نن پر افغانستان د امریکايي یرغل ۱۷ کاله پوره شول. اوولس کاله وړاندې امریکا د سپټمبر د یوولسمې په پلمه پر افغانستان یرغل وکړ. د طالبانو واکمني یې ړنګه کړه او د جرمني په بن کې جوړ شوی حکومت یې پر افغانستان واکمن کړ. اوولس کاله وروسته لا هم جګړه روانه ده، چې نه یې د پای څرک ښکاري او نه هم پکې د وحشت او وژنو د کمي نښې نښانې لیدل کېږي.
د سپټمبر د یوولسمې په پېښه کې هېڅ افغان ښکېل نه و، خو امریکا پر افغانستان یرغل وکړ. په هغه پېښه کې شاوخوا درې زره امریکایان ووژل شول، خو امریکا یې غچ زموږ له بې ګناه وګړو اخلي. اوولس کاله کېږي چې موږ له امریکايي وحشت سره مخ یو، سلګونه زره افغانان وژل شوي، سلګونه زره نور ټپیان شوي دي او لسګونه زره معیوب شوي دي. امریکا ۱۷کاله خپلې نوې او ممنوعه وسلې پر افغانانو استعمال کړې او ویې ازمویلې. د بمونو مور یې وکاروله، سرتېرو یې د خلکو په وژلو کې نوې تجربې وکړې او پر خلکو یې نښه ویشتل زده کړل. امریکايي وحشیانو ۱۷کاله د افغانستان په کلي کلي او کور کور کې غم خپور کړ، وحشت یې وکړ او لوټه لوټه او کاڼی کاڼی یې په وینو رنګ کړ.
دوی په ۲۰۰۱ ز کال کې ویل چې له ترهګرو ډلو مو خلاصوو، خو اوس وايي چې ۲۲ ترهګرې ډلې دلته فعالیت کوي. زموږ خاوره یې د ترهګرو په مرکز بدله کړه. هغه وخت یې ویل چې افغانستان له نشه يي توکو خلاصوو، خو اوس یې د نشه يي توکو پر مرکز بدل کړی. ویل یې چې دولت جوړونه کوو، خو دلته یې د نړۍ تر ټولو فاسد، ناکاره او بې کاره حکومت پر موږ واکمن کړی. هغه وخت به یې د ښه راتلونکي او اقتصادي ودې خبرې کولې. دا دی له ۱۷ کاله اشغال وروسته هم افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، خلک تښتي، ځوانان اروپا او نورو هېوادونو ته ځانونه باسي، څوک ورسېږي او څوک په سیند کې غرق شي، د ځینو مړي ساحل ته راشي او ځینې د بحري ژوو خوراک شي. له امریکايي یرغل ۱۷ کاله وروسته هم په افغانستان کې ۵۷ سلنه خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او یو څو بیا د امریکا په مرسته د خلکو په وینو په جوړو شوو دنګو ماڼیو او د ډبرینو دیوالونو شاته د عیش او عشرت ژوند کوي. امریکا موږ ته د ډیموکراسۍ د راوړلو ژمنه کوله، خو اوس هېواد د مافیا، قاچاقبرو او د امریکايي قراردادیانو په ګرو کې دی. هغوی چې د امریکا قراردادیان دي، زور لري، زر لري، خلک وژني، واک لري او تر بل هر چا په لوړه کچه په حکومت، پارلمان او خصوصي سکټور کې واکمن دي.
د امریکايي یرغل پایلې موږ ته مرګونې وې. امریکايي یرغل او حضور زموږ لپاره له بدبختیو ډک دی. له بده مرغه دا حضور لا هم زموږ امنیت، ثبات، اقتصاد، خپلواکي، راتلونکی او هر څه له ګواښ سره مخ کړي. دوی لا هم غواړي چې موږ ووژل شو، وږي شو، هېواد پرېږدو او د دوی د ګټو قرباني شو. پکار ده چې اوس موږ سترګې پرانیزو او نور د امریکايي حضور او وحشت څخه د ځان خلاصونې معقولې او کارنده لارې وکاروو.