زم زم د لوړو زده کړو موسسې خپلې رسمي چارې په لوړو زده کړو وزارت کې تر ثبت او راجستر وروسته، په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د دریو پوهنځیو (اقتصاد، حقوق او سیاسي علومو او انجنیري) په درلودو سره پیل کړې. د زم زم د لوړو زده کړو موسسې د محصلینو د چارو مرستیال محمد امین علمي وایي، دا چې پکتیا یو لوی ولایت دی او ډېر وروسته پکې یوه دولتي پوهنتون فعالیت پیل کړ، نو د ځوانانو غوښتنو ته په پام یې یاد ګام اوچت کړ، څو هغه زده کوونکي چې نه شي کولی د پکتیا پوهنتون او یا هم د هېواد نورو پوهنتونونو ته لار پیدا کړي او لوړې زده کړې وکړي، زم زم د لوړو زده کړو موسسه ورته یو ښه چانس شو. ښاغلی علمي وایي، دوی و توانېدل چې په همدغه کال په خپلو شته پوهنځیو کې محصلین جذب کړي او زده کړې پیل کړي.
د څلورو کلونو په تېرېدو سره زم زم د لوړو زده کړو موسسه لا هم هماغه درې پوهنځي لري، چې هر پوهنځی بیا په خپل چوکاټ کې دوه دوه ډېپارټمنټونه لري. د بېلګې په توګه، حقوق او سیاسي علومو پوهنځي کې د (قضا او څارنوالۍ او ادارې او ډیپلوماسۍ)، په اقتصاد پوهنځي کې (مالي او بانکي او اداره او تجارت) او په انجنیري پوهنځي کې بیا (د سېول انجنیري او مهندسي) ډېپارټمنټونه موجود دي.
په زم زم خصوصي لوړو زده کړو موسسه کې اوسمهال ۷۰۰ محصلین د دې موسسې په دری ګونو پوهنځیو کې پر لوړو زده کړو بوخت دي، چې ۴۰ یې ښځینه او ۶۶۰ یې نارینه محصلین دي. د دې موسسې د محصلینو د چارو مرستیال وایي، تر اوسه پورې یې دری دورې محصلین د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي، چې شمېر به یې د ۳۰۰ په شاوخوا کې وي. ښاغلی علمي وایي، ډېری فارغ شوي محصلین یې خپله په پکتیا او د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر کار بوخت دي او پر دې توانېدلي چې د خپل ځان لپاره مناسبې دندې پیدا کړي او د خپلې کورنۍ، ټولنې او هېواد لپاره د خدمت جوګه شي.
دا چې په خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې تر ډېره هغه کسان زده کړې کوي، چې د ورځې لخوا یا خپل کار و بار لري او یا هم په دولتي ادارو کې دندې تر سره کوي، نو د زم زم د لوړو زده کړو موسسې هم دې ټکي ته په پام سره، د ورځې په دوو وختونو کې د خپلو محصلینو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړې ده. د دې موسسې د محصلینو د چارو مرستیال وایي، د سهار له اتو د غرمي تر دوولسو او بیا د ماسپښین له یوې د مازدیګر تر څلورو بجو پورې محصلین د زده کړو لپاره ورغواړي او د دې موسسې په فعالو پوهنځیو کې لوړې زده کړې کوي.
زم زم خصوصي د لوړو زده کړو موسسه کې د تدریس چارې د لږ تر لږه ۴۵ پر کارپوه او متخصصو استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي. ښاغلی علمي وایي، اویا سلنه استادان یې په خپل اړوند مسلک کې د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري. نوموړی وایي، هڅه یې دا ده چې پاتې ۳۰ سلنه استادان یې چې اوسمهال د لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري، وکولی شي په کور دننه او بهر کې د ماسټرۍ په پروګرام کې د ګډون چانس ورته برابر کړي او ماسټري واخلي.
زم زم د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه پورې له کوم بهرني پوهنتون سره علمي اړیکې او یا هم کومه هوکړه نه لري، چې له مخې یې د هغه پوهنتون له تجربو ګټه واخلي او یا هم خپل محصلین او استادان د لوړو زده کړو یا په نورو پروګرامونو کې د ګډون او وړتیاوو لوړولو لپاره ور واستوي. خو د دغه پوهنتون د محصلینو د چارو مرستیال وایي، چې خپله د پکتیا پوهنتون او کابل مرکزي پوهنتون سره علمي اړیکې لري او وخت ناوخت خپل استادان هلته په ځینو ورکشاپونو او سمینارونو کې د ګډون لپاره ور استوي.
ښاغلی علمي وایي، دوی په خپله موسسه کې یو عمومي کتابتون لري چې پر ملي ژبو سربېره، په انګلیسي ژبو هم د پوهنځیو اړوند او نور ډېر علمي کتابونه پکې موجود دي. له دې سره په څنګ کې بیا هر پوهنځی خپل ځانګړی کتابتون لري، چې د محصلینو د مسلک اړوند کتابونه پکې شته او محصلین کولی شی هر وخت له دغو کتابونو څخه د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه واخلي. زم زم د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو لپاره د کمپیوټر د زده کړې کمپیوټر لب او دغه راز یو انټرنېټ کلب هم لري، چې محصلین کولی شي خپل د اړتیا وړ مواد په انټرنېټ کې هم وپلټي او په اړونده برخه کې خپلې ستونزې حل کړي.
د محمد امین علمي په خبره، دوی د فیس د تخفیف په برخه کې څو کټه ګورۍ محصلین لري، چې دېرش، څلوېښت او پنځوس سلنه تخیف یې ورته په پام کې نیولی دی. نوموړی وایي، د محصلینو اقتصادي وضعیت ته په کتو سره د دوی هغوی ته تخفیف ورکوي، څو له زده کړو بې برخې نه شي او خپلې لوړې زده کړې وکړي. تر ډېره هغه کسان چې د لوړو زده کړو وزارت په عمومي کانکور کې یې دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو لپاره ټاکلې نمرې نه وي پوره کړې، بیا د همدې وزارت لخوا خصوصي پوهنتونونو ته په یو څه تخیف ور معرفي کېږي.
د زم زم د لوړو زده کړو موسسې اداره وایي، له فراغت وروسته د محصلینو تحصیلي اسنادونه د دوو اونیو په اوږدو کې لوړو زده کړو وزارت ته استوي. دوی وایي، دا چې د خصوصي پوهنتونونو شمېر یو څه زیات دی، نو په لوړو زده کړو وزارت کې د تحصیلي اسنادو پروسس یو څه وخت نیسي. ښاغلی علمي وایي، د یوې یا دوو میاشتو په اوږدو کې د خپلو فارغ شویو محصلینو لپاره تایید شوي تحصیلي اسناد سپاري، څو محصل ترې د دندې پیدا کولو او یا هم نورو برخو کې چې اساسي حق یې ګڼل کېږي، ګټه واخلي.
ښاغلی علمي وایي، ډېر خلک او محصلین په دې اند دي، چې ګواکې دولتي پوهنتونونه پر خصوصي پوهنتونونو برتري لري. په داسې حال کې چې په هېڅ هېواد کې خصوصي پوهنتونونه حکومت او یا هم د لوړو زده کړو وزارت له اجازې پرته پر خپل سر فعالیت نه شي کولی. په افغانستان کې هم چې څومره خصوصي پوهنتونونه او یا د لوړو زده کړو موسسې فعالیت کوي، ټول د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ او د همدغه وزارت د قانون په رڼا او منظورۍ پر اساس فعالیت کوي. د دې تر څنګ، په یادو پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو وزارت منل شوی کریکولم تدریس کېږي او د همدغه وزارت لخوا فارغ شوي محصل ته تحصیلي اسناد ورکول کېږي، نو ویلای شو چې دولتي او خصوصي پوهنتون په خپل منځ کې هېڅ کوم توپیر نه لري؛ بلکې تر ډېره په خصوصي پوهنتونونو کې د زده کړو کیفیت ته ځکه پام کېږي، چې محصل ته د پیسو په بدل کې زده کړې ورکول کېږي او که د زده کړو کیفیت ښه نه وي، نو محصل په ډاډه زړه خپل غږ پورته کولی شي.
د لوړو زده کړو د دې موسسې اداره د خپل دغه بنسټ لپاره ستراتیژیک پلان لري، چې له مخې یې باید په راتلونکي کې څلور نور پوهنځي لکه (طب، ښوونه او روزنه، کمپوټر ساینس او شرعیات) پوهنځي ولري. ښاغلی علمي وایي، دا چې د پکتیا په ډېری ښوونځیو کې له دوولسم او څوارلسم څخه فارغ کسان د ښوونکو دندې مخ ته وړي، نو د ښوونې او روزنې پوهنځي ته ډېره اړتیا لیدل کېږي. نوموړی وایي، که څه هم چې د پکتیا دولتي پوهنتون د طب پوهنځی لري، خو د یوه لوی ولایت لپاره یوازې یوه د طب پوهنځي بسنه نه کوي، نو ښه ده چې خصوصي سکټور هم په دې برخه کې پانګونه وکړي.
دا چې اوس د لوړو زده کړو وزارت د ولسمشر د فرمان پر اساس په خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو کې د ماسټرۍ، نویو پوهنځیو او په نورو ولایتونو کې د نویو څانګو پرانیستل ځنډېدلي دي، نو د زم زم د لوړو زده کړو موسسې اداره وایي، که لوړو زده کړو وزارت بېرته په دې برخه کې د فعالیت اجازه ورکړي، نو د هېواد په نورو ولایتونو کې به هم نوې څانګې پرانیزي.
ښاغلی علمي له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې په خصوصي پوهنتونونو کې د نویو پوهنځیو د پرانیستو اجازه ورکړي، څو دوی هغه معیارونه پوره کړي چې له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع وکړي. نوموړی وایي، ډېری کسان له دې کبله دوی ته مراجه نه کوي، چې ګواکې دا تر اوسه پورې موسسه ده. د نوموړي په خبره، که لوړو زده کړو وزارت ورته د نورو پوهنځیو د پرانیستو اجازه ورکړي، ډېر ژر به ټول هغه معیارونه پوره کړي، چې له مخې یې دوی پوهنتون ته ارتقاع وکړي او د خلکو باور خپل کړي.