پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

څنګه کولای شو له کاري تجربې پرته ښه دنده پيدا کړو؟

ژباړه: امان الله «حنیفي»

جون 19, 2019
in ژوند
0 0

څنګه له کاري تجربې پرته دنده پيدا کړو؟ دا هغه پوښتنه ده، چې ډېری وخت د کار او دندې پلټونکو او په خاص ډول له پوهنتون او نورو ښوونیزو مرکزونو له نویو فارغ شوو محصلینو سره پیدا کېږي. دا چې د هرې دندې او کار اخیستو لپاره کاري تجربې ته اړتیا ده او له هغه پرته یې پیدا کول یوڅه ستونزمن دي، دا پوښتنه پيدا کېږي چې نوي فارغ شوي محصلین باید څه وکړي؟ له کومه ځایه پيل وکړي؟ دا او دېته نورې هغې پوښتنې دي، چې موږ یې په اړه په دې مقاله کې پوره خبرې کړې دي.

تحصیلي رشتې معمولاً بېلابېلې کاري ساحې لري. په هره رشته کې چې مو زده کړې کړې دي، په هماغه کې د ځان لپاره کار پيدا کړی، هغه د ټولنې یو ضرورت دی او د هماغه ضرورت په اساس جوړه شوې ده، نو بناً هغه ته په ارزښت قایل شئ. د بېلګې په ډول، ځینې وايي، د انګلیسي ژبې د زده کړې په څېر زه څنګه کولای شم د خپلو تحصیلي اسنادو په واسطه دنده پیدا کړم؟ دا سمه ده چې ځینې رشتي لکه بانکي او حسابي د کار او دندې ښه بازار لري؛ خو دا په دې مانا نه ده چې تاسې د دندې اخیستو لپاره له نورو تحصیلي اسنادو ګټه نه شی اخیستلای. د بېلګې په ډول، هغو کسانو چې د انګلیسي ژبې په څېر په نورو برخو کې یې زده کړې کړې دي، د ښو اړیکو له جوړولو، ښه تحلیلي تفکر او نوښت څخه چې په ډېرو کاري چاپېریالونو کې هغه ته تر هرڅه ډېر ارزښت ورکول کېږي، برخمن دي.  ستاسې تحصیلي اسنادو ته په کتو، کولای شی په هره برخه کې له حقوقو نیولې تر ورځپاڼې لیکلو، لیکوالۍ، تدریس او نورو برخو کې ستاسې د پرمختګ لپاره، بام ته د ختو لپاره د زینې په څېر، له تاسې سره مرسته وکړي.

دا په یاد لری چې هر کس د کار په لومړیو کې بې تجربې دی. نو پر دې اساس، تاسې یوازې هغه کس نه یاستی، چې له پوهنتون او نورو اکاډمیکو زده کړو وروسته، د خپل تحصیلي مسیر په پيدا کولو کې ستړي او له فشار سره مخ یاستی. دا پېښه طبیعي ده او د اندېښنې وړ خبره نه ده. له کاري تجربې پرته یوازې په تحصیلي اسنادو دنده پيدا کول به حتماً یوڅه ناامیدکوونکي وي؛ خو د سخت کار په کولو او زیات زحمت ایستو، غیرت او همت نه بایللو او پر نفس د پوره باور په واسطه کولای شی خپل هدف (د دندې پيدا کول) ته ورسېږی. موږ دلته هغو اوو ټکو ته اشاره کوو، چې له تاسې سره د دندې په پیدا کولو کې مرسته کوي:

۱ـ هغسې چې یاستی، ځان ومنئ!

د یو شرکت یا سازمان د استخدام مسوول، ستاسې ژمنې او له کار سره مینې ته په کتو، تاسې ته کار سپاري. که تاسې د یو نسبتاً ټيټ کاري پوزیشن د پيدا کولو په لټه کې یاستی، دا کار څه سخت نه دی. ځکه د داسې کارونو په پیدا کولو کې غوښتونکی کس چندانې د مسوولیت د اخیستو حس نه کوي. سربېره پر دې، تاسې خپله بې تجربه کاري ومنئ او له هغې د زده کړې لپاره د یوې انګېزې په څېر استفاده وکړئ. معمولاً په هر سازمان کې د استخدام مسوول د زحمت ایستونکو او له کار سره د مینې لرونکو کسانو د استخدام په لټه کې وي. نو پر دې اساس مو د تحصیلي رشتې او زده کړې پر ځای، له کار سره مینه، کنجکاوي او خپله ژمنه ښکاره کړئ.

۲- خپل مهارتونه مو ښکاره کړئ!

د خپلې خوښې وړ دندې پیدا کولو لپاره د اړینو مهارتونو فهرست مو برابر کړئ. ځینې مهارتونه لکه، کمپیوټري زده کړې، د انګلیسي ژبې زده کړه، خپل مسلک کې پوره پوهه، ښې ټولنیزې اړیکې او د ستونزو پر وخت د هغه د ژر حل او دېته ورته نورو هغو مهارتونو خپلول، هغه ځانګړنې دي چې هر سازمان کې ډېر ارزښت ورکول کېږي. که تاسې له دې یو یا ډېر نه لری، د پیدا کولو لپاره یې لاس په کار شئ.

۳- د ځان او هغه کار چې تاسې یې تر سره کول غواړی، د همغږۍ یو مزی جوړ کړئ!

کله چې غواړی د خپلې خوښې وړ یوې دندې ته اپلای وکړی، باید له ځان سره داسې دلایل ولری، چې له مخې یې بیا د هغه له سرته رسولو ووځی. د دې تحلیل لپاره وخت ځانګړی کړئ. ولې دا دنده ستاسې لپاره مناسبه ده؟ ایا داسې رسمي او غیر رسمي کاري تجربه او یا هم شخصي ځانګړنې لری، چې ستاسې او دغه دندې ترمنځ جوړجاړی وکړي؟  نوښتګر اوسئ او دا ځانګړنه له ځان سره ښه تحلیل کړئ. کله مو چې دا وړتیا خپله کړه، وروسته یې د استخدام مسوول ته هم توضیح کړئ.

۴- یوازې پر خپلو وړتیاوو او مهارتونو تاکید وکړئ!

کوم مهارتونه یا وړتیاوې لری، چې تاسې له نورو ځانګړي کوي؟ دا له یاده مه باسئ چې له خپلې دندې سره د مینې لرل، مسلکي کار کول، مسوولیت منل او خپلې دندې ته ژمن پاتې کېدل، له هغو ځانګړو مهارتونو دي، چې ستاسې پر استخدام مستقیم اغېز کوي.

۵- خپل ارزښت مو وپېژنئ!

د پوره کاري تجربې نه لرل هغه څه نه دي، چې تاسې د ارزښت له حد څخه راغورځوي یا مو ارزښت کموي. ایا داسې کوم ځانګړی مهارت یا ځانګړنه لری، چې کارفرما ته ستاسې ارزښت په ډاګه کړي؟ په هماغه برخه کې د کاري تجربې لرل فرض نه دي، که په کومه بله برخه کې کاري تجربه او یا هم مهارت او ځانګړنه لری، د استخدام مسوول ته یې ووایاست. 

۶- پر خپل نفس د باور او کاري تجربې ترمنځ مو تعادل وساتئ!

پر خپل نفس باور لرل ډېر مهم دي، خو له خاکسرۍ او تواضع سره باید مل وي. دا مه هېروئ چې تاسې اوسمهال یو بې تجربې کس یاستی.  خپل کارفرما ته دا وښيئ چې تاسې د خپل کار مسوولیت اخلی او دا هم ښکاره کړئ، چې تاسې د زده کړې او یادګیرۍ مینه وال یاستی او غواړی چې ورځ تر بلې پیاوړي او بهتر شی.

۷- د خپلې مینې له مخې کار وکړئ!

که نه شی کولای چې دنده پيدا کړی، بده نه ده چې د خپلې خوښې وړ برخه کې رایګان کار وکړی. د خپلې مینې له مخې کار کول، کېدای شي د یوې مسوولیت اخیستونکې دندې په نسبت اسانه پيدا شي. د هغو کارونو په سرته رسولو کې چې ستاسې له وړتیاوو سره برابر دي، د خپلې خوښې له مخې په هغه کې ګډون وکړئ.  له دې لار سربېره پردې چې تاسې به کاري تجربه خپله کړی، کولای شی د اړیکو یوه ښه شبکه هم جوړه کړی او بیا له همدې لارې ځان ته کاري فرصتونه برابر کړی.

Share13Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پینګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د څلورمې کلنۍ غونډې د پای ناسته کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

د چین د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس څلورمه غونډه پای ته ورسېده

مارچ 12, 2026

جانګ ګوه چینګ د اټومي انرژۍ په دوهمې سرمشريزې کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

چين: د افسوس وړ ده، چې د روسيې په وړانديز د منځني ختيځ د حالاتو مسوده تصویب نه شوه

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In