ډېری وخت کله چې موږ کتابتون او یا هم د خپلو کتابونو د المارۍ خوا ته ځو، د یو بدلون او نوي څه لیدو حس نه کوو؛ ځکه موږ له مخکینۍ مطالعې په ذهن کې څه نه لرو او بیا هماغه دي چې نوي کتابونه هم راته چندانې جالب نه وي. هر کتاب مو چې لوستی، محتوا او اصلي هدف مو د کتاب له بندولو سره جوخت له ذهنه وتلي دي. ځینې وخت د یوې داسې پېښې په مخ کېدو سره پرېشانه کېږو، چې ګواکې موږ کمزورې حافظه لرو. خو کله چې بیا د ځینو نورو ملګرو له ورته ګیلې خبرېږو، بیا یو څه ارامه کېږو چې ښه ده یوازې زه خو له دې ستونزې سره نه یم مخ. که د کتاب محتوا ستاسې ذهن کې نه پاتې کېږي، نو بیا د مطالعې ارزښت په څه کې دی؟ په دې اړه لیکوال رولف دوبلي ښې سپارښتنې لري.
نوموړی وايي، موږ ډېر وخت کتاب په صحیح ډول نه لولو او یا مو هم د لوستلو پر مهال تمرکز راټول نه وي. موږ باید کتاب په متفاوته بڼه ولولو او د دې کار لپاره لاندې وړاندې شوي اصول عملي کړو.
ځینې داسې کتابونه شته چې موږ په باوري ډول نه شو ویلای چې دا دې اوسمهال لپاره ولولو او که د ټول عمر لپاره؟ د ټول عمر لپاره؟ دا خبره د ډېریو کسانو لپاره چندانې ارزښت نه لري، خو ستاسې لپاره چې همدا اوس د دې مقالې پر لوستو اخته یاستی، ډېره عجیبه او یو ډول احساس راپاروونکې ده. څنګه یو نیمه متمدن کس کولای شي د ډېرو لږو کتابونو په لوستو سره خپل ژوند ډېر ښه مخکې یوسي؟
دوبلي وايي، زما په شخصي کتابخانه کې ۳۰۰۰ کتابونه شته، چې تقریباً له دریو یوه برخه مې یې لوستې ده، یوه له دریو یې نیمه لوستل شوې ده او یوه له دریو یې نالوستې پاتې ده. هر کال مې دغه کتابتون ته نوي کتابونه هم ور زیاتوم، هغوی کټه ګوري کوم او د لوست پر مټ یې په ژوند کې د ځینو شرونو مخنیوی کوم. زما کتابخانه د اومبرتو اکو په څېر د یو کس د کتابخانې په پرتله چې ۳۰۰۰۰ کتابونه لري، بیخي وړوکې او کم کتابونه درلودونکې ده. پر دې هرڅه سربېره، د ځینو محدودو کتابونو محتوا زما په ذهن کې پاتې ده، خو کله چې د هر کتاب کورپېج وینم، د هغه محتوا او د یوې موضوع په اړه د لیکوال نظر مې ذهن کې راګرځي. ځینې وخت خو مې ان په کتاب کې د یوې راغلې صحنې انځور او دقیقاً د لیکوال جملې او الفاظ هم ذهن کې راشي.
په ندرت سره کولای شم یو کتاب په لنډ ډول خلاصه کړم. د ځینو کتابونو په اړه بیا نه شم ویلای چې تر اوسه مې هغه لوستي او که نه. دغه کتابونه باید را واخلم، ویې لولم او د کتاب لمن لیک کې لیکل شوي یاداښتونه یې دقیق وګورم. په داسې وخت کې نه شم ویلای چې زما حافظه کمزورې ده او که دغه کتابونه راباندې چندانې اغېز نه کوي. خو کله چې د ملګرو له ورته تجربو خبرېږم، لږ څه ارام کېږم. دا وضعیت نه یوازې د کتابونو؛ بلکې د مقالو، رپوټونو، څېړنو او ادبي متونو په اړه هم صدق کوي، چې ډېر وخت په مینه ولوستل شي، خو بیا وروسته په ډېرې سختۍ سره د هغه محتوا او جوړښت په یاد راوړل کېږي.
اوس پوښتنه دا ده چې که د کتابونو محتوا زموږ په یاد ډېره نه پاتې کېږي، نو بیا اساساً د مطالعې ارزښت په څه کې دی؟ او ولې کتابونه د لږ وخت لپاره پر موږ اغېز کولای شي؟
د دغو پوښتنو ځوابونه باید د کتاب په ناسم لوستلو کې وپلټو. دا چې موږ له ورته ستونزې او پر خپلې حافظې له نیوکې سره مخ کېږو یا دا وایو چې دغه او هغه کتاب راباندې چندانې اغېز ونه کړ، یوازینی علت یې دا دی چې موږ دقیقه او په پوره تمرکز سره مطالعه نه کوو. موږ په خپله ځان ته دا اجازه ورکوو چې د یو نابلده ښکاري په څېر په دښتو او بیابانونو کې په هغه ارزښتمن ښکار پسې یوه خوا بله خوا منډې رامنډې وکړو، چې اصلاً یې د پيدا کېدو امکان تر دوه- دری سلنې زیات نه دی. په اصل کې موږ خپل هغه فرصت چې د نورو ډېرو لاسته راوړنو لپاره تر ګټه اخیستلای شو، هسې له لاسه ورکوو. نن ورځ زه له تېرو کلونو سره په کاملاً متفاوته بڼه کتاب لولم، سره له دې چې د کتاب لوستو کچه مې د پخوا په شان ده؛ خو اوس لږ او په دقت سر مطالعه کوم او ان ډېری خو دویم ځلې هم لولم. اوس رښتیا ډېر دقیق لوستونکی شوی یم، په لسو دقیقو مطالعه کې د یو کتاب د محتوا وزن راته مالومېږي، چې ایا دغه کتاب په لوستو ارزي او که نه.
په رښتیا ولې باید هر کتاب دوباره ونه لوستل شي؟ د موسیقۍ په نړۍ کې موږ ځینې فایلونه چې په زړه او روان مو ښه ولګېږي یا لږ تر لږه زموږ د حالت انځور په کې ښکل شوی وي، د هغه دوباره اورېدو ته مجبورېږو. د کتاب د بیا مطالعې په اړه هم دا خبره صدق کوي. که مو کتاب د مخکې راتلونکې لارې په اړه تاسې ته وضاحت درکوي یا تاسې د خپلو تېروتنو بیا بیا نه تکرار ته متوجې کوي او داسې مسایل تاسې ته روښانه کوي، چې هغه ستاسې په ژوند کې حیاتي ازښت ولري؛ دا کتاب په بیا بیا مطالعه ارزي او که یې دا ځانګړنې نه درلودې، بیا یې مه مطالعه کوئ.
د کتاب دویم ځل لوستل د لومړي ځل په پرتله ډېر ارزښت لري، زه د شخصي تجربې په اساس تاسې ته ویلی شم، کله مې چې یو کتاب لومړی ځل لوستی، دری سلنه مې تر هدف اخیستی؛ خو کله مې چې دویم ځل لوستی، ۳۰ سلنه اصلي هدف ته نږدې شوی یم.
د کتاب ډېره مطالعه ضرور نه ده او نه هم دغه کار تاسې ته چندانې ګټه لري. لږ مطالعه وکړئ، خو دقیقه او ان دویم ځلې لوستل یې د لومړي ځل په پرتله تاسې ته ډېره ګټه کوي. د کتاب د لوستو پر مهال پوره تمرکز ولری، روحاً او جسماً دواړه د هغه لوستو ته جوړ شئ. دقت د هرڅه عمق او اصلي موخې ته د رسېدو یوازینۍ لار ده. که دقت ونه لری، هسې خپل وخت ضایع کوی.