چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

    پاکستان په طب او غاښونو څانګو کې د افغان محصلینو منل ځنډولي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

موخې ته د رسېدو په برخه کې انعطاف منونکي اوسئ!

ژباړه: حمیدالله حمیدي

جولای 15, 2019
in ژوند
0 0

کله چې یو څوک هڅوی، کولی شي په ژوند کې بریالي شي، خو له کمې مودې وروسته له بحراني حالتونو سره مخ کېږي. که لومړی ځل او یا دویم ځل ماتې خوري، له ځان سره دوې ټاکنې لري، یا به ماتې مني او یا به مخ ته ځي.

ځینې کسان انعطاف منونکي او د ډېر استقامت درلودونکي وي. هغوی خپلو هڅو ته دوام ورکوي، څو بریا ته ورسېږي، خو ځینې کسان بیا له لومړۍ ماتې وروسته له هر څه په شا کېږي. د دې لپاره چې دغه ډول خلک وهڅوی، څو مخ پر وړاندې ولاړ شي، باید شنه څراغونه ورکړئ او د خپل باور کچه مو ور وښایاست.

په دې برخه کې یوه ښه لار دا ده چې د خپل ځان په اړه ورته ووایاست. کومې ستونزې مو تېرې کړې دي، له څه څه سره مخ شوي یاست او څه ډول توانېدلي یاست چې د یوې ستونزې لپاره حللاره پیدا کړی او ماتې ونه منی. هغوی ته دا روښانه کړئ چې بریا یو سفر او بهیر دی، نه موخه. کله چې هغوی پوه شي چې تاسو هم ماتې خوړلې، خو له ماتې وروسته بیا هم بریا ته رسېدلي یاست، بیدارېږي. دغه ډول مقابل کس پر ځان باور پیدا کوي او له ځان سره وایي چې هېڅکله هم باید ډار ته اجازه ورنه کړي، چې د لارې پر سر یې خنډ شي.

د بریا خوند په ګډه وڅکئ!

دا مه وایاست چې ماتې خوړل د پر شا حرکت یوه برخه ده. د دې لپاره چې خلک پر ځان باور پیدا کړي، باید پوه شي چې په خپل وجود کې د بریا وړتیا لري. پاور د خپل ځان په اړه وایي: «زه چې کله ماشوم وم، خپل ورور (لاري) چې له مانه دوه نیم کاله مشر و، د ځان لپاره مې اېډیال وټاکه. له مور او پلار وروسته لاري زما په ژوند کې تر ټولو اغېز ناک کس و. لاري تل یو لوی رهبر او ښه ورزشکار و، موږ به چې کله په کلي کې د فوټبال او یا باسکټبال لوبه کوله، لاري به زموږ د ټیم کفټان و. کله به چې د ټیم لپاره لوبغاړي ټاکل کېدل، زه وروستی کس وم چې انتخاب به شوم، ځکه زه تر ټولو کوچنی وم، هډور هم نه وم. خو کله چې لږ لوی شوم، لاري به زه لومړی ټاکلم او دې کار به ماته انرژي راکوله. په دې خاطر نه چې ورور مې (لاري) ماته پام کوي، بلکې له دې کبله به خوشاله وم چې د ګټونکو په ډله کې به وم. لاري هېڅکله هم بایلل نه خوښول، خپله ټوله هڅه یې کوله څو ګټونکی شي او ډېر کله به ګټونکی هم و».

ګټل په انسان کې انګېزه را پیدا کوي. ډېوېډ امبروس، رومان لیکونکی په دې اړه وایي: «که مو د ګټلو اراده درلوده، نو د بریا نیمه لار مو وهلې ده. که نه، نو د ناکامۍ نیمه لار درته پاتې ده». کله چې څوک هڅول کېږي، په بدن کې یې د بریا لپاره انرژي څپې وهي.

کله چې څوک د بریا احساس کوي:

د بریا لپاره له ځانه تېرېږي

د بریا پر لارو چارو پسې ګرځي

انرژي پیدا کوي

د لوبې پروګرام تعقیبوي

د ټیم له ټولو غړو سره مرسته کوي

 

کله چې څوک د ماتې احساس کوي:

له ځانه تېرېدل یې خپل وروستي حد ته را رسېږي

بهانې لټوي

ستړی کېږي

د لوبې پروګرام له پامه غورځوي

نورو ته هم د ماتې احساس ورکوي

د دې لپاره چې نورو ته د بریا احساس ورکړی، هغوی ته داسې فضا برابره کړئ، چې لومړۍ کوچنۍ بریاوې تجربه کړي. په لومړي سر کې ورته داسې کارونه او مسوولیتونه وسپارئ، چې پوهېږی تر سره کولی یې شي. له هغوی سره داسې مرسته وکړئ چې د بریا لپاره ورته اړتیا لري. لکه څه ډول چې به یوناني خطیب ویل: «کوچنۍ موکې او چانسونه د لویو کارونو د کولو لپاره لار هواروي». کله چې په تدریج سره دغه کسان پر ځان باور پیدا کړي، کولی شي په راتلونکې کې له لویو ستونزو سره مبارزه وکړي.

 بریا په راتلونکې کې تصور کړئ!

پوهانو د دې لپاره چې د موږکانو انګېزه معلومه کړي، پر هغوی باندې یې یوه جالبه څېړنه کړې ده. دوی یو موږک له اوبو څخه په یو ډک لوښي کې خوشي کړ، په داسې حال کې چې کوټه کاملاً تیاره وه. موږک په لامبو وهلو شروع وکړه. موږک د اوبو په منځ کې په داسې حال کې چې کوټه کاملاً تیاره وه، لږ تر لږه دری دقیقې لامبو ووهله. په دویمه ازموینه کې پوهانو په همدې اندازه اوبو کې بل موږک خوشی کړ، خو دا ځل په دې توپیر چې یوه څه اندازه رڼایي یې کوټې ته ور پرېښوده. دوی وایي چې موږک لږ تر لږه ۳۶ ساعته د ژوندي پاتې کېدو لپاره هڅه وکړه. که دغه مطلب په موږکانو کې صدق کوي، نو وګورئ چې که انسان هم په خپله راتلونکې کې د بریا لپاره لږ نښه نښانه وویني، څومره هڅه به وکړي. وایي، انسان لږ تر لږه څلوېښت ورځې پرته له خوړو، څلور ورځې پرته له اوبو او څلور دقیقې پرته له اکسیجن څخه ژوندی پاتې کېدای شي؛ خو که هیله یې پرې شي، څلور ثانیې هم ژوندی نه شي پاتې کېدای.

د المان پخوانی لومړی وزیر وایي: «سمه ده چې موږ ټول تر یوه اسمان لاندې ژوند کوو، خو ګډه روښنایي نه لرو». د یوه رهبر په توګه له نورو سره مرسته وکړئ، څو خپل اوسني حالت ته وګوری، په هیلو کې ډوب شی او ځان د راتلونکو بریاوو په منځ ګې احساس کړی.

د ښې راتلونکې د لرلو لپاره باید خپل لیدلوري ته هم بدلون ورکړئ. دنیس ویتلي وایي: «هېڅوک د بریا لپاره په برابرو شرایطو کې نه پیدا کېږي. هر څه په لیدلوري پورې اړه لري. لیدلوری د بریا معیار دی». کله چې د یو چا لیدلوری بدلون کوي، له شک او تردید څخه وځي، پر ځان باور ته رسېږي او ژوند یې ښه کېږي.

Share9Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026

وانګ يي د مکسیکو د بهرنیو چارو له وزیر ویلاسکو سره خبرې اترې وکړې

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In