شپږ میاشتې کېږي چې په نوي شرکت کې مو دنده اخیستې ده او دنده مو په ښه ډول پر مخ بیایی. خو اوس د نور مسوولیت او کاري وزن د زیات اخیستو احساس کوی، غواړی پرمختګ وکړی؟ پر دې اساس مو لومړی له رییس څخه وپوښتئ: «رښتیا، په دنده کې د پرمختګ لپاره باید څه وکړم؟»
په همدې مقاله کې تاسې ته پر هغو لارو چارو تګ کول ښيو، چې تاسې له یو کال په کمه موده کې په دنده کې تر ښه پرمختګه ورسوي.
د کار او پرمختګ برخې متخصصان وايي، ډېری مدیران چې له موږ سره مشورې کوي، وايي چې دغه سناریو ورځ تر بلې په خلکو کې پیاوړې کېږي. په اوس وخت کې چې هره ورځ د کار او دندې اخیستو او پيدا کولو چاپېریال ورځ تر بلې راتنګېږي، هر کارمند په دنده کې د خپل پرمختګ لپاره له نوښت او ابتکار څخه ګټه اخلي. په اوس وخت کې ډېر کم داسې څوک پيدا کېږي، چې د خپل کاري پرمختګ لپاره دې د بل چا په تمه پاتې شي او هغه وړتیا چې نوموړی/نوموړې یې لري، دوی ته د ډالۍ په څېر ورکړي.
خو دا لاره چې تاسې خپل رییس ته د کاري پرمختګ خبره وکړی، هم هر وخت مثبت ځواب نه لري. ممکن ستاسې رییس ستاسې د نوښت او ابتکار د ستاینې پر ځای، په مغرورانه ډول ستاسې هيلې او هڅې مړاوې کړي. هغه هیلې او هڅې چې د کاري پرمختګ لپاره تر هرڅه مهمې دي. د دې برخې متخصص جمیز ران وايي، یوځل مې د هغه څه په اړه چې (زړه مو غواړي) یوه مقاله لیکلي وه. یو مدیر د مقالې له لوستو وروسته راته یو یاداښت ولېږو، هغه خپل یاداښت کې په همدې اړه د خپل زړه درد بیان کړی و، هغه لیکلي وو: «د کار او مسوولیت اخیستو یوه مشخصه ډله شته، چې له بده مرغه نن ورځ زموږ په ټولنه کې له منځه تللې او یا ورکه شوې ده. ښه به وي مخکې له دې چې د مسوولیت اخیستو غوښتنه مو مطرح کړی، تاسې باید خپل مهارت او اغېز په کاري چاپېریال کې وښيئ. ډېرو کسانو له ما څخه د ډېر مسوولیت اخیستو غوښتنه کړې ده، په داسې حال کې چې دوی تر اوسه خپله فعلي دنده هم سرته نه ده رسولې. یو کس مخکې له دې چې د نوي مسوولیت اخیستو غوښتنه وکړي، باید له خپلې وړتیا او مهارت څخه پوره خبر ولري او ځان ارزیابي کړي. رښتیا دا چې کله ځینې کارمندان د خپلې وړتیا له ښکاره کولو پرته، د امتیاز او مسوولیت د زیاتېدو غوښتنه کوي، زه یوازې د هغوی لافې اورم او ځینې وخت خو یې ان هغه ته هم وخت نه ورکوم».
هغه خپل یاداښت په دغه سپارښته غځولی و، کارمندان له خپلو مدیرانو او رییسانو څخه د امتیاز او مسوولیت د زیاتوالي له غوښتنې مخکې باید له ځان څخه پوښتنه وکړي، چې له مقابل لوري د مثبت ځواب اورېدو لپاره باید کوم کارونه وکړي؟ په ډېرو مواردو کې داسې معایرونه شته، چې د بریا لار ستاسې پر کور راګرځوي. که پوه شوی چې تاسې دا معیارونه پوره کړي، د کاري امتیاز او مسوولیت د زیاتېدو لپاره مو دا تر ټولو ښه چانس دی. خو که مو تر اوسه د یو کال کاري پرمختګ لپاره جشن نه وي جوړ کړی، دا لاندې لارې تعقیب کړئ، څو راتلونکی کال تاسې د ځان لپاره له خوښیو ډک جشن جوړ کړی.
۱ـ خپله اوسنۍ دنده مو ښه سرته ورسوئ!
که مو دنده په ښه ډول سرته رسوی، دا په دې مانا نه ده چې تاسې پر هغه پوره تسلط لری. Joe Azelby په خپل کتاب Kiss Your BUT Goodbye کې د PSA په نوم په یو مطلب کې وايي: «له استخدام مخکې د ځان ستاینه او لافې وهل، زموږ کاري لار محدودوي». مهمه خبره دا ده چې باید له خپلې وړتیا څخه پوره پوره خبر و اوسئ، بلخصوص بیا له هغو وړتیاوو څخه چې تاسې له خپل رییس او مدیر سره په اړیکه کې ساتي.
ممکن تاسې پر دې باوري یاست چې خپله دنده په ښه ډول سرته رسوی، خو ایا نور هم پردې باور دي، چې تاسې خپل کار په ښه ډول سرته رسوی او تر ټول مهمه دا چې ستاسې دا ادعا په عمل کې هم ثابته ده او که نه؟ د بېلګې په ډول، که تاسې د مارکېټنګ په برخه کې کار کوی، ایا د خپل ټیم تر ټولو ښه پلورونکی کس یاستی؟ که د خدماتو په برخه کې کار کوی، ایا د مشتري د خوښ ساتلو په برخه کې ستاسې امتیاز تر ټولو لوړ دی او که نه؟
مخکې له دې چې د کاري پرمختګ او زیات امتیاز غوښتنه وکړی، ښه ده چې خپله اوسنۍ دنده مو ټکي په ټکي د نورو په نسبت ښه سرته ورسوی. په یاد لری چې د ښه سرته رسولو لپاره یوازې په ښه ډول د دندې سرته رسول مهم نه دي، بلکې د ښه سرته رسولو ترڅنګ به هغه مهارتونه او وړتیاوې هم لوړوئ، کومې چې د دې برخې د لا ښه پرمختګ په برخه کې له تاسې سره مرسته کولای شي.
۲- د (ولې) او (څه) ترمنځ ښه همغږي رامنځ ته کړئ!
د دې لپاره چې له رییس سره مو بریالۍ مرکه یا د پرمختګ په تړاو مثبتې خبرې ولری، نه یوازې دا چې (څه) غواړی؛ بلکې پر (ولې) یې غواړی باندې هم ځان ښه پوه کړئ. کېدای شي ځینې وخت مو رییس ستاسو غوښتنو ته له دې وجې چې هغه به یې له وسه وتلې خبره وي، لکه د ادارې داخلي سیاست او یا هم د بازار شرایط، تاسې ته د هغه چانس په لاس درنه کړي. خو ممکن ستاسې د (ولې) په ښه توضیح سره هغه تاسې ته له بلې لارې دغه چانس برابر کړي.
که پر دې باوري یاستی چې غوښتنه مو منل کېږي، هغه وخت به ستاسې رښتینې غوښتنه څه وي؟ تر ټولو ښه دنده؟ مهمو مشتریانو ته لاسرسی؟ ستاسې د مهارتونو د لوړولو توصعه؟ زیات کاري امتیاز؟ له دې او نورو ورته هغو دلایلو چې ممکن تاسې یې مخکې کړی، تر ژمن او رښتیني پاتې کېدو بل مهم څه نشته. تاسې باید د خپلو اصولو په روښانه کولو کې رښتیني و اوسئ. همدا چې ستاسې رییس پر دې پوه شي چې تاسې په خپل کار کې د پرمختګ غوښتونکي یاستی، که په رښتیا تاسې ته په ارزښت قایل وي، هماغه شېبه به تاسې ته هغه لارې چارې وښيي، چې تاسې به پرې تر خپلو غوښتنو صحیح سلامت ورسېږی.
۳- له (هو) ویلو سره ځان عادت کړئ!
حتماً داسې یو څه له ځان سره ولری، چې دا ثابته کړي چې تاسې د کاري امتیاز او مسوولیت اخیستو ارزښت لری. له عمل سره یو ځای مو مشخص شواهد هم ولرئ. بل خصوص هغه وخت کله مو چې رییس بیړه لري او کار ته یې اندېښنه وي. تاسې باید دا وخت په ډېرې چټکتیا سره په سم ډول در سپارل شوی کار سرته ورسوئ، څو مو په دغه کاري دفتر کې د پاتې کېدو او نور مسوولیت اخیستو ارزښت ثابت کړی. باید داسې وښيئ چې له دې مخکې مو هم همدا کار کړی دی، چې اوس یې له تاسې په کم وخت کې د حصول غوښتنه شوې ده. دا هغه وړتیا ده چې ستاسې له شرکت سره په تنګ وخت کې موخې ته په رسېدو کې مرسته کولای شي. دا هم باید ثابته کړئ، هغوی چې ستاسې په نسبت زیاته کاري تجربه لري، هم ستاسې کار تاییدوي. کله چې دا ثابته کړی چې ستاسې پرمختګ ستاسې له رییس او دفتر د ستونزو په ژر حل کې مرسته کولای شي او ممکن احتمالي خطرونه له منځه وړلای شی، لرې نه ده یا مو تر خولې دا ګوله پورته کړې چې تاسې ته به رییس نوی کاري امتیاز او مسوولیت درکړي.
۴- مناسب وخت دا غوښتنه وکړئ!
که په دې هڅه کې وی چې په یوه کال کې دې په دنده کې ښه پرمختګ وکړی، باید یو څه وخت دې چارې ته ځانګړی کړئ. وروسته په پوره دقت سره هغو مواردو ته هم توجه وکړئ، چې ستاسې د غوښتنو او هیلو په حقیقت بدلولو کې درسره مرسته کوي. ښه دقت وکړئ چې د کاري دفتر داخل او له دفتره بیرون وضعیت څنګه دی. ستاسې دنده په کوم حال کې ده؟ ایا له دفتر سره مو موخو ته په رسېدو کې مرسته کړې او که نه؟
ممکن ځینې وخت ستاسې د کاري امتیاز او زیات مسوولیت اخیستو چانس نه وي، خو که مو وموند، د لاسته راوړلو لپاره یې پوره پوره پانګونه وکړئ او داسې وښيئ چې دا نه یوازې ستاسې؛ بلکې ستاسې د رییس او شرکت لپاره هم ستراتیژیک اهمیت لري.