یکشنبه, مارچ 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي

دې شپږو دلایلو ته په کتو تاسو هم شتمن کېدای شی!

ژباړه: حمیدالله حمیدي

اکتوبر 8, 2018
in معلوماتي
0 0

که تر اوسه هم نه وی شتمن شوي او مالي خپلواکي مو نه وي تر لاسه کړې، نو په خپله تګلاره او فکر له سره غور وکړئ. له شک پرته چې زموږ فکر، ورځني کړه وړه او په ټوله کې د ژوند تګلاره له شتمن کېدو سره مستقیمه اړیکه لري. که په دې باور اوسی چې د شتمن کېدو لپاره باید په یوه شتمنه کورنۍ کې زيږېدلي وای، په یوه ځانګړې برخه کې مو زده کړې کړې وای او یا مو هم د اوس په پرتله لا ډېرې هڅې او کار کړی وای، نو کېدای شي شتمن شوي وای. له بده مرغه باید ووایو چې همدغه باورونه ډېری وخت د انسان د پرمختګ مخه نیسي او د مالي بریا په مخ کې یې خنډ ګرځي. په دې لیکنه کې مو پر هغه څه تمرکز کړی چې که یې تاسو هم عملي کړی، شتمن کېدای شی.

۱- ټول شتمن کسان نړۍ ته شتمن نه دي راغلي

که تاسو په یوه شتمنه کورنۍ کې دنیا ته سترګې وغړوی، د دوو دلیلونو له مخې تاسو هم شتمن کېدای شی. لومړی دا چې کېدای شي چې له مور او پلار څخه یوه زیاته اندازه پیسې درته په میراث پاتې شي او یا هم د لومړنۍ پانګونې پر مهال در سره مرسته وکړي، خو تر ټولو مهم دویم دلیل دی، ځکه که چېرې تاسو د یوې شتمنې کورنۍ غړي وی، نو کېدای شي د شتمنۍ پیداکولو په اړه مو د منفي افکارو په پرتله مثبت هغه زیات وي او یو ډول د کاروبار لپاره له مخکې جوړ شوی مثبت ذهن ولری. دغه مثبت لیدلوری د دې لامل کېږي چې په ډېرې اسانۍ سره مالي خپلواکي خپله کړی. خو د شتمنو کسانو داسې زامن هم شته چې نه یې د خپل پلار شتمني یې زیاته کړې، بلکې د پلار ګټلي یې هم څټلي دي. ایا هغه څوک چې په یوه بې وزله کورنۍ کې یې دنیا ته سترګې غړولې دي، پر دې محکوم دي چې باید بېوزله لوی شي او زوړ شي؟ په دې اړه ډېرې زیاتې څېړنې شوې دي او دا یې ثابته کړې ده چې خبره داسې نه ده. که تاسو هم خپلې شاوخوا ته وګوری، وبه وینی ډېر هغه کسان چې په یوه خورا بېوزله کورنۍ کې پیدا شوي دي، د پاکې او حلالې لارې د شتمنۍ د غره لوړو څوکو ته رسېدلي دي. تاسو هم له همدې خبرې په الهام اخیستو کولی شی، شتمن شی او مالي خپلواکي خپله کړی.

«خلک یوازې د لاترۍ او قسمت حساب له لارې نه میلیونر کېږي، بلکې د یوه داسې کار له کبله میلیونران شوي چې ښه عواید لري، سپما کوي او پر نورو ګټورو کارونو پانګونه کوي.» (توماس جي استنلي)

۲- شتمن کسان ځانګړی جوړښت نه لري

موږ او تاسو ډېری په دې اند یو چې شتمن کسان ځانګړي انسانان دي او فکر کوو چې کېدای شي هغوی د ځانګړو جنټیکي ځانګړنو سره نړۍ ته راغلي وي، خو حقیقت دا دی چې شتمن کسان هم زموږ په څېر عادي انسانان دي. شتمن کسان هم د نورو انسانانو په څېر د قوت او کمزورۍ ټکي لري. په شتمنو کسانو کې هم د بېلابېلو فکرونو او عادتونو خلک شته. هغه کسان چې د شتمنو تر منځ د توپیر په لټه کې دي، کېدای شي دې مسئلې ته رسېدلي وي چې هغوی هم کوم ځانګړي انسانان نه دي.

۳- شتمن کېدل په زده کړو پورې اړه نه لري

ډېری خلک په دې اند دي چې د شتمن کېدو لپاره کېدای شي لوړو زده کړو ته اړتیا وي، خو زده کړې سړی نه شي شتمن کولی. ان کېدای شي چې ډېر کله خپله په لوړو زده کړو ډېر وخت تېرول مو له شتمن کېدو پاتې کړي، ځکه په پوهنتونونو کې په دې اړه زده کړې نه ورکول کېږي چې تاسو څه ډول شتمن شی. «کېدای شي همدا لامل وي چې د شتمن پلار او نېستمن پلار لیکوال کیوساکي لیکي، چې ممتاز زده کوونکي د کمزورو لپاره کار کوي او متوسط یې بیا د دولت لپاره کار کوي.» د تحصیلي اسنادو نه درلودل نه شو کولی چې د شتمن کېدو په مخ کې یې خنډ وبولو. که د همدې اوسنیو شرایطو په اړه فکر وکړی، په ټولنه کې ډېری وزګار کسان د ماسټرۍ او دوکتورا درلودونکي دي. دوی نه یوازې دا چې شتمن نه دي، بلکې هېڅ عواید هم نه لري. د دوی د شتمن کېدو په مخ کې یوازینی خنډ همدا دی چې دوی له خپلو تحصیلي اسنادو ډېره تمه کوي.

۴- شتمن کېدل په عمر پورې تړلې خبره نه ده

کېدای شي ډېری کسان له ځان سره ووایي چې د شتمن کېدو لپاره زه ډېر ځوان او یا هم نور بوډا شوی یم. سمه ده چې د سپما لپاره کېدای شي تاسو ډېرو کلونو ته اړتیا ولری، خو داسې لارې چارې هم شته چې ان په ډېر کم عمر او یا هم شپېته کلنۍ کې سړی شتمن کړي. که خپلې شاوخوا ته هم وګوری، ډېر تنکي ځوانان به وګوری چې په خپلو مټو شتمن شوي او یا به له داسې کسانو سره مخ شی چې پخوا یې ګزاره ښه نه وه، خو اوس چې مخ پر زړېدو دي، د ډېرې شتمنۍ څښتنان شوي دي. نو دې ته زړه مه خوری چې تاسو د شتمن کېدو لپاره تر اوسه لا ډېر ځوان او یا عمر خوړلي یاست.

۵- شتمن کېدل ډېر سخت کار ته هم اړتیا نه لري

که تاسو په دې اند وی چې له ډېرو سختیو او سخت کار وروسته به انسان شتمن کېږي، نو تېروتنه مو کړې ده، ځکه د شتمن کېدو سختي له هغې سختۍ اسانه ده چې د غربت او یا هم متوسط ژوند پر مهال یې ګالی. دا سمه ده چې هر څه هڅه، کوښښ او زحمت غواړي، ځکه د غره څوکې ته پورته کېدل هرو مرو انسان له پښو او لاسونو غورځوي، خو داسې نه چې هم د غره څوکې ته ونه رسېږي او هم د ابادې له مزو بې برخې شی. که شتمن وی او مالي خپلواکي خپله کړی، نو کولی شی د وخت کنټرول په خپل لاس کې واخلی او له خپلې خوښې سره سم ژوند وکړی، خو که شتمن نه وی، نو کېدای شي خپل ټول وخت په سختیو او خواریو کې تېر کړی.

۶- د شتمن کېدو لپاره لومړنۍ پانګې ته اړتیا نه لری

د لومړنۍ شتمنۍ نه درلودل ډېری خلک په خپله لاره کې خنډ بولي، نو همدا لامل دی چې لاس تر زنې ناست وي او په هېڅ کوم داسې کار لاس نه پورې کوي چې خپله راتلونکې جوړه کړي. اول خو هېڅ کار او کسب په لومړي سر کې ډېرې پانګې ته اړتیا نه لري، خو که یې ولري هم، که چېرې تاسو کلک هوډ ولری او په پوره قوت او انرژۍ د خپلې موخې په طرف ګامونه واخلئ، خپلې اړتیاوې بیا له هرې خوا پوره کولی شی. هر څه ستاسو په مینه او لېوالتیا پورې اړه لري. کلک هوډ غرونه ماتولی شي. فکر وکړی که د خپلې خوښې په اندازه پیسې پیدا کړی، څه ډول کور، موټر، امکانات، تفرېح او اړیکې به ولری؟ موخې ته د رسېدو لپاره یوازینۍ لار دا هم ده چې همدا اوس فکر وکړی چې هغه څه ته چې رسېدل غواړی، رسېدلي یاست. کېدای شي دا خبره درته مسخره ښکاره شي، خو حقیقت دا دی، چې بریا او موخې ته د رسېدو احساس او تصور مو بریالي کوي هم. په شتمنۍ فکر کول ستاسو په ناخود اګاه ذهن کې تثبیتېږي او هغه موانع له منځه وړي چې ستاسو په مخه کې خنډ ګرځي.

Share45Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In