کینه ذهن مخشوش او ګډوډ کوي. د بېلګې په ډول په دفتر کې د نورو همکارانو په پرتله سخت کار کوی، خو هغوی ترفېع اخلي او تاسو نه؛ په داسې حال کې چې له هغه به مو مخکې کار پیل کړی وي. دې ته ورته په سلګونو نورې بېلګې شته، خو یوه یې هم باید ستاسو د کینې لامل ونه ګرځي. پر دې باید پوه شی چې د هر چا ژوند د هغوی له برخلیک سره سم پر مخ ځي. له ځان سره چې هر څه کوی، خپله یې کوی؛ بل څوک باید ملامت نه کړی او که یې ملامت هم کړی په زړه کې به مو کينه را پیدا شي او کینه بې له دې چې تاسو وخوري، بل څه نه درکوي. ډاډه اوسئ چې کینه مو هېڅ ځای ته هم نه شي رسولی، بې له دې چې ذهني توازن مو له لاسه ورکړی.