شنبه, جولای 25, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

درناوی، ستاینه او د امنیت احساس باور رامنځته کوي

جون 25, 2019
in ژوند
0 0

ژباړه: حمیدالله حمیدي

درناوی!

که تاسو په بېلابېلو ځایونو او شرایطو کې کار کړی وي، په هغو ځایونو کې چې درته احترام کېدو او په هغو ځایونو کې چې احترام درته نه کېدو، څه حال مو و؟ دا هم ښه درک کولی شی، هغو کسانو چې تاسو ته احترام درلود، څومره اغېز یې در باندې ښیندلی دی؟

د یوې ښځې کیسه مې لوستې ده، چې کوچني ښار ته یې کډه یوړه. کله چې یو څه وخت په دې کوچني ښار کې و اوسېده، یوه ورځ یې خپل ګاونډي ته د کلي دې درملتون په اړه شکایت وکړ، وې ویل، ډېره زیاته یې په تمه کړم او ښه چلند یې را سره ونه کړ. هغې هیله درلوده چې ګاونډی به یې شکایت تر درملتون واله پورې ور ورسوي.

کله چې له مودې وروسته د دویم ځل لپاره ښځه درملتون ته ولاړه، د درملتون څښتن په خورا خندانه خوله او پوره احترام ښځې ته ښه راغلاست ووایه. وې ویل، خوشاله یم چې بیا دې وینم او زموږ ښار ته راغلې یې. له ځنډ پرته یې د ښځې غوښتنه پوره کړه او هغه څه یې چې غوښتل په پوره درناوي یې د مېز پر سر ورته کېښودل.

زړه ښځه راغله او دا خبره یې له خپل ګاونډي سره شریکه کړه. وې ویل، فکر کوم تا زما د تېر ځل د بدو ورځو په اړه ورته ویلي؟

ګاونډي یې وویل: «په اصل کې ما د درملتون څښتن ته وویل، چې تاسو یې ماته د تېر ځل د چلند په اړه ډېر صفت وکړ، چې څومره ښه سړی دی او په دې کوچني ښار کې یې د خلکو د خدمت لپاره درملتون پرانیستی دی. هغه ته مې وویل، تا راته ویلي چې دا تر ټولو ښه درملتون دی چې تر اوسه مې لیدلی دی».

ګاونډی یې پوهېدو چې خلک مینه غواړي او مینې ته څومره ارزښت ورکوي. دا رښتیا هم ده چې که خلکو ته مینه ورکړی، هر څه چې وغواړی درته کوي یې او بله دا چې خلکو ته باید دا روښانه کړئ، چې څومره ارزښت درته لري، غوښتنې یې په پام کې نیسی او نظرونه یې درته د قدر وړ دي. کله چې د خلکو خبرو ته غوږ ږدی او غوښتنې یې تر خپلو غوښتنو لوړې بولی، په اصل کې مو هغوی ته احترام کړی دی. په دې ډول سره کولی شی هم د ځان او هم د نورو له بریا سره مرسته وکړی.

د امنیت احساس!

د پاملرنې او مینې بله برخه نورو ته د امنیت د احساس ورکول دي. که خلک دې ته اندېښمن وي، چې ستاسو په خوا کې به یې امنیت خوندي وي او که نه، نه شي کولی باور در باندې وکړي. خو کله یې چې د امنیت ډاډ تر لاسه کړ، بیا کولی شي شین څراغ درکړي او له تاسو سره ښه چلند وکړي.

په خلکو کې د امنیت د حس پیدا کول له صداقت څخه سرچینه اخلي، چې په تېر څپرکي کې مو یې په اړه بحث وکړ. خلک هغه وخت ستاسو په څنګ کې د امنیت احساس کوي، چې ستاسو خبرې او عمل سره همغږي وي او د ښو اخلاقو څښتن وی.

د نوتردام د فوټبال ټیم مربي لوهولتز وایي: «کار مو په سم ډول ترسره کړئ. په تر ټولو ښه حالت را ښکاره شئ او له نور سره داسې چلند وکړئ، د څه ډول چلند تمه چې تاسو هم ترې لری».

خلک له تاسو د چلند پر مهال درې پوښتنې کوي:

 ۱- کولی شم باور در باندې وکړم؟

 ۲- ژمن یاست؟

۳- د یوه انسان په توګه ماته ارزښت راکوې او پاملرنه راته کوې؟

خلک یوازې له تاسو څخه نه، بلکې له چاپېریال څخه هم د امنیت تمه لري. ښه رهبران دا شی درک کوي او داسې چاپېریال رامنځته کوي، چې خلک په کې د ارامۍ ساه واخلي.

تر څو چې خلکو در باندې باور نه وي کړی، نه شی کولی مثبت اغېز پرې وکړی او نفوذ په کې وکړی.

ستاینه!

یوه تېروتنه چې ډېری رهبران په ځانګړې توګه ملي سوداګر او د لویو شرکتونو درلودونکي یې کوي، هغه د ستاینې نه کول دي او یوازې هغه کسان په رسمیت پېژني چې د دوی تر سترګو لاندې ګرځي را ګرځي. د جي سي ستاهل له خوا یوه ډېره پراخه څېړنه تر سره شوې ده. دا څېړنه په ګوته کوي، چې په امریکا کې د کارکوونکو تر منځ د ناخوښۍ تر ټولو ستر لامل د رهبرانو او مدیرانو له خوا د هغوی نه تشویق کول دي.

ټول غواړي چې وستایل شي. ان ډېره کوچنۍ ستاینه هم لویه لار وهلی شي. د اوسنۍ زمانې لویانو ته که تاسو پام وکړی، له بلوغ مخکې یې هم چې کوم ستاینلیکونه اخیستي دي، په لیدلو یې خوشاله کېږي او ویاړ پرې کوي.

خبره د ستاینې ده. د ځینو کسانو نومونه مو په ذهن کې درسره وساتئ او بیا ورته غږ وکړئ. نورو ته ارزښت ورکړئ، ټول هغه کسان چې له تاسو سره کار کوي و یې ستایئ، ځکه دغه کار ورته انګېزه ورکوي. په دې ډول سره کولی شی، د ډېرو پر ژوند مثبت اغېز و ښیندی.

کله چې څوک هڅول کېږي، کولی شي پر ناممکنو کارونو او لویو ستونزو هم غلبه وکړي.

له هڅونې پرته به ډېر کم داسې شی پیدا شي، چې په دې برخه کې ګټور تمام شي. الماني شاعر او فیلسوف وایي: «د انسان اصلاح کول، ډېر وخت نیسي، خو هڅول بیا داسې لګېږي، لکه په ژمي کې له حمام کولو وروسته لمر». وېلیم وارډ وایي: «که غوړه مالي وکړی، کېدای شي در باندې باور ونه کړم، که نیوکه را باندې وکړی، کېدای شي ښه مې ونه اېشی، که بې احترامي راته وکړی، کېدای شي ومو نه بښم، خو که مې وهڅوی؛ هېڅکله به مو هېر نه کړم».

تشویق او هڅونه د بریالي ژوند لپاره کلي ده. هغه کسان چې هڅول کېږي پر هر ډول ستونزو غلبه کولی شي او هغه کسان چې هڅول کېږي اغېزناک هم وي.

دا زده کړئ، د دې پر ځای چې یوازې د ځان په اړه فکر وکړی، نورو ته لومړیتوب ورکړئ. ځان د هغوی پر ځای فرض کړئ. دا کار اسانه هم نه دی، خو دا چې له نورو سره مینه وکړی، مینه ورکړی او ویې هڅوی، د دې ګټه او خوند بیا له کچې زیات دی.

Share8Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
شنبه, جولای 25, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

جولای 24, 2026

په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

جولای 24, 2026

انټونیو ګوټرېش: ډیپلوماسي په منځني ختیځ کې د کړکېچ د پای یوازینۍ لار ده

جولای 24, 2026

پاکستان کې؛ د موسمي بارانونو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه شوي

جولای 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In