زموږ ذهن کمپیوټر ته ورته دی او د پروګرام کولو بڼه یې بیا زموږ په کړنو او افکارو پورې تړلې ده. تاسو کولی شی د نړۍ ګړندي، قوي او وروستي ماډل کمپیوټر چې د خورا لویې حافظې درلودونکی وي، په خپل اختیار کې ولری. خو که پر همدغه کمپیوټر یو نامناسب سافټویر نصب کړی، کېدای شي ښه کار ونه کړي او سالمه ګټه ترې وانه خلی. دا چې موږ د ټکنالوژۍ په زمانه کې ژوند کوو، کمپیوټر لرو، نو هرو مرو د کمپیوټر له ویروس سره هم اشنا یو. ویروس کولی شي د نړۍ تر ټولو غوره کمپیوټر ته هم ځان ورسوي او سافټویر یې تر برید لاندې ونیسي. ورو ورو د کمپیوټر سرعت کمېږي ان دا چې داسې یوې مرحلې ته رسېږي، چې بیا نه شی کولی په کمپیوټر کې شته فایلونو ته لاسرسی پیدا کړی. دا ځکه که ویروس ډېر قوي وي، هغه ده چې ټول فایلونه مو له منځه وړي. دا ستونزه او ضعف ستاسو په کمپیوټر کې نه، بلکې اصلي ستونزه ستاسو د کمپیوټر په سافټویر کې ده، نه په هارډویر کې. ستونزه هغه وخت منځ ته راغلې ده چې تاسو د خپل کمپیوټر سافټویر بدل کړی او یا مو هم ناولی فلش ورته وصل کړی دی.