د امریکا او طالبانو ترمنځ اووم پړاو مذاکراتو د دواړو لورو ترمنځ د هيلو یو نوی باب پرانیستی، کوم چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم دغه مذاکرات ډېر ګټور او د بریاوو سره مل بللي وو.
بل لور ته د دغو مذاکراتو سره هممهاله د افعان سولې او افغان ـ امریکا جګړې د کورني طرف په برخه کې د طالبانو، سیاسي ـ مدني جوړښتونو او د حکومت لوړپوړو چارواکو چې يوازې د سولې عالي شوراه له مشره بغیر څلورو تنو مرستیالانو يې هم د اشخاصو او افرادو په توګه برخه درلوده.
تمه کېږي چې د قطر او المان په کوربهتوب دغه ناسته به د بینالافغاني مذاکراتو په برخه کې يو منظم میکانېزم جوړ او بینالافغاني خبرې اترې به د یوه نتیجه لرونکي بریالي بهیر په توګه مخته یوسي.
له ما څخه د دغه ډول ناستو د یو هڅوونکي او شناند په توګه ځینو منتقدو هېوادوالو په ځانګړي ډول د افغان حکومت محوره سولې مدافعینو او د امریکایانو د ژر وتلو مخالفو افغانانو راڅخه پوښتي وو، چې د دوحې او بُن د کنفرانس توپیر په څه کې دی، کوم چې موږ باید ورته هیله من اوسو.
ما دوی ته د زماني واټن، تاریخي پېښو او د هغوی د پایلو پر بنسټ د (توپیرونو او هیلو) پر اساس ځواب ویلی چې پام مو ورته راګرځوم:
لومړی: د بُن کنفرانس د افغانانو د فراق يو داسې بنسټ کېښود چې نږدې بشپړه پېړۍ به يې یو ملت بیه پرې کوي، په داسې حال کې چې روانې بینالافغاني ټولې ناستې د ګډ، واحد او د ټولو کور لوی افغانستان، داسې افغانستان چې یوازې د افغانانو کور وي، د رامنځته کولو لپاره د یوه لوی ولس هیلو، غوښتنو او لومړیتوبونو ته د رسېدو په لار کې د جهاد اکبر په شان مبارکې هڅې دي.
دویم: د بُن کنفرانس د اسلاميت او افغانیت په معیارونو د يوه طرحه شوي وحشت، افغان وژنو، څارګریزو لوبو د دوام لپاره د افغانيت د سپېڅلي نرخ او دود پر بنسټ د یوې باطلې توجیه شرمناک کردار و، خو روانې او دې ته ورته مخکینۍ بینالافغاني ناستې د پرديو د لاسونو لنډولو، د پردو د ناروا شتون د پای ته رسولو او د اسلامي او افغاني ارزښتونو د بیاځلولو او عزت په لار کې د افغانانو په نوښت، تدبیر او رهبرۍ د دغه هرڅه عزت، شان او دبدبې ته راګرځولو په لار کې د یوه ملت هغسې متفق یون دی، چې زموږ د عزمتونو او غیرتونو په تاریخ کې به ان شاءالله یو نوی باب پرانیزي.
درېیم: د بُن کنفرانس د افغان ضد ستراتېژيو د دوام په موخه د یوې تپلواکې، پردیپالې، جاسوسې او ککړې جګړې لپاره د یوه ډیزاین شوي وحشت ستراتېژي وه، کوم چې خپله د امریکایانو په خبره اخير دومره اوږده شوه چې د دوی د ټولو جګړو، استعمارونو او وحشتونو تاریخ يې مات او وشرماوه.
څلورم: بله جالبه يې دا ده، هغو کورنیو اردلیانو او د هغوی توندلارو بادارانو چې يو وخت يې خپل سیال (طالب) کنفرانس ته د بللو او له هغه سره د ملک د مسایلو پر سر د ډیالوک پر ځای هغه ته دوه په مرګ ولاړو لارو څخه چې یوه يې وژل کېدل او بله يې زندان منل وو، هېڅ بدیل نه ورکاوه، نن نه يوازې چې په طالب پسې ناستو ته لېوال او له مسکوه تر دوحې ستړي او ورپسې په منډه دي، بلکې سوال او زارۍ ورته کړي چې راشه پر ډيالوګ مسایل حل کړو، زما له خوا تاته د ترهګر امريکايي اصطلاح کارول یوه اشتباه وه او نور موږ بدل شوي یو، بناءً د ۲۰۰۱ ز کال ټول متنازع او طالب دښمنه طرفونه هغوی چې لکه نظار شورا او شمال محوره ټلواله د امریکا او ناټو په ټانګونو سپاره راغلل یا هغوی چې پر دې مزل کې د عیش عشرت، ګټو، موقف او امتیازاتو په غرض ورسره مله شول، د بهرنیانو د وتلو او د امریکايي پر ځای له طالب سره د ګډ افغانستان جوړولو تکل ښيي.
پنځم: د دې ترڅنګ د بُن ګډونوال طالب اوس نه یوازې نظامي قدرت ګڼي، بلکې هغه سياسي ډيپلوماسي چې طالبانو د باور جوړونې په لار کې د سيمې او نړۍ په کچه رامنځته کړه، خورا حیرانوونکې پایلې یې درلودې. د چين، روسيې او ايران پیکه باورونه يی ورغول، له منځنۍ اسيا سره يی اړیکې پر ګټو بدلې کړې، د پاکستان او خليج هېوادونو اړوند يې هغه طلسم مات کړ، چې د طالب ضد ټلوالې د طالبانو د سياسي خپلواکۍ، دريځونو، پرېکړو، واحد وجود او ستراتېژيک تعریف اړوند لرل.
شپږم: بل پلو د بُن کنفرانس تر ډېره یا که د هېڅ ادعا هم وکړي، نو بې انصافي به نه وي چې اجنډا او پرېکړې يې د امریکا په اختیار کې وې، حتا د نوموړي کنفرانس د ګډونوالو د خاطرو له لوستلو وروسته چې له دې لړ څخه سفیر زلمي خلیلزاد او د افغانستان لپاره د امریکا لومړني سفیر او د نوموړي کنفرانس امریکايي لوی اسانچاري سفیر جېمز ډابنېز د کتابونو پر حواله دا چې هرڅه د دوی تر څار او فلټر لاندې مخته تلل، خو د بینالافغاني ناستو روان بهیر په لویه کچه افغاني، د افغانانو په اختیار کې او د افغان ولس د هيلو او سياسي اجماع د مشروعیت پر بنسټ مخته ځي.
اووم: تر ټولو ښکاره او له شف شف شفتالو څخه وتلی کردار د بُن او دوحې په غونډو کې زموږ د هيلو پر بنسټ دا دی، چې بُن د اشغال د دوام، د افغان وژنو د مشروعیت او د یو ملت د تاریخ او ټولو شتو مسخه او پرې قمار وهل وو، خو د بینالافغاني ټولو ناستو چې دوحه يې د وصل کړۍ وه، کردار او پیغام سوله، امن، يو بل منل، زغمل، ګډ افغانستان، خپلواکۍ او د تپلواکۍ او اشغال خلاف ده.
بناءً هیله لرو چې ټول افغانان او په ځانګړې توګه متنازع بینالافغاني سياسي خواوې د ولس دا لومړیتوب درک کړي. خپل عزت، حیثیت، بقا او ګټې د خپل ولس او تاریخ په ژغورلو او د الله متعال (جل جلا له) په خوښۍ کې ولټوي.
پردو څوک نه دي ساتلي، پردۍ لښکرې دلته تل په ماتې محکومې وې، هغوی چې د ختيځ او لوېديځ په قاتلو عسکرو واک، ځواک او ځان ساته، نن يی ګور او کور دواړه ورک دي.