چهارشنبه, مارچ 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

د شانګهای د همکاریو سازمان د بېشکېک سرمشریزې غونډې د افغانستان لپاره ښه خبرونه لرل

په افغانستان کې د چین سفیر لیو جېن سونګ

جون 29, 2019
in تحلیل
0 0

د جون په۱۴مه د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د رهبرانو د شورا غونډه په بېشکېک کې جوړه شوه.

د افغانستان او چین ولسمشران د ۱۸ نورو هېوادونو، نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو له مشرانو سره په سیمه کې د پرمختګ پر ستراتیژيو د بحثونو لپاره سره جرګه شول.

په هغه اعلامیه کې چې په دې غونډه کې هوکړه ورباندې وشوه، رهبرانو د افغان کړکېچ بېړنی حل د سیمې د هېوادونو د ثبات او امنیت لپاره اساسي فکټور وباله. د ټولو اړخونو له لوري څرګند شوی ښه نیت په افغانستان کې د سولې، پخلاینې، بیارغونې او پرمختګ لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کېدو په مانا دی.

د افغانستان-چین ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره لیدلوری هم مشخص شو. په دې ناسته کې د چین ولسمشر شي جینپینګ له خپل افغان سیال اشرف غني سره بریالۍ ناسته درلوده چې دا له ۲۰۱۵ زېږدیز کال راهیسې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ د شانګهای سازمان د ناستو پر مهال پنځمه کتنه وه.

ولسمشر شي جین پينګ اشرف غني ته د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۰مې کلیزې مبارکې ورکړه او د افغانستان لپاره یې د بېړنۍ سولې، ثبات او پرمختګ هیله څرګنده کړه. ولسمشر شي جین پينګوویل چې د یوه سنتي ګاونډي او ستراتیژیک متحد په توګه چینايي اړخ د جګړې او کړکېچ له کبله د افغانانو درد حس کوي او چمتو دی چې په بېلابېلو برخو کې دواړو لورو ته ګټه رسوونکې همکاري په دوامداره توګه پراخه کړي، د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د تعاون عملي پروژې پلې کړي او د دواړو هېوادونو د تصدیو ملاتړ وکړي، څو هغوی د دوه اړخیزې ګټې پر بنسټ د یو کمربند یوې لارې د پروژې په چهارچوب کې همکاري پراخه کړي.

چین به تل تر خپله وسه د سولې او بیارغونې په برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ثبات د ټینګښت د جوګه کېدو لپاره به د افغان لوري لاسنیوی وکړي.

د شانګهای- افغانستان د تماس ډلې ته به لا زیات رول او ځواک ورکړل شي، څو په ټولو برخو کې د همکارۍ په پراختیا سره سولې، پخلاینې، ثبات او پرمختګ ته د افغانستان د رسېدو په هڅو کې لا ډېر رغنده رول ولوبوي.

اشرف غني ولسمشر شي جین پينګ ته د چین د ولسي جمهوریت د رامنځته کېدو د ۷۰یمې کلیزې مبارکي ورکړه او له چینايي اړخ څخه یې د افغان سولې او د پخلاینې او سیمه ییز ثبات په برخه کې د مثبت رول د ادا کولو له کبله د مننې تر څنګ یې ژمنه وکړه، چې افغانستان د ختیځ ترکستان د اسلامي غوځښت په ګډون له«دریو شیطاني ځواکونو» سره ګډې مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر غني دغه راز وعده کړې چې د افغانستان د بیارغونې او پراختیا تګلارې به د چین د یو کمربند او یوې لارې له نوښت سره همغږې کوي او له چین سره به د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې همکاري نوره هم پراخوي.

د افغان سولې په اړه سیمه ییزه اجماع نوره هم پیاوړې شوې. د چین ولسمشر شي جین پينګ په خپله وینا کې د افغان سولې لهیوه جامع او هر اړخیز بهیر څخه د چین پر ملاتړ ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې له بېلابېلو چینلونو څخه به بین‌الافغاني ډیالوګ ته د رسېدو لپاره له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه چې چین له افغانستان او پاکستان سره مرسته کوي، څو دوه اړخیزې همکارۍ پراخې کړي او چمتو دی چې له دوی سره دری اړخیزې اړیکې هم ژورې کړي. د شانګهای د همکاریو د سازمان غړو هېوادونو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر بهیر ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې هم به په دوه اړخیز ډول د دغه بهیر ملاتړ کوي او هم به د شانګهای- افغانستان د تماس د ډلې له لارې، څو په دغه هېواد کې ژر تر ژره سوله او ثبات ټینګ شي. غړو هېوادونو پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ چې په بیړه په افغانستان کې د سولې لپاره شرایط چمتو او د افغان کړکېچ د سوله ییز حل لپاره په نړیوالو هڅو کې د ملګرو ملتونو د رهبرۍ د رول ملاتړ وکړي. د سولې د بهیر په دې حساس پړاو کې، د شانګهای د سازمان ټینګ ملاتړد افغانستان د پخلاینې د بهیر لپاره د سیمه ییزې اجماع او د سولې لپاره د وړ چاپېریال له رامنځته کېدو سره مرسته کولی شي.

له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ثبات د ټینګښت لپاره د افغانستان کلک ملاتړ وشو. غونډې ته په وینا کې ولسمشر شي جین پينګ وویل چې افغانستان د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو ګاونډی او د سازمان مهم څارونکی دی. نو له همدې کبله غړي هېوادونه د افغانستان د خلکو درد درک کولی شي. غړو هېوادونو هر ډول ترهګري په سختو ټکو وغندله او له تاوتریخوالي سره یې په هر ځای کې چې وي، سخت مخالف څرګند کړ. د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو په باور، له ترهګرۍ سره مبارزه باید د څو اړخیزو هڅو پر مټ وشي، یعنې د ترهګرۍ فلسفه او تبلیغات باید په شدت وځپل شي او هغه عوامل له تشخیص وروسته له منځه یوړل شي، چې د ترهګرۍ او تاوتریخوالي د پراختیا لامل کېږي. له ترهګرۍ او تاوتریخوالي سره مبارزه باید د نورو هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې لپاره د پلمې په توګه ونه کارول شي. دغه راز باید هېڅ هېواد د خپلو شخصي ګټو لپاره له ترهګرو، وسله والو ډلو او بنسټپالو سازمانونو د وسیلې په توګه استفاده ونه کړي. غړي هېوادونه باید له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې همکاري پراخه کړي او د غیرقانوني کر، تولید، قاچاق، خپراوي او د نشه يي توکو د نورو اړوندو توکو پر خلاف مبارزې ته لومړیتوب ورکړي. د شانګهای د سازمان غړي هېوادونه د خپلواک، بې پرې، سوله ییز، سوکاله او د ترهګرۍ او نشه يي توکو له اړوندو جرمونو څخه د پاک افغانستان ملاتړ کوي. د شانګهای د سازمان ناستې یو ځل بیا د سیمه ییزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره هوډ څرګند کړ او چمتووالی یې وښود چې له افغانستان سره به له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ثبات د رامنځه کولو په برخه کې مرسته کوي.

په افغانستان کې د سولې او بیارغونې لپاره ډېر فرصتونه شته. شانګهای سازمان د سیمه ییزې همکارۍ یو جامع بنسټ دی چې په نړۍ کې تر ټولو ډېره سیمه او نفوس رانغاړي. دا سیمه د منابعو له اړخه غني ده، ستر مارکېټ دی او د ساینسي او ټکنالوژیکو نوښتونو په برخه کې لوړه وړتیا لري. په دې ناسته کې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو رهبرانو ژمنه وکړه چې د سولې، اقتصادي پرمختګ، له ترهګرۍ او د نشه يي توکو د اړوندو جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې به د افغانستان له دولت او خلکو سره مرسته کوي. دوی هوکړه وکړه چې د ځانګړو پروژو پلي کول به چټکوي، سیمه ییز اتصال به پیاوړی کوي، زېربنا ته به پراختیا ورکوي، څو کاره نړیوال لوجیسټیک به جوړوي، د سوداګرۍ او ګرځندوی مرکز به رامنځته کوي، نویو او د انرژۍ سپما کوونکو ټکنالوژيو ته به مخ کوي او د څارونکو او مذاکره کوونکو هېوادونو له بالقوه ځواک څخه به استفاده کوي. په دې تړاو به غړي هېوادونه په سیمه کې سوداګري او پانګونه ډېره کړي. افغانستان د آسیا زړه دی چې د شانګهای د سازمان له ډېری هېوادونو سره ورته دودونه او سنتي ملګرتیا لري او همدا له شانګهای سازمان سره د یو ځای کېدو لپاره یو طبیعي امتیاز دی. د یو کمربند او یوې لارې د پلي کېدو په بهیر کې به شانګهای سازمان ډېر پرانیستی وي او ټولو ته به ډېره ګټه ورسوي. د سیمه ییزې اجماع په زیاتوالي سره به افغانستان د پرمختګ لپاره له نویو فرصتونو سره مخ شي او بېرته به د ورېښمو د تاریخي لارې د وخت په څېر خپل برم ترلاسه کړي. د شانګهای سازمان اوسمهال په ټولیز ډول د پرمختګ لپاره له عالي ځواکه برخمن دی او په نړیوال اقتصاد کې یې ونډه، د نړۍ د اقتصاد له ودې او له سیمه ییزې سولې او ثبات سره یې د مرستې کچه په تدریجي او دوامداره ډول زیاتېږي.

چین او شانګهای سازمان د افغانستان وضعیت ته جدي پام کوي، د افغانستان د خلکو درد حس کوي او په دغه هېواد کې پر ټولو ښکېلو اړخونو غږ کوي چې له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه پورته کړي، څو د پرمختګ بهیر له شانګهای سازمان سره همغږی شي. دغه کار د یووالي، دوه اړخیز باور، ګډ امنیت، دوه اړخیزو ګټو، د ترهګرۍ د ودې لپاره د شرایطو د له منځه تللو لپاره د همکارۍ چهارچوب رامنځته کوي او د افغانستان د سولې، بیارغونې او اقتصادي پرمختګ لپاره بنسټ جوړېږي.

ډېر داسې عوامل شته چې موږ باوري کوي چې د شانګهای سازمان او پاتې نړیوالې ټولنې په ملاتړ او مرسته افغانستان، د آسیا زړه، کولی شي چې خپل ځواک بېرته ترلاسه کړي.

 

Share23Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In