اومېګا ۳ غوړي چې په انګريزي ژبه کې ورته omega 3 fatty acids وایي او د کيمیاوي فورمول له مخې غیرمشبوع غوړي دي، د انسان د روغ وجود لپاره ضروري مواد ګڼل کېږي، خو دا مواد د انسان په وجود کې نه تولیدیږي، بلکې باید د خوړو له لارې واخيستل شي. اومېګا ۳ غوړي د زړه د رګونو ساتونکي دي، وينه نرۍ کوي، د وجود ترګليسرايد کليسټرول او د وينې فشار ټیټوي.
همدارنګه اومېګا ۳ غوړي په ماشومانو کې د عصبي سيسټم د ودې، د حافظې د قوي کېدو او د بدني روغتيا لپاره اړين او ګټوره ماده ده. په څېړنو کې ښودل شوې ده چې اومېګا ۳ غوړي د پروستات، مثانې، پانقراس او د کولمو د سرطان خطر کموي.
د واشنګټن پوهنتون په یوه طبي مرکز کې د وايلايم ستنسون له خوا پر ۱۸ ناروغانو باندې يوه څېړنه تر سره شوې، په دې څېړنه کې ښودل شوې چې اومېګا ۳ غوړي په کولمو کې د Leukotriene B4 تاواني ماده شپېته سلنې ته راکموي.
د اوميګا ۳ غوړيو اصلي او غني منابع د کب غوښه ده، البته اندازه یې په بېلابېلو کبانو کې توپیر لري. کب چې څومره زوړ او غټ وي، د غوړيو مقدار يې زيات وي، همدارنګه چارمغز هم د اوميګا ۳ غوړيو له منابعو څخه شمېرل کېږي.