خټکي سربېره پر دې چې د انسان په وده او نمو کې خاص ارزښت لري، د ځینو ناروغیو پر وړاندې د ډال رول هم لوبوي.
خټکي زیاته اندازه ویټامين اې (A)، بي (B) او سي (C) لري. پر یادو ویټامینونو سربېره، په دغه میوه کې زیاته اندازه فاسفورس او کلسیم هم شته.
د خټکي ګټې:
۱- د معدې تېزابیت ختموي: خټکی زیاته اندازه اوبه لري کومې چې د انسان د هاضمې سیسټم لپاره اړینې ګڼل کیږي. په دغه میوه کې شته منرالونه د معدې تېزابیت ختمولو کې ډېره زیاته مرسته کوي.
۲- د سرطان درملنه: خټکي کې شته کوټینایډ نومي پروټین د سرطان ناروغۍ لپاره طبیعي درمل ګڼل کیږي او په غټو کولمو کې د سرطان خطر له حد څخه زیات کموي. خټکی په بدن کې ټول هغه مواد له منځه وړي کوم چې کولی شي انسان پر سرطان اخته کړي.
۳- د زړه له حملې مخنیوی کوي: خټکي کې شته یوه خاصه ماده اډینوساین د وینې رګونو منجمد کېدو مخه نیسي او په دې ډول په انسان کې د زړه حملې خطر کموي. خټکی په بدن کې د وینې جریان نورمال ساتي او په دې وسیله د زړه حملې خطر تر ډېره له منځه وړي.