د مینې او عزت نفس د برخې متخصص او مشهور ارواپوه ناتانیل براندن وایي: «دا چې خلک ځان ته څومره ارزښت ورکوي، له دې پرته بل ارزښتناک او مهم شی نشته، خو کله کله په ژوند کې داسې پېښې رامنځته کېږي، چې انسان د یوازېتوب او بې ارزښتۍ احساس وکړي.» په اصل کې ټول انسانان هغه که ماشوم وي، پنځوس کلن وي او یا هم اویا کلن؛ غواړي د نورو له خوا وستایل شي. دوی د دې وړتیا نه لري، چې ځان پخپله وستایي؛ ځکه پر ځان یې باور کم وي. که په دې برخه کې شک لری، کولی شی دغه ازموینه ترسره کړئ!
له څو کسانو څخه چې ورسره پېژنی، وغواړی چې په یوه پاڼه کاغذ کې د خپل شخصیت د قوت ټکي ولیکي. وبه ګوری چې هر یوه به یې لږ تر لږه شپږ یا اووه موارد ذکر کړي وي، خو که له همدې کسانو څخه وغواړی، چې د خپل شخصیت د ضعف ټکي بیان کړی، کېدای شي د هر یوه د ضعف ټکي د قوت د ټکو دوه برابره وي، چې دغه څه پر ځان د باور نشتوالی په ګوته کوي.»
د اتلسمې پېړۍ لیکوال او نقاد سامویل جانسون وایي: «پر ځان باور د لویو کارونو د ترسره کولو لپاره لومړۍ اړتیا ده.» پر ځان باور او د عزت نفس، د انسان په ژوند کې ډېر اغېز لري. د پنسلوانیا پوهنتون استاد او ارواپوه مارټین سلیګمن وایي: «هغه کسان چې پر ځان یې باور زیات او د نفس عزت کچه یې لوړه وي، تر نورو ښې دندې پیدا کوي او په خپله دنده کې تر هغو کسانو ډېر بریالي دي، چې پر ځان یې باور کم وي.»
د بیمې د یوه بل شرکت څېړنې په ګوته کوي، هغه کسان چې پر ځان باوري وو او د بریا تمه یې درلوده، په یوه کال کې یې د هغو کسانو په پرتله، چې له دې ځانګړنې بې برخې وو، ۳۷ سلنه زیات پلور کړی و.
که غواړی، له خلکو سره مرسته وکړی چې ژوند یې ښه شي، په کار کې یې بریالي شي، اړیکې یې پراخې ش؛ هڅه وکړئ چې داسې یو کار ترسره کړی چې ځان یې ورته مهم شي، پر ځان یې باور زیات شي او د عزت نفس یې لوړ شي. دا یې د ژوند پر هرې برخې اغېز کوي. کله چې دوی له دغو شرایطو او فرصت ګټه پورته کړي، ستاسو منندوی به وي.
ډاډ ګېرنه د ژوند مهمه اړتیا ده. کله چې څوک د یوازېتوب او لرېوالي احساس وکړي، له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي. البرټ لالوند د لرېوالي او یوازېتوب په اړه وایي: «د نننۍ نړۍ ډېری ځوانانو تر اوسه پورې ژوره مینه او د زړه تړون نه دی تجربه کړی؛ ځکه دوی نه پوهېږي، چې څه ډول مینه وکړي او یا مینه ورسره وشي.»
پیاوړي رهبران دا وړتیا لري، هغوی پوهېږي چې څه ډول خپل کسان په ځان پورې وتړي. ناپليون بناپارت د دې برخې استاد و. هغه خپل ټول عسکر په نامه پېژندل او کله به یې چې ورسره خبرې کولې، نوم به یې ورته اخیست. ده به چې کله له خپلو عسکرو سره خبرې کولې، له هر یوه څخه به یې د هغه د کورنۍ، مېرمنې او هغه ښار په اړه پوښتل چې ژوند به یې پکې کاوه. نوموړي به هغه جګړو ته اشاره کوله چې پوهېده به مخامخ ولاړ عسکر پکې برخه اخیستې ده. د ناپليون دې ډول چلند عسکرو ته له ده سره د تړون او وابستګۍ احساس ور کاوه. دا خبره هم بې بنسټه نه ده چې کسانو یې په خپل رهبر (ناپليون) باندې سر ورکاوه.
بله ګټه چې د پاملرنې له کبله د خلکو په برخه کېږي، هغه دا ده چې ځان ته یې پام کېږي. دوی له ځان سره فکر کوي، چې زه هم یو څوک یم او ارزښت لرم؛ ځکه پلانی په دومره لویوالي ماته احترام کوي او پاملرنه راته کوي. له بده مرغه نن سبا د ځان په اړه د نورو له خوا دومره منفي خبرې راته اورول کېږي، چې د ځان ارزښت مو هېر شي او پر ځان باور له لاسه ورکړو.
ټول کسان، ان مشهور نارینه او ښځینه هم غواړي د نورو له خوا وستایل شي او درناوی ورته وشي.
د مهم والي احساس!
هغه څوک چې ځان ته درناوی کوي او په دې اند وي چې زه یو ځانګړی کس یم، حتماً د نورو له خوا هم درناوی ورته کېږي، یعنې دا یې د عزت نفس او پر ځان د باور ښکارندویي کوي. کله چې نور ته مینه ورکړی او پاملرنه ورته کوی، پرته له دې چې کومه تمه ترې ولرئ، هغوی د لویوالي احساس کوي. فکر کوي، چې نورو ته د درناوي وړ دي او نورو ته ارزښت لري. کله چې د ډېر وخت لپاره همداسې مثبت فکر ورسره وي، کولی شي نورو ته هم په درناوي قایل شي، چې دا د یوه انسان په ژوند کې ډېر لوی بدلون دی.
هیله!
مشهور لیکوال مارک ټواین وایي، هغه کسان چې هیلو او ارزښتونو ته مو په ټیټه سترګه ګوري، ځان لرې ترې وساتئ. کوچني خلک دغه ډول عادت لري، خو لوی کسان مو بیا هڅوي، احساس درکوي او درته وایي، چې تاسو هرومرو خپل هیلو ته رسېدای شی.
کله چې د خلکو په منځ کې یاست، په اړه یې څه فکر کوئ؟ ایا فکر کوی چې کم ظرفیته دي او که وایاست چې نه پر ځان باوري دي او خپلو هیلو ته رسېدای شي؟
له خلکو سره ستاسو چلند په دې پورې اړه لري، چې تاسو یې په اړه څه ډول فکر کوی. له خلکو سره ستاسو سلوک ستاسو د باور او نیت څرګندونه کوي. ګوېټه وایي: «هیله کېدای شي تر ټولو ښه ډالۍ وي چې کولی شی خلکو ته یې ورکړی».
ډینس ریني په خپل کتاب (د ژوند د ملګري عزت نفس مو لوړ کړی) کې یوې جالبې کیسې ته اشاره کوي چې څرګندوي، څه ډول نورو ته هیله ورکول د هغوی بالقوه وړتیاوې لوړوي؟ هغه وایي:« په ښوونځي کې د (تامي) په نوم یو هلک و چې په ژوند کې له ډېرو ستونزمنو شرایطو سره مخ و. هلک به په پر له پسې ډول له ښوونکي پوښتنه کوله، خو د ښوونکي په ځواب نه پوهېده. اخر یې ښوونکی له خپل دې زده کوونکي څخه ناهیلی شو او ورته وې ویل، ته باید نور درس ویل پرېږدې، ښه ده چې د ځان لپاره یو بل کاروبار غوره کړې.
خو مور یې په کور کې خپل زوی ته درس ویل پیل کړل. تامي داسې مور درلوده چې په خپل زوی یې پوره باوري وه. مور یې خپل زوی، تامي وهڅاوه، څو خپل درس ویلو او هڅو ته ادامه ورکړي».
پوهېږئ تامي څه شی شو؟ هغه مخترع شو. د هغه نوم توماس اډیسن و. کله چې څوک پر ځان باوري وي، د دې خبرې وړاندوینه کول چې څه کاره به شي، سخته ده؛ ځکه هڅه او باور د غرونو لوړې څوکې فتحه کولی شي.
کېدای شي تاسو له مور څخه روزونکي نه وی پیدا شوي. د ډېرو لپاره نورو ته مینه ورکول او نازول سخت وي. په تېره بیا که په داسې یوه چاپېریال کې را لوی شوي وي چې مینه او مینه ورکول پکې کم وي. خو ټول انسانان دا ځانګړنه لري چې مینه ورکول زده کړي.