څنګه دې ځای ته راورسېدم؟ څنګه داسې ممکنه ده چې زه د یو داسې بد انسان شم؟ دا او دېته ورته ځینې پوښتنې له ډېرو کسانو سره په ذهن کې وي. موږ ټول د تېروتنو قرباني شوي یو او ډېرې مو داسې پرېکړې او تصمیمونه نیولي، چې له امله مو یې درنه بیه پرې کړې ده. ځان بښل په همدې مانا دي، چې موږ د هغو ناسمو تصمیمونو او پرېکړو په بدل کې چې کړې مو دي او نن تر ځورېږو؛ خپل ځان وبښو. موږ په همدې مقاله کې درته وایو، ولې ځان بښل مهم دي او څنګه کولای شو ځان له عذاب وجدان څخه خلاص کړو او د یو خوښ انسان په صفت ژوند وکړو.
ژوند هر وخت د سړي په خوښه مخکې نه ځي. ډېری کارونه او کړنې چې موږ یې کوو، اصلي محرک یې موږ خپله نه یو، ډېر وخت یې تر شا یو بل مجبوریت پټ وي چې موږ یې کولو ته اړ کوي. دا یوازې موږ نه یو چې د دې چارې قرباني شوي یو، دا چاره له ټولو خلکو سره کېږي. په هر حال، د نورو بښل معمولاً د ځان تر بښلو اسانه دي. کېدای شي موږ هغومره چې د ځان په اړه سخت دریځ غوره کوو، د نورو په اړه یې غوره نه کړو. خو په یاد ساتئ! هرڅه د درمل وړ دي. ځان هم بښل کېږي او د نورو تر بښلو زموږ په ژوند کې حیاتي ارزښت لري.
د څېړونکو په خبره، د ځان بښل ذهني فشار کموي. ځان بښل، رواني ناروغۍ او اختلالات لکه افسردګي او اظطراب له منځه وړي.
ځینې وخت موږ له سختو دردونو او ستونزو سره مخ کېږو؛ خو دا بیا بې ګټې ده چې موږ د دغو ستونزو له امله ځان ته عذاب ورکړو. دا ستونزې چې پایلې یې موږ دې حد ته رسوي، ډېر وخت دومره لویې او جدي نه وي.
همدا چې خپلې تېروتنې نه هېروو، همدا مو د درد او رنځ لامل دی. هغه تېروتنې چې ممکن ناخودآګاه هم نه وي، کېدای شي په اړه یې موږ داسې فکر وکړو چې ولې مو داسې پرېکړه کړې ده او وضعیت مو تر دې حده ځان ته سخت کړی دی. باید پوه شو چې له ځان څخه بېزاري، هېڅ ګټه نه لري، داسې چې په بدل کې یې بیا ځان بښل ډېره ګټه او له ځان سره ارامي لري. د ځان بښلو په اړه لومړۍ پوښتنه دا ده چې له ځانه وپوښتو: ولې مو تېروتنه کړې ده؟
تېروتنه او ناسمې پرېکړې کول، له دې سره چې څوک یاستی او کولای شی پر کوم کس بدل شی، کومه اړیکه نه لري. تېروتنې کول مو باید له هغه ارزښت څخه چې ځان ته پرې قایل یاستی، لرې نه کړي.
موږ انسانان یو، هر انسان تېروتنه کوي، موږ د بېلابېلو دلایلو په واسطه ډېری کارونه کوو. اصلي خبره د کار کولو د علت پيدا کول دي. د همدغه دلیل په پيدا کولو سره کولای شو پوه شو چې څنګه دغه حالت ته راورسېدم او کولای شو د همدغې لارې د تی کولو پر مهال تصمیم بدل کړو.
ځینې وختونه د خپلې غوسې او قهر د منلو له امله، زموږ دوستانو او ملګرو ته زموږ غوسه او قهر لا ډېر ښکاره کېږي. دا کار کېدای شي په موږ پورې د ډېرو اړوندو حقایقو د څرګندتیا لامل شي او زموږ لپاره مهمې پایلې ولري. کله چې دا منو چې موږ کامل انسانان نه یو، هغه ده چې نور له موږ سره ډېرې ارامه اړیکې ټینګوي او زموږ په اړه د یو قوي انسان تصور کوي.
ځینې وخت یوازې یو معذرت غوښتل هم ستاسې پر ځواکمنتیا دلالت کوي. (بښنه غواړم، کوښښ کوم چې بیا یې جبران کړم) همدا تر ټولو ښه پیل دی. دا د دې مانا نه ورکوي چې هرڅه د پوره او بې عیبه وي؛ خو د دې ښکارندويي کوي چې کولای شم او غواړم چې هرڅه ترمیم او بیا یې جوړ کړم.
په ستونزو کې استقامت، مانا دا چې موږ د نورو او ځان په مقابل کې ځان ښوودنه نه کوو، چې هرڅه سم دي؛ مانا دا چې موږ د هرې ستونزې حل ته ژمن یو، ورو ورو هرڅه درمان کوو او بالاخره ارام ته رسېږو. د ځان بښلو لپاره اصلي خبره د تېر وخت هېرول دي. د تېر وخت هېرول مانا دا چې موږ ځان د هغه څه په اړه چې نه پوهېږو او هغه چې باید یا نباید مو کړي وی، وبښو.
پر دې لاره باید خپلې تېروتنې مشخصې کړو، داسې پرېکړه وکړو چې نورې شوې تېروتنې تکرار نه کړو او د شوو پرېکړو ټول مسوولیت پر خپله غاړه واخلو. هېڅ وخت باید ځان تحقیر او سپک ونه ګڼو. دا مهارت لاسته راوړل یوڅه سخت دي، خو د وخت په تېرېدو سره لاسته راوړل کېږي. دا سختي منل، پر هرڅه ارزي؛ ځکه پایله یې زموږ ارامي او خوشالي ده.
ځینې وخت ځان بښل د غم پر ځای د خوښۍ پيدا کولو په مانا هم کارول کېږي. د تېر وخت په هېرولو سره کولای شو د ژوند کولو چل زده کړو. ځینې وخت غم او اندېښنې طبیعي هم وي، طبیعي ځکه ورته وایو چې د پېښېدو علت یې زموږ په کنټرول کې نه وي. لکه د باران د ډېر اورېدو له امله د سیلاب راوتل او له امله یې زموږ د کور ځینې برخې زیانمنېدل. سمه ده چې موږ به دا وخت خپه وو؛ خو په خپګان سره به څه وکړو؟ هېڅ هم نه. دا وخت د اندېښنې او خپګان پر ځای د هغه په بیارغولو لاس پورې کړئ.
اوس اصلي پوښتنه دا ده چې څنګه موږ ځان وبښو؟
ځواب یې ډېر اسانه دی، مهربان اوسئ او د شوې تېروتنې له امله ځان بښل و ازمویئ. ځان ته د عزت په سترګه وګورئ، په کوټه کې ځوړندې اینې ته مخامخ ودرېږئ، وېښتان مو سم کړئ، اوږې مو وغورځوئ، غاښونه مو پرېمنځي او بالاخره ځان داسې جوړ کړئ څنګه چې مو خوښېږي. دا د ځان بښلو لپاره تر ټولو ښه پيل او اسانه لار ده. ځان بښل؛ له ځان سره مینه زیاتوي او له ځان سره مینه هغه څه دي چې هر ژوندی مخلوق ورته اړتیا لري.
د ځان بښلو په پار هېڅ وخت ځان له نورو سره مه پرتله کوئ، له نورو سره پرتله مو وژني. کله چې داسې فکر درته پيدا کېږي، هغه وخت تر ځان د ښه موقف واله خلکو پر ځای، ځان تر ځان له غریبو او په سختو شرایطو کې راګیر کسانو سره پرتله کړئ. کله چې تر ځان غریب او په ستونزو کې راګیر کسا ووینی، پر ځان به شکر وباسی او همدا شکر ایستل مو له ځان سره ورځ تر بلې مینه زیاتوي.
د ځان بښلو بله ښه لار دا ده چې په یو وار له ځان څخه د ډېر کار کولو تمه ونه کړی. پوهېږی، ډېری کسان له ځان څخه په کم وخت کې د ډېر پرمختګ او کار کولو تمه کوي، کله چې ورته ونه رسېږي، بیا خپه وي او ځان یو ډول نیمګړی او ناکاره ورته ښکاري. د ځان په اړه د ناکاره صفت د صدق احساس، د عذاب وجدان کندې ته ځان ور اچول دي. د ځاب بښلو لپاره په لومړیو کې د ډېر کار تمه مه کوئ، لږ لږ، خو په دقت کار وکړئ او د کار په اخر کې ځان ته یوه ډالۍ ورکړئ. دا کار مو ورځ تر بلې له ځان سره مینه زیاتوي او بالاخره خوښ ژوند ته رسېږی.