دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

    تېر کال په کابل کې ۱۲۱ کیلومتره سړکونه جوړ شوي

    په کابل کې د امام ابو حنیفه پنځم نړیوال نندارتون جوړیږي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

    تېر کال په کابل کې ۱۲۱ کیلومتره سړکونه جوړ شوي

    په کابل کې د امام ابو حنیفه پنځم نړیوال نندارتون جوړیږي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

سلام پوهنتون

حمیدالله حمیدي

جون 9, 2019
in پوهنتون
0 0

سلام پوهنتون خپلې رسمي چارې په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د دريو پوهنځیو ( انجنیري، اقتصاد او شرعیاتو) په درلودلو سره د لوړو زده کړو وزارت له منظورۍ وروسته پیل کړې او عملاً یې په یادو دریو پوهنځیو کې محصلین د زده کړو لپاره جذب کړل. له دوو کالو هڅو او پرمختګ وروسته، یاد پوهنتون وتوانېد چې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ، د دوو نورو پوهنځیو (حقوقو او سیاسي علومو او کمپیوټر ساینس) جوازونه هم واخلي او په دغو پوهنځیو کې هم محصلین جذب کړي. د سلام پوهنتون د محصلینو مدیر ښاغلی فرویز ستانکزی وایي، اوسمهال دغه پوهنتون ټولې پنځه پوهنځي ( انجنیري، اقتصاد، شرعیات، حقوق او سیاسي علوم او کمپیوټر ساینس) لري.

ښاغلی ستانکزی وایي، په لومړي سر کې یې د محصلینو شمېر دومره ډېر نه و، خو د وخت په تېرېدو سره یې د محصلینو شمېر زیات شوی دی. نوموړی وایي، اوسمهال سلام پوهنتون د خپلو پنځو پوهنځیو په بېلابېلو ډېپارټمنټونو کې لږ تر لږه څلور زره محصلین لري، چې دېرش یا څلوېښت سلنه یې ښځینه او پاتې نور یې نارینه محصلین دي. د دغه پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو څخه تر اوسه پورې په ټوله کې ۱۳ دورې محصلین د لېسانس په کچه فارغ شوي دي، چې د ښاغلي ستانکزي په خبره، شمېر به یې نږدې څلورو زرو ته رسېږي. نوموړی وایي، ډېری فارغ شوي محصلین یې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې په ښو بستونو کار کوي.

سلام پوهنتون د ښځینه او نارینه محصلینو لپاره بېلابېل ټولګي لري، په دې مانا چې ښځینه او نارینه محصلین په یوه ټولګي کې زده کړې نه کوي. ښاغلی ستانکزی وایي، د محصلینو اړتیا او دندو ته چې په دولتي یا غیر دولتي ادارو کې یې لري، بېلابېل درسي ټایمونه برابر کړي دي. نوموړی وایي،  دغه پوهنتون د ورځې په دریو وختونو کې محصلین د زده کړو لپاره ورغواړي، چې یو ټایم یې د سهار له اتو تر یوولس نیمو، دویم ټایم یې له یوې تر څلورو او درېیم ټایم یې هم له پنځو د شپې تر اتو بجو پورې دی.

د دغه پوهنتون د محصلینو مدیر وایي، سلام پوهنتون هڅه کوي چې د تدریس چارې یې مسلکي او داسې کسانو ته وسپاري، چې د زده کړو درجه یې لږ تر لږه د دوکتورا او ماسټرۍ تر کچې پورې وي. ستانکزی وایي، ډېری استادان یې د دوکتورا او ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري او ډېره کمه سلنه استادان به یې لېسانس وي. نوموړی وایي، هڅه یې دا ده چې د خپلو هغو استادانو لپاره چې لا یې دوکتورا او یا ماسټري نه ده کړې، په کور دننه او بهر کې د لا نورو لوړو زده کړو زمینه برابره کړي، څو یې په راتلونکې کې ټول استادان دوکتورا او یا ماسټري ولري.

سلام پوهنتون په کور دننه او بهر دواړو کې له پر مختللو پوهنتونونو سره علمي اړیکې او هوکړې لري. د دغه پوهنتون د محصلینو مدیر وایي، په افغانستان کې له ډېرو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره اړیکې لري، خو تر څنګ یې د نړۍ له ۱۱ معتبرو پوهنتونونو سره هم علمي اړیکې او هوکړې لري، چې له مخې یې خپل استادان او محصلین د زده کړو او نورو وړتیاوو لوړولو لپاره دغو هېوادونو ته استوي. ښاغلی ستانکزی وایي، هڅه یې دا ده چې دغه اړیکې لا نورې هم پیاوړې کړي او له مخې یې وکولای شي هر کال ډېر پر شرایطو برابر محصلین بهرنیو هېوادونو ته د زده کړو او یا هم نورو وړتیاوو لوړولو لپاره واستوي. نوموړی وایي، له بهرنیو پوهنتونونو سره یې د اړیکې او هوکړې یوه موخه دا هم ده، چې د دغو پوهنتونونو له تجربو څخه په خپل کریکولم او تدریس کې ګټه واخلي، پر کارپوه، مسلکي او د کار مارکېټ ته په کتو کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.

سلام پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي په دوو ډېپارټمنټونو ( فقه او اصول فقه او بل هم تفسیر او حدیث) په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام لري. دا چې لوړو زده کړو وزارت د ولسمشر د فرمان پر اساس په خصوصي پوهنتونونو کې د نویو پوهنځیو اېجادول او د ماسټرۍ پروګرامونو پیلول ځنډولي دي، نو د ښاغلي ستانکزي په خبره، چې له دویم ځلي پیل سره سم به یې لومړۍ هڅه دا وي، چې په ځینو نورو پوهنځیو کې هم د ماسټرۍ پروګرامونه پیل کړي او محصلین ورته جذب کړي.

سلام پوهنتون د نارینه او ښځینه محصلینو لپاره بېلابېل کتابتونونه لري. د ستانکزي په خبره،  دا چې په سلام پوهنتون کې د ښځینه او نارینه محصلینو لپاره په بېلابېلو ټولګیو کې تدریس کېږي، نو دغه راز یې کتابتونونه او د مطالعې ځایونه هم ورته بېل کړي دي. دی وایي، د ښځینه او نارینه محصلینو لپاره دوه مجهز کتابتونونه لري، چې ډېر درسي او علمي کتابونه چې سافټ او هارډ دواړه برخې لري، موجود دي. نوموړی وایي، محصلین او استادان یې کولی شي وخت ناوخت له دغه کتابتون څخه د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه واخلي.

سلام پوهنتون په هره برخه کې، هغه څه چې د یوه محصل اړتیا بلل کېږي او د لوړو زده کړو وزارت په قانون کې یې یادونه شوې وي، د خپلو محصلینو لپاره برابر کړي دي. د دغه پوهنتون د محصلینو مدیر وایي، د محصلینو لپاره یې د زده کړو اکاډمیکه فضا، ترانسپورټ او کتابتون په پام کې نیولي دي. د دې تر څنګ، دغه پوهنتون هڅه کوي، چې وخت ناوخت د خپلو محصلینو د تجربو او وړتیاوو لوړولو لپاره بېلابېل ورکشاپونه، سمینارونه او کورسونه دایر کړي، څو یې محصلین تجربې تر لاسه کړي او له فراغت وروسته د خپل ځان لپاره دنده پیدا کړي او په خپله دنده کې پرمختګ وکړي.

دغه پوهنتون د خپلو محصلینو لپاره د تخفیف بېلابېلې کټګورۍ لري. ښاغلی ستانکزی وایي، دوی هر کال د شهیدانو د وارثینو، بېوزلو او هغو کسانو لپاره چې نه شي کولی پر خپل شخصي لګښت لوړې زده کړې وکړي، ځانګړی تخفیف په پام کې نیولی دی. نوموړی وایي، دوی د خپلو ممتازو محصلینو لپاره هم تخفیف لري، چې پر شرایطو برابر کسان پکې شاملېږي. دی وایي، داسې محصلین هم لري چې په وړیا ډول د لېسانس او ماسټرۍ دواړو برخو کې پر زده کړو بوخت دي.

ښاغلی ستانکزی وایي، دا چې سلام پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ او د همدغه وزارت د قانون په رڼا کې فعالیت کوي، نو یوازینی هغه پوهنتون دی چې د خپلو محصلینو لپاره یې له لوړو زده کړو وزارت څخه تایید شوي ډیپلومونه تر لاسه او خپلو فارغ شویو محصلینو ته یې وویشل. نوموړی وایي، د تحصیلي اسنادو اړوند کارونه ټول خپله مخ ته وړي او کله چې محصل فارغ شي، له قانوني مراحلو مخ ته بېولو وروسته ډېر ژر خپل تحصیلي اسناد تر لاسه کولی شي. نوموړی وایي، د فارغ شویو محصلینو لپاره یې د ډیپلومونو د وېش لړۍ لا هم روانه ده.

د سلام پوهنتون اداره د خپل دغه بنسټ د لا پرمختګ لپاره ډېر پلانونه لري. د دغه پوهنتون اداره وایي، اصلي موخه یې ټولنې ته خدمت کول او د داسې کسانو وړاندې کول دي، چې د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي. ښاغلی ستانکزی وایي، غواړي په راتلونکې کې د خپلو پوهنځیو شمېر زیات او په ځینو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرامونه هم پیل کړي. دغه پوهنتون پر کابل سربېره، په بغلان ولایت کې هم یوه څانګه لري؛ خو ستانکزی وایي، هڅه یې دا ده چې په ننګرهار او بدخشان کې هم خپلې څانګې پرانیزې، چې په دې اړه یې لا له وړاندې د لوړو زده کړو وزارت ته وړاندیز هم کړی دی، خو تر اوسه پورې یې مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی.

په ټوله کې د خصوصي پوهنتونونو اساسي ستونزه د ځایونو نشتون او د لوړو زده کړو وزارت لخوا له هغوی سره مرسته نه کول دي. د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه وایي، لوړو زده کړو وزارت او په ټوله کې افغان حکومت باید تر هغه وخته پورې د خصوصي پوهنتونو لاس نیوی وکړي، څو دغه پوهنتونونه پر ځان بسیا او د خپلو ودانیو او ملکیتونو څښتن شي. د دغو پوهنتونونو لپاره اساسي ستونزه د ځای ځایګي ده، چې ډېر کله له یوه ځای څخه بل ځای ته انتقالېږي او دغه څه یې نامه او کیفیت ته زیان رسوي. د سلام پوهنتون د محصلینو مدیر وایي، د دې تر څنګ لوړو زده کړو وزارت اوس د خصوصي پوهنتونونو لپاره د نویو پوهنځیو او یا هم د ماسټرۍ پروګرام پیلولو بهیر ځنډولی دی، چې دغه څه د دغو پوهنتونونو د پرمختګ په مخ کې تر ټولو ستر خنډ دی.

Share4Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
BANDAR ABBAS, IRAN - AUGUST 10: Ships are anchored in the Strait of Hormuz on August 10, 2026 off the coast of Bandar Abbas, Iran. In a recent statement, Iran's Supreme National Security Council said the vital waterway would not reopen until the United States "corrects its behavior," demanding that the U.S. end its war on Iran and compensate the country for war damage, among other conditions. Iran has largely halted vessel traffic through the strait with the threat of strikes; meanwhile, the U.S. has imposed a blockade on Iranian ports. (Photo by Ali Saeedi/Getty Images)

ایران له هرمز تنګي څخه د باندې ممنوعه سیمه جوړوي

سپتمبر 7, 2026

زيلينسکي: د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره مې لیدنه له خورا عملي او اساسي پایلو ډکه وه

سپتمبر 7, 2026

د اتو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له غزې تړانګې څخه د فلسطینیانو د جبري ایستلو په اړه د اسرائيلو غوښتنه غندلې

سپتمبر 7, 2026

د اسيا او ارام سمندر سیمې د لوړې کچې رسنيز فورم د چین په شن جن ښار کې پرانیستل شو

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In