د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د ۵ میلیونه ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت د مکروني د تولید یوې کارخونې په فعالیت پیل وکړ. د یادې کارخونې مسوول محمد قاسم یوسفزي ویلي، چې دغه کارخونه د ورځې ۳۰ ټنه مکروني تولیدوي، چې په کې ۶۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. د یاد ولایت اوسېدونکي وايي د دغه ډول فابریکو په جوړولو سره نه یوازې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابریږي، بلکې د افغانستان د ځان بسیاینې په برخه کې به هم مهم رول ولوبوي.