جمعه, اکتوبر 30, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    Signature: Yx25w2lKyE4IFMlopq0nilWU6HeLwb6OKgmNKbifv4Tmd/N6KFKov4UBf2aDmelsYKzhh7U5mxdG6kkI5KMixoXuDLFdVQVOFZcz80e47dUYi/QvPZudq3Y4mv8qBsR1JKXtXnq6PO081ILWSgleJzSbizS5jkNXf/8T7RVZgYpCF0OW0iP5TXAe1Z0oa0KQVbjO8bjF4cRn8fwr2/75ytaevdKRMVHei9UxYDKFbrRjVeeROPqNu3KEthhURKt8xeqDFXRp8uH9h8aZ91A84HiEOdg1Oi73SwX1hCZNZSeg+clH1EFPdSVcELf7YrVauYGtb9vaMkwuyc+36uvAuBKG7uoCfyNE6hDiPagxGxg4f4OFVtg7sLTi3RJof4SwKcVZMHvTB3TkK/9cum/0+5eTujnVuS8lT7IMqz0KI7+f7RR2TyHsuJvltsrii5w75whwYcs6s2XFyZgAnnH/xvuwoQOJsUTB02tmPEfpwF12PYp0NSB6W1YyPZ1gGRkzXIJBsF+DcZMN+vatos1b5Psw7dBAZUyvs3QR6dp8AOUf38nFr6c56rrur/XqqVG8wp4j8Ht+CHZVCxStBe2TgEctDc4mU2pwh2H8ODzqLf2OPXIx9cjOmVbH2n0XHHUrUFraAZTjhLepgdYoNYnrtwg8+VutXIYPSv5GXQu/lOqqrObxk+A3SZBMQJ9wtjHy/yHS/yptfpRuhk8SFj6fBuOKCTjw7fvFguJiLP9hUrJx8/0TtB78Y5ZYKyKvrXMXmsAfylaZacTmNAEzdg2RwWnqJ2eiIEPE+Quoau8QgTswXodEYVcQOstdhvMoMbKqzDoKRDuGZhuAM4hq0aI4ZuV8qR6JJeiJDWaVTsP5hZHcnhlKgPrAhyzZ8str6wBki3WszDpIJuCm7qtwaEuiT/KLrlYrdvbfsS8kmxRIthZy/SnSyqXdMU6mVSEsj/cfjikeKUkg+mhZgm8JrIPdmSRwjxjSkJcGJC8jbUItn5M=

    سالنګ کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    د کډوالو چارو وزیر په کابل کې د یوناما له مشرې سره کتلي

    برادر: افغانستان باید له مصرفي هېواد څخه پر تولیدي هېواد بدل شي

    د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي؛ اندونیزیا کې له افغان سفیر سره کتلي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه تحلیل

افغانستان کې تسلیم شوي داعشیان څه شول؟

بي بي سي پښتو/ بشیر پیمان

جون 26, 2019
in تحلیل, لیکنې
0 0

افغان حکومته په شمال کې له ۱۵۰ د ډېرو داعش غړو له تسلیمېدلو ۱۱ میاشتې تېرېږي، خو لا یې هم د برخلیک کوم خبر نشته.

د تېر دوبي په منځنیو کې پوځي چورلکو هغه تسلیم شوي کسان چې د داعش غړي بلل کېدل، د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د جګړې له ډګره د طالبانو له شره وژغورل او د ولایت مرکز شبرغان ته یې ولېږدول.

دغه کسان چې ښځې او ماشومان یې هم ور سره وو، چارواکو یې داسې تود هرکلی وکړ، لکه د سولې له بهیر سره چې یو ځای شوي وي. د دې ډلې مشر مولوي حبیب الرحمن هغه مهال وویل، له جګړې ستړی او عادي ژوند ته د ستنېدو لپاره له دولت سره یو ځای شوی دی‎. هغه ویلي وو: «ځکه له احساساتو سره راوتلي وو، خو اوس یو مخ له جګړې ستړي یو، نه غواړو بیا غونډۍ په غونډۍ جګړه وکړو، اوس که حکومت غواړي د حکومت په چوکاټ یا غواړو د یو عادي وګړي په حیث ژوند وکړو».

خو ډېر ژر دا حالت بدل شو، له ځايي چارواکو سره د سیلفي اخیستلو او تاوده هرکلي په وروستيو کې د فاریاب ولایت د مقام دا ځانګړي مېلمانه په جنایتکارو جنګي بندیانو بدل او کابل ته ولېږدول شول.

کابل ته د دوی تر لېږد وروسته، د حکومت اجرایه رییس د وزیرانو غونډه کې وویل چې د داعش د دغو وسلوالو قضیه له نورو تسلیم شویو سره توپیر لري. هغه زیاته کړه: «له هغوی سره جګړه کې د نیول شویو بندیانو په څېر چلن کېږي، تسلیمي په دې مانا نه ده چې هغوی جنایت وکړي او بیا چې بده ورځ پرې راشي دولت ته راشي، پنا ور کړل شي او له جنایته یې سترګې پټې شي. دا هم د سرپل د خلکو اندېښنه وه، ځکه هغوی د دې خلکو د جنایتونو شاهد وو».

وسلوال بندیان لکه زرګونه طالب او سلګونه د داعش اړوند وسلوال له محاکمې او پلټنو وروسته، د بګرام او څرخي پله په زندانونو کې ساتل کېږي، خو کابل ته د مولوي حبیب الرحمان او د هغه د ملګرو تر لېږد نږدې کال وروسته هم کومه حکومتي اداره د دې ډلې د برخلیک په هکله خبرو ته تیاره نه ده.

د افغانستان د ملي امنیت اداره کې سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د درزاب داعشیان له همغه پیله تر اوسه د دې ادارې په بند کې دي.

موږ د لیک له لارې له دې ادارې وغوښتل چې له دغو وسلوالو سره د لیدلو او مرکې زمینه راته برابره کړي، خو له اونیو هڅو، تعقیب او بیا بیا اړیکو سره سره مو ځواب تر لاسه نه کړ.

په ورته مهال ملي امنیت ځینې رسنیو ته د داعش له نورو هغو وسلوالو سره د لیدلو او خبرو اجازه ور کړې، چې د دې ادارې په بند کې دي، خو داسې ښکاري چې د مولوي حبیب الرحمن او ور سره کسانو قضیه چې له دولت سره یو ځای شوي، ډېره پټه ده.

د افغانستان د انساني حقونو خپلواک کمېسون یوازینۍ ناحکومتي سرچینه ده چې د درزاب له تسلیم شویو داعشیانو سره یې لیدلي دي.

د دغه کمېسون اجرايي مشر موسی محمودي بي بي سي ته وویل، چې مولوي حبیب الرحمن او ملګري یې د ملي امنیت سره بندیان دي او اوس ښه وضعیت لري.

لا هم روښانه نه ده چې افغان حکومت به له هغو داعش وسلوالو سره چې ویل یې د سولې له بهیر سره یو ځای شوي، څه ډول چلن وکړي او څه برخلیک به ولري.

فرید غرنی چې له نهو کلونو راهیسې د بګرام په عدلي او قضايي مرکز کې مدافع وکیل دی، د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ملي امنیت محبس کې جنګي بندیان په تېره د داعش غړي حقوقي خدمتونو ته لاسرسی لري او که نه؟ وايي: «زه غواړم ډاډ درکړم چې کمېسون د دوی وضعیت څاري، په دې هکله کوم شکایت نشته، تر اوسه انساني چلن ور سره کېږي، ځینې مسئلې دي چې موږ د دوی د ځواب ویلو لپاره له دولت سره تر سره کړې دي».

ویل کېږي چې د ملي امنیت له ادارې سره د داعش نږدې څلور سوه غړي بندیان دي چې ۱۳۰ پکې بهرنیان دي. د جوزجان والي لطف الله عزيزي بي بي سي ته وویل، مولوي حبیب الرحمن او له ده سره نور داعش وسلوال چې حکومت ته تسليم شوي وو، د شمالي ولایتونو اوسېدونکي دي او مېرمنې او ماشومان یې له ارزونو وروسته خپلوانو ته وسپارل شول. نوموړي زیاته کړه: «د دوی ۲۰ کسان چې د کورنۍ غړي یې دي ښځې او ماشومان دي، اولیا یا د کورنۍ مشران یې را وبلل شول، هغوی ته تسلیم شول، دوی د مختلفو سیمو وو، دا چې د کورنیو مشران یې بندیان شول او یا داسې ځای کې دي چې د کورنۍ سرپرستي یې دلته نه شوی کېدلی، ځکه یې د کورنیو مشرانو ته وسپارل شول».

د افغانستان شمال کې د داعش د مشر قاري حکمت الله تر وژل کېدو وروسته، تېر کال مولوي حبیب الرحمن د هغه ځایناستی شو، خو د دوو میاشتو تر تېرېدو او د کلابندۍ سختېدو پسې له خپلو ملګرو سره حکومت ته تسلیم شو.

له هغه وروسته افغان حکومت وویل چې د افغانستان په شمال کې د داعش فعالیت ختم شو، خو لا هم روښانه نه ده چې مولوي حبیب الرحمن او ملګري به یې څه برخلیک ولري.

د دې ډلې سلګونه وسلوال په هوايي بریدونو کې ټپي یا ووژل شول او ځینې یې هم د بهرنیو وګړو په ګډون، د حکومت لاس ته ورغلل. اوس ویل کېږي چې د ملي امنیت له ادارې سره د داعش نږدې څلور سوه غړي بندیان دي چې ۱۳۰ پکې بهرنیان دي.

Share14Tweet4Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کاناډا دوه لسيزې وروسته د ملي امنیت لومړۍ ستراتیژي خپره کړه

اکتوبر 30, 2026

ایران تراوسه د امریکا د مرستیال ولسمشر پیغام ته ځواب نه دی ورکړی

اکتوبر 30, 2026

حوثيانو د سعودي عربستان د تېلو او ملکي هوايي تاسیساتو او پوځي ځایونو بریدونه کړي

اکتوبر 30, 2026
This photo provided on Oct. 30, 2026, by the North Korean government shows an exhibition of a variety of attack and other drones at the Wonsan-Kalma coastal tourist area, North Korea, Thursday, Oct. 29, 2026. Independent journalists were not given access to cover the event depicted in this image distributed by the North Korean government. The content of this image is as provided and cannot be independently verified. Korean language watermark on image as provided by source reads: "KCNA" which is the abbreviation for Korean Central News Agency. (Korean Central News Agency/Korea News Service via AP)

کیم جونګ اون د ډیموکراتیکې کوریا د “بې پیلوټه الوتکو د ټېکنالوژۍ پرمختګ – ۲۰۲۶” نندارتون کې ګډون وکړ

اکتوبر 30, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In