جمعه, اپریل 24, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

بُست پوهنتون

حمیدالله حمیدي

مې 26, 2019
in پوهنتون
0 0

بُست خصوصي پوهنتون د هېواد د لوړو زده کړو وزارت تر منظورۍ وروسته، خپلې رسمي چارې په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د دریو پوهنځیو (حقوق، اقتصاد او انجنیري) په درلودلو سره په هلمند ولایت کې پیل کړې او عملاً یې په یادو پوهنځیو کې محصلین د زده کړو لپاره جذب کړل. د دغه پوهنتون د علمي څېړنو او نړیوالو اړیکو مسوول او د اقتصاد پوهنځي استاد ښاغلی اسدالله اندیال وایي، دغه پوهنتون وتوانېد چې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې له لوړو زده کړو وزارت څخه د طب پوهنځي، په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د کمپیوټرساینس پوهنځي او بالاخره یې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي جوازونه تر لاسه کړل او رسماً یې په دغو پوهنځیو کې هم محصلین د زده کړو لپاره جذب کړل.

ښاغلی اندیال وایي، په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د لوړو زده کړو وزارت له ارزونې وروسته، د دوی پوهنتون د ۸۸.۳ نمرو په اخیستو سره په ښه درجه کې راغی. اندیال وایي چې په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ لمریز کلونو کې دوی د کیفیت د نړیوال سازمان جواز او تر څنګ یې د یونسکو د فرهنګي کمېټې غړیتوب تر لاسه کړی دی. د نوموړي په خبره، تر ګام پر ګام پرمختګ او هڅو وروسته، دوی وتوانېدل چې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د لوړو زده کړو وزارت تر منظورۍ وروسته، دغه بنسټ د لوړو زده کړو له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع وکړي.

بُست پوهنتون اوسمهال ۱۳۱۰ فعال محصلین لري، چې له دې ډلې یې ۱۶۸ ښځینه محصلینې دي. د دغه پوهنتون د علمي څېړنو او نړیوالو اړیکو مسوول او د اقتصاد پوهنځي استاد اندیال وایي، په ټوله کې بُست پوهنتون اووه پوهنځي ( حقوق او سیاسي علوم، اقتصاد، انجنیري، ښوونه او روزنه، طب او کمپیوټرساینس) لري، چې هره یوه یې بیا بېلابېل ډېپارټمنټونه لري او محصلین پکې پر لوړو زده کړو بوخت دي. نوموړی وایي، داسې ‌ډېپارټمنټونه هم لري چې جوازونه یې اخیستي، خو تر اوسه پورې یې پر فعالیت پيل نه دی کړی.

د بُست پوهنتون د نړیوالو اړیکو مسوول وایي، له پیله تر اوسه پورې له بېلابېلو پوهنځیو څخه یې پنځه دورې محصلین د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. نوموړی وایي، ډېری فارغ شوي محصلین یې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر دندو ګومارل شوي دي. دا چې په بُست پوهنتون کې تر ډېره هغه کسان زده کړې کوي، چې په دولتي ادارو کې دندې لري او یا هم خپل شخصي کارو بار لري، نو د ورځې یې په دوو ټایمونو کې محصلینو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده، چې ډېره برخه محصلین یې له وخت وروسته د زده کړو لپاره ورځي.

په بُست پوهنتون کې د تدریس چارې د ۱۰۴ مسلکي استادانو لخوا پر مخ وړل کېږي، چې له دې ډلې یې درې ښځینه استادانې دي. د دغه پوهنتون د نړیوالو اړیکو مسوول وایي، له ۱۵ ډېر استادان یې د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري او پاتې نور یې بیا لېسانس دي. ښاغلی اندیال وایي، استادان یې د لوړو زده کړو وزارت له منل شوي او داسې کریکولم څخه ګټه اخلي، چې پر کار پوه او مسلکي کسان د کار مارکېټ ته وړاندې کړي او په داسې مېتود تدریس کوي، چې محصلین وکولی شی په اسانۍ سره له استاد څخه اخذ وکړي.

ښاغلی اندیال وایي، په کور دننه او بهر کې له ډېرو پوهنتونونو او نورو بنسټونو سره علمي او اکاډمیکې اړیکې لري، چې له مخې یې د هغوی له تجربو ګټه اخلي او تر څنګ یې وخت ناوخت خپلې تجربې هم ور سره شریکوي. نوموړی وایي، په هلمند کې له دولتي پوهنتون او نورو خصوصي پوهنتونونو سره ټینګې علمي اړیکې لري. ښاغلی اندیال په دې برخه کې پر دولتي او خصوصي پوهنتونونو سربېره، په کور دننه له نورو اکاډمیکو بنسټونو سره هم د خپلو اړیکو یادونه کوي. نوموړی وایي، په بهر کې هم له ځینو پوهنتونونو او نړیوالو علمي بنسټونو سره هوکړه او غړیتوب لري، چې له مخې یې تر اوسه پورې ځینې محصلین او د بُسټ پوهنتون اداري کار کوونکي د زده کړو او کاري تجربو تر لاسه کولو لپاره ورته استولي دي. نوموړی وایي، روان میلادي کال به هم ځینې محصلین د لا نورو لوړو زده کړو لپاره بهر ته واستوي.

بُست پوهنتون تر اوسه پورې د ماسټرۍ کوم پروګرام نه لري، خو د نړیوالو اړیکو د مسوول په خبره یې، چې د ماسټرۍ پروګرام لپاره پوره تیاری لري او دغه څه یې په خپل ستراتیژیک پلان کې چې له ۱۳۹۷ تر ۱۴۰۱ کال پورې به پلی شي، شامل کړي دي. تر ډېره لوړو زده کړو وزارت د هېواد د ولسمشر د فرمان له مخې په دولتي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ پروګرام او د نویو پوهنځیو د پیلولو چارې ځنډولې دي. ښاغلی اندیال وایي چې ډېر ژر به دوی هغه معیارونه پوره کړي، کوم چې د ماسټرۍ پروګرام لپاره ورته اړتیا لیدل کېږي، چې تر هغه وروسته به د بُسټ پوهنتون په ځینو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي.

دغه پوهنتون د خپلو محصلینو او استادانو لپاره خورا مجهز کتابتون لري، چې محصلین او استادان کولی شي وخت ناوخت په دغه کتابتون کې مطالعه او څېړنه وکړي. ښاغلی اندیال وایي، په کتابتون کې یې لږ تر لږه څلور زره بېلابېل علمي او درسي کتابونه موجود دي. نوموړی وایي، هڅه یې دا ده چې دغه کتابتون لاغني او یوه برخه یې ډیجيټالي کړي. د دغه پوهنتون د نړیوالو اړیکو مسوول وایي، پوهنتون یې د لښکرګاه  په زړه کې په لږ تر لږه ۶۴۰۰متره مربع ځمکه کې جوړ شوی او د محصلینو لپاره یې د زده کړو ډېره په زړه پورې فضا برابره کړې ده. دی وایي، د موټرونو لپاره پراخ پارکېنګ، د اوبو منظمه شبکه، درې لینه برېښنا، کمپیوټر لب، د طب پوهنځي لپاره مجهز کادري روغتون، ځانګړي لابراتوارونه، د انجنیري پوهنځي لپاره ځانګړی لابراتوار چې د هلمند د دولتي پوهنتون محصلین هم ترې ګټه اخلي، د موټر زده کولو کورسونه، د ودان موسسې په مرسته د حقوقو پوهنځي لپاره ځانګړي ورکشاپونه، روزنیز کورسونه او ډېر نور داسې پروګرامونه لري، چې له مخې یې د محصلینو وړتیاوې لوړېږي او تجربې یې زیاتېږي.

بُست پوهنتون د محصلینو د تخفیف په برخه کې ځانګړی میکانېزم لري، چې له مخې یې محصلین کټه ګوري کېږي او د هرې کټه ګورۍ لپاره بېل بېل تخفیف لري. ښاغلی اندیال وایي، د تکړه، ممتاز، بېوزله او هغو محصلینو لپاره چې دوه یا درې تنه له یوې کورنۍ څخه وي، ځانګړی تخفیف په پام کې نیولی دی. نوموړی وایي، داسې محصلین هم لري چې په وړیا ډول د بُست پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو کې پر زده کړو بوخت دي.

د بُست پوهنتون اداره وایي، خصوصي او دولتي پوهنتونونه دواړه د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ او د همدغه وزارت د قانون په رڼا کې فعالیت کوي، خو بیا هم دغه وزارت هغه ډول مرسته او همکاري، چې له دولتي پوهنتونونو سره یې کوي، له خصوصي پوهنتونونو سره یې نه کوي. ښاغلی اندیال وایي، هغه بورسونه چې له بهره راځي، یوازې د دولتي پوهنتونونو محصلینو ته پکې حق ورکول کېږي. دغه راز په بهر کې ډېر داسې ورکشاپونه چې د استادانو په تجربو او وړتیاوو کې زیاتوالی راولي، هم یوازې دولتي پوهنتونونو ته لومړیتوب پکې ورکول کېږي. دی وایي، دولتي او خصوصي پوهنتونونه یو له بله هېڅ توپیر نه لري؛ ځکه د دواړو پوهنتونونو فارغ محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت لخوا اسنادونه ورکول کېږي.

د دغه پوهنتون اداره د پوهنتون د لاپرمختګ لپاره ډېر پلانونه لري، چې په عملي کېدو سره به یې بُست پوهنتون د هېواد او سیمې په کچه د خصوصي پوهنتونونو په لومړي سر کې راځي او تر څنګ به یې ډېر نور اکاډمیک مرکزونه، لکه په بېلابېلو برخو کې انسټېټیوټونه او خصوصي ښوونځي هم موجود وي.

Share5Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
جمعه, اپریل 24, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In