پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

سعودي عربستان، پاکستان او نړیوال جهاد!

لیکنه: سید خالد سادات

جون 10, 2019
in تحلیل
0 0

سعودي عربستان د اسلامي نړۍ علمبردار هېواد ته نن تر هر څه مخکې په منځني ختیځ او اسلامي نړۍ کې د سعودي قدرت ساتنې محور مهم دی. سعودي د عربي نړۍ جګړو رهبري خپله دنده بولي. د یمن په جګړه کې د سعودي شاهي کورنۍ د پنځلس زرو حوثیانو وژنو او ختمولو لپاره یوازې پنځه اتیا زره ماشومان وژلي. سعودیانو د سوډان ځوانان د دریو سوو ډالرو په مقابل کې په یمن کې د حوثیانو په مقابل کې وجنګول او له یمنیانو سره یې پر دايمي دښمنۍ واړول. په ۲۰۱۵ ز کال کې کله چې د یمن – عربستان جګړه پیل شوه، سعودي د یمن په جګړه کې دوه سوه میلیونه ډالره ورځنی لګښت درلود، چې په معاصرو جګړو کې د ورځني مصرف ستر رقم دی.

سعودیانو تېر کال د امریکا د ولسمشر ټرمپ په راتګ سره د ۱۱۰  میلیاردو ډالرو ستر جنګي قرارداد له امریکا سره لاسلیک کړ، سعودي شهزادګان له قطر او مصر نه د وېرې او ډار له وجهې له امریکا سره د وسلو د پلور تړون لاسلیک کړ. سعودیان له امريکا سره په منځني ختیځ کې د جګړو د ګټلو په پار دوستي غځوي. امريکا سعودي عربستان ته یوازې د قدرت ساتلو په سیاست کې سینه وهلی شي. امریکایانو پر سعودیانو منلې چې په عربي نړۍ کې د سعودي راج ساتلو په قیمت کې باید اسرايلي دولت شتون ولري. د سعودي او اسرايلو تر منځ اړيکې نږدې دي چې سفارتي بڼه واخلي، وار له مخه د سعودي عربستان شهزاده طلال  په اسرايلو کې د سفیر په توګه ځان نومولی.

له بل لوري سعودي عربستان د سوریې په کړکېچ کې له ایران سره تر ډېره حده ډغره وهلې او لا هم خپل زور ازمایي. سعودي؛ ایران د شعيه مذهبي ايډيالوژۍ له مخې خپل دایمي رقيب بولي او حتی ټوله عربي نړۍ د ایران په مقابل کې درولو ته هڅوي. په سعودي کې تر ۱۶% د سعودي خپل نفوس اهل تشیع جوړوي او په عربي نړۍ کې د ایران له لاسوهنو سخته وېره لري. دغه هېواد فکر کوي، که نن ایران په سوریه او یمن کې برلاسی شي، سبا راته خپل شعيه ملت تحریکوي چې ممکن د شهزاده ګانو کورنۍ پر چپه کېدو تمام شي. ایران په عراق کې د صدام ځای ناستی یو بشپړ شعيه نظام تر واکه ورسوو، چې سعودي ترې تر ننه خوښ نه دی، نو له همدې کبله سعودي نه غواړي چې د عراق په څېر یو بل ایرانی ملاتړی نظام په یمن او یا هم سوریه کې رامنځته شي.

له بل پلوه سعودي د اسلامي نړۍ دارالخلافې په توګه د نړیوال جهاد پر مفکوره باندې عقیده من هېواد دی. سعودي د نړیوال جهاد ایډیالوژي پر افغانستان، د پخواني شوروي اتحاد اشغال پر مهال تولید کړه. د نړیوال جهاد مفکوره دا چې کمونیزم باید د نړۍ په هره برخه کې نسکور شي او پر وړاندې یې مبارزه کلک جهاد دی. سعودیانو د نړیوال جهاد طرحه او نقشه د افغان جهاد پر مهال جنوبي اسیا ته منتقل کړه. پاکستان ته د سعودي د استخباراتو ريیس ترکي الفیصل سفر پر مهال، د آی اېس آی مشر جنرال حمیدګل ته د نړیوال جهاد د پلي کولو مسوولیت رسماً ور وسپارل شو. بادیب یو بل سعودي شهزاده چې د سعودي استخباراتو مرستیال و، له پاکستانه د عربي نړۍ مرستو راټولولو مسوولیت یې پر غاړه واخيست، څو کمونيستي نظریه په افغانستان کې دفن کړي.

اسامه بن لادن د نړیوال جهاد ستر لوبغاړی و چې د عربستان او پاکستان په ګډه هڅه د نړیوال جهاد پر  ستر شهکار بدل شو. عبدالله عزام یو بل فلسطینی د سعودي بل نیابتي لوبغاړی و، چې د نړیوال جهاد په لاره کې یې حتی خپل ژوند له لاسه ورکړ. په اوس وخت کې ابو حمزه المهاجر، عمرالبغدادي، شیخ خالد، ابو زبیده الیبي او نور عربي جګړه مارانو چې د سعودي ګټو لپاره  ځانونه قرباني کړي، د نړیوال جهاد ستر لوبغاړي ګڼلای شو. سعودي د پاکستان نظامیان او استخباراتي ظرفیت د خپلو سیاسي موخو د پلي کولو په خاطر د مذهب تر عنوان لاندې کاروي. پاکستان د نړیوال جهاد رښتينی ظرفیت لري، د افراطیت زېږول او بیا د همدې افراطیت کنټرول  د سعودي او پاکستان تر منځ د ګډو همکاریو د اتصال ټکی دی. پاکستان په سیمه کې خپلې نیابتي جګړې د همدې افراطي مذهبه کړيو او ګروپونو پر مټ پلې کوي. په کشمیر کې د جيش محمد، سپاه صحابه، جماعت الاحرار،  لشکر طیبه، جماعه الدعوه او نورې مذهبي حلقې دي چې د هند پر وړاندې یې جنګوي. پاکستان د سعودي له ملاتړ پرته نه شي کولای چې دومره ډېر مذهبي ګروپونه رامنځته او بیا یې تر پایه ملاتړ وکړي. هرومرو د سعودي استخباراتو او شاهي کورنۍ قوي لاسونه د پاکستاني مذهبي ګروپونو تر شا شته، څو د نړيوال جهاد مفکوره پرې ژوندۍ وساتي. په افغانستان کې د شوروي ضد جګړو را وروسته، عربستان پاکستان ته تر دې دمه سترې مرستې ورکوي او لا دا مرستې ادامه لري. ترکي الفیصل او بادیب د سعودي نیابتي استخباراتي جال د افغان جهاد پر مهال خپور کړ.

ایران په سیمه کې پر یو نظامي ځواک بدلېدونکی هېواد دی. عربستان له ایران سره د مخامخ جګړې وړتیا په ځان کې نه ويني، نو ځکه د نړیوال جهاد لوبغاړي پاکستان سره د جیش العدل جنګي ډلې پر جوړښت هوکړې ته رسېدلی، څو په ایران کې د څو میاشتو وړاندې بریدونو په څېر حملې وکړي. پاکستان د عربستان موخې د همدغو مذهبي ډلو پر مټ په ایران کې تعقيبوي. همدارنګه د ایران پر خاوره بلوچستان کې د ریګي ډله چې د ایراني دولت پر وړاندې جنګیږي، د پاکستان له بشپړ ملاتړه برخمنه ده او د ایران او پاکستان تر منځ راتلونکې ممکنه شخړه له همدې نقطې سرچینه اخلي.

سعودي عربستان افغانستان ته د پاکستان له زاويو ګوري، هر هغه څه چې پاکستان په افغان خاوره کې غواړي، عربستان یې ورسره مني او تر ننه زموږ حکومتونه نه دي توانېدلي چې د عربستان سترګې افغان لوري ته له پاکستاني عینکو را وباسي. پاکستان ته د شهزاده سلمان وروستی سفر د نړیوال جهاد پر محور را څرخي. پاکستان به د سعودي عربستان  ۲۰ میلیاردو ډالرو پانګونې له برکته حد اقل خپلو اقتصادي ستونزو ته د حل لار وګوري.  همدارنګه به پاکستان د عربي نړۍ زیانمن شوی اعتماد ترمیم کړي او په ټوله کې به د ایران په مقابل کې د عربانو د خوښ ساتلو لپاره ایراني دولت ته ستر سرخوږی شي. لکه څرنګه چې پاکستان د نړیوال جهاد له برکته د اټومي ځواک خاوند شو، اوس غواړي د همدې جهاد تر عنوان لاندې لوبه کې د عربستان په ملاتړ، د سیمې فعال لوبغاړی پاتې شي. په پای کې ویلای شو چې په پاکستان کې د سعودي عربستان وروستۍ ۲۰ میليارده پانګونه یوازې د نړیوال جهاد تمويل دی او بس.

سعودي عربستان د پاکستاني نظامیانو او استخباراتو پر ظرفیت پوره باورمن دی، چې پاکستان د افراطي او سخت دریځو په روزنه او استعمال کې خورا ځواکمن قدرت تعریفدای شي، نو له همدې کبله یې د نړیوال جهاد پارټنر په توګه منلی. د نړیوال جهاد مفهوم پر ځای پاتې چې هغه په عربي نړۍ او سیمه کې د سعودي قدرت ساتل دي، اما په نوعیت کې یوازې د کمونیستي نظریې تر ماتې وروسته، د سعودي ګټو ساتلو مفهوم ته اوښتی سبجېکټ دی. عربستان به د ۲۰ میلیارده پانګونې په مقابل کې د پاکستان اردو لکه د کرایي قاتلینو په څېر د خپلو موخو او قدرت ساتلو په پار، د عربي نړۍ او منځني ختیځ په جګړو  کې په خلاص مټ وکاروي.

Share7Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In