له علمي نظره عموماً د سولې او مذاکراتو په لړۍ کې د جګړې بیلانس کمزوری کېږي او په مقابل کې د سولې هڅې ګړندۍ کېږي. د سولې او جګړې بیلانس همدې ته وایي. کله چې د جګړې ځای سوله نیسي او بشري تعاملات د خبرو اترو ځای نیسي، نو جګړه باید کمزورې شي او یا هم صفر ته تقرب وکړي. له بل اړخه د انساني فطرت له اړخه هم کله چې د سولې خبرې مخته درومي، د ټولنو جګړه ځپلي خلک خپل ټول ذهنیت د سولې هڅو ته سوق کوي، څو د سولې خبرو ته مشروعیت ورکړي. درېیم اصل دا دی چې د جګړه مارو ډلو او ټپلو د بیا ادغام Reintegration مسئله ده چې په ټولنه کې د وسله والو ګروپونو او حلقو د هضم موضوع ده. د سولې خبرو کې جګړه مارې ډلې کوښښ کوي، څو د سولې خبرو مقابل کې د جګړې وزن او کیفیت کم کړي، څو په ټولنه کې د بیا ادغام او یا همدارنګه له ټولنې سره د یووالي په منظور د عامو خلکو له ذهنیت سره موازي حرکت وکړي.
د امریکا متحده ایالاتو او د طالبانو تحریک ترمنځ د خبرو لړۍ اووم پړاو ته ورسېده. د شپږم پړاو په ختمېدو سره دواړه لوري د مثبتو نتیجو او بینالافغاني مذاکراتو چوکاټ په رامنځ ته کېدو هېڅ نه وایي. امریکا او طالبانو دواړو تر شپږو میاشتو زیاته موده په قطر کې د بندو دروازو تر شا خبرې وکړې. د پنځم پړاو خبرې آن تر شپاړسو ورځو هم زیاتې شوې او له دوو اونیو وروسته پنځم پړاو خبرې پای ته ورسېدې. تر اوسه د جګړې د ختمېدو لپاره هېڅ عملي اقدام نه دی ترسره شوی، چې ګویا امریکا او طالبان دواړه په دې سره سلا شوي وي، څو جګړې ته په بشپړ ډول د خاتمې نقطه کېږدي. تر دې دمه دواړه لوري د غوڅ پرمختګ خبره نه شي کولای، چې د جګړې لوری د تضعیف مسیر ته سوق کړي. دا چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرکچیانو تر منځ د سولې خبرې د یو مبهم محور پر لور درومي، په تفصیل سره یې څېړو.
د ۲۰۱۸ ز کال په وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پنټاګون کې د افغانستان د جګړې له نظامیانو سره ځانګړې ناسته کې دا خبره کره او جوته کړه، چې د افغانستان جګړه نوره د امریکا خلکو ته د منلو وړ نه ده او پر همدې موخه یې له طالبانو سره د سولې اړوند خبرو لپاره د افغانستان په چارو کې افغانيالاصله امریکایی ډیپلوماټ او د افغانستان د جګړې مخکښې څیرې زلمي خلیلزاد ته دنده وسپارله، څو د افغانستان د جګړې د ختمولو مسئله پر غاړه واخلي. له هماغې ورځې امریکایانو طالبانو ته د یو دولتي پروتوکول په ورکولو سره د افغانستان د جګړې د خاتمې موضوع په چوکاټ کې خورا سطحي عمل وکړ. امریکایانو فکر کاوه چې له طالبانو سره د خبرو اترو لړۍ ممکن تر دوو یا دریو میاشتو ونه غزېږي. امریکا له طالبانو سره د خبرو لپاره افغان لوری او په ځانګړي ډول د دولت موجودیت په بشپړ ډول نفې کړ. په مقابل کې یې طالبانو ته زیات امتیازات ورکړل، دا هغه څه وو او دي چې نن یې د بدۍ ثمره ګورو. د افغانستان خلک او نړۍ طالبان تر اوسه د یوې جګړهيیزې کتلې تر عنوان لاندې حرکت پېژني؛ خو امریکایانو د پوره دقت په نه کارولو سره طالبانو ته د یو دولت حیثیت ورکړ. په داسې حال کې چې د دولت حیثیتي خبرو State Practice لپاره باید افغان دولت د یو اصلي طرف په توګه د خبرو خبره ګرځېدلې وای.
دویمه موضوع د امریکا او طالبانو د خبرو په درشل کې، له افغان حکومت سره د تقابل رامنځته کېدل وه. امریکا کوښښ کاوه څو د طالبانو پر هره غوښتنه بحث وکړي، چې په ځانګړي ډول د موقت حکومت رامنځته کېدل او د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډول یې تر ټولو مهم وو. خو دا په ټوله معنی د امریکایانو ستره تېروتنه وه، چې ویې کړه او بالاخره تر شپږو میاشتو وروسته ښاغلی خلیلزاد پر دې پوه شو، چې د موقت حکومت بحثونه او د افغان دولت پر نوي تشکیل بحثونه د سولې روانې خبرې په ټپه درولی شي. ټاکنې د سولې له مسئلې سره تړل ستره تېروتنه ګڼل کېدای شي. دا کار د امریکا متحده ایالاتو د طالبانو په خوښه کاوه، چې ونه شو او اوس یې بدې اغیزې د سولې پر خبرو له ورایه ګورو.
د سولې د خبرو د ټکني کېدو بل علت پر جګړه د طالبانو تمرکز دی. طالبانو د سولې خبرو کې امتیازات د جګړې له عینکو ګوري او په همدې پلمه یې د الفتح پسرلني عملیات پیل کړل. طالبان تر ډېره کوښښ کوي چې د جګړې له بریا دمخه، په هېڅ صورت د اوربند مسئله صورت ونه نیسي او دا هغه څه دي لکه اور اوبه چې هېڅ امکان نه لري. د طالبانو محاربوي فکر، د سولې په پرتله جګړه غوره لار بولي چې ورته رسیدل غواړي. په دې مانا چې طالبان هڅه کوي څو له افغان دولت سره قوي جګړه کې امریکایان او نړیوال قانع کړي، چې د افغان دولت پر ځای باید پر طالبانو یا د طالباني ایډیالوژۍ Talibanization پر مټ فکر وشي. دا هغه څه دي چې په عمل کې ناشوني دي. د سولې خبرو کې پر جګړه تمرکز د سولې د خبرو د ناکامۍ په مانا دي. همدارنګه له نظامي اړخه د سولې خبرو کې بریا بېرته د سولې پر خبرو د جګړو منفي اغېز پرې باسلی شي. د طالبانو د جګړې له شدت سره هممهال افغان حکومت هم د جګړې لیکې پیاوړي کړې. شپنيو عملیاتو، د ملکي خلکو پر کورونو بمبار او همدارنګه د خالد په نوم عملیاتو پیلولو په رواني لحاظ د سولې هڅې ټکنۍ کړې.
د موضوع بل اړخ د امریکایي کانګریس مینانو د انتقاد بحث دی، چې پر خلیلیزاد یې تور پوری کړی چې امریکایي سناتوران له طالبانو سره د خبرو له جزیاتو محروم پاتې شوي دي. په همدې موخه زلمي خلیلزاد د امریکا کانګریس ته د بندو دروازو تر شا د افغان سولې پروسې په تړاو تیره اونۍ معلومات ورکړل. امریکایي سناتورانو تر دې دمخه بهرنیو چارو وزارت ته لیک استولی و او پکې یې غوښتي وو، چې د بهرنیو چارو وزارت باید افغان سولې پروسه په بشپړ ډول کانګریس ته واضح کړي. داسې مالومېږي چې امریکا د سولې خبرو کې د بدلون په راوستو فکر کوي او د امریکا د بدلون له وجهې د افغانستان د جګړې د خاتمې مسئله د ګړنګ پر لور درومي. همدارنګه داسې نښې نښانې هم شته چې امریکایان له طالبانو سره د خبرو له امله ناهیلي او ستړي شوي دي او د یوې مطلوبې نتیجې په نه ورکولو سره د سولې پروسې ستره صدمه لیدلې وي.