جمعه, مارچ 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

عمل او پر ځان باور مو بریا ته رسوي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

جولای 1, 2019
in ژوند
0 0

ډېری کسان له دې ستونزې سره مخ دي چې پر ځان باور نه لري. دوی په دې عقیده دي چې بریا ته نه شي رسېدای او ناکامېږي. دوی که په یوه اوږده تونل کې را ګیر وي او د تونل په سر کې یوه وړه روښنایي وویني، د دې پر ځای چې ځان ته ډاډ ورکړي چې ګواکې ابادې ته ورسېدل، له ځان سره وایي، دا اورګاډی دی، تېرېږي. دوی په هر کار او هر ځای کې یوه ستونزه ویني او داسې ډېر لږ پېښېږي، چې ستونزې دې یو څوک ناکام کړي. د ناکامۍ اصلي لامل یې په پر ځان بې باوري ده .

۱- ډېری کسان څوک نه لري چې باور پرې وکړي

په نننۍ نړۍ کې ډېری انسانان د یوازېتوب احساس کوي. هغه ټولنیز احساس چې یو وخت ډېر عام و او پوره ګټه مو ترې اخیسته، نن سبا نشته او که وي هم کم رنګه شوی دی. ډېری کسان هغه کورنی ملاتړ چې دېرش، څلوېښت کاله د مخه یې درلود اوس یې نه لري او ترې بې برخې شوي دي. ۹۰ سلنه هغه کسان چې نن په زندانونو کې دي، هغوی ته یې پلرونو په ماشومتوب کې ویلي، چې یوه ورځ به تاسو زندان ته ځئ. په داسې حال کې چې مور او پلار باید خپلو اولادونو ته پر ځان باور کول ور زده کړي. ان ډېری کسان په داسې یوه حالت کې ژوند کوي، شپې او ورځې تېروي، چې ډېر نږدې کسان یې پرې باور نه لري. څوک نه لري چې ملاتړ یې وکړي او لمن یې ونیسي.

۲- هغه کسان چې خلک پرې باور کوي پوهېږي!

خلک په غریزي ډول پوهېږي، چې څه وخت خلک پرې باور کولی شي. پر خلکو باور کول کولی شي د هغوی ژوند ور بدل کړي. د جیم مېرمن نانسي وایي، کله چې پر یو چا باور وکړی، هغوی ناممکن کارونه ممکن کولی شي. ستونزې په ندرت سړی ناکاموي، خو پر ځان باور نه درلودل هرومرو د ناکامۍ لامل کېږي.

۳- ډېری کسان د دې لپاره چې تاسو باور پرې لری، هر کار ته ملا تړي

څومره مو چې پر خلکو د باور کچه لوړېږي، هومره ځان در خپلوي. که مو د کورنۍ غړی او یا نږدې دوست وي او پوه شي چې باور نه پرې لری، هغوی هم د ځان په اړه بې پروا کېږي، معمولي او یو ناقابل کس ترې جوړېږي. خو که باور پرې ولری او ویې هڅوئ، دوی هم هڅه کوي چې له ځانه هغه وړتیاوې ښکاره کړي، چې تاسو یې غواړی. دا په اصل کې ستاسو دواړو د بریا لامل کېږي. جان سپالدینګ وایي: «هغه کسان چې زموږ پر وړتیاوو باور لري، زموږ په حق کې له تشویق او تحریک نه هم ډېر کار اخلي، هغوی زموږ لپاره داسې فضا برابروي، چې بریا په کې اسانه کېدای شي».

که مو تر اوسه پر چا باور نه کاوه، تګلاره مو بدله کړئ، پر خلکو باور وکړئ، ډېر ژر به د دواړو خواو ژوند بدل شي. د خلکو لپاره تر ټولو ښه ډالۍ پر هغوی باور کول دي. که یو چاته پیسې ورکړی، کېدای شي خلاصې شي. که سرچینې په واک کې ورکړی، معلومه نه ده چې سمه ګټه ترې واخلي او که نه. که مرسته ورسره وکړی، په لږ وخت کې پر خپلو پښو درېدای شي، خو که هغوی ته دا روښانه کړئ چې باور پرې لری، پر نفس یې اعتماد زیاتېږي او پر ځان متکي کېږي.

باور لرل په عمل کې ثابت کړئ!

پر نورو باور کول، له ځینو کلماتو او احساس پرته بل څه نه دي. موږ باید پر نورو باور کول په عمل کې ثابت کړو. لکه څه ډول چې د پوینت لوما د کالج د استاد تیلور پورکیسر ور پام شوی دی: «ایمان له هغه څه پورته دی، چې پوه شو دغه موضوع پر واقعیت برابره او سمه ده. ایمان مانا دا چې خبره تر دې کچې سمه ده چې کولی شو همدا اوس لاس په کار شو». که غواړی له خلکو سره مرسته وکړی او مثبت اغېز پرې وکړی، له هغوی سره داسې چلند وکړئ چې پر نفس یې باور زیات شي.

رالف والدو امرسون وایي: «پر نورو باور وکړئ، څو هغوی درته دروغ ونه وایي. له هغوی سره د یوه مهم او لوی سړي په څېر چلند وکړئ، څو ځان مهم او لوی سړی ښکاره کړي». پر خلکو باور وکړئ، څو په ټولنه کې نوي او تجربه لرونکي کسان وزیږېږي.

پر نورو څه ډول باور وکړو؟

زه او جان نېکمرغه یو؛ ځکه په یوه ښه او مثبت چاپېریال کې را لوی شوي یو. نو له همدې کبله په اسانۍ سره پر نورو باور کولی شو. خو ټول خلک بیا دومره نېکمرغه نه دي. ډېری کسان باید زده کړي، چې څه ډول پر نورو باور کولی شي. پر خلکو د باور کولو لپاره دغه ټکي په پام کې ونیسئ!

پر هغوی مخکې له دې چې بریالي شي، باور وکړئ!

ایا تر اوسه مو دې ته پام شوی، چې یوه ډله کسان د دوو ټیمونو تلې ته ګوري، چې پوه شي کوم ټیم ګټونکی دی، له هغه وروسته یې تشویقوي او چک چکې ورته وهي؟ دا هغه پېښه وه چې څو کاله وړاندې په سندیاګو کې پېښه شوه. کله چې د چارجرز د فوټبال ټیم په خپله ډله کې بریالی شو او له هغه وروسته چې نورو ټيمونو ته یې ماتې ورکړه، په ښار کې توپان جوړ شو. خلکو د ټیم د غړو عکسونه پر سړکونو، پنجرو، دېوالونو او خپلو موټرونو ځوړند کړل، ګټونکي د هر چا خوښېږي. پر هغه چا باور کول چې مخکې له مخکې یې خپله وړتیا ښودلې وي اسانه کار دی، خو پر داسې کسانو باور کول چې غواړي بریالي شي یو څه سخت کار دی، خو کېدای شي همدا ستاسو باور او هڅونه یې بریا ته ورسوي. فرانسوي لیکوال جوزف ژوبرت وایي: «انسان چې څو ایمان ونه لري، پر نورو ایمان نه شي راوړلی».

ځینې کسان په مایوسانه ډول غواړي پر ځان باور وکړي، خو هیله من نه وي. په داسې حال کې چې هېڅ ناهیلې کوونکې بریا نشته. یوازې نور خلک کولی شي په موږ کې مایوسي پیدا کړي. هر سړی په خپل وجود کې د عظمت زړي لري. خو که مو نور وهڅوي، باور در باندې وکړي او تشویق مو کړي، هغه ده چې دغه زړو ته به یې اوبه ورکړې وي، څو شنه شي او وده وکړي.

د هغوی پر وړتیاوو د تایید ټاپې ولګوئ!

مخکې مو هم په دې اړه خبرې کړې وې، چې ځینې کسان تېروتنه کوي او وایي، د دې لپاره چې د نورو خلکو پر ژوند مثبت اغېز پرې باسو، باید د یوه موقف خاوندان واوسو. په داسې حال کې مثبت اغېز کول کاملاً له یوې بلې کرښې تېرېږي.

له بریا مخکې پر نورو باور کول د دې لامل کېږي، څو خپلې بالقوه وړتیا ته ورسېږی. د خلکو له ښو کارونو ستاینه وکړئ. هم په ځانګړي ډول او هم د نورو په مخ کې. هغوی ته دا روښانه کړئ چې تر کومې کچې یې ښې کړنې تاییدوی. له یوه چا څخه چې د هغوی د کورنۍ د غړو په مخ کې ستاینه کوی، هغوی ته مثبته انرژي ورکوی  او د بریا چانس یې زیاتېږي.

Share8Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پینګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د څلورمې کلنۍ غونډې د پای ناسته کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

د چین د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس څلورمه غونډه پای ته ورسېده

مارچ 12, 2026

جانګ ګوه چینګ د اټومي انرژۍ په دوهمې سرمشريزې کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

چين: د افسوس وړ ده، چې د روسيې په وړانديز د منځني ختيځ د حالاتو مسوده تصویب نه شوه

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In