هېواد د لوړو زده کړو موسسې خپلې رسمي چارې په لوړو زده کړو وزارت کې تر ثبت او راجسټر وروسته، په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د دریو پوهنځیو په درلودلو سره پیل کړې. د دې موسسې لومړنی نوم ( خوارزمي) و، چې بیا یې وروسته نوم هېواد ته بدل شو.
د اوو کلونو په تېرېدو سره هېواد د لوړو زده کړو موسسه لا هم هماغه درې پوهنځي ( اقتصاد، کمپیوټرساینس او حقوق او سیاسي علوم) لري، چې هر پوهنځی یې بیا په خپل چوکاټ کې دوه دوه ډېپارټمنټونه لري او محصلین پکې پر لوړو زده کړو بوخت دي. ښاغلی عطامحمد وایي، د لوړو زده کړو وزارت ورسره د مور او میرې چلند کوي، چې له پر له پسې غوښتنو سره سره یې د نورو پوهنځیو د اېجاد منظوري نه ده ورکړې.
ښاغلی عطامحمد وایي، هېواد د لوړو زده کړو موسسې په دری ګونو پوهنځیو کې اوسمهال لږ تر لږه ۲۴۰۰ نارینه او څه کم ۶۰۰ ښځینه محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي. د عطامحمد په خبره، تر اوسه پورې یې ۲۵۰۰ محصلین د لېسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي، چې ډېری یې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر دندو بوخت دي.
د هېواد د لوړو زده کړو موسسې اداره وایي، اصلي موخه یې په لوړ کیفیت د لوړو زده کړو په برخه کې هېوادوالو ته خدمت کول دي، چې په دې برخه کې یې له ۱۵-۱۷ میلیون ډالرو پانګونه کړې ده او د پوهنتون لپاره یې ځانګړې ودانۍ جوړه کړې ده. د نورو خصوصي پوهنتونونو برعکس هېواد د لوړو زده کړو موسسه د خپلو هغو محصلینو لپاره چې له ولایتونو راغلي او دلته د شپې تېرولو ځای نه لري، پر ټولو امکاناتو برابره لیلیه هم لري. هېواد د لوړو زده کړو په موسسه کې د تدریس چارې د لږ تر لږه ۴۷ نارینه او اتو ښځینه استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې ۳۰ سلنه یې د دوکتورا او پاتې ۷۰ سلنه یې د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري.
د هېواد د لوړو زده کړو موسسې اجرایه رییس وایي، په کور دننه او بهر کې له پوهنتونونو سره ښې او نیکې اړیکې لري. دی وایي، په هند او یران کې له ځینو پوهنتونونو سره علمي اړیکې او هوکړې هم لري، چې له مخې یې خپل استادان او محصلین دغو هېوادونو ته استوي، څو په هر اړخیزه توګه د هغوی په تجربو او وړتیاوو کې زیاتوالی راشي. د دې ترڅنګ، وخت ناوخت د همدغو پوهنتونونو استادان افغانستان ته راځي او په هېواد د لوړو زده کړو موسسه کې سمینارونه او ورکشاپونه دایروي، چې د دوی استادان او محصلین ترې ګټه اخلي. نوموړی وایي، غواړي په راتلونکي کې د منځنۍ اسیا له ځینو نورو پوهنتونونو سره هم هوکړې ولري او خپل استادان او محصلین دغو هېوادونو ته د لا نورو لوړو زده کړو لپاره ولېږي او دوه اړخیزې اړیکې ور سره جوړې کړي.
دغه موسسې د خپلو محصلینو او استادانو لپاره دوه مجهز کتابتونونه لري، چې په یوه کې یې په فزیکي ډول لږ تر لږه ۵۰۰۰ ټوکه علمي او مسلکي کتابونه را ټول کړي او محصلین او استادان یې وخت ناوخت له دغه کتابتون څخه د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه اخیستلی شي. د دې ترڅنګ، هېواد د لوړو زده کړو موسسه یو انلاین کتابتون هم لري، چې لږ تر لږه ۸۰ زره ټوکه بېلابېل کتابونه پکې دي او محصلین یې که په هر ځای کې وي، خو چې انټرنېټ ولري، له دغه کتابتونه ګټه اخیستلی شي.
دا چې په خصوصي پوهنتونونو کې تر ډېره هغه کسان زده کړې کوي، چې د زده کړو تر څنګ خپل شخصي کارو بار لري او یا هم په نورو ادارو کې پر کار بوخت وي، نو هېواد د لوړو زده کړو موسسې همدې ټکي ته په پام سره، د ورځې په دریو ټایمونو کې د خپلو محصلینو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړې ده. ښاغلی عطامحمد وایي، د سهار له پنځه نیمو تر اته نیمو، د ورځې له نهو تر ۱۲ او د مازدیګر له پنځو د شپې تر اتو بجو پورې محصلین د زده کړو لپاره ور غواړي.
د دې موسسې اداره وایي، ټول هغه امکانات چې یو پوهنتون یې باید ولري او د محصل اړتیا بلل کېږي، دوی په پام کې نیولي دي. د بېلګې په توګه: لیلیه، کمپیوټر لب، کتابتون، تحقیقي مرکز، د فکر په نوم ځانګړی حال، اکاډمیکه فضا، ټرانسپورټېشن، د موټرونو پارکېنګ او دې ته ورته نور امکانات یې د خپلو محصلینو لپاره برابر کړي دي. ښاغلی عطامحمد وایي، هڅه کوي چې د خپلو محصلینو لپاره یو لړ نور امکانات هم برابر کړي، چې له مخې یې محصلین د زده کړو پر مهال د هغه څه چې د دوی حق بلل کېږي، د کمښت احساس ونه کړي.
په ټوله کې هېواد د لوړو زده کړو موسسه د خپلو محصلینو لپاره ۵۰ سلنه تخفیف ورکوي، خو په دې برخه کې ځینې نورې اسانتیاوې هم لري. د بېلګې په ډول، د دې موسسې اجرایه رییس وایي، دوی په هر سمیسټر کې له ۷۰ نیولې تر ۱۲۰ پورې هغو کسانو ته چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي او نه شي کولی خپلې لوړې زده کړې وکړي، وړیا زده کړې ورکوي او تر څنګ یې نور داسې کسان هم شته چې د پوهنتون اداره ورته ۶۰ ، ۷۰ او ان ۸۰ سلنه تخفیف ورکوي.
ډېری هغه کسان چې له خصوصي پوهنتونونو او یا هم د لوړو زده کړو له موسسې فارغېږي، یوه اندېښنه ور سره د خپلو تحصیلي اسنادو د تر لاسه کولو وي. د هېواد د لوړو زده کړو موسسې اجرایه رییس وایي، د محصلینو د تحصیلي اسنادو هغه برخه چې په پوهنتون پورې اړه لري، دوی یې په اړه پر وخت اقدام کوي او ټول اړین توکي ورته برابروي، څو محصل وکړای شي له خپلو اسنادو څخه د دندې په پیدا کولو او نورو برخو کې ګټه واخلي، خو د ښاغلي عطامحمد په خبره، د اسنادو هغه برخه چې په لوړو زده کړو وزارت پورې اړه لري، په وزارت کې یې پروسس یو څه وخت نیسي. دی وایي، د قانوني مراحلو له تی کولو وروسته، ډېر ژر محصل ته تایید شوي تحصیلي اسناد سپاري.
دا چې لوړو زده کړو وزارت خصوصي سکټور ته اجازه ورکړې، څو د لوړو زده کړو په برخه کې پانګونه وکړي او هغه کسان چې دولتي پوهنتونونو ته لار نه شي موندلی او یا غواړي د کار او روزګار تر څنګ، له وخت وروسته په خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې زده کړې وکړي، نو دا ورته یو ښه چانس دی او د لوړو زده کړو په برخه کې خورا لوی پرمختګ دی. نه یوازې په افغانستان کې؛ بلکي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ډېر خصوصي پوهنتونونه فعالیت کوي. که وګور نن سبا د نړۍ ډېری مشهور پوهنتونونه هغه چې په رنکېنګ او یا درجه بندۍ کې لوړ ځایونه لري، خصوصي پوهنتونونه دي. دغو پوهنتونونو ځکه دومره پرمختګ کړی، چې خلکو ته د پیسو په بدل کې درس وایي، نو هڅه کوي چې ټول هغه امکانات د خپلو محصلینو لپاره برابر کړي، چې اړتیا یې لیدل کېږي. که څه هم دا په افغانستان کې نوې تجربه ده او په دې برخه کې به یو لړ ستونزې وي، خو د وخت په تېرېدو به دا هر څه سم شي. له ډېری کسانو سره په دې برخه کې اندېښنه وي او یا دا چې په دولتي او خصوصي ادارو کې هغو کسانو ته چې له خصوصي پوهنتونونو او یا هم د لوړو زده کړو له موسسو فارغ شوي، دومره ارزښت نه ورکول کېږي، ځکه دلته ځینې داسې پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې هم شته، چې په دې برخه کې د نورو پوهنتونونو پر مخ یو تور داغ ګرځېدلی، خو ښاغلی عطامحمد وایي، که لوړو زده کړو وزارت دغه بنسټونه تر خپلې څارنې لاندې ونیسي، مکافات او مجازات ولري، نو لرې نه ده چې د افغانستان خصوصي پوهنتونونه به هم د نړۍ له هغو سره سیال شي.
د هېواد د لوړو زده کړو موسسې اجرایه رییس وایي، د موسسې د لا پرمختګ لپاره ډېر پلانونه لري، چې له دې جملې څخه یو هم د پوهنځیو زیاتول دي. ښاغلی عطامحمد وایي، دوی ټول هغه معیارونه پوره کړي چې له مخې یې باید نور پوهنځي هم ولري، چې په دې برخه کې یې د ښوونې او روزنې پوهنځي چې په هېواد کې لا هم مسلکي استادانو ته جدي اړتیا لیدل کېږي، ټول درسي مواد او کریکولم برابر کړی او لوړو زده کړو وزارت ته یې د دې او نورو پوهنځیو د منظورۍ غوښتنلیکونه سپارلي دي. دی وایي، هڅه یې دا ده چې لومړی له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع وکړي او تر څنګ یې په ځینو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرامونه هم پیل کړي.
د دې موسسې اداره وایي، اصلي ستونزه یې د لوړو زده کړو وزارت لخوا دې موسسې ته د نویو پوهنځیو نه منظوري ده. دوی وایي، په دې برخه کې یې له ۱۵ تر ۱۷ میلیونو ډالرو پانګونه کړې ده، چې یوازې دری پوهنځي ان د دوی لګښت هم نه شي پوره کولی. دغه اداره وایي، دری نور پوهنځي، د ماسټرۍ پروګرام او له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع یې اساسي اړتیا ده. هېواد د لوړو زده کړو موسسه له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې د دوی د پانګونې ارزښت ته په کتو باید په یادو برخو کې همکاري ور سره وکړي، چې لا یې نه ده کړې.