ژباړن: مرسلين ارسلا
د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر باجوه په دې وروستیو کې لندن ته ولاړ چې له خپل برېټانوي سیال او د دغه هېواد له ډېرو نورو لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره د پاکستان او برېټانیا ترمنځ پر ستراتېژیکو همکاریو خبرې وکړي. دا په تېرو نهو میاشتو کې لندن ته د هغه دویم سفر و، چې د پخوا په پرتله ورته ډېر پام شوی و.
دغه سفر څلور موخې درلودې، د داسې یوې لارې چارې لټول چې له امریکا سره د پاکستان اړیکې ښې شي، پر پاکستان په راغلو مالي فشارونو کې نرمي راشي، له برېټانیا وغواړي چې د پاکستان او هند ترمنځ د وروستۍ ترینګلتیا په لرې کولو کې د یوه ستراتېژیک منځګړي رول ولوبوي او نړیواله ټولنه دې ته وهڅوي چې جنرال باجوه کولای شي چې د پاکستان کړنې بدلې کړي، له هند سره د سولې خبرې مطرح کړي، طالبان له امریکا سره خبرو ته کېنوي او پاکستان له جهادي ډلو څخه پاک کړي.
د کارګېل له پېښې وروسته مشرف دې نتیجې ته ورسېد چې له هند سره هر اړخیزې خبرې شونې دي، خو باجوه دا کار کولای شي؟ توپیر یې دا دی چې د مشرف کاري موده ختمه وه، خو باجوه دا ستونزه نه لري. لندن ته د ده د سفر پر مهال دا اوازې دي چې د باجوه کاري موده یو کال نوره هم غځیږي، خو د وضعیت د بدلون لپاره دا فرصت هم بس نه دی؛ ځکه چې یو کال وروسته به د پوځ یو بل نوی مشر له نویو افکارو سره راځي.
د پاکستان لوی درستیز د برېټانیا د ملي امنیت له سلاکار او د افغانستان او پاکستان لپاره د لومړۍ وزیرې تریزامې له ځانګړي استازي سره د لیدلو ترڅنګ، د نړیوالو ستراتېژیکو څېړنو په انسټېټیوټ کې سلګونو کسانو ته وینا وکړه. ده د غونډې برخوالو ته ژمنه ورکړه چې د پاکستان پوځ به جنګیالي ختموي، دا داسې یوه ژمنه وه چې د عمران خان نوي منتخب حکومت (چې په منتصب مشهور دی) له اساسي دندو څخه وه. جنرال باجوه له هند سره د سولې د خبرو په اړه وویل چې هغه په دې برخه کې بېړه نه کوي او غواړي چې خپله د مودي حکومت په خپل وار دې پایلې ته ورسېږي چې د هند او پاکستان ترمنځ باید خبرې وشي. د غونډې تر ټولو په زړه پورې برخه دا وه چې جنرال باجوه غواړي چې د انګرېزي چلونو له مخې د پروېز مشرف په څېر معامله وکړي. دا تصور له اروپا څخه د برېټانیا د وتلو له تیاره او تریخ وضعیت سره هممهاله دی؛ ځکه د برېټانیا دولت فکر کوي چې د پاکستان او هند ترمنځ د سولې په منځګړیتوب سره کولای شي چې له سولې او ارامۍ ډکه سیمه په میراث پرېږدي.
په لندن کې نوی راټوکېدونکی تصور دا دی چې کېدای شي مالي فشارونو د پاکستان د پوځ رهبري دې پایلې ته رسولې وي، چې دوی خپلې کړنې بدلې کړي. لکه په افغانستان کې د سولې پروسې چټکتیا، اسلام اباد ته د اشرف غني سفر، د پاکستان حکومت له لوري د کابل او طالبانو ترمنځ په مري کې خبرې او د روان میلادي کال په جولای کې د عمران خان او ټرمپ ترمنځ لیدلو ته د شرایطو برابرول.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا باجوه به رښتیا هم له هند سره خپل نوی لید عملي کړي؟ لندن ته تر سفر مخکې د پاکستان د پوځ مشر د خپل هېواد په پوځي پوهنتون کې د سیمه ییزو اړیکو پر ضرورت خبرې وکړې، خو دلته دوې خبرې دي، وخت او اراده. په کړنو کې د تغیر امکان په دې پورې تړلی چې بهرني فشارونه څومره جدي او سخت دي. د هند پر وړاندې د بنسټیز فکري بدلون خبره داسې مهال مطرح کېږي چې هند غواړي د پاکستان پر وړاندې ایډیالوژیک تغیر راولي. په داسې حالت کې پاکستان اړ دی چې د خپلو راتلونکو اهدافو په اړه وضاحت ورکړي. دا چې پاکستان څنګه غواړي چې ځان په سیمه پورې ونښلوي؟ په دې برخه کې د پاکستان د کورنیو لوبغاړو ترمنځ هم د تفاهم اړتیا شته.
څه چې موږ ته د مشرف تېرې دورې را زده کړل هغه دا وو چې نوی ډیلی نه شي کولای چې پاکستاني جنرالانو ته پر وخت لاسرسی ومومي. بله ستونزه دا وه چې په خپله د پاکستانیانو ترمنځ هم د دې ستونزې د هواري په برخه کې د پایلو په اړه هوکړه نه وه. دا ستونزه هغه وخت په ډاګه شوه چې کله مشرف واک پرېښود او جنرالانو یې په اړه وویل چې دوی له مشرف سره د کشمیر د ستونزې په اړه په یوه نظر نه وو.
له پخوا راهیسې د پاکستان په پوځ کې له هند سره د سولې د نظر مطرح کول اسانه کار نه و او نه هم دی. یو دا چې هند اوس بدل شوی او له هند سره خورا کمې اړیکې هم په پاکستان کې اندېښنې راپورته کولای شي. بله دا چې په پاکستان کې د نوي هند پر ضد د پرله پسې تبلیغاتو په نتیجه کې هر مخالف نظر ته په دې سترګه کتل کېږي، چې ګواکې د پاکستان د ګټو پر ضد د هند د استخباراتي ادارې (RAW) په اشارو تر سره کېږي او له هند سره د اړیکو د ښه کولو په تړاو د یوه پاکستاني جنرال داسې خبره بشپړه تېروتنه بلل کېږي. جنرال اشفاق کیاني چې له هند سره د سوداګرۍ په ملاتړ مشهور و، په دې اړه ترې څه نښه پاتې نه شوه.
له واک څخه د نواز شریف د لرې کولو یو دلیل د پوځ دا اندېښنه وه چې لومړی وزیر به له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو او سوداګرۍ د ښه کېدو هڅه وکړي. اروپایان په دې منطق نه شي پوه، چې د پاکستان د پوځ په کړو- وړو کې تغییر په دې پورې تړلی چې دوی له خپلو داخلي شریکانو سره څنګه چال چلند کوي.
برېټانیا پر دې پوهېږي چې د پاکستان او هند ترمنځ د اړیکو ښه کېدل د کشمیر په مسئله کې څه ناڅه پرمختګ راوستلی شي. انګېرنه دا ده چې په کشمیر کې اوسني تحرکات قومي او قبيلوي بڼه لري او کېدای شي هندوان دې ته وهڅېږي چې د پاکستان له لوري د جهادي پالیسۍ د ختمولو په بدل کې د کشمیر په اړه د مشرف فورمولې ته غاړه کېږدي. باور دا دی چې جنرال باجوه به د هغو جهادي ډلو پر ضد ګام پورته کړي چې د درېیم اړخ له لوري ورته وښودل شي. د مثال په ډول، سي. آی. اې (CIA) او یا هم اېم آی سېکس (MI6) د مسعود اظهر په مشرۍ د جیش محمد ډلې د ځینو کسانو ټپي کېدل او وژل کېدل تایید کړي دي. اساسي تصور دا دی چې د لوېدیځو استخباراتي ادارو ظرفیت د هغې ورځې په پرتله ډېر ښه شوی چې دوی نه شوای کولی په ایبټ اباد کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن ومومي.
د درېیم اړخ له خوا د ورته تاييدي وړاندې کول پېچلی نظر دی، په تېره بیا په داسې مهال چې په پاکستان کې دننه ټول غږونه چوپ کړای شوي. دا واقعیت چې جنرال باجوه د پښتون ژغورنې غورځنګ خلاف زغم له لاسه ورکړی، یوازې په دې خاطر نه دی چې هغه لکه څرنګه چې په خپل غبرګون کې ادعا کوي چې پر دې اند دی چې دا غورځنګ هم د پاکستان د طالبانو د تحریک تداوم دی یا دا چې دا د هغوی خلاف د لوېدیځ یا افغانستان دسیسه ده، بلکې دا پر دې خاطر ده چې دا ډله د طالبانو خلاف د دوی له نه پرمختګه پرده پورته کوي. برېټانویان ښايي د پاکستانیانو او مدني ټولنو غږونه ډېر جدي ونه ګڼي، خو هندیان به يې جدي نه ګڼل د خپل ځان په خطر کې اچولو سره برابر کړي.
جنرال باجوه پر دې پوهېږي چې د هند په تړاو د کړو وړو بدلول لږ تر لږه د یوې لسیزې پروژه نه ده، بلکې د هغه بېړه دا ده چې د کارترپور سوداګریز دهلېز په ستراتېژیک نه، بلکې په تکتیکي ډول بیا پرانیستل شي.
د مشرف خلاف، د باجوه هڅه دا نه ده چې د ځان لپاره میراث وګټي، بلکې هغه غواړي چې د پاکستان د پوځ لپاره دا فرصت مساعد کړي چې د امریکا په مقابل کې پر خپلو پښو ودرېږي. باجوه پر دې پوهېږي چې د پاکستان او امریکا ترمنځ د دوو اړخیزو اړیکو پراختیا په دې پورې تړلې ده چې واشنګټن اسلام اباد ته د ډیلي له عینکو ونه ګوري.
داسې ښکاري چې باجوه دا هم غواړي چې له امریکا سره په اوږدمهاله لوبه کې پاتې شي، هغه ځکه چې ده په لندن کې ټینګار وکړ چې پاکستان د چین په پرتله لوېدیځ ته د اړیکو ډېره لېوالتیا لري. ده دا خبره د ۲۰۱۸ ز کال د اکتوبر میاشتې په سفر کې هم کړې وه. دا چې د پاکستان استخباراتي رسنیو ته دا اجازه ورکوي چې په چین کې د پاکستانیو مېرمنو د ناوړه وضعیت په تړاو راپورونه خپاره کړي او یا دا چې اسلام اباد له چین سره د ميسو شوی قرارداد بېرته نه را ګرځوي، په دوو اړخیزو اړیکو کې د ستراتېژیک تغیر په مانا نه دی، بلکې دا امریکا ته یو زېګنال دی. له واشنګټن سره د اړیکو ښه کول د پاکستان هیله ده او غواړي چې نړۍ ته قناعت ورکړي چې راولپنډۍ چمتو ده چې تغیر راولي، خو هند هم باید په خپل چلند کې بدلون راولي. د چین او پاکستان برخلیک بیا پرې یوې لارې – یوه کمربند پروژې (BRI) پورې تړلی دی.
جنرال باجوه دې ته خوشاله دی چې د نظر غوښتنې لوبه وکړي، خو پوښتنه دا ده چې که باجوه وکړای شي چې خپل ملګري له ځان سره مل کړي، ایا ډیلی به خپله لوبه پرمخ بوځي او یا که د ټرمپ لوبه؟ په دې صورت کې باجوه کولای شي چې د یوه بل کال لپاره هم په واک کې پاتې شي.