جګړه د انساني تاریخ په اوږدو کې د خپل نوعیت او تکتیک له مخې له بيلابېلو عصرونو تېره شوې ده. د جګړې پوهان وايي چې لومړی عصر هغه و چې صف بندیانې به وشوې او د جګړې دوه اړخونه به لاس په لاس سره جنګېدل. د جګړو دویم عصر د ټوپک جګړه وه چې اړخونو به یو بل د ټوپک په مرسته په نښه کول او بارود به یې پر یو بل اورول. درېیم عصر جګړه بیا د ټانکونو او الوتکو په مرسته کېدله. په دغه ډول جګړه کې به د جګړې په میدان کې له لرې په یو بل بارود اورول کېدل او جنګیالي ډېری وخت سره نه مخامخ کېدل. د پرمختللو جګړه يیزو وسایلو په مرسته په نړۍ کې دا ډول مخامخ جګړه د جګړې درېیم دور یادېږي. د جګړو څلورم عصر د سړې جګړې په اوږدو کې مروج شو. په دغه عصر کې ملتونه او د هغوی پوځونه مخامخ سره نه جنګېدل، بلکې د خپلو نيابتي ډلو یا لاس پوڅو په مرسته له یو بل سره په نیابتي جګړو بوخت شول.
د څلورم عصر د جګړو اصلي لوبغاړي امریکا او د وخت شوروي اتحاد وو. خو دغه دوه هېوادونه کله هم مخامخ یو له بل سره په جګړه کې ښکېل نه شول، بلکې د نورو هېوادونو پر ځمکه ډېری وخت د یادو هېوادونو بېلابېلو ډلو په مرسته جګړې ته ښکته شول. د دا ډول جګړو لومړۍ بېلګه په سویلي کوریا کې لیدل کېږي، چېرته چې کوریا په سویلي او شمالي برخو ووېشل شوه او د شمالي کوریا ملاتړ روس او چین د هغوی د کمونيستي تمايلاتو له کبله وکړ. بله خوا بیا د سویلي کوریا د ډلو ملاتړ غربي هېوادونو د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې وکړ. بله بېلګه بيا د ویتنام ده چې امریکا د یو اړخ او شوروي د بل اړخ ملاتړ کولو، خو په دغه جګړو کې په یو نه یو ډول امریکا او شوروي مخامخ شوي هم دي. د څلورم عصر د جګړو کلاسیکه بڼه په نيکاراګوا کې لیدل کېږي.
د نيکاراګوا په جګړه کې امریکا په لومړي سر کې د دیکتاتور اناستاسیوسموزا ملاتړ د کمونيستي افکارو درلودنکې ډلې سڼدانیستایانوپه مقابل کې کاوه. د کمونېستانو پر وړاندې د نوموړي ديکتاتور له ماتې څخه وروسته، امریکایانو د کونټراس په نوم د یاغیانو ملاتړ پيل کړ ترڅو شوروي پلوي سڼدانیستایان مات کړي.
د څلورم عصر د جګړو تر ټولو خونړۍ بېلګه د افغانستان جګړه ده. په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کې شوروي اتحاد په دې پلمه چې د وخت حکومت ترې غوښتنه کړې، په افغانستان یرغل وکړ، ترڅو په سیمه کې د خپلې ایډیالوژۍ د خپراوي لپاره ساحه پراخه کړي. بلخوا بیا امریکا د عربي هېوادونو سره په ګډه د پاکستان په مرسته وسله والو ډلو سره مرستې پیل کړې ترڅو کمونيست شوروي اتحاد مات کړي.
د نویېمې لسیزې له پای او د ۲۰۰۰ ز کلونو د پیل څخه د پوهانو په اند په نړۍ کې جګړه اوس پنځم عصر ته ننوتې ده. دغه پنځم عصر په دوو برخو وېشل کېږي چې یوې ته یې کلکه (hard) او بلې ته یې نرمه (soft) جګړه ویل کېږي. کلکه جګړه د جګړې هغه برخه ده چې د ډرون يا بې پيلوټه الوتکې او د اوږد واټن ویشتونکي توغندي پکې کارول کېږي. په دې ډول جګړه کې هېوادونه پرته له دې چې انساني ځواک وکاروي، ښکېل کېږي. دا جګړه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له تېرې دوه نیمې لسیزې روانه ده چې ښکاره بېلګې یې افغانستان، عراق او سوډان دي.
د دې جګړې نرمه برخه بیا سیاسي جګړه ده. د پنځم عصر د جګړې سیاسي برخه بیا په دوو برخو وېشل شوې ده. لومړۍ برخه یې د نړیوالو بلاکونو په مرسته د تهدیدونو او بندیزونو له لارې د حکومتونو مشروعیت ننګول او دې ته ورته چارې دي. په دې لړ کې د نړۍ هېوادونه په ګډه او کله هم په یوازې ځان پر خپلو مخالفو هېوادونو باندې د بندیزونو د لګولو له لارې جنګيږي. د دا ډول جګړو ښې بېلګې ایران، وینزویلا، شمالي کوریا، سوډان او ورته هېوادونه دي چې له ډېرې مودې د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو بندیزونو له کبله جدي ستونزو سره مخامخ دي.
د پنځم عصر د نرمې جګړې دویمه برخه یې په کور دننه د هېوادونو پر ضد د خپلو ملتونو درول او راپاڅول دي. په دې لړ کې مداخله کوونکي اړخونه د رسمي او ټولنیزو رسنیو څخه کار اخلي او په ولس کې ذهنیت سازي کوي ترڅو ولسونه د خپلو حکومتونو په مقابل کې را وپاروي او په دا ډول د هېوادونو سیاسي حالت په خپله ګټه را وڅرخوي. د دغه کار ژوندۍ بېلګه د عربو پسرلی و، چېرې چې د ټولنیزو رسنیو په مرسته پیاوړي حکومتونه او نظامونه وننګول شول. هیلري کلېنټن په خپل کتاب ننګوونکي انتخابونه (hard choices) کې په ختیځو اروپايي هېوادونو کې د ټولنیزو رسنیو د کارونې له لارې د لاسوهنې په اړه معلومات واړندې کوي چې څنګه به دوی د ټوېټر کاروونکو سره کار کولو او چې کله دغه خلکو ته ستونزې پیدا شوې، نو دغه لاسپوڅي د امریکایانو له خوا وژغورل شول.
دا چې افغانستان دا اوس د نړۍ د استخباراتي جګړو مرکز ګرځېدلی، د سیمې او د نړۍ د هېوادونو ګټې دلته نغښتې دي، دا اوس په افغانستان کې د څلورم او پنځم عصر جګړې هممهاله روانې دي. دا ډول جګړې ته مختلطه (Hybrid) جګړه وايي چې پکې د بېلابېلو عصرونو تکتیکونه په یو وخت کې کارول کېږي. خو بله خوا د افغانستان د حکومت چمتووالی د دغه جګړو په مقابل کې د پوښتنې وړ دی. که څه هم د نیابتي جګړې په برخه کې شاید حکومت بېداره وي او حد اقل که مخنيوی يې نه شي کولای، پوهيږي چې څه روان دي، خو د پنځم عصر د جګړې په نرم اړخ کې لیدل کېږي چې هېڅ کار نه دی شوی. په داسې یوه ټولنه کې چې د لوست کچه پکې ډېره ټیټه او د څېړنې وړتیا یې له نشت سره برابر ده، ټولنیزې او اصلي رسنۍ د دغه ډول جګړو لپاره د ښو آلو په توګه کارول کېږي. اړتیا لیدل کېږي چې افغانان په ټوله کې د عصري جګړو وروستیو دوو بڼو په اړه ټولنیزه پوهه لوړه کړي ترڅو که په دغه جګړو کې که برلاسي نه شي، نو په اسانه يې ښکار هم نه شي.