پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

په افغانستان کې د بریا لپاره باید جګړه پاکستان ته انتقال کړل شي

لیکنه: مایکل روبین

جون 11, 2019
in تحلیل, لیکنې
0 0

ژباړه: لطف الله لطف

په افغانستان کې د ثبات راوستل، د ترهګرو د پټنځایونو له منځه وړل او له دوی سره د پاکستان  نه همکاري هغه مهال شونې ده، چې پر پاکستان فشار ډېر شي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اونۍ د واشنګټن په کپيټل هېل کې امریکایي چارواکو ته له طالبانو سره د روانو خبرو په اړه مالومات ورکړل. د ډېری امریکایي سناتورانو په اند، د خلیلزاد توجیهات او څرګندونې خوندورې او قناعت بښونکې نه وې. د افغان سولې لپاره د خلیلزاد پلان له ډېرو نیمګړتیاوو ډک دی. خلیلزاد د ترهګرو ډلو له ملاتړ څخه د لاس اخېستلو د ژمنې په بدل کې طالبانو ته مشروعیت ورکوي، د دغه کار په بدل کې د افغانستان د منتخب حکومت مشروعیت کم رنګه کوي او د ژمنو ماتولو او د طالبانو د ناکامه کړنلارو اوږد تاریخ له پامه غورځوي. د افغان سولې لپاره د خلیلزاد د پلان تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې یو څرګند حقیقت یې له پامه غورځولی. په افغانستان کې تر هغه سوله نه شي راتلی، چې پاکستان له ترهګرۍ ملاتړ کوي او افغان ثبات ګواښي. د خلیلزاد د تګلارې تر ټولو بنسټیزه ستونزه دا ده چې په افغانستان کې د سولې د پروګرام د بریا لپاره د پاکستان د مهارولو پلان نه لري.

پاکستان ولې له  راډیکالېزم ملاتړ کوي؟

پاکستان له څو لسیزو راهیسې په سیمه کې د ستونزو ستر لامل دی. سره له دې چې پاکستان د سړې جګړې پر مهال د امریکا ملګری ګڼل کېده، خو د متحده ایالتونو پر ضد د پاکستاني وګړو بې باوري او کرکه په لوړه کچه وه. پاکستاني چارواکي پوهېدل چې د ټرومن ادارې هغه وخت پاکستان ته د ملګرتیا لاس ور اوږد کړ، چې هند واشنګټن له پامه وغورځاوه. پاکستاني چارواکي دا هم وايي چې امریکا په ۱۹۶۵ او ۱۹۷۱ ز کلونو کې له پاکستان سره ناځواني کړې وه او له هند سره د جګړو پر مهال یې د اسلام اباد د نجات لپاره ګامونه پورته نه کړل.  د پاکستان له لرلیده هند په دواړو جګړو کې پر پاکستان برید کړی و او د سینټو تړون له مخې امریکا اړ وه، چې له پاکستانه یې دفاع کړې وای. د امریکا له نظره، پاکستان د جګړې لومړی وار کړی و، له دې امله امریکا د هند – پاکستان ترمنځ په کړکېچ کې مداخله ونه کړه. پر دې سربېره، هغه مهال امریکايي ځواکونه په سویل ختیځه اسیا کې بوخت وو.

په ۱۹۷۱ ز کال کې له پاکستانه د ختیځې برخې جلا کېدو پاکستان ولړزاوه. پاکستان په ۱۹۴۷ ز کال کې د اسلامي هېواد په توګه د انګلیسي استعمار په مټو له هنده جلا شو، مګر د بنګال بېلتون پاکستان ته یو لړ زېنګالونه واستول او دا یې روښانه کړه، چې هغه مهال اتنیکي ملتپالنه څومره ځواکمنه وه. د بنګال له بېلتون وروسته تر ننه د پاکستان د کور دننه اتنیکي ملتپالنه د خپل جغرافیوي وجود لپاره تر ټولو ځواکمن ګواښ بولي. له همدې پېښې وروسته د پاکستان پوځ او استخبارات په ځانګړې توګه دې پایلې ته ورسېدل، چې د پاکستان امنیت په سیمه او کور دننه د راډیکاله اسلامپالنې په خپراوي پورې تړلی دی. په لنډه توګه باید وویل شي چې پاکستان له همغې ورځې راهیسې هڅه کوي چې د اسلامپالنې د خپراوي پر مټ، د اتنیکي تمایلاتو پر بنسټ رامنځته کېدونکي غورځنګونه کم رنګه او وځپي.

 دغه کار پر افغانستان هم اغېز وکړ، ځکه پاکستاني چارواکو باور درلود چې پیاوړی او باثباته افغانستان کولای شي، چې په پاکستان کې پښتون اقلیت له افغانستان سره د پیوستون لپاره وهڅوي. د شوروي له یرغل وروسته پاکستان د ملتپاله افغان ډلو پر ځای اووه مذهبي بنسټپالو ته امریکايي مرستې ور شېوه کړې. امریکا بله لار نه درلوده، ځکه افغان جنګیالیو ته د مرستو لېږد یوازې د پاکستان له لارې ممکن و، ځکه هغه مهال ایران د مذهبي اوښتون څپو اخیستی و او د منځنۍ اسیا هېوادونه د شوروي تر اغېز لاندې وو.

پاکستان لومړی د ګلبدین حکمتیار ملا وتړله، نوموړی اسلامپال پښتون او رواني ناروغ دی. سره له دې چې د بوش ادارې حامد کرزی واک ته په دې هیله ورساوه، چې د افغانستان ګڼې پرګنې او اتنیکي ګروپونه به سره یو ځای کړي، خو پاکستان له پيل راهیسې په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ګواښلو په موخه له طالبانو ملاتړ پیل کړی و. د پاکستاني چارواکو او ډیپلوماټانو د څرګندونو برعکس، د پاکستان استخباراتي اداره د افغانستان او امریکا پر ضد له طالبانو او نورو اسلامپاله ډلو ملاتړ ته ادامه ورکړه.

له پاکستان سره باید څه وشي؟

نه ډونالډ ټرمپ او نه امریکایان غواړي، چې ځواکونه یې په افغانستان کې تر اخره پاتې شي؛ ځکه پردې چاره هر کال دېرش میلیارده ډالره لګښت راځي، خو دا  د دې مانا نه لري چې له طالبانو سره خبرې اترې یو بد کار او همدې ډلې ته تسلیمېدل ښه کار دی. امریکا په افغانستان کې د دې لپاره حضور لري، چې له همدې ځایه القاعده او نورې وسلوالې ډلې پر امریکا برید ونه کړي. له دې امله داسې ډلې ته د افغانستان ورسپارل، چې  له القاعدې سره همکاري لري، پر ټولو هغو قربانیو اوبه اړول دي، چې په تېرو څو کلونو کې شوې ده. د افغانستان د سولې پروسې لپاره له  ایرلنډ ریپلک پوځي ډلې سره د خبرو اترو لړۍ یو مناسب قیاس نه دی، ځکه شمالي ایرلنډ د پاکستان په څېر ګاونډی نه لري.

که امریکا په رښتیا غواړي چې د افغان سولې پروسه په ښه توګه بشپړه شي، نو باید پر پاکستان پوره فشار راوړل شي او له هغو ټولو لارو چارو کار واخلي، چې  پاکستان د  طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي او په دې اړه تضمین هم ورکړي.

امریکا پر پاکستان د فشار لپاره ډېرې لارې لري، خو تر اوسه یې ترې په بشپړه توګه ګټه نه ده پورته کړې، چې پاکستان د طالبانو له ملاتړ څخه را وګرځوي .

لومړی؛ له ترهګرو ډلو سره د اړیکو له کبله باید پاکستان د (FATF) تور لېست ته ور زیات شي. پاکستان  د افغانستان په مسئله کې د ښه نیت په بنسټ اقدام نه کوي، ځکه باید ورسره جدي حساب وشي.

دویم؛ د بوش ادارې په ۲۰۰۴ ز کال کې پاکستان د ناټو له چوکاته بهر د امریکا د ائتلافي ملګري په توګه ونوماوه. د بوش دغه ګام پاکستان د دې جوګه کړ، چې له امریکا دفاعي وسایل را ونیسي. پر دې سربېره یې د پاکستان د ډاډ کچه هم لوړه کړه. له پورته موقفه د پاکستان غورځول کولای شي په سیمه ییزه کچه د پاکستان پر خپل ځان باور را کم کړي.

درېیم؛ د امریکا په مرسته پاکستان تر اوسه هم د نړیوال وجهي صندوق او نړیوال بانک څخه مالي مرسته او پورونه تر لاسه کوي، چې د کورني او بهرني اقتصاد ستونزې پرې هوارې کړي. پاکستان تازه د پیسو له نړیوال وجهي صندوق څخه څه باندې شپږ میلیارده ډالره پور تر لاسه کړ. په داسې حال کې چې پاکستان یوه اندازه بهرنۍ مرستې د ترهګرو په ملاتړ مصرفوي، په راتلونکي کې باید امریکا دې دا ډول ټولو مرستو د دوام مخالفت وکړي یا لږ تر لږه باید د طالبانو له ملاتړه په لاس اخیستلو پورې منحصرې شي.

دا ښایي مناسبه نه وي چې د پاکستان ټول سیسټم د دا ډول اقداماتو هدف وګرځول شي. په حقیقت کې یو څو ځانګړې پوځي او استخباراتي کړۍ له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، چې امریکا ته مالوم هم دي. دا مشخص کسان او چارواکي باید د ایران د قدس ځواکمشر قاسم سلیماني په څېر په نښه کړل شي.

د ټرمپ اداره کولای شي چې په شخصي توګه  پاکستان  له ترهګرۍ په ملاتړ، په تور لېست کې شامل کړي؛ ځکه پاکستان د دې مستحق دی. په عامه توګه د ترهګرۍ په ملاتړ د حامي په توګه اعلان به  ټول پاکستان ولړزوي.

په پای کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې امریکایي ځواکونو تر اوسه پورې په پاکستان کې د طالبانو اډې نه دي په نښه کړې. په داسې حال کې چې امریکا د اسامه بن لادن پر ضد د عملیاتو پر مهال د پاکستان په حریم تېری وکړ، خو تر اوسه یې د افغانستان جګړه پاکستان ته نه ده انتقال کړې. ښایي اوس یې وخت رارسېدلی وي، چې امریکا پر دې غور وکړي، سپینه ماڼۍ باید پاکستان ته څرګنده کړي، چې طالبانو ته د پټنځایونو برابرول څومره زیان لري. امریکا باید پاکستان ته وښیي، چې په سویلي اسیا او افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې په ډګر کې په پاکستان کې طالب اډې له هدف ګرځولو څخه معافیت نه لري.

ښایي پاکستان یو اټومي هېواد وي، مګر هندوستان د همدې ډول ګام اخیستو په مټ پاکستان ته ثابته کړه، چې له ترهګرۍ څخه د ملاتړ عواقب څه کېدای شي؟

دا هم یو حقیقت دی، چې هر څه د زور له لارې نه تر لاسه کېږي. د افغانستان ثبات تر ډېره په اقتصادي پرمختګ پورې هم تړلی دی، خو له  هند سره اقتصادي اړیکې  د پاکستان زیان اړوونکي رول د افغانستان هڅې بې اغېزې کړې او د دې لامل شوې، چې کابل له تهران سره نږدې شي. د اقتصادي همکاریو په برخه کې تر ټولو غوره لار ښایي دا وي، چې هند ته د سوداګریز لاسرسي په بدل کې باید منځنۍ اسیا ته د پاکستان لاسرسی د یوه هوکړه لیک له لارې تضمین شي. سویلي اسیا د اقتصادي پیوستون په برخه کې تر ټولو وروسته پاتې سیمه ده، د سولې  لپاره د دې سیمې اوسنی وضعیت بایدتغیر وکړي.

په افغانستان کې تر ډېره وخته پاتې کېدل په نظامي او اقتصادي توګه سمه پرېکړه نه ده. ډیپلوماسي کولای شي رول ولوبوي، ډیپلوماټیک ګامونه باید تګلاره جوړوونکي د حقیقت په اړه ړانده نه کړي. پاکستان د امریکا ائتلافي ملګری نه دی او باید د ملګري په سترګه ورته ونه کتل شي. که پاکستان د افغانستان په اړه ناسمه پالیسي نه درلودی، اوس به افغانستان یو باثباته هېواد و. د ثبات او افغانستان ته د ترهګرو ډلو د را ګرځېدو د مخنیوي لپاره باید له پاکستان څخه د تروریستي ډلو د نه ملاتړ هوکړه لیک واخیستل شي. له دوو لسیزو وروسته د دې مانا دا ده چې له پاکستان څخه د دوستانه غوښتنې پر ځای باید دغه هېواد تر کلک فشار لاندې ونیول شي. دا اقدام خطر هم لري. ښایي متحده ایالتونه اندېښمن وي چې دا ګام به یې پاکستان د چین لور ته نږدې کړي، مګر حقیقت دا دی چې پاکستان پرته له دې هم چین ته خورا نږدې شوی دی. له دې امله، متحده ایالتونه باید د فشار پر لارو چارو غور وکړي. د فشار لارې چارې کولای شي پاکستان سمې لارې ته سیخ کړي. د فشار پر لارو چارو له غور پرته، د خلیلزاد پلان یوازې د تسلیمېدو او امریکایي خاورې ته د نورو ترهګرو خطراتو د زیاتېدو مانا لري.

Share12Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In