په ټوله کې باید دا په یاد ولرو، هغه څه چې موږ ته د ملي ګټو په نوم راپېژندل کېږي، ښایي عملاً زموږ ګټې نه وي، خو دا چې د حکومت له ادرسه راته ویل شوي، نو په ملي ګټو بدلېږي.
دا چې له طالبانو څخه د دې تضمین واخیستل شي، چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې به مبارزه کوي، دا د امریکاد ګټې په مانا دی، ځکه په دغه صورت کې طالبان په دې پوهېږي چې د دغه کار خلاف پر مخ ولاړ شي، نو د ۲۰۰۱ ز کال له سرنوشت سره به مخ شي.
د ټرمپ وروستیو کارونو ته په کتو او دا چې په عملي توګه یې خپلو خلکو د امریکا د ملي ګټو په نوم تمثیلوي، په افغانستان کې د جګړې پای د دغه هېواد او خلکو په ګټه دی او د ملي کټو یوه برخه یې جوړوي.
طالبانو که افغان حکومت؛ کوم یوه ښه تګلاره غوره کړې ده؟
د افغان سولې پروسې له پيله تر دې مهاله، نه یوازې دا چې طالبانو ښه ډيپلوماسي غوره کړې ده، بلکې متأسفانه له افغان حکومت څخه په دې برخه کې مخکې شوي هم دي. طالبان پردې بریالي شوي، چې ځان له یوې تروریستي ډلې څخه چې په ۲۰۰۱ ز کال کې د امریکا لخوا په دغه نوم ونومول شول، ځان د افغان حکومت پر یو قوي سیاسي سیال بدل کړي او استازي یې د سیمې لویو قدرت لرونکو هېوادونو لکه روسیې، پاکستان، ایران او چین ته سفرونه کوي او حتی د هغه هېواد لپاره چې په ۲۰۰۱ ز کال کې یې د بن په کنفرانس کې د حقوقو ورکړې ته اماده نه و، د ملاحظې وړ شرطونه وړاندې کوي. د ډيپلوماسۍ له اصل څخه په ګټې اخیستنې، په سیاسي مذاکره کې د هغو ډيپلوماټانو پېژندنه چې کاپي سیاسي فهم ولري او د مذاکرې په اخر کې د خپله تله درنه وښيي، ډېره ضروري ده.
تر اوسه دې افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې په تړاو کومه غونډه نه دې شوې. د مسکو غونډه کې د سولې عالي شورا ډېر کمزوري استازي په مستقل ډول برخه لرله، خو په هغه کې هم افغان حکومت ونه توانېد، چې هغې غونډې ته خپل تکړه ډیپلوماټان او استازي ولېږي، څو د طالبانو او امریکا پام ځان ته واړوي.
طالبانو امریکایانو ته دا باور ورکړ، چې دوی هېڅکله هم د جنګ په میدان کې ماتې نه خوري، هغوی له ځان سره د روسیې، ایران، پاکستان او چین ملاتړ لري او تر هغې چې غوښتنې یې منل شوې نه وي، دوی به خپلې روان کړې مبارزې ته ادامه ورکوي. هغوی د حکومتي لوري په حیث له سیاسي او جهادي رهبرانو سره د لیدو په موافقې داسې وښوده، چې افغان حکومت له دوی سره د وار وار مخامخ خبرو تر غوښتنې پرته بله لار نه لري. هغوی د سیمې هېوادونو باور تر لاسه کړی، چې هغوی په افغانستان کې تر ډېره د داعش د حضور مخه نیولې او په هېڅ صورت د دوی امنیت ته خطر نه شي پېښولای. په ورته وخت کې د افغان حکومت لخوا دوحې غونډې ته د ۲۵۰ کسیز پلاوي اعلان او د طالبانو لخوا د دغه نوملړ مسخره کول بیا هم د افغان حکومت له سیاسي ضعفه پرده پورته کړه. د دې روانې پروسې په لړ کې، طالبانو ښه تګلاره غوره کړې او خپلې برنامې یې ښې پلي کړې دي.
ایا رښتیا به هم دا هڅې سولې ته ورسېږي؟
هېڅ ډله او جریان نه شي کولای، دا تضمین ورکړي چې دغه هڅې به سولې ته ورسېږي او که نه. په دې لړ کې هغه څه چې تر ټولو روښانه دي، هغه د افغان ملت غوښتنه ده، چې هغه سوله غواړي او په هېڅ صورت نور هغوی د دې څلوېښت کلنې جګړې اوږدېدو ته حاضر نه دي او نه هم د دې جګړې د اوږدېدو لپاره له بهرنیو مرستو پرته، خپله دا شیمه لري. کېدای شي د سولې په نوم روانې هڅې رښتینې سولې ته ونه رسېږي، خو د اوس لپاره د جنګ په نسبت د ښې پایلې بدیله ټاکنه ده. که بیا هم افغان حکومت ښه تګلاره غوره نه کړي او د دې پروسې د مخکې بېولو لپاره داسې استازي ونه ګوماري، چې هغوی ښه سیاسي فهم ولري، هېڅ ممکنه نه ده چې دغه فرصت د زموږ په ګټه پای ته ورسېږي. باید په یاد ولرو چې تر ټولو قېمت لرونکې سوله د ډېر کوچني جنګ په پرتله هم ډېره ارزانه ده.
زموږ سرې کرښې به څه وي؟
د افغانستان اساسي قانون، د ښځو حقوق، د بیان ازادي، ټاکنې او… هغه ارزښتونه دي، چې تر هرڅه زیات افغان ملت پر هغه ټينګار کوي او د افغان حکومت لخوا هم د سرو کرښو په توګه وړاندې شوي دي. خو اوسنیو شرایطو ته په کتو، باید پوه شو چې د یوې مذاکرې مانا هم همدا ده، چې څه به له لاسه ورکوې او څه به لاسته راوړې، که ته خپلې غوښتې پر مقابل لوري منې، د هغه به هم ځینې شرطونه قبلوې. نو پر دې اساس لومړی باید د خبرو او مذاکرې فرصت برابر شي او وروسته بیا دا مسایل رامنځ ته شي.
د سولې لپاره نور باید څومره په تمه و اوسو؟
دا چې سوله به په یوه ورځ، یوه اونۍ، یوه کال او یا هم یوه لسیزه کې راځي، لا هم معلومه نه ده، خو لږ باید حوصله وکړو. ځکه له طالبانو سره ۱۸ کاله جنګ جګړه، دومره وژل شوي او ټپیان چې د دغه بهیر قرباني دي، د یوې ژر راتلونکې سولې تمه ورته نه شي کېدای؛ بلکې دغه هڅې باید ادامه پيدا کړي او د سیمې هېوادونو په همکارۍ، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره باید فرصت برابر شي. په ډېرو هغو هېوادونو لکه کلمبیا کې چې جنګ د سولې په نتیجه کې پای ته رسېدلی دی، یوازې د پردې تر شا مذاکرو څو کاله دوام کړی دی او وروسته بیا سولې ته رسېدلي دي. نو پر دې اساس به دغه مذاکرات هم وخت وغواړي.
د سولې له احتمالي تړون وروسته به بیا هم رښتینې سوله راشي؟
هغه څه چې یو حکومت یې د منازعې په دوران کې بریا ته نه شي رسولی او باید د سولې لار خپله کړي، هغه د ملت غوښتنې په پام کې نیول دي، چې حکومت دا کار کولای هم شي. دا چې د سولې د احتمالي تړون په اړه خبرې کول به له وخته مخکې خبره وي، خو په یاد ساتئ چې هغه به یوازې د کاغذ پر مخ لیکل شوی تړون وي او په دې اړه چې ایا افغان حکومت او طالبان به هغه ته ژمن پاتې کېږي او که نه، هېڅ تضمین نشته او نه هم د جګړې د پای خبره یقیني کېدای شي. موږ باید هیلې له لاسه ور نه کړو او دا دعا وکړو چې په هېواد کې مو تلپاتې او دایمي سوله راشي او په دې کشاله کې ښکېل اړخونه هر یو خپل مسوولیت په ښه ډول سره ترسره کړي.