چهارشنبه, مارچ 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

افغانستان؛ د شانګهای همکارۍ سازمان ته اړتيا لري

په افغانستان کې د چين لوی سفير ليوجين سونګ

جون 9, 2019
in تحلیل
0 0

 

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا غونډه به څو ورځې وروسته د قرغېزستان په پلازمېنه بيشکيک کې پيل شي او د سيمه ييز امنيت، ثبات او پرمختګ  پر موضوعاتو به وڅرخي.

سږ کال د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو اتلسمه کليزه ده او د بېشکيک سرمشريزه غونډه به د دغه سازمان د ځوانيتوب مرحلې د نمانځلو په شان ترسره شي. په تېرو اتلسو کلونو کې د بېلابېلو خواوو په ګډو همکاريو، شانګهای همکارۍ سازمان په نړۍ کې د همکاريو داسې جامع او سيمه ييز سازمان ګرځېدلی، چې  پراخوالی او نفوس يې تر ټولو زيات دی. د دغه سازمان د غړو هېوادونو عمومي اقتصادي حجم او نفوس په جلاجلا توګه د نړۍ ۲۰ سلنه او ۴۰ سلنه نيسي. دغه راز دغه سازمان د افغانستان په ګډون څلور کتوونکي هېوادونه  او شپږ د خبرو ملګري هېوادونه لري او له ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو سره يې پراخې همکاريزې اړيکې ټينګې کړې دي او نړيواله اغېزه يې لاپسې پراخه کيږي.

«شانګهای روحيه» د شانګهای همکارۍ سازمان د برياليتوب بنسټ دی، چې په دې روحيې سره بېلابېلو غړو د مساواتو، متقابل باور او ګډو ګټو پر بنسټ، د ګډ پرمختګ موخو د ترسره کولو پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې او سلامشورې کړې دي او کوي يې او د سازمان متحرکه قوه يې ساتلې ده. دا  د نويو نړيوالو اړيکو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې له معنی سره مشابه ده او  د هېوادونو ترمنځ د اړيکو لپاره يې ايډيالوژيکي لارښوونې برابرې کړې دي.

شانګهای همکارۍ سازمان د سيمه ييز امنيت د ساتونکي په توګه رول لوبوي. دغه سازمان امنيتي همکاريو ته لومړيتوب ورکوي، د سيمه ييزو هېوادونو د پاملرنې وړ امنيتي موضوعاتو ته توجه کوي، تر نورو وړاندې يې د ”دريو قواوو“ تعريف  کړی، د غړو هېوادونو لپاره يې د ”دريو قواوو“ پر ضد د مبارزې لارې چارې او اصول روښانه کړي او د امنيتي همکاريو لپاره يې يوه اغېزمنه لاره پيدا کړې ده.        د ۲۰۰۱ ز کال په جون مياشت کې اړوندو خواوو د تروريزم، بېلتون غوښتنې او افراطيت پر ضد د مبارزې په اړه د شانګهای تړون لاسليک کړ او په ۲۰۱۸ ز کال کې يې په چينګ داو کې د دغه سازمان په سرمشريزه غونډه کې هغه سند چې عنوان يې دی ((د مخدره موادو او اروايي درملو د ناوړه استفادې د مخنيوي په اړه د شانګهای همکارۍ سازمان طرحه)) تصويب کړ چې په دې سره د دغه سازمان د قوانينو د تطبيق او امنيت ساتنې په برخو کې همکاريو ته په قانوني لحاظ بنسټ ټينګ شوی دی. د دغه سازمان غړو هېوادونو په تاشکن کې د تروريزم ضد ايجنسۍ اجرايوي کمېټه جوړه کړه، د سولې دندې په نوم او د تيان شان د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم يولړ ګډ پوځي تمرينونه يې ترسره کړل، همدارنګه نوموړو د نشه يي توکو د قاچاق، د هېوادونو له پولې څخه په تېرېدو د جرمونو او د ناقانوني کډوالو پر ضد د مبارزې  او د سرحدي سيمو د امنيت ساتلو په برخو کې يې ګډې همکارۍ وکړې. د يادو کارونو په ترسره کولو سره د غړو هېوادونو د همکارۍ توان ګام پر ګام لوړ شوی او د امنيتي همکاريو ساحه يې نوره هم پراخه شوې ده.

شانګهای همکارۍ سازمان د اقتصادي همکارۍ د هڅولو انجن دی. که څه هم د اقتصادي پيمانې، صنعتي جوړښت او پرمختيايي مرحلې په برخو کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ توپيرونه څرګند دي، خو د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي په اړه ګډه هيله شته. له تېرو څو کلونو راهيسې دغو هېوادونو د ستراتيژيک پيوستون، د توليدي توان د همکارۍ او د سيمه ييزو سوداګريو او پانګونو د پياوړتيا او اسانه کېدو په ساحو کې مثبت ګامونه پورته کړي دي. د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد د شانګهای همکارۍ سازمان د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو لپاره پياوړی خوځنده قوت برابر کړی. له ۲۰۱۳ ز کال څخه تر ۲۰۱۷ ز کال پورې د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو څخه د چين د وارداتي توليداتو ارزښت له ۳۴۰ ملياردو امريکا يي ډالرو څخه زيات شوی او د دې سيمې په هېوادونو کې د چيني تصديو د مستقيمو پانګونو اندازه ۱۵ میلياردو امريکايي ډالرو ته نږدې شوې، چين د نوموړي سازمان د زياتره غړو هېوادونو لپاره لومړی يا دویم لوی تجارتي ملګری ګرځېدلی دی. د چين او د سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو توليداتو جوړښت د بشپړېدو په حال کې دی او د متقابلو ګټو همکارۍ يې د ژوروالي په حال کې دي.

شانګهای همکارۍ سازمان د نوي ډول نړيوالو اړيکو نمونه ده. دغه سازمان د غړو هېوادونو د کلتوري متنوعيت او ټولنيز ارزښت درناوی کوي، د ملګرو ملتونو د منشور او د منلو وړ نړيوالو قوانينو مراعات کوي، د لا عادلانه او برابر نړيوال نظام د تاسيس لپاره هڅه کوي، د پرانيستي نړيوال اقتصاد د ګډې ابادۍ ملاتړ کوي، له هر ډول يو اړخيزتوب او سوداګرۍ ساتونکو افکارو سره د مخالفت غوښتنه کوي او د سوداګرۍ نړيوال سازمان د مقرراتو صلاحيت او چلند ساتي.

شانګهای همکارۍ سازمان تل د افغانستان چارو ته ډېره پاملرنه کوي. په ۲۰۰۵ ز کال کې د شانګهای همکارۍ سازمان او افغانستان د ارتباطو ډله جوړه شوه او د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ دروازه پرانيستل شوه. دغې ډلې د روان کال په اپرېل کې په بيشکېک کې يوه غونډه تر سره کړه، چې ګډونوالو د افغان او سيمه ييزو حالاتو، د افغانستان د ملي روغې جوړې بهير، د شانګهای همکارۍ سازمان او افغانستان ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا په اړه بحثونه وکړل. په مې مياشت کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو شورا نوبتي غونډه په بيشکېک کې تر سره شوه، چې د دې غونډې د پرېکړې له مخې ((د شانګهای همکارۍ سازمان او افغانستان د ارتباطو ډلې د راتلونکو عملونو نقشه)) د غړو هېوادونو مشرانو سنجش او لاسليک ته وړاندې شوه. د دغه سازمان او افغانستان ترمنځ تګ راتګ د پياوړتيا په حال کې دی.

شانګهای همکارۍ سازمان د افغانستان مسئلې په اړه فطري غوره والی لري. افغانستان د ورېښمو په لرغونې لار کې رڼه مرغلره وه او د شانګهای همکارۍ سازمان له نورو غړو هېوادونو سره يو شان د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد مهم ګډون کوونکی دی. د دغه سازمان زيات غړي هېوادونه افغانستان ته نږدې پراته دي او له افغانستان سره ورته کلتورونه او دودونه، ژوره دوستي او د ملګرتيا احساس لري. افغانان هرکلی کوي چې شانګهای همکارۍ سازمان او د دغه سازمان غړي هېوادونه د هېواد د سولې او ثبات د پوره کولو او د اقتصادي پرمختګ د هڅولو په برخو کې له افغانستان سره مرستې کوي.

د سلامشورو او په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې په اړه د شانګهای همکارۍ سازمان اصول او د شانګهای روحيه د افغانستان د بېلابېلو برخو له خوا منل شوې او ستايل شوې ده. دغه سازمان د پرمختيايي لارې په اړه د افغانانو انتخاب ته پوره درناوی کوي، د ملي حاکميت، خپلواکۍ او د خاورو بشپړتيا د ساتلو لپاره د افغانستان د کوښښونو ملاتړ کوي، د افغانستان د روغې جوړې بهير ملاتړ او د امنيت ساتلو د توان د لوړوالي په برخه کې له افغانستان سره مرستې کوي او له ترهګرۍ او نړيوالو جرمونو سره مقابله کوي. ولسمشر محمد اشرف غني ډېر ځله ويلي چې شانګهای همکارۍ سازمان په سيمه ييز ثبات او پرمختګ کې مهم رول لوبولی، افغانستان غواړي چې د دغه سازمان له غړو هېوادونو سره د اقتصاد، سوداګرۍ، امنيت او کلتور همکارۍ پياوړې کړي. د افغانستان مسئله له سيمه ييز ثبات او سمسورتيا سره تړاو لري، د ياد سازمان بېلابېل غړي هېوادونه د افغان مسئلې سياسي حل غواړي او هرکلی کوي، چې د افغانستان حکومت او افغانان له دولتي وضعيت سره سمون لرونکې پرمختيايي لار غوره کړي او پخپله د سولې او روغې جوړې د چارو په اړه مشورې وکړي. له ترهګرۍ، افراطيت او د نشه يي توکو له جرمونو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان څخه ملاتړ کوي. د شانګهای همکارۍ سازمان بېلابېل غړي هېوادونه پر دې سياسي اصل ټينګار کوي، چې د افغانستان چارې دې د افغانانو په مشرۍ او افغانانو په حاکميت تر سره شي او له افغانستان سره په دوو اړخيزو همکاريو کې فعال ګډون او د دغه هېواد د سولې د رامنځته کېدو لپاره خدمتونه کوي.

چين د افغانستان ښه ګاونډی هېواد دی او د ملي امنيت او ثبات د ساتنې او د اقتصادي پرمختګ لپاره د افغانستان د هلو ځلو ټينګ ملاتړ کوي او د افغانستان د سولې د بيارغونې او د روغې جوړې بهير په برخو کې له دغه هېواد سره يې تر خپلې وسې پورې مرستې کړې دي او کوي يې.

د تېر کال په جون مياشت کې د چين د دولت ریيس شي جين پينګ د چين په چينګ داو کې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې غونډې پر مهال له ولسمشر غني سره کتنه وکړه او دواړو مشرانو د دغه سازمان تر چوکاټ لاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ له همکارۍ سره موافقه وکړه. د دواړو هېوادونو اړوندې څانګې د دواړو مشرانو د ګډو نظريو د پلې کولو په هڅه کې دي.

له مسلسلو جګړو او ګډوډۍ وروسته، د افغانستان لپاره دا امکان رامنځته شوی، چې  سولې ته ورسېږي. که څه هم په اوسنيو حالاتو کې لا هم زيات ناڅرګند عوامل شته، خو افغانان هېڅکله د اوس  په شان سولې ته نه وو نږدې شوي. چين او د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه د افغانستان له بېلابېلو ګوندونو او ډلو څخه غوښتنه کوي، چې د افغان ملت ګټو ته لومړيتوب ورکړي او د بين‌الافغاني ټول شموله ډيالوګ له لارې دې پراخې سياسي ګډې نظريې تر لاسه کړي، څو د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په حاکميت سياسي بهير پرمخ  ولاړ شي. هيله من يم چې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د ياد بهير لپاره ګټوره موافقه تر لاسه کړي او د افغانستان مسئلې په اړه نور څو اړخيز ميکانيزمونه په دې بهير کې مثبت رول ولوبوي.

Share10Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In