جنوبي افریقا د افریقا د لویې وچې په جنوبي څنډه کې د ختیځو طول البلدونو د ۱۷ او ۳۳ درجو او د جنوبي عرض البلدونو د ۲۲ او ۳۵ درجو ترمنځ موقعیت لري. پراخوالی یې ۴۶۷۱۰۳ کیلو متره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ ۲۴ م لوی هېواد دی.
شمال ته یې زیمبابوې، جنوب ته یې اتلانتیک سمندر، ختیځ ته یې موزمبیق او د هند سمندر او لوېدیځ ته یې جنوبي اتلانتیک سمندر موقعیت لري. د دغه هېواد پلازمېنه د پریتوریا ښار دی. د ټولو وګړو شمېر یې ۵۷ میلیونه تنه اټکل شوی چې د نفوس ګڼوالی یې په هر کیلو متره مربع کې ۴۱ تنه ښودل شوی دی. ۶۵ سلنه وګړي یې په ښارونو کې ژوند کوي او پاتې ۳۵ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې مېشت دي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې د دریو ماشومانو د درلودلو اجازه لري.
هانسبورګ، دوربان، سویتو، پورت، الیزابت او پورټوریا د جنوبي افریقا له لویو او مهمو ښارونو څخه دي. دغه راز ۷۷ سلنه وګړي یې تور پوستي افریقایي نژاده، لس سلنه یې سپین نژاده او پاتې نور یې له بېلابېلو نژادونو څخه دي.
۳۸ سلنه وګړي یې پروتستانت، ۳۸ سلنه یې مسیحیان، نهه سلنه یې کاتولیکان، درې سلنه یې مسلمانان او پاتې نور یې د بېلابېلو دینونو پیروان دي. جنوبي افریقا ۱۱ رسمي ژبې لري.
د جنوبي افریقا اساسي قانون د ۱۹۹۶ ز کال د ډسمبر په لسمه جوړ او ۱۹۹۷ ز کال د فبروري په درېیمه نافذ شوی دی. د دغه هېواد ولسمشر او مرستیال د ولسي جرګې له خوا او د کابینې وزیران یې بیا د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي.
د جنوبي افریقا پارلمان دوې جرګې لري: لومړۍ ولسي جرګه چې ۴۰۰ غړي لري او د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي. دویمه د ولایتونو ملي جرګه ۹۰ غړي لري او له هر ولایت څخه لس کسان دې جرګې ته پېژندل کېږي. دا جرګه د هر ولایت د ګټو د خوندي کولو تر څنګ په جنوبي افریقا کې د قومي لږکیو د ژبې او نورو کلتوري ځانګړتیاوو د ساتنې او ودې لپاره هم کار کوي.
په دغه هېواد کې د رایه ورکونې سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي.
د جنوبي افریقا حقوقي نظام په رومي، هالنډي او برېټانوي قوانینو ولاړ دی. د اساسي قانون محکمه، د استیناف محکمه، عالي محکمه او د عدالت محکمه د دغه هېواد لوړ قضایي ارګانونه بلل کېږي.
د افریقا مسیحي ولسواک ګوند، افریقایي ملي کانګرېس، ولسواک ائتلاف، د خلکو کانګرېس، د خپلواکۍ جبهه، متحد ولسواک ګوند او مسیحي ولسواک ګوند د دغه هېواد له لویو او مهمو ګوندونو څخه دي.
جنوبي افریقا د ۱۹۱۰ ز کال د ډسمبر په ۱۱ مه له برېټانیا څخه خپلواکي ترلاسه کړه، خو د اپرېل ۲۷ مه هر کال په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي. دغه هېواد د ګڼو نړیوالو ټولنو ترڅنګ په ۱۹۴۵ ز کال کې د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.
جنوبي افریقا داسې مخ پر ودې هېواد دی، چې پرېمانه طبیعي شتمنۍ، پرمختللي ټرانسپورټي، انرژیټیکي، مخابراتي، حقوقي او مالي سیسټمونه لري. د دغه هېواد د اسهامو د راکړې ورکړې بازار په نړۍ کې پنځلسم لوی بازار بلل کېږي. جنوبي افریقا داسې عصري اقتصادي بنسټونه لري چې د ټول هېواد کلیوالو سیمو ته د خوراکي موادو او نورو تولیداتو د رسولو له منظم بهیر سره مرسته کوي.
له دې ټولو سره سره د دغه هېواد اقتصادي پرمختګ دومره چټک نه دی، چې په هېواد کې کابو ۲۵ سلنه وزګارو ځوانانو ته مناسب کارونه ورکړي. همدا راز هغه اقتصادي ستونزې چې دا پارتاید له وخت څخه په میراث پاتې دي لکه بېوزلي، له اقتصادي پرمختګ سره د ځینو ډلو اختلاف، جرمونه، اداري فساد او نور لا تر اوسه په خپل حال پاتې دي. د جنوبي افریقا حکومت شل کاله وړاندې هڅه پیل کړه چې د اقتصادي تګلارو د ښه کولو، د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال د جوړولو، خصوصي سکټور ته د دولتي اقتصادي تشبثاتو د خرڅلاو او د ازاد بازار د اساساتو د ښه تطبیق لپاره عملي اقدامات وکړي. حکومت هغه وخت د ودې استخدام او بیا وېش له تګلارې سره سم لاندې چارو ته لاره هواره کړه: د مالیاتي اسانتیاوو له لارې په داسې صنعتي پروژو پانګونه چې ډېر کارګران استخدام کړي، د اقتصادي بنسټیزو پروژو د جوړولو پراختیا، د دولتي تشبثاتو د خصوصي کولو ګړندیتوب، په تشبثاتو باندې د راز راز مالیاتو او محصولاتو کمول، د اقتصادي اغېزمنتیا د پرمختګ سبسایډي کول، عوامو ته د خدماتو زیاتول او نړیوال اقتصاد ته ننوتل. د دغه هېواد اقتصادي ګړندی پرمختګ د ۲۰۰۷ ز کال په پیل کې د برېښنا د کموالي له امله لږ ټکنی شو. دغه ټکني توب په ښارونو او صنعتي سیمو کې سوداګریزو او تولیدي چارو ته زیانونه ورسول.
جنوبي افریقا لا هم ډېرې ستونزې لري، لکه ډېرې برېښنا ته اړتیا، د هېواد د اقتصادي جوړښت د ستونزو لرې کول، د سوداګرۍ پرمختګ، د بېوزلو خلکو روغتیا، ښوونې او روزنې او د دوی د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته پاملرنه، ځوانانو ته د کار موندل، د بېوزلۍ پای ته رسول او د ملي عوایدو د غیر عادلانه وېش د ستونزې د بنسټیز حل په برخه کې د سترو ګامونو پورته کول او داسې نور.
د جنوبي افریقا د اقتصاد د برخې چارواکي ډېره هڅه کوي چې انفلاسیون ټیټ وساتي؛ ځکه د پیسو د ارزښت کمېدنه په عوامو فشار ډېروي چې د لږو موادو لپاره ډېرې پیسې ولګوي. په تېرو دریو کلونو کې دغه هېواد د بودجې کسر درلود، خو اوس اوس د دې هېواد اقتصاد ښه لور ته روان دی.
د جنوبي افریقا د ناخالص کورني تولید کچه ۶۰۰ میلیارده ډالره او د سړي سر کلني عاید اندازه یې ۶۲۹۲ ډالره اټکل شوې ده. دغه راز د دغه هېواد کاري ځواک ۱۸ میلیونه تنو ته رسېږي. ۲۵ سلنه وګړي یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
جنوبي افریقا په نړۍ کې د سرو زرو او پلاتنیم ستر تولیدونکی هېواد دی. اوسپنه، پولاد، د موټرو مونتاژ، فلزي شیان، ماشینونه، پرزې، ټوکران، کیمیاوي توکي، سره، خوراکي مواد، سپکې وسلې، برېښنایي وسایل، دارو درمل، د سوداګریزو بېړیو ترمیم او د کوچنیو بېړیو جوړول د دغه هېواد په صنعت کې مهمه ونډه لري.
۲۵ سلنه ځمکه یې د کرنې وړ ده، د دغه هېواد پاتې خاوره څړځایونو، بېدیاوو، غرونو، غونډیو، سیندونو، ښارونو او د کار او ژوند کلیوالو سیمو نیولې ده. د دغه هېواد ۸۵ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي او د هېواد ۳۵ سلنه ناخالص کورني تولیدات له همدې سکټور څخه لاس ته راځي. ربړ، لرګي، پنبه، ګني، کونځلې، غنم، ږدن، شړشم، خرما، ځمکني بادام، مېوې، کېلې، ام، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د جنوبي افریقا د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي.
تېل، الماس، اوسپنه، مس، سپین زر، چونه او مالګه د دغه هېواد له مهمو کانونو څخه دي. دغه هېواد ټولټال ۹۰ هوایي ډګرونه لري چې لس یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي.
په جنوبي افریقا کې رسنۍ د دولت په ګټه خپرونې کوي. دغه هېواد یو دولتي ټلوېزیون او درې راډيوګانې، خو خصوصي برخه یې دېرش راډیوګانې لري. تر څنګ یې په دغه هېواد کې پنځه ورځپاڼې او څلوېښت اونېزې خپرېږي.
جنوبي افریقا د افریقا او نړۍ له وروسته پاتې هېوادونو څخه دی، خو اوس اوس د اقتصادي او قانون د حاکمیت له پلوه ښه لور ته روان دی. د دغه هېواد څلوېښت سلنه نارینه او ۲۵ سلنه ښځينه په لیک او لوست پوهېږي.
جنوبي افریقا پېړۍ پېړۍ د سوډان د لوی افریقایي هېواد د خاورې یوه برخه بلل کېده او دواړه پوره ګډ تاریخ لري. د دغو دواړو برخو ترمنځ د بېلتانه کرښې د تېرې پېړۍ په شپږمو او اوومو لسیزو کې و ایستل شوې چې په پای کې یې دغه سیمه په دوو برخو ووېشله.
په ۱۹۶۸ ز کال کې سوډاني مسیحي تور پوستو د هېواد په جنوب کې د مرکزي واکمنۍ پر ضد وسله پورته کړه او د نویو ټاکنو په پای کې اسماعیل الازهري د چارو واګي تر لاسه کړ. دا جګړه ځکه پېښه شوه چې د مسلمانانو د سوډان له خپلواکۍ څخه وروسته په ټول هېواد برلاسي درلوده او غوښتل یې چې دا ټول لوی وطن د خپلو اصولو له مخې اداره کړي. په دغه اختلاف کې دین او قومیت دواړو ونډه درلوده، په داسې حال کې چې د سوډان په جنوب کې تور پوستي مسیحیان مېشت وو چې ځانونه یې د هېواد په اداره کې بې برخې بلل. هغه لومړني خلک چې د سوډان په جنوبي برخو کې د شمال د واکمنۍ پر ضد یې وسله پورته کړه، خو په ۱۹۷۲ ز کال کې ایتوپیا د غونډې د هوکړې او پرېکړې له مخې د سوډان جنوبي سیمو ته کورواکي ورکړه. په ۱۹۷۳ ز کال کې د سوډان نوی اساسي قانون نافذ شو. اوس اوس د جنوبي سوډان دولتي پوځونه هڅه کوي چې پلازمېنه جوبا خوندي وساتي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې د جنوبي افریقا نوم نشته، نو له همدې امله دواړه هېوادونه په ځپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري.
له افغانستان څخه تر جنوبي افریقا پورې د هوا له لارې فاصله ۸۵۴۹ کیلومترو ته رسېږي. دغه راز د کابل او جوبا تر منځ د وخت توپیر هم یو نیم ساعته دی.