د افغانستان جګړه د نړیوالو مطالعاتو له نظره د نړۍ یوه له اوږدو کورنیو جګړو شمېرل کېږي. له ۱۳۵۸ لمریز کال راهیسې افغانان د کورنیو جګړو شاهدان دي. دوه کم څلوېښت کاله (یو نسل مخکې د افغانستان جګړه پیل او تر ننه یې لوګي خیژي). په نړیواله کچه کورنۍ جګړې له لسیزو نه اوږدېږي، خو افغانستان له لسیزو راهیسې د جګړو کور دی. د شوروي اتحاد پر مهال افغانانو د کمونیست او مجاهد تر منځ جګړه وکړه. دواړو لورو یعنې ښي اړخو او کيڼ اړخو د خپلې ایډیالوژۍ د افراطي استعمال له لارې افغانستان د جګړې ډګر وګرځاوه.
که په افغانستان کې د جګړې ایډیالوژیک اړخ ته نظر واچوو، نو دا په اثبات رسېدای شي چې د کمونیستي ایډیالوژۍ طرفدارانو افغانستان د مسکو او کرېملېن له سیاستونو لوړ باله. همدارنګه د اخوان المسلین طرفدارانو یا په بله اصطلاح د کمونیست ګوند مقابله کوونکو د مصر الازهر څخه الهام اخیستونکو لوبغاړو د عربي سیاست څخه په لوړه کچه خپل سیاست تمیثلاوه. د نړۍ د سیاسي ایډیالوژیو په منظر کې حتی د کمونېست ګوند مرکز، چې مسکو دی، د افغانستان په برخلیک اخته نه شو. همدارنګه د اخواني سیاسي ایډیالوژۍ مرکز قاهره د خپلې ایډیالوژۍ په تمثیل کې د افغانستان په سرنوشت اخته نه شوه. په سیاسي نړیوالو جګړو کې د ایډیالوژيو اختلاف او ټکر یو طبیعي عمل دی، چې له پخوا راهیسې په نړیواله سیاسي مستوي کې شته، خو په افغانستان کې د ایډیالوژیو د تمثیلوونکو تقابل یو بل ته په دایمي دښمنۍ واوښت. دوی د ایډیالوژۍ د تطبیق پر ځای انساني دښمنۍ ته اړ شول. د ایډیالوژیک اختلاف او تقابل پر ځای یې خپل وطن د نورو لپاره په کنډوالو بدل کړ. دوه طرفه (کمونېست او اخوان) په خپل ایډیالوژک تقابل کې څلوېښت کاله وجنګېدل.
د افغانستان په روانه جګړه کې د سیمې پر هېوادونو سربېره، د نړۍ لوی قدرتونه هم ښکېل شول. څه د پاسه پنځه لکه افغانان له تېرو لسو کالو راهیسې د دې جګړې قربانیان دي. اوسمهال، طالبان چې د جګړې اصلي لوری دی، غواړي په خپل ټول قوت سره امریکا او ورسره مل راغلي هېوادونه وننګوي، څو افغانستان د نویمې لسیزې په شان یو ځل بیا دوی ته د سیاست میدان پاتې شي. دا باید ومنو چې طالبان د دغه هېواد بچیان دي. هغه څه چې طالبانو او د طالب په نوم کومه روانه جګړه توده ساتل شوې ده، ښه تعامل نه و. طالبان باید د سیاسي پروسې برخه اوسي، خو که د افغانستان د جګړې روان وضعیت ته وګورو، طالبان د بهرنیو ځواکونو د جنایت په تقصیر کې موازي حرکت کوي. که د طالبانو جګړه له بهرنیانو سره وي، خو د جګړې بیه یې بیا افغانان پرې کوي، نه بهرنیان. که طالبان له بهرنیانو سره د افغانستان د نجات خبره کوي، نو د طالبانو جوړښت هم تر سوال لاندې دی، خو په هر حساب طالبان د دې خاورې بچیان دي او له افغانستان سره د مور او بچي تمه ترې لرو.
له شپاړلس کلنې جګړې وروسته د تېر کال د کوچني اختر په ورځو کې د دولت او طالبانو تر منځ اعلان شوي اوربند وښوده چې د طالبانو او افغان دولت تر منځ د سولې خبرې له کنګل حالت څخه راوتونکې دي. اوربند په شکلي ډول ثابته کړه چې طالبان هم له جګړې ستړي دي او د سولې او مذاکراتو برخه ګرځېدای شي. له اوربند د مخه افغان دولت د ولسمشر اشرف غني په مدیریت د افغان جګړې د کمزوري کولو لپاره په ملي کچه، سیمه ییزه کچه او بالاخره په نړیواله کچه ستراتېژیک ګامونه پورته کړل. د تېر ۲۰۱۸ ز کال د فبرورۍ میاشت د کابل پروسې دویم نړیوال کنفرانس کې افغان حکومت له توقع لوړ طالبانو ته په ډېره نرمه توګه د مذاکراتو زمینه مساعده کړه. نوموړي کنفرانس کې افغان ولسمشر په ډېره واضح توګه وویل، چې طالبان د سیاسي جریان په توګه خپل جوړښت ثابتولی شي، د نړۍ په هر ګوټ کې ورته د تګ راتګ او سیاحت زمینه مساعدولی شي، د طالبانو شته مالي امکانات له کنګل حالته باید راویستل، خو چې طالبان له خپل ځان څخه د سولې او مذاکراتو لپاره چمتووالی وښيي. د کابل پروسې دویم کنفرانس کې طالبان چلېنج شول او د افغان حکومت د څرګندونو مقابل کې یې هېڅ غبرګون ونه ښود. د طالبانو غلي پاتې کېدل د دې مانا ورکوي، چې ممکن طالبان له خپلو مشرانو سره پر خبرو اترو بوخت وي، څو د افغان دولت څرګندونو ته ځواب ومومي.
له دې وروسته افغان دولت په سیمه يیزه کچه د افغان جګړې ختمولو او د جګړې د داعیې کمزوري کولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې پيل کړې. د ۲۰۱۸ ز کال په مارچ کې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغان سولې اړوند نړیوال کنفرانس وشو، چې پکې افغان جګړه د سیمې د نا امنۍ لامل وګڼل شوه او افغان ولسمشر یو ځل بیا پر طالبانو د خبر او مذاکراتو غږ وکړ. په تعقیب یې د افغان جګړې د مذهبي اړخ له نظره تضعیفولو په خاطر د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا هېوادونو علماوو په ګډه د افغانستان روانه جګړه ناروا وګڼله او له ښکېلو غاړو یې وغوښتل چې د جګړې او خشونت پر ځای د سولې لاره غوره کړي. له مذهبي اړخه د سعودي عربستان حرمینو ملا امامانو د جون میاشتې د جمعې ورځې خطبې د اهمیت وړ دي، چې د مکې مکرمې او مدینې منورې ملا امامانو له طالبانو او افغان دولت څخه وغوښتل چې د افغانستان روانې کشالې او جګړې ته د سولې له لارې د پای ټکی کېږدي. په دې مانا چې د افغانستان اوسنۍ جګړه له مذهبي او اسلامي نقطې نظره د جهاد له چوکاټ څخه ووتله او یوازې د بې مانا جګړې تر عنوان لاندې پاتې شوه. د روژې مبارکې میاشتې په دویمه لسیزه کې څه د پاسه درې زره علما د هېواد له بېلابېلو برخو څخه راټول شول او د کابل ښار زړه لویې جرګې خېمه کې یې د روانې جګړې په مذهبي اړخ ګډه فتوا صادره کړه، چې د افغانستان اوسنۍ روانه جګړه په هېڅ مفهوم د جهاد نوم نه شي اخیستلای. د فتوا اصلي متن د قران او احادیثو څخه جوړ شوی و، د جګړې د زیان او ګټو تر منځ په تفکیک، د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې روانه جګړه باطله او د اسلام ضد جګړه تعریف شوه.
د تېر ۲۰۱۸ ز کال د جولای په ۱۰ او ۱۱مه د سعودي عربستان جدې ښار کې د اسلامي هېوادونو غړیو نړیوال کنفرانس OIC له لوري چې د اسلامي امت ۳۲ دولتونو پکې ګډون کړی و، د افغانستان جګړه و ارزوله او د ا سلامي مقدساتو ضد جګړه یې عنوان کړه. د افغانستان جګړې په تېر شپاړلس کلن تاریخي بهیر کې د اسلامي هېوادونو اجماع په لومړي ځل جوړه شوه، چې د افغانستان جګړه نفې کړي. ټولو اسلامي هېوادونو د افغانستان جګړه له دیني اړخه مردوده وګڼله او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې د افغانانو د غوښتنې تر څنګ د اسلامي هېوادونو او اسلامي امت غوښتنه هم همدا ده، چې د افغانستان جګړه له اسلامي اړخه مشروعیت نه لري او له هرې ممکنه لارې باید طالبان له افغان دولت سره د سولې پروسه پر مخ یوسي. د مکې مکرمې کنفرانس د افغان جګړې د ختمولو لپاره یو ستراتېژيک اهمیت لري، طالبان او د دوی جنګیالي به د خپلو جګړه ییزو نظریاتو د مشروعیت له خلا سره مخ شي. کله چې د مکې او مدینې امامان، په مصر کې د اسلامي امت د نړیوالې ټولنې مشر دوکتور یوسف قرضاوي او د اسلامي امت نور جید علما د افغانستان جګړه مردوده ګڼي، بې له شکه چې طالبان به د خپلې جګړې د مشروعیت تر ستر سوال لاندې راشي.
پر پاکستان د امریکا، سیمې او نړیوالو فشارونه د جګړې د مهارولو لپاره بل اړخ دی، چې پاکستان باید له طالبانو سره پر اړیکو له سره غور وکړي. په خړ لېست کې د دغه هېواد داخلېدل او په نړیواله کچه د پاکستان د دولت نوم د تروریستانو ملاتړ کوونکو لېست ته داخلېدل، د پاکستان لپاره له تدریجي مرګ بله مانا نه لري. په ټوله کې د افغانستان د خلکو رواني او ذهني اړخ ډېر مهم دی چې د اوربند په جریان کې ټول ملت په ګډه ملي اجماع د سولې او له طالبانو د خبرو اترو غوښتنه وکړه. د سیمې هېوادونه او حتی د امریکا په ګډون، ډېرو هېوادونو د طالبانو او افغان دولت تر منځ اوربند څخه ملاتړ څرګند، چې له دې مخکې د امریکا غوندې هېواد څخه توقع نا ممکنه وه.
په سوله کې د ملت اجماع له هلمند ولایت څخه د سپینږیرو په ګډون، د بېوزله افغانانو ۷۰۰ کیلومتره زیاته فاصله وهل ښکاره بېلګه ده. د ملت اجماع د هغې زړې سپین سرې مور په اوښکو کې ليدل کېږي، چې خپل یو زوی یې د طالب تر عنوان لاندې او بل یې د پولیس په نوم قرباني شوی دی. د ملت اجماع د اوربند په جریان کې له طالبانو سره د دوی د مېلمه پالنې او يو ځای پالنې په ښکاره توګه څرګندېږي، چې دا ملت د سولې څومره تږی دی. د ملت اجماع د هغه پولیس په شونډو کې په ښه توګه ښکاري، چې تر لسو کالو زیاته موده یې د سولې په نوم هره ورځ روژه نیولې. په ټوله کې اوس د افغان دولت لپاره د سولې شته فرصتونه چې رامنځته شوي او موجود دي، د حیات او ممات زېری دی. د امریکا او نورو بهرنیو ځواکونو وتل باید د سولې پروسې او مذاکرتو برخه وګرځي. که افغان دولت او طالبان د سولې له روانو هڅو څخه په سالمه توګه ګټه وانه خلي، له دې د زیاتو فرصتونو څخه د رامنځته کېدو هڅې خیال او محال دی.