ریالېستان په نړیوال نظام کې پر شته او موجود سیاست بحث کوي. د دولتونو تر منځ په سیاسي تعاملاتو کې د (باید) کلمه نه مني. ریالېستان دلیل راوړي چې هېوادونه تل د خپلو ګټو پر بنا خپل سیاست څرخوي، نو ځکه د باید کلمه نه شي کولای چې د هېوادونو تعاملات (State Practices) په اجباري ډول بدل کړي. د ريالېزم ايډيالوژۍ له مخې، سیاسي لوبغاړي پر واقعيتونو استدلال کوي او د حل موندلو لپاره واقعي حل مخته وړي.
زموږ ولسمشر په تيوريکي لحاظ ریالېست برېښي؛ خو سیاسي تعاملات یې ایډلېزم ته پاتې کېږي. که موږ له پاکستان سره خپلې ستونزې حلوو، نو ولې د ۲۵ میلیونو ډالرو خسارې چې له هندوستان سره د سیاسي رقابت له امله پاکستان زموږ هېواد ته اړولې؛ پوښتنه نه شو کولای.
واقعيت دا دی چې د ډیورنډ پر کرښه باندې اغزن تار تېریږي، په سترګو یی ګورو او د کیلومټرونو حساب یی هم معلوم دی، نو بیا ولې پر دې واقعیت سترګې پټوو او له پاکستان سره د ارمانګرایۍ بحثونه چې د سیمه ییز اتصال او منطقوي ټرانزیټ دی، ځانونه تېر باسو. د تجارت او ټرانزیټ په برخه کې اته کاله دمخه د پاکستان او افغانستان تر منځ د APTTA په نوم تړون لاسلیک شوی، چې له مخې به یې پاکستان مرکزي اسیا ته لار مومي او په مقابل کې به افغانستان د هند خاورې ته خپل مالونه وړي او راوړي. اما له دغه تړون څخه پاکستان سرغړونه کړې چې باید افغان ولسمشر پاکستاني مقاماتو ته د پاکستان تقصیر د سیمه ییز اتصال پر وړاندې اساسي خنډ تعریف کړي. منو چې ولسمشر مو عالم او پوه انسان دی.
ممکن په سیمه ییزه سیالۍ هم وپوهيږي، خو که د پاکستاني اقتصادانانو د لارښوونې پر ځای په هېواد کې د یو مجهز نړیوال روغتون تهداب اېښی وای، نن به مو سپین ږیری مریض بابا د پنجاب ويزې په مقابل کې خپل روح جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ ته نه باښه. قاعده دا ده چې د پاکستان تش په وعدو او مکارانه سیاست باید نور ونه غولېږو. د افغانستان کشاله کې باید پاکستان د افغانستان دولت او خلکو ته واقعي مثبت بدلون وښيي، څو محسوس شي او بیا باید افغان دولت انعطاف ښکاره کړي.
افغان ولسمشر د سولې په هڅو کې اساسي خنډ پاکستان تعريفوي، اما اسلام اباد کې بیا ولسمشر په افغان سوله کې د پاکستان له هڅو مننه کوي. ولسمشر په پیل کې له واقعيتونو پرده پورته کوي، اما د خبرو په پای کې واقعيتونه بېرته کتمانوي او د پاکستان هڅې ستايي. په تېرو څلورو کلونو کې افغان ولسمشر د پاکستان پر وړاندې خورا ښه لاړ .
د افغانستان خلکو او نړيوالو ته یې د پاکستان اصلي څېره لا بربنډه کړه. حد اقل زموږ ځوان نسل ته یې له پاکستان سره د سیالۍ چل زده کړ، اما په اوسني سفر سره یې موږ ته شکونه راولاړ کړل چې موږ د دښمن کور ته بغیر له کوم بدلونه ولې ورشو. پاکستان اوس هم طالبان حمایه کوي، هره ورځ زمونږ تر یو نیم سل زیات هيوادوال د پاکستان نیابتي سیاست قرباني کېږي، له هند سره مو د ځمکني او هوایي تجارت پر وړاندې اساسي خنډ پاکستان دی، نو بیا څه شی مونږ ته پاکستان کړي چې کور ته یې وردرومو؟
دا او دې ته ورته پوښتنې زموږ د خارجي سیاست ستر ضعف را په ګوته کوي.