په افغانستان کې د بل هر قشر تر څنګ، ماشومان هم زیات ځورېدلي او کړېدلي دي، مګر څرنګه چې ماشومان د خپل ځان لپاره د لویانو په څېر اهتمام او توجه نه شي کولای، څو خپل حق وغواړي او ځان ته مناسب چاپېریال برابر کړي، په همدې خاطر باید لویان، شخصیتونه، ادارې او دولتونه د ماشومانو حقونه د خپل کاري پلان په لومړیتوبونو کې ونیسي او توجه ورته وکړي. په افغانستان کې نږدې ۱۴ میلیونه کوچنیان (له ۱۸ کلونو کم) ژوند کوي، شپږ میلیونه کوچنیان یې په خطرناکو شرایطو کې ژوند کوي او هرکال نږدې یو میلیون ماشومان نوي زیږېږي. د دوی سالمه روزنه، روغتیا ته لاسرسی او تفریحي چاپېریال کې اوسېدنه د دوی بنسټیز حقونه دي.
د یونیسف له خوا خپاره شوي ارقام د افغان ماشومانو د خواشینونکي حالت څرګندونه کوي
یونیسف اداره چې له ۱۹۴۹ ز کال راهیسې په افغانستان کې د کوچنیانو د روغتیا، تعلیم، پاکو اوبو… په برخه کې فعاله ده، په خپلو وروستیو راپورونو کې پر خپله پاڼه یو شمېر ارقام خپاره کړي دي، دغه ارقام په لاندې ډول دي:
په هرو ۱۸ ماشومانو کې یو تن یې نه شي کولای چې خپله لومړنۍ کلیزه وویني. ۴۶ سلنه ماشومانو چې عمرونه یې له ۱۲-۲۳ میاشتو دي، خپل بنسټیز واکسینونه نه دي پوره کړي. په دریو کې یوه نجلۍ له ۱۸ کلنۍ مخکې ودېږي. په هرو پنځو ماشومانو کې دوه یې مکمل ذهني او جسمي انکشاف نه کوي. په هرو څلورو کې یو کوچنی کم وزنه دی. له پنځو کلونو کم ۱.۳ میلیونه کوچنیان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري. نږدې ۵۰ سلنه د څښلو اوبه په غایطه موادو ککړې دي. نږدې له څلورو میلیونو زیات خلک اوس هم په ازاده هوا کې حاجت پوره کوي. ۳.۷ میلیونه کوچنیان چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي؛ ښوونځي ته نه ځي. له ۱۵ کلونو څخه کمو نجونو یوازې ۱۹ سلنه یې لیک لوست کولای شي. افغانستان لا هم د نړۍ له هغو دریو هېوادونو څخه دی، چې له پولیو(فلج) څخه رنځ وړي، په ۲۰۱۷ ز کال کې ۱۴ د پولیو پېښې په دغه هېواد کې ثبت شوې دي چې په وروستیو دوو کلونو کې پرې یو څو نورې هم ور اضافه شوې دي. ۳۱ سلنه بالغې نجونې کم خونه دي.
په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت
جګړه د بدبختیو زېږوونکی یو داسې عمل دی چې د یو هېواد په څو نسلونو کې یې ناوړه اغېزې پاتې کېږي. افغانستان چې څو لسیزې پرله پسې د جګړو ډګر دی، دا هېواد یې له جدي اقتصادي او ټولنیزې بې ثباتۍ سره لاس او ګرېوان کړی دی. د دې تر څنګ پر له پسې جګړو د دغه هېواد د ځوان نسل د ښوونې او روزنې حالت ته دومره تاوان ور اړولی، چې زموږ هېواد ته د سولې راتګ او ټیکاو هم ټکنی کوي. جګړې که د هېواد په هر ټولنیز پاړکي خپل اثر پرېښی؛ خو تر ټولو زیات زیانمنېدونکي قشرونه ماشومان دي، چې له یوې خوا یې جګړو له سره د سر پرست سیوری اخیستی او بې برخلیکه پاتې شوي دي او له بلې خوا یې په ښوونه او روزنه کې د اوږد ځنډ له امله د ټولنې ثبات ننګولی دی. په افغانستان کې جګړې، خراب اقتصادي وضعیت، د مکتبونو نشتون او په سختو کارونو کې د ماشومانو ښکېلتیا هغه څه دي، چې دلته بحث پرې شوی دی.
۱- له مکتب نه محروم ماشومان
د ډېرو عواملو لکه ناپوهۍ، رواجونو، ناامنۍ، فقر، د نږدې مکتبونو نشتون، د ټیټ کیفیت لرونکو ښوونځیو او استادانو… له امله نږدې څلور میلیونه ماشومان ښوونځي ته نه ځي. هر افغان مسوولیت لري، چې هر کال په ښوونځي کې د خپلو اولادونو د شاملولو په وخت کې د هغوی کوم همزولي چې له مکتب څخه محروم دي، د هغوی مور او پلار ته قناعت ورکړي او په ښوونځي کې یې شامل کړي. که مور او پلار یې نه درلودل، باید کم تر کمه د یوه بې سرپرسته ماشوم سرپرستي په لاس کې واخلي او د خپل اولاد غوندې سرمایه ګذاري پرې وکړي. ملي تجاران، سیاسي شخصیتونه، مخور اشخاص، دیني عالمان، د خصوصي او دولتي ښوونځیو مالکان باید په ګډه دا ملي ماموریت په غاړه واخلي. که دوی دا کار ونه کړي، همدغه کوچنیان به بیا دوی او ټول هېواد ته درد سر وي او د دوی اولادونه به ترې په ارامه ساه وانه خلي.
۲- جنګ او ماشومان
جنګ او ناامني هغه پدیده ده چې زیاتره ماشومان یې په لومړي ځل تجربه کوي، نو په همدې خاطر یې وېره د لویانو په نسبت زیاته ده. د ماشومانو د ساتلو د ادارې د راپور په اساس، تېر کال نږدې ۴۰۰ ماشومانو په مختلفو حادثو کې خپل ژوند د لاسه ورکړی دی. همدارنګه یوازې په ننګرهار کې په لسګونه تعلیمي ادارې د مسلحو مخالفینو له خوا هدف وګرځېدلې. همدارنګه د دولت او مخالفینو تر منځ د تفاهم او پوهاوي د نشتون له امله د غزني، هلمند او اروزګان په ډېرو ولسوالیو کې حتی یو ماشوم هم پر تعلیم او تربیه نه دی بوخت او په کال کې حتی یو تن هم د کانکور په ازموینه کې ګډون نه کوي. د وروستیو راپورونو پر بنسټ، نږدې ۳.۵ میلیونه افغان ماشومان د ناامنیو له ا مله ښوونځي ته نه شي تللای. دا چاره په راتلونکي کې د یوې بې سواده ټولنې بد زېری له ځانه سره لري، کوم چې کېدای شي د افغانستان دښمنانو ته د خوښۍ زېری وي، خو افغانانو ته تر دې بد خبر نشته.
۳- کاریګر ماشومان
په نوره نړۍ کې د ماشومتوب دوره د ترحم، مینې ورکولو او سرمایه ګذارۍ دوره وي. په دې دوره کی ماشومان د لویانو له خوا تقدیر کېږي، اړتیاوې یې پوره او تعلیم ته هڅول کېږی، هغوی هېڅ هم د سختیو او مشکلاتو په نوم نه پېژني، لویان یې کوښښ کوي چې خپله هرڅه وزغمي، مګر په افغانستان کې بدبختانه زیاتره ماشومان له لس کلنۍ مخکې د کور مسوولیت په غاړه اخلي، کار کوي او زحمتونه ګالي. د المان غږ راډیو د یوې سروې پر بنسټ، نږدې ۱.۹ میلیونه ماشومان د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې کار کوي، لامل یې هم روانه جګړه ده. دغه ماشومان ډېر ځله د فاسدو اشخاصو د شهوت رانیولو ښکار ګرځي، په مخدره توکو معتاد کېږي، په جرمونو اخته کېږي او کله کله خو د انساني قاچاق او ترهګریزو چارو موخه هم ګرځي. زیاتره ماشومان چې کار ته مجبورېږي، د خښتو په بټیو، مال څرولو، مستري سره شاګردۍ، د ډبرو سکرو په کانونو او په بازار کې پلاستیکي کڅوړو پر خرڅولو بوخت دي. تر ټولو بد خبر خو لا دا چې د عدلیې وزارت او کورنیو چارو وزارت د راپورونو پر بنسټ، نږدې ۱۰۰ زره ماشومان پر مخدره توکو روږدي دي.
۴- اجباری ودونه
که څه هم غربي مېډیا په دې هکله له مبالغې نه ډک راپورونه خپروي او خلکو ته دا فکر ورکوي، چې شاید د دوی خپاره شوي ارقام نادرست او یو اړخیز وي، مګر موږ او تاسې چې په سیمه کې وګورو، دغه چاره لا هم پای نه لري او کوچنۍ نجونې په مسلسله توګه ودېږي، دغه چاره په هغو لرې پرتو سیمو کې کېږي، چېرته چې له یوې خوا د سواد کچه ټیټه وي او له بلې خوا د دیني پوهې کچه هم ټيټه وي، ولور لا هم د پلار حق ګڼل کېږي او کله چې پلار د عاید بله سرچینه ونه مومي، نو خپله کوچنۍ لور شتمن زاړه یا هم ځوان ته په نکاح ورکوي او په دې توګه ډېر ګلالي ماشومان د لویانو له بېرحمۍ او ظلم سره لاس او ګریوان کېږي.
۵- د تغذیې د حالت خرابوالی
که څه هم ډېرې لاسته راوړنې لرو او د عامې روغتیا وزارت د تغذیې ریاست د کوښښونو په پایله کې د خوارځواکۍ او کم قد سلنې ښکته شوې دي، مګر بیا هم نږدې هر پنځم ماشوم د تغذیې ستونزې لري. په دې هکله د یونیسف تازه راپورونه خورا خواشینوونکي دي. خوارځواکي د ټولو ناروغیو مور ده او ضعیفه ماشوم د یوې وړې ناروغۍ له لاسه خپل ژوند له لاسه ورکوي. د دغو ناخوالو ټول لامل یوازې فقر نه دی، بلکې زیات وس لرونکې کورنۍ هم د خپلو ماشومانو د سمې تغذیې په هکله لازم معلومات او پوهه نه لري. مختلف غیر صحي خواړه ماشوم ته ورکوي. همدارنګه په ازاده هوا کې د قضا حاجت کولو له امله د هضمي ناروغیو کچه زیاتېږي او ناروغ خوارځواکۍ او کم خونۍ ته بیایي.
د نړۍ ماشومان
په نوره نړۍ کې د ماشومانو لپاره ځانګړي قوانین ټاکل شوي. لکه، که په لویه لار کې موټر ته لاس ونیسي، موټروان مجبور دی چې موټر ورته ودروي، که داسې ونه کړي، کوچنی حق لري چې د موټر ښیښې ورماتې کړي او پولیسو ته زنګ ووهي. همدارنګه ماشومان د حفاظت په خاطر په موټرو کې په لومړي سیټ کې کېناستو ته نه پرېښودل کېږي. مکتبونه او وړکتونونه جبري دي. تر ټولو ستر او پوه استادان په لومړني ښوونځي کې مقررېږي، هلته له ماشومانو سره لکه د لویانو په درنښت چلن کېږي، ټلوېزیونونه په مکرره توګه له تکړه ماشومانو سره مصاحبې کوي او سیاسیون په خپلو پروګرامونو کې له ماشومانو سره ناستې کوي او په ډول ډول پروګرامونو سره ماشومان تشویقوي. په ښوونځیو کې تقریباً ټول ماشومان انټرنېټ ته لاسرسی لري، زیاتره عملي تجربې، تاریخي ځایونه او شخصیتونه په انټرنېټ کې تعقیبوي. همدارنګه د ماشومانو لپاره جلا ټرانسپورټي سیسټم دی، په ځینو ښوونځیو کې حتی د ډوډۍ خوړلو او استراحت لپاره هم ځایونه جوړ شوي دي.
د ښه کېدو لپاره هيلې
افغانستان له دې ټولو ناخوالو سره سره ډېر با احساسه وګړي او ادارې هم لري. زیاترو یې په شخصي مصرف وړکتونونه، مدرسې، د حفظ حلقې، یتیم خانې او نورې ادارې جوړې کړې دي، څو بېوزله ماشومان وروزي. په دې هکله عامې روغتیا وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، نړیوال روغتیایي سازمان، یونیسف او سیف ده چلډرېن ادارې د کوچنیانو د ساتنې په هکله ګټور پروګرامونه بللای شو. د طالبانو له خوا د هغوی د کنټرول لاندې سیمو کې واکسین کوونکو ته د واکسین اجازه ورکول مثبت ګام دی. همدارنګه د افغاني سرې میاشتې له خوا په زړه کې د سوري لرونکو ماشومانو درملنه په وړیا ډول یو ستر ګام بللای شو. همدارنګه د یونیسف نړیواله اداره بیا په ټول هېواد کې کوچنیانو ته واکسین، د چینجیو ګولۍ، د کم خونۍ ګولۍ او تدریسي توکي ورکوي. همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د ماشومانو لپاره ځانګړو روغتونونو د ماشومانو د مړینې په کمولو کې ستر رول لرلی دی. پر دې ټولو ناخوالو سربېره چې په کمیت کې موجودې دي، د کیفیت ستونزه لا هم پر ځای او پراخه ده. له نېکه مرغه په افغانستان کې نږدې لس میلیونه ماشومان ښوونځیو ته ځي، دوی ته سالم درسي چاپېریال برابرول د هېواد د آبادۍ بنسټ جوړوي.
پایله
ماشومان د ملتونو راتلونکی او اساس دی، هر څوک چې زړېږي، باید ټولنې ته ګټور ماشومان وړاندې کړي، د اولاد روزل، د ښوونځیو او له مدرسو سره مرسته، هغوی ته مثبت نظر ورکول، د یتیمو او بېوزله ماشومانو کفالت او هغوی ته د تعلیم زمینه مساعدول د هر مسوول مسلمان او افغان دنده ده. همدارنګه د جنګ ښکېلې خواوې هم باید د دغه معصوم مخلوق حقوق ادا کړي او هغوی چې د خدای ج له خوا معاف دي، په هېڅ ډول باید مکلف نه کړای شي او نه هم ووېرول شي. دولت او مخالفین دواړه باید د روغتونونو، مسجدونو او مدرسو ترڅنګ، د ماشومانو مکتبونه او وړکتونونه هم د شنو ساحو په حیث قبول کړي او هېڅ لوری باید ترې د پوځي پټنځای یا فعالیت ځای په ډول ګټه پورته نه کړي.