پر افغانستان د شورويانو د يرغل پر مهال، افغان ولس او امریکا د ګډ دښمن له کبله یو بل ته نږدې شول او امريکا د شورویانو پر ضد پاڅېدلو جهادي خوځښتونو سره مرستې کولې. د شورویانو له وتلو سره د امریکایانو پاملرنه له دې سیمې څخه د ختیځې اروپا په لور شوه، چېرې چې د شوروي اتحاد د ړنګېدو له کبله نه یوازې دا چې د برلېن دېوال ونړېد، بلکې ډېر نور هېوادونه هم خپلواک شول. خو په بل اړخ کې د شورویانو له وتلو سره په افغانستان کې د کورنۍ جګړې لمبې اوچتې شوې چې له دریو کلونو وروسته یې په طبیعي توګه په یوه توند غبرګون کې له کندهاره د طالبانو تحریک راپورته کړ.
کله چې د طالبانو اسلامي امارت جوړ شو، نو ځینې عربان د اسامه بن لادن او د ده د ملګرو په شمول په افغانستان کې مېشت وو، چې له طالبانو څخه وړاندې د استاد رباني حکومت پناه ورکړې وه.
په ۱۹۹۸ ز کال کې د طالبانو او امریکا ترمنځ او بیا د طالبانو او سعودي ترمنځ د اسامه پر سر شخړې پيدا شوې چې له کبله یې څو ځله د امریکایانو له خوا پر افغانستان توغنديز بریدونه هم وشول، خو وروسته چې په امریکا کې د سپټمبر په یوولسمه نېټه بریدونه وشول، یو ځل بیا د اسامه پر سر شخړې زور واخیست او امریکایانو په همدې پلمه پر افغانستان يرغل وکړ.
کله چې پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې نېټې بریدونه وشول، نو د امریکا د هغه مهال ولسمشر «بوش» طالبانو ته د ۲۰۰۱ ز کال د سپټمبر په شلمه لاندې وړاندیزونه وکړل:
لومړى: طالبان دې امریکا ته د القاعدې ټول غړي وسپاري.
دويم: له طالبانو سره چې څومره بهرنیان بندیان دي، خوشې يې دې کړي.
درېيم: طالبان دې ژر تر ژره د وسله والو جنګياليو د روزنې مرکزونه وتړي.
څلورم: ټول «ترهګر» او د دوی ملاتړي باید مناسبو چارواکو ته وسپاري.
پنځم: امریکا ته بايد د «ترهګرو» د ټرېنېنګ مرکزونو ته لاره ورکړي، څو دوی هلته خپل تحقیقات وکړي.
طالبانو سملاسي د سپټمبر پر ۲۱مه دا وړاندیزونه رد کړل او د دليل په دود يې امريکا ته وویل چې د سپټمبر د يوولسمې په پېښه کې د اسامه د ښکېلتيا هېڅ ډول ثبوت نشته دی؛ ځکه دوی نه شي کولی چې اسامه امريکا ته وسپاري.
وروسته بيا د اکټوبر پر څلورمه طالبانو امریکا ته وړاندیز وکړ، چې دوی چمتو دي، څو اسامه پاکستان ته وسپاري او هلته د اسلامي شریعت تر چتر لاندې په یوه نړیواله محکمه کې پرېکړه وشي؛ خو دا وړاندیز د مشرف له خوا رد کړای شو.
د ۲۰۰۱ ز کال د اکتوبر پر اوومه طالبانو يو ځل بیا وړانديز وکړ چې دوی چمتو دي څو په افغانستان کې دننه په يوه محکمه کې پر اسامه پرېکړه وکړي… خو په همدې ورځ امریکایانو بیا د طالبانو دا وړاندیز د افغانستان پر خاوره په هوايي بریدونو بدرګه کړ. د اکټوبر پر ۱۴مه طالبانو يو ځل بیا بل وړاندیز وکړ، که امریکا دوی ته ثبوتونه وړاندې کړي، دوی حتی دې ته هم چمتو دي چې اسامه کوم بل درېیم هېواد ته وسپاري، خو امريکا دا ټول وړاندیزونه رد کړل او ویې ویل چې که طالبان اسامه بن لادن امريکا ته ونه سپاري، نو له طالبانو وخت تېرېدونکی دی.
په دې توګه د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو ټولې دروازې بندې شوې او امريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ.