سبزي خوړونکي تر ډېره پر دې باور وو، چې غوړ لرونکي خواړه او پنېر د انسان پر پوست، رګونو، زړه او معده ناوړه اغېز پرېباسي.
خو تازه(Nature Medicine) مجلې داسې یوه څېړنه خپره کړې، هغه کسان چې پنېر خوري، کېدای شي اوږد عمر وکړي.
څېړنه په ډاګه کوي چې د پنېر په ځینو ډولونو کې داسې مواد موندل شوي، چې (sperm dine) نومیږي او د متابولېزم سلولي په عملیه کې برخه اخلي، کېدای شي د اوږده عمر لامل شي.
څېړنه زیاتوي، کله چې پر موږکانو تجربه وشوه، نو مالومه شوه چې د همدې موادو له کبله د موږکانو عمر اوږد شوی. پر دې سربېره، یاد مواد د زړه د ناروغیو او د زړه د عضلو د پړسېدو مخه نیسي( له لوړ فشار سره تړاو لري). دا هم د یادونې ده چې له زړه سره د تړلو ستونزو په کمېدو کې ونډه لري یا په بله مانا پنېر زړه ته ښه دی.
پر ۸۰۰ اېټالویانو چې دودیز غذايي رژیم یې درلود او پنېر یې هم ډېره برخه وه، له څېړنو وروسته مالومه شوه چې دا کسان ۴۰٪ د زړه له ناروغیو خوندي وو. دا هم مالومه شوه چې د دوی د وینې فشار هم ټیټ و.